کارموندنه او سکالرشیپونهScholarships & Jobs

کارموندنه او سکالرشیپونهScholarships & Jobs

Share

Lucky

20/09/2024

تاريخی ستره بريا او سيريز مو مبارک🏏

08/10/2023

د 2025 کال د DV لاټرۍ اړوند لنډ معلومات.
ټوتل به یې نوم لیکنه 33 ورځې وخت ونیسې. دا لاټرۍ به د 2025 کال لپاره وي.
او نتیجه به یې د 2024/05/04 مه نیټه اعلان شي.
د لاندې هیوادونو وګړې ورته نوم لیکنه نه شي کولي. ( بنګلدیش، برازیل، کاناډا، چین، هانګانک، کولمبیا، هند، جمیکا، مکسیکو، نایجریا، فلفین، سویلي کوریا، وینزویلا، ویتنام او پاکستان)
د نوم لیکنې لپاره اړين اسناد :
1= نوم
2= تخلص
3= د زیږیدو نیټه
4= ښار
5= انځور چې ايډيټ شوي نه وي
6= موقعیت ( د اوسیدو ځای)
7= د مبايل شميره
8= ایمیل ادرس
9= پاسپورټ یا تذکیره ( که کاغذي تذکیره وي هم نوم لیکنه کیږي)
که واده شوي ياست بيا د کورنۍ فاميلی فورم ډک کړئ، چې د ټولو ماشومانو او ميرمن مشخصات پکې ليکل کېږي.
او که مجرد ياست بيا انفرادي فورمه ډکه کړئ.
يادونه: هغه ملګري چې غواړي ثبت نام وکړي جبارخېل سياحتي شرکت په وړيا ډول ورته په دقیق او معياري شکل ثبت نام کوي.
ادرس: جلال آباد ښار چوک تلاشي محبس ته غزيدلې سرک ګدام سنګي ته مخامخ زر خان پلازه دوهم منزل جبارخېل سياحتي او زيارتي شرکت
اړيکو شمېره:
واتساپ 0786407535
0786387736

25/02/2023

خبرتیا
داچی د پاسپورت عمومی ریاست اعلان کړی چی د حوت میاشتی په لسمه نیټه د پاسپورتونو د توزیع لړی په رسمی ډول په ټولو ولايتونو کی شروع کیږی. هغه هیوادوال چې اوسني او پخواني استوګنځایونه یې په ولایتونو کې دي، کولای شي د انلاین فورم له لارې- چې پخوا یې مرکزي ریاست ته نوم لیکنه کړې- انلاین سیسټم ته په ننوتو خپلې فورمې اړوندو ولایتونو ته بدلې کړي. بیرته دې خپل ولایت لپاره انلاین ثبت نام وکړی. نو بیړه وکړی د آنلاین ثبت نام لپاره په کم وخت او مناسب قیمت جبارخېل سياحتي شرکت ته مراجعه وکړی. ستاسی کارونه په پوره اطمنان سره ترسره کوی.
ضروری اسناد!
🔰تذکره
🔰یو قطعه عکس
🔰که زوړ پاسپورت لری د هغی یوه کاپی
د اړیکو او واټساپ شمیری:0786407535/0786387736
وټساپ شميره: 93786407535+
ادرس : جلال آباد ښار چوک تلاشي محبس ته غزيدلې سرک ګدام سنګي ته مخامخ زر خان پلازه دوهم منزل جبارخېل سياحتي او زيارتي شرکت.

23/02/2023

ګرانو وطنوالو!
اوس تاسو کولای شې چي د پاکستان هېواد انلاین ويزه په ارزانه بيه, په لږه موده او په تضمیني توګه له جبارخېل سياحتي شرکت لارې تر لاسه کړئ.
📍اړین اسناد:
يو قطعه عکس
د پاسپورټ سکن
تذکرې سکن
دعوت نامه
☎️ موږ سره اړيکه ونيسئ:
📱 وټساپ: 0786407535
📞 د اړيکې شمېره: 0786407535/0786387736 /0765616416
پته:جلال آباد ښار چوک تلاشي محبس په لور غزيدلې سرک ګدام سنګي ته مخامخ زر خان پلازه دوهم منزل جبارخېل سياحتي او زيارتي شرکت.
______________________________

05/02/2023

له کندهاره دوبۍ ته مخامخ الوتنې پيل شوې
تېره ورځ د کندهار له احمدشاه بابا نړيوال هوايي ډګر څخه دوبۍ ته په نورمال ډول لومړنۍ الوتنه ترسره شوه. دا الوتنه چې د کام اير هوايي شرکت له خوا ترسره شوه، څلور څلوېښت مسافر يې دوبۍ ته ولېږدول. له دې وروسته به له کندهار څخه د شنبې په ماښام دوبۍ ته او د يکشنبې په ورځ سهار به بيا دوبۍ څخه کندهار ته الوتنه ترسره شي.
همدا رنګه هڅې روانې دي تر څو له کندهار څخه ډهلي او د کندهار چين تر منځ دوه اړخيزې الوتنې هم پيل شي. چې دا به خلکو ته د ډېرو اسانتياوو تر څنګ سوداګريزې پراختيا ته هم لاره هواره کړي.
پاتې دې نه وي چې له دې هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته هم الوتنې ترسره کېږي.

05/02/2023




د برونای هېواد چې یو اسیايي او اسلامي هېواد دی د راتلونکي سمستر لپاره یې د سکالرشیپونو اعلان کړی دی.
دا سکالرشیپونه چې د برونای هېواد د یهرنیو چارو وزارت له لوري یې چارې پر مخ وړل کېږي د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ورته نوم لیکنه کېږي، له نېکمرغه چې افغان محصلان هم کولای شي چې نوم لیکنه وکړي، تاسو کولای شئ چې د برونای هېواد پنځه مختلفو پوهنتونو ته اپلای وکړئ.

هېواد: برونای
د زده کړو کچه: لېسانس او ماسټري
نوم لیکنه: انلاین
د نوم لیکنې پای: د روان ۲۰۲۳ کال د فېبروري میاشتې ۱۵مه نېټه

د برونای هېواد په سکالرشیپونو کې لاندې پنځه پوهنتونونه شامل دي:

• Universiti Brunei Darussalam (UBD)
• Kolej Universiti Perguruan Ugama Seri Begawan (KUPU SB)
• Universiti Islam Sultan Sharif Ali (UNISSA)
• Universiti Teknologi Brunei (UTB)
• Politeknik Brunei (PB)

تاسو به د لاندې لېنک له لارې د یادو پوهنتونو د څانګو بشپړ لېست ومومئ.
د یادونې وړ ده چې پورته پوهنتونو کې له طبي علومو پرته نورې ټولې برخې شته دي چې عمده څانګې یې په لاندې ډول دي.

•اسلامي زده کړې
•شرعیات
•حقوق
•اسلامي تاریخ
•ټولنیز علوم
•ساینس
•انجنیري
•کمپیوټر ساینس او ټکنالوژي
او نورې برخې چې تاسو به یې لاندې لېست کې وګورئ.

د سکالرشیپ امتیازات:

•د زده کړو بشپړ لګښت
•د تګ راتګ لپاره ټکټ
•د میاشتې ۵۰۰ برونايي ډالر د جېب خرڅ په توګه چې د ۳۶۰ امریکايي ډالرو معادل دي.
•د میاشتې ۱۵۰ برونايي ډالر د ډوډۍ لپاره چې د ۱۱۰ امریکايي ډالرو معادل دي.
•په کلني ډول د کتابونو او قرطاسیې لپاره ۶۰۰ برونایي ډالر چې د ۴۴۰ امریکايي ډالرو معادل دي.
•د اوسېدو ځای
•روغتیايي بیمه

دا معلومات د Win Scholarship ټيم له لوري راټول او ژباړل شوي دي.

د نوم لیکنې شرایط:

•د لېسانس دورې د نوم لیکنې لپاره له دولسم ټولګي یا عالي مدرسې څخه فارغ وئ.
•د ماسټري لپاره باید د لېسانس سند ولرئ.
•د لېسانس لپاره مو عمر له ۱۸ کم او له ۲۵ کلونو ډېر نه وي.
•د ماسټري لپاره مو عمر له ۳۵ کلونو ډېر نه وي.

د اړتیا وړ سندونه:

لاندې سندونه چې تاسو ته لېست کېږي نو د دې په شتون کې نوم لیکنه وکړئ.
•پاسپورټ سایز عکس
•پاسپورټ (حتمي دی، له دې بغیر نوم لیکنه مه کړئ)
• شهادتنامه
• ډيپلوم او د نمرو ټرانسکرېپټ
• د دوه استادانو له لوري ریکمنډېشن لېټرونه
• یوه SoP یعنې انګېزه ليک چې لږ تر لږه ۲۰۰ کلمې وي.
• د انلاین او افلاین فورم ډکول
• د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له لوري د فورم تایید او که له هېواد بهر اوسېږئ نو اړوند هېواد کې مو فورم په سفارت او يا قونسلګري کې تاييد کړئ.
• نور تشویقي اسناد (خو باید په انګلیسي ژبه وي، یا ژباړل شوی وي.)
د انګلیسي ژبې سند:
دا چې دا سکالرشیپونه ۵ پوهنتونونه په بر کې لري نو د انګلیسي ژبې لپاره کوم واحد معیار ندی وضع شوی، خو که تاسو د ساینس، انجنیري اوو ټکنالوژي برخو ته نوم لیکنه کړئ نو د انګلیسي ژبې یو سند باید ولرئ که د ایېلټس یا ټافل سند وي خو ډېر ښه دی که هغه نه وي نو کولای شئ بل سند هم وړاندې کړئ لکه دا سند چې وښيي ستاسو لېسانس په انګلیسي ژبه ؤ؛ خو منل او نه منل یې د پوهنتون صلاحیت دی.
کوم وروڼه چې دینې او اسلامي زده کړو ته نوم لیکنه کړي د هغوی لپاره د انګلیسي پر ځای د عربي ژبې زده کړه پکار ده چې د عربي ژبې ازموینه به هم درنه اخیستل کېږي.

د نوم لیکنې او له نوم لیکنې مخکې د بشپړو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ لاندې لېنک کلېک کړئ:

https://www.mfa.gov.bn/online-bdgs

دا معلومات د Win Scholarship ټيم له لوري راټول او ژباړل شوي دي؛ موږ لدې پاڼې پرته هېڅ ډول د وټسپ ګروپ او يا هم کوم دفتر نلرو.
په حضوري يا انلاین بڼه نوم ليکنه نکړو؛ هيله ده د نوم ليکنې لپاره زموږ په نوم چا ته يوه افغانۍ هم ورنکړئ، خپله کوښښ وکړئ.

Photos from ‎کارموندنه او سکالرشیپونهScholarships & Jobs‎'s post 10/01/2023

د

پاکستان افغانانو ته د ویزې د ورکولو په برخه کې نوې اسانتیاوي اعلان کړې
چې اوس تاسو کولای شئ زمونږ له خدماتو د پاکستان ویزې په انلین توګه تر لاسه کړئ بدون د سفارت تګ څخه.

هغه ضروري اسناد چې تاسو یې باید له ځانه سره ولرئ.
۱ پاسپورټ
۲. تزکیره
۳. یو عکس چی سپین بیګراونډ ولری
۴. دعوت نامه
۶. خپل شخصی معلومات

تاسو کولای شی د لازیاتو معلوماتو لپاره زمونږ سره په لاندې شمېرو اړيکه ونيسي.
WhatsApp 0786407535
Contact 0786407535
Contact 0765616416
Contact 0786387736

Photos from ‎کارموندنه او سکالرشیپونهScholarships & Jobs‎'s post 15/12/2022

د پاکستان هېواد انلاين ویزې خدمات!
اوس تاسو کولای شئ چې یو کلنه ملټیپل انتري فاميلي ويزيت ویزه په انفرادي او فامیلي توګه په ارزانه نرخ د جبارخېل سیاحتي او زیارتي شرکت څخه ترلاسه کړئ.

اړین اسناد:
عکس: 📷
پاسپورت: 📘
تذکره: 🪪
او دعوت نامه:

زموږ د اړیکو شمیرې:
واتساپ 0786407535
0765616416
0786407535
0786387736
پته: جلال آباد ښار، تلاشۍ چوک، محبس ته غزيدلې سرک ګدام سنګي ته مخامخ زر خان پلازه دوهم منزل.

05/11/2022

#کانکور
#پايلې

د ازموینو ملي ادارې د ۱۴۰۱ کال د عمومي کانکور د ازموینو پایلې اعلان کړې!

لېنک:

https://nexaresults.org/

26/10/2022

د کار موندنې خبرتیا!
د تعبير خصوصي ښوونځي اداره يو تن د ریاضي نارينه ښوونکي ته ضرورت لري.

شرایط:
١ - په اړونده رشته کې يې د لیسانس تر کچې زده کړی کړي وي.
۲ - کاري تجربه ولري.

د ذکر شویو بست اړوند وړ اشخاص کولای شي ژر تر ژره خپل تحصیلي اسناد او (CV) تعبیر خصوصي ښوونځي ادارې ته وسپاري.
ادرس: چکنوري ،تبليغي مرکز ته مخامخ ،لومړۍ کوڅه ،دويم کور ،تعبير خصوصي ښوونځی
د اړېکو / وټساپ شمېره :0782700091

16/10/2022

د ۲۰۲۴ کال لاتری نوم لیکنې لپاره اړین توکې
۱-معیاري انځور(۶۰۰*۶۰۰پکسل کې وي له ۲۴۰ کی بی نه یی حجم کم وي).
۲-ایمیل ادرس.
۳-اړیکی شمیره.
۴-مدنی حالت(مجرد/متاهل).
اصلی او فعلی د اوسیدو ځای(د کلی ولسوالی په ذکر کولو سره).
۵-که فامیلی وی د اولادو شمیر اړوند مشخصات یې.
۶-پاسپورت د شتون په صورت کی د سږ کال یو لوی چانس هم داده چی پرته له پاسپورت نه هم کولای شي چې نوم لیکنه وکړئ او دا وړاندیز هم د ګانګرس د لوی قاضی له لوري شوي او منل شوي دی چې پرته له پاسپورت نه نوم لیکنه کولاي شي.
۷-عمر(سن) یی باید اتلس یا له اتلسو کلونو نه زیات وی.
۸-دولسم نه فارغ یا د پایلو تر اعلان پوری فارغ شی.
یادونه:
هغه کسان چی پاسپورت نلري نوم لیکنی لپاره یی نوم د پلار نوم تخلص زیږیدنې کال هم اړین دي.
بله یادونه:
هغه کسان چی مسلکي ندي کولاې شي چې زموږ دفتر ته مراجعه ؤکړئ.
اړيکو شمېره:
واتساپ 0786407535/0730114422
موبایل 0786407535

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Jalalabad