سلامونه احترامات او نيکې هېلې ټولو ملګرو ته پدې هيله چې روغ او جوړ اوسۍ.
ډير ژر به لخيره ساينسي مضامين تاسې ته په لنډو ويډيوي کليپونو کې په لنډ ډول تدريس شي.
زموږ صفحه لايک او شير کړۍ.
انجنیر جواد ښوونیز مرکز/ Engineer Jawad Educational Center
زموږ یواځنې هدف د نوی نسل روزنه او د علم په ګاڼه یې سمبا?
01/11/2023
د سطحې یا مساحت په اړه لنډ او ګټور معلومات:
هکتار (Hectare):
1 هکتار مساوي ده په 5 جریبه (hectare = 5 jirib )
1 هکتار مساوی ده په 2.471 ایکره (hectare = 2.471 Acre)
1 هکتار مساوي ده په 100 بسوې (hectare =100 Biswa )
1 هکتار مساوي ده په 2000 بسواسې (hectare = 2000 Biswasa)
1 هکتار مساوي ده په 10000 متر مربع (hectar =10000 m2 )
جریب (Jirib):
1 جریب مساوي ده په 20 بسوې (jirib = 20 Biswa)
1 جریب مساوی ده په 400 بسواسې (jirib = 400 Biswasa)
1 جریب مساوي ده په 2000 متر مربع (jirib = 2000 m2)
بسوه (Biswa):
1 بسوه مساوي ده په 20 بسواسې (biswa = 20 Biswasa)
1 بسوه مساوي ده په 100 متر مربع (biswa = 100 m2)
بسواسه (Biswasa):
1 بسواسه مساوي ده په 5 مترمربع (biswasa = 5 m2)
30/07/2023
د کانکریټو د مخلوطونکي تولید څنګه محاسبه کړو. HOW TO CALCULATE OUTPUT OF A CONCRETE MIXER?
د یوکانکریټو د یو مخلوطونکي (مکسر )تولید.OUTPUT OF A CONCRETE MIXER
د یو مخلوطونکي تولید په ابتدايي ډول د مخلوطونکي په ظرفیت پورې اړه لري.له دې سره په څنګ کې،په دې پورې اړه لري چې مخلوطولو لپآره څومره موده ورکول کیږي ،مخلوطونکي ته مواد څنګه رسول کیږي او همداراز په هغې چټکتیا پورې اړه لري چې مخلوطونکي ته موادو وراچولو او تخلیه کولو عملیه په اجرا کاریږي .کله کله له مخلوطونکي څخه قالب ته د کانکریټو لیږد هم دمخلوطونکي تولید محدودوي.لاندې بیلګو کې د یو مخلوطونکي تولید په یوه ورځ کې واضح شوی.
په یوه ورځ د یو 200 لیتره مخلوطونکي یا مکسر تولیدي ظرفیت محاسبه کول.CALCULATING OUTPUT OF A MIXER OF 200 LITRES CAPACITY PER DAY
په عام ډول د 200 lit مکسر تولیدي ظرفیت له 200л=V*kb*ղ څخه لاس ته راځي چې په دې کې v سرعت kb تولید او ղ موثریت دی .خو بیا هم له تجربو څخه ترلاسه شوو مالوماتو په پآم کې نیولو سره کولی شو په لاندې ډول هم ترلاسه کړو.
د یو ځل پیمانه لپاره ضرورت وړ وخت .
1. د کاسې پورته کول ،ډرم ته مواد وراچول او بیرته ټیټول .1/2 دقیقه
2. د اوبو وراچول او مخلوطول .2 دقیقې .
3. له ډرم نه د موادو رالرې کول .1/2 دقیقه .
د کانکریټو د یوې پیمانې لپاره ټول ضرورت وړ وخت .= ½ + 2 + ½ = 3 min
د ورځې له 8 ساعتونو څخه به یواځې 7 ساعته موثر ساعتونه وي.دا یوساعت د مخلوطونکې په چمتوکولو ،چالانولو او پاکولو مصرفیږي.نوپه یو کاري ساعت کې د پیمانو شمیر . یعنې 60 دقیقې تقیسم پر 3 دقیقو .60/3 = 20 په اوه ساعتونو کې 20 x 7 = 140 .که په هرساعت کې اغیزمنتیا 90% وي نو په یوه پیمانه کې تولید . 200 x (90/100) = 180 litres
په یوه ورځ کې تولید . = 180 x 140 = 25200 litres = 25.2 cu-m (say 25 m3)
د یوې دندې د بشپړولو لپآره غوښتل شوی وخت CALCULATING TIME REQUIRED TO COMPLETE A JOB
د یو مکسر د تولید په اندازه پوهیدو سره د یوې دندې بشپړیدو وخت په اسانۍ پیداکولی شو.
بیلګه .د کانکریټ سلب لپاره چې 30 m * 50 m 8 0.20 m اندازې لري کاري ساعتونه پیداکړۍ که 200T مکسر کارول شوی وي.
په ساعت کې تولید .= 20 * 180 = 3600 litres i.e. 3.6(m3) cubic meters
نو د کاري ساعتونو شمیر . (30*50*0.2)/3.6 = 83.3 hours
کاپي
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Jalalabad
27/02/2024
27/02/2024