Sholanah Boys High School د شولانې هلکانو عالې لېسه

Sholanah Boys High School    د شولانې هلکانو عالې لېسه

Share

Sholana Boys high School chaparhar

30/05/2026

#خبـــــرتــــــیا
د کلنۍ ازموینې د پیل خبرتیا
بسم الله الرحمن الرحیم
د ننګرهار د پوهنې ریاست
د چپرهار د پوهنې آمریت
د شولانې هلکانو لېسه
﴿رَبِّ زِدْنِي عِلْمًا﴾
"ای زما ربه! زما علم زیات کړه."
ګرانو زده کوونکو او قدرمنو والدینو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
په ډېر درنښت تاسو ته خبر درکول کېږي چې د ښوونځي د زده کوونکو کلنۍ ازموینه سبا، د یکشنبې په ورځ، د جوزا میاشتې په ۱۰مه نېټه پیلېږي.
۱- له ټولو زده کوونکو څخه هیله کېږي چې د ازموینې لپاره بشپړ چمتووالی ولري، د اړتیا وړ درسي مواد او وسایل له ځان سره راوړي او په ټاکلي وخت ښوونځي ته حاضر شي.
۲- زده کوونکي دې د ازموینې پر مهال نظم، دقت او هڅه په پام کې ونیسي، ترڅو غوره او د خوښۍ وړ پایلې ترلاسه کړي.
۳- قدرمن والدین دې خپل اولادونه وهڅوي چې ازموینې ته پر وخت حاضر شي او د بریالیتوب لپاره لازم چمتووالی ونیسي.
۴- الله تعالی دې ټولو زده کوونکو ته په ازموینو کې بریا، لوړې نمرې او روښانه راتلونکی په برخه کړي.
په درنښت
د شولانې هلکانو لېسې اداري څانګه
Sholanah Boys High School د شولانې هلکانو عالې لېسه Wasil Khan Zaheer Dawlatzi شولانې لېسه Samiullah Sajid Khatir Ihsas Abdulwahab Beradar شولانی والیبال کلپ Tahsil Afghan Asim Ali

18/05/2026

د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې خبرتیا!📢

د دولسم ټولګي ټولو هغو فارغانو ته چې د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور ازموینې لپاره یې نوم‌لیکنه کړې او غواړي د طبي علومو په برخه کې نیمه لوړې زده کړې ترسره کړي، په درنښت خبر ورکول کېږي چې د ننګرهار روغتیايي علومو انسټیټوټ د بېلابېلو څانګو ظرفیتونه او ځانګړي کوډونه مشخص او اعلان شوي دي.

له ټولو ګډونوالو څخه هیله کېږي چې د فورم ډکولو پر مهال د اړوندو څانګو کوډونو، ظرفیتونو او خپلو علاقو ته په بشپړه پاملرنه سره انتخاب وکړي، ترڅو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نه شي.

په درنښت
د ننګرهار روغتیايي علومو انسټیټوټ اداره

18/05/2026

د ازموینو عمومي اداره - عمومي امتحانات
General Authority For Examination
د دفاع وزارت نظامي طب لپاره د کانکور ازموینې نومليکنې خبرتیا!
ستر درستیز صحي قوماندانۍ غواري د صحي علومو اکاډمۍ د طب پوهنځي لپاره نوي محصلین جذب کړي، د دولسمو ټولګیو هغه فارغان چې په لاندې شرایطو برابر وي، کولای شي چې د ۱۴۰۵ کال غبرګولې میاشتي له لومړۍ نېټې څخه په مرکز او ولایتونو کې د جذب او جذب قوماندانۍ کمیساریو له لارې نومليکنه بشپړه کړي.
د نومليکنې عمومي شرایط:
۱- د نوماند عمر باید له ۱۸ تر ۲۲ کلونو پورې وي.
۲- د درې کلونو (لسم، یوولسم او دولسم ټولګي) د نمرو اوسط باید له ٪۸۵ سلنې کم نه وي.
۳- نوماند باید اصلي الکترونیکي تذکره ولري، بشپړ روغ وي، مجرد وي او په نشه يي توکو روږدی نه وي.
۴- د دفاع وزارت او د افغانستان اسلامي امارت د نظامي طب قوانینو او لایحو ته ژمن او با انضباط شخص وي.
۵- اسلامي اردو ته صحي څانګو کې د اوږدمهاله خدمت لپاره چمتووالی ولري.
۶- د عمومي خیانت، سیاسي او جنایي جرمونو تور پرې نه وي.
نومليکنه یوازي په اصلي الکترونیکي تذکره تر سره کیږي!
د ارتباط په صورت کې له دغو شمېرو سره اړیکه ونیولای شئ!
0791961547 - 0202318614 - 0202318612

18/05/2026

د ازموینو عمومي اداره - عمومي امتحانات
General Authority For Examination
د هوايي او هوايي مدافع پوهنتون د جذب لپاره د نومليکني خبرتيا!
د هوايي او هوايي مدافع پوهنتون غواړي، چي د ۱۴۰۵ تعليمي کال لپاره د ځانګړي کانکور ازمويني له لاري نوي محصلين جذب کړي. د دولسمو ټولګيو ټول هغه فارغان چي په لاندي شرايطو برابر وي، کولای شي د ۱۴۰۵ کال غبرګولې مياشتي له لومړۍ نېټې څخه تر ۳۱ نېټې پوري په مرکز او ولايتونو کي د جلب او جذب قوماندانۍ کميساريو له لاري نومليکنه بشپړه کړي.
د نومليکني عمومي شرايط:
د غوښتونکي عمر بايد ۱۸ - ۲۴ کاله وي؛
د دري کالو (لسم، يوولسم او دولسم) ټولګيو د نمرو سلنه بر تر له ۷۵٪ وي؛
نوملیکنه يوازي په اصلي الکترونيکي تذکره منل کېږي.

16/05/2026

د کانکور ملي ازموینې د انتخابونو او ځواب‌ ورقې نوی فارمټ!
ګرانو زده‌ کوونکو!
د کانکور ملي ازموینې د انتخابونو او ځواب‌ ورقې نوی فارمټ کاپي کړئ او ځان پرې په بشپړ ډول پوه کړئ.
که بیا هم پکې مشکل لرئ او نه پرې پوهېږئ، شهید افسر خان ښوونیز مرکز ستاسې د راتګ پر مخ خلاص دی او موږ چمتو یوو، چې تاسې سره بشپړه همکاري وکړو، څو د کانکور په ازموینه کې له تخنیکي تېروتنو خوندي پاتې شئ او بریا ترلاسه کړئ.
هدف مو دا دی چې تاسې په ډاډه زړه، سمې طریقې او غوره چمتووالي سره کانکور ته داخل شئ.
یادونه: د هر ګډونوال ای ډي نمبر تیار رسېدلی وي.
فقط د ځوابونو خانې په سمه توګه تورې کړئ، د انتخاب کوډ نمبرونه په سمه توګه ورسوئ او اړوند خانې یې سمې تورې کړئ او خپله امضاء مو وکړئ.

30/04/2026

۱۴ دورې فارغان، ۱۱۰۰ بر حال زده کوونکي او د ودانۍ نه شتون
دا د ننګرهار په چپرهار کې د شولانې هلکانو لېسه ده، د ودانۍ جوړېدل ورته ډېر زیات اړین دي.د ننګرهار پوهنې رياستNangarhar Education Directorate

Photos from ‎Sholanah Boys High School    د شولانې هلکانو عالې لېسه‎'s post 28/04/2026

د چپرهار ولسوالۍ پوهنې امريت اړوند د شولانې هلکانو لېسې د زده‌کوونکو د سرنوشت په اړه یوه غوښتنه

د پوهنې د ودې لپاره لومړنی شرط د زده‌کړو لپاره د خوندي او مناسب چاپېریال شتون دی. له بده مرغه، د چپرهار ولسوالۍ پوهنې امريت اړوند د شولانې هلکانو لېسه چې د تعمیر او احاطې له نعمته بې‌برخې ده، د تېرې ورځې د تېز باد او طوفان له امله یې تدریسي خېمې په بشپړه توګه ړنګې او تخریب شوې.

دا پېښه د دې ښکارندويي کوي چې د دغه ښوونځي زده‌کوونکي په څومره سختو شرایطو کې زده‌کړې کوي. د خېمو ړنګېدل نه یوازې د تدریس بهیر ټکنی کوي، بلکې د زده‌کوونکو د سر خوندیتوب ته هم ګواښ پېښوي. له پوهنې ریاست او اړوندو مسوولینو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د شولانې هلکانو لېسې د تعمیر او احاطې جوړولو ته جدي پام وکړي، څو زموږ د هېواد بچیان په راتلونکي کې له داسې ستونزو سره مخ نه شي. Orphan Care Afghanistan يتيم پالنه افغانستان Wasil Khan Zheer د ننګرهار پوهنې رياستNangarhar Education Directorateدچپرهارولسوالۍ پوهنې آمریت Mashaal Khàñ AhmadNED

Photos from ‎Sholanah Boys High School    د شولانې هلکانو عالې لېسه‎'s post 30/03/2026

الحکم لله

د جنازې خبرتیا!
إِنَّـا لِـلَّـهِ وَ إِنَّـا إِلَـیْـهِ رَاجِـعُـونَ
د مرحوم قاري صاحب امیرزاده زوﺉ د قدیم ګل، لعل زاده او قاری عبدالرحمن وراره د جنت شاه فرمان شاه او محب شاه د تره لمسی د کاکا زامن ډاکتر مجیب, جاوید, شاه آغا, پهلوان, محمد عمران, روستم, کامران, د قاري صاحب حمزه او د خذیفه ورور حُبیب په حق رسېدلی نن
ورځ:دوشنبه
د جنازې وخت : (3) درې بجي
ځای : ننګرهار ،چپرهار ولسوالۍ، شولانې کلی
Wasil Khan Zheer طارق همدرد Abdulwahab Beradar Samiullah Sajid Khatir Ihsas شولانی والیبال کلپ Tahsil AfghanSohail Sahil Orphan Care Afghanistan يتيم پالنه افغانستان Asim Ali

Photos from ‎Sholanah Boys High School    د شولانې هلکانو عالې لېسه‎'s post 31/10/2025

د چپرهار پوهنې امریت لخوا د کرکټ سیالیو دوام

د چپرهار د پوهنې امریت په نوښت جوړو شوو کرکټ سیالیو په لړ کې، نن د جمعې په مبارکه ورځ د شولانې لېسې لوبډلې د للمې لېسې لوبډلې ته په یوه زړه‌ راښکونکې لوبه کې په ۳ منډو ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې، شولانې لېسې په ۱۰ اورونو کې د خپلو ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۹ منډې جوړې کړې.

للمې لېسې لوبډلې هڅه وکړه چې هدف پوره کړي، خو یوازې د ۱۰ اورونو په ترڅ کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۳۶ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۳ منډو په توپیر وبایلله.

د یادو سیالیو په دوام به سبا د شنبې په ورځ ماسپښین د ترېلي او دولتزیو لېسو تر منځ لوبه ترسره شي.

Photos from ‎Sholanah Boys High School    د شولانې هلکانو عالې لېسه‎'s post 16/10/2025

بسم الله الرحمن الرحیم
ننګرهار پوهنی ریاست
چپرهار پوهنی امریت
نیټه ۱۴۰۴/۷/۲۴:۱۴۴۷/۴/۲۳

نن ورځ پنجشنبه د شولانې هلکانو د لېسې په انګړ کی لومړی د مولوی صاحب حیات الله حقانی لخوا د قرانکریم ترجمه وشوه ورپسی نهم باء ټولګی خپل تربیوی او جرأت حاصلوونکی پروګرام تلاوت، حدیث شریف، اسلامی پوښتنی، غوره ویناوی، او د ترانۍc ټیم ترانه وړاندې کړه ورپسی په اخر کی د یادی لېسې امر واصل خان زهیر هر اړخیز ویناوی وکړی او هم د یادی لېسه سره د ځینو معارف پاله اشخاصو انجینر مکرم خان لخوا دوه انچه سمرسیبل چی 8000 افغانی قیمت لری او د ملک ذبیح الله لخوا ۲۵۰ امپیره سولری تخته چی 2100 افغانی قیمت لری او بل الفت کوچی یو سولری تخته چی ۲۵۰ امپیره ده او 2050 افغاني ارزښت لری کومک وشو او هم د یادی لېسې د ښوونکو او زده کوونکو په مالی لګښت ۵۰ میتره پایپ چی 2000 افغانی قیمت لری همکاری شوه یادی لېسې د شاګردانو دڅښاک او د نیالګیو او چمنونو د اوبو کولو لپاره تر ګټه اخستل کیږی نن ورځ یی د بسته کولو چاری بشپړی او ګټی اخستنی ته وسپارل شوه د شولانې هلکانو لېسه د کومکونو څخه مننه کوی او په اینده د نور همکاری هیله لری
د ننګرهار پوهنې رياستNangarhar Education Directorate Faridoon Sajjad Sherin Agha Karimi دچپرهارولسوالۍ پوهنې آمریت NED Sohail Sahil Abdulwahab Beradar Wasil Khan Zheer Orphan Care Afghanistan يتيم پالنه افغانستان Samiullah Sajid شولانې لېسه

شولانې هلکانو د نشراتو څانګه

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Chaparhar, Nangarhar
Jalalabad