Al-Taqwa Faculty of Law & Political Sciences

Al-Taqwa Faculty of Law & Political Sciences

Share

التقوا د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی

21/05/2026

د وخت مديريت تر سرليک لاندې علمي سمينار وړاندې شو!

د التقوی پوهنتون درې ګونو پوهنځيو محصلينو ته د وخت مديريت په اړه علمي سمينار وړاندې شو.

ياد سمينار د قران عظيم الشان د مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شو، ورپسې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال، پوهنيار بختيار حليمي د پرانيستې وينا پر مهال د وخت د ارزښت، اغېزمن تنظيم او د وخت د سمې استفادې په اړه د سمينار ګډونوالو ته هراړخيزې څرګندونې وکړې. نوموړي وويل، وخت د انسان د ژوند تر ټولو ستره پانګه ده او په نننۍ چټکه او سياله نړۍ کې اړينه ده، چې هر انسان خپل وخت په منظم او اغېزمن ډول تنظيم کړي، څو وکولای شي خپلو علمي، مسلکي او شخصي موخو ته په برياليتوب سره ورسېږي.

وروسته د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رئيس پوهنيار محمد ظهور شريفي سمينار پيل کړ او د وخت د مديريت اړوند يې( د وخت مديريت پېژندنه، د وخت د مديريت ارزښت، د وخت د مديريت پر وړاندې خنډونه، د وخت د مديريت لارې چارې) او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو د سمينار ګډونوالو ته هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.

د سمينار په وروستی برخه کې د محصلينو پوښتنو ته وخت ورکړل شو او سمينار په دعايې سره پای ته ورسېده۰

د نشراتو او ټوليزو اړيکو آمريت

10/05/2026

د ضرر په سبب قضايي تفریق ترعنوان لاندې تمثیلي محاکمه ترسره شوه!

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي دحقوقو څانګې محصلینو لخوا " د ضررپه سبب قضايي تفریق تر عنوان لاندې " تمثیلي محاکمه وړاندې شوه.

یاده برنامه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د حقوقو څانګې آمر او د یادې برنامې لارښود پوهنیار استاد طارق الله ملکزي د ښه راغلاست وینا ترسره او په مختصر ډول یې د یادې تمثیلي محاکمې په تړاو معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او دغه تمثیلي محاکمه یې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقوڅانګې محصلانو لپاره په ظرفیت لوړونه کې اغیزمن وباله.

بیا د محصلینو لخوا تمثیلي محاکمه ترسره شوه، چې په دې تمثیلي محاکمه کې دټاکل شویو محصلینو لخوا مختلف رولونه(په محاکمه کې د قضايي هیئت، د مدافع وکیل، دشاهدانو، د متضرر شخص، د متهم، د کلي د ملک، د جلسې د منشي او د محرر رولونه) په ښه شکل ترسره شول.

په پای کې د استاد نوماند پوهنیار اسدالله سائل لخوا د یاد تمثیل د اجرأ ارزونه ترسره او د لارښود استاد ترڅنګ یې د محصلانو څخه هم مننه وکړه، چې یاده برنامه یې په ښه شکل تنظیم او برابره کړې وه.

د نشراتو او ټولیز اړیکو آمریت

09/05/2026

د عدالت په نړیواله محکمه کې حقوقي دعوې ته د رسیده ګۍ پروسیجر عملي تمثیل وړاندې شو!

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې محصلینو لخوا " د عدالت په نړیواله محکمه کې حقوقي دعوې ته د رسیده ګۍ پروسیجر" عملي تمثیل وړاندې شوه.

ياده برنامه د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پيل او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقو څانګې آمر استاد طارق الله ملکزي د پیل او ښه راغلاست وینا ترسره کړه.

ورپسې د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې آمر او د یادې برنامې لارښود، استاد عزت الله عزیز په مختصر ډول د برنامې ګډونوالو سره معلومات شریک کړل او د تشریفاتو دغه تمثیل یې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره په عملي ظرفیت لوړونه کې اغیزمن وباله.

ورپسې محصلانو په ټاکل شوې موضوع ( د زور نه کارونه، د بل هیواد په چارو کې لاسوهنه نه کول او د حاکمیت نه نقضول) کې عملي تمثیل ترسره کړ.

په پای کې د یاد پوهنځي مرستیال ښاغلي محمد ادریس سباوون د یاد تمثیل د اجرأ ارزونه ترسره او د لارښود استاد ترڅنګ یې د محصلانو څخه هم مننه وکړه، چې یاده برنامه یې په ښه شکل تنظیم او برابره کړې وه.

د نشراتو او ټولیز اړیکو آمریت

29/04/2026

د ممتازو محصلینو ستاینغونډه ترسره شوه!
۹/۲/۱۴۰۵ هـ.ش

د محصلينو د تشویق او هڅونې په موخه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د خزاني سمستر ممتازو محصلینو ستاینغونډه ترسره شوه!

غونډه د قرانکريم په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د علمي چارو مرستیال پوهنيار بختيار حليمي د پرانیستې وینا وکړه، نوموړي د التقوی پوهنتون لاسته راوړنو او پرمختګ په هکله د غونډې ګډونوالو ته د معلوماتو وړاندې کولو تر څنګ د دې پوهنتون د راتلونکو پلانونو په اړه هم وضاحت ورکړ. ښاغلي حلیمي وويل التقوی پوهنتون چې د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه یې ملي بشپړ اکاډمیک اعتبار ترلاسه کړی، د دې پوهنتون اداره ژمنه ده چې د تل په څېر یې خپلو هېوادوالو ته غوره او با کیفیته تحصیلي خدمات وړاندې کړي. ښاغلي حلیمي ټولو هغو محصلینو ته چې د هڅو او زحمتونو په ګاللو سره یې لوړې نمرې او درجې تر لاسه کړې وې مبارکي وویله او هغوی یې وهڅول تر څو په راتلونکي کې نور هم زیار اوباسي.

وروسته ممتاز محصلین په ايوارډونو او ستاینلیکونو سره وستایل شول، چې محترم کامران د پوهنتون په کچه عمومي اول نمره، محترم معاون محمد د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په کچه عمومي اول نمره، محترم سید سمیر سادات د اقتصاد پوهنځي په کچه عمومي اول نمره او ایمل د کمپیوټر ساینس پوهنځي په کچه عمومي اول نمره ايوارډونه ترلاسه کړل.

التقوی، د یو ډاډمن راتلونکي پر لور!
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت

28/04/2026

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو علمي سیر ترسره کړ!
۸/ثور/۱۴۰۵ هـ. ش

د التقوی پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو د یوه علمي سیر په ترڅ کې د بهرنیو اړیکو له ریاست څخه لیدنه وکړه.

یاد علمي سیر د سیاسي علومو او نړیولو اړیکو ډیپارټمنټ محصلانو ترسره کړ،چې د یاد ډیپارټمنټ آمر ښاغلی عزت الله عزیز هم ورسره مل وو.
په دې علمي سیر کې محصلانو د بهرنیو اړیکو د ریاست د مختلفو شعباتو ( اداري او مالي مدیریت، د تشریفاتو مدیریت او قونسلي خدماتومدیریت) څخه لیدنه وکړه چې هدف یې محصلانو ته د بهرنیو اړیکو د ریاست د فعالیتونو روښانه کول وو.
د لیدنې پر مهال د یاد ریاست د اړونده شعباتو مسؤلینو محصلانو ته د بهرنیو اړیکو د ریاست د فعالیتونو په هکله لازم معلومات وړاندې کړل.

محصلانو خوښي وښوده، چې د پوهنځي له لوري ورته د پلان مطابق برنامې جوړېږي او غوښتنه یې وکړه، چې دا ډول پروګرامونه ورته لا ډېر شي.

د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت

25/04/2026

د سفیر د باورلیک وړاندې کولو تمثیلي برنامه وړاندې شوه!
۵/۰۲/۱۴۰۵

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې محصلینو له خوا "د سفیر د باورلیک وړاندې کولو" تمثیلي عملي برنامه وړاندې شوه.

ياده برنامه د قران عظیم الشان د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو د څانګې آمر استاد عزت الله عزیز له خوا د ښه راغلاست وینا ترڅنګ په مختصر ډول د یادې برنامې په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول او د تشریفاتو دغه تمثیل یې د سیاسی علومو او نړیوالو اړیکو د محصلانو په عملي ظرفیت لوړونه کې اغیزمن وباله.
ورپسې د یادې څانګې د شپږم سمستر محصلانو له خوا په ټاکل شوې موضوع کې عملي تمثیل ترسره شو، په دې تمثیلي برنامه کې د هندوستان دولت نوي سفیر په کابل کې د (ا.ا.ا) رئیس الوزرا ته خپل باورلیک وسپاره.

په پای کې لارښود استاد د یاد تمثیل د اجرأ ارزونه وکړه، محصلان یې په دې ډول برنامو کې ګډون ته تشویق کړل، همدارنګه د برنامې د تنظیم کونکو څخه یې مننه وکړه او برنامه د پای په دعاء سره پای ته ورسیده.

د نشراتو او ټولیز اړیکو آمریت

Photos from Al-Taqwa Faculty of Law & Political Sciences 's post 04/03/2026

مدافع وکیل لخوا مؤکل ته د حقوقي مشورې ورکولو عملي تمثیل ترسره شو
۱۳/۱۲/۱۴۰۴ هـ.ش

د التقوی پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د اووم سمستر محصلینو له لوري مدافع وکیل لخوا مؤکل ته د حقوقي مشورې ورکولو مهارتونو تر عنوان لاندې عملي تمثیل ترسره شو.
د غونډې پیل د قران کریم په تلاوت وشو، ورپسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقو ډیپارټمنټ آمراو د یادې برنامې لارښود استاد طارق الله ملکزي د پیل او ښه راغلاست وینا ترسره کړه، ښاغلي ملکزي د یاد تمثیل د موخو ترڅنګ دا روښانه کړه چې محصلین له نظري زده کړو وروسته د عملي حقوقي مهارتونو په برخه کې لا پیاوړي شي او وکولای شي د مدافع وکیل او مؤکل ترمنځ د حقوقي اړیکو اساسي اصول، د مشورې ورکولو طرز، د دوسیې آرزونه، او د قانوني حل لارو وړاندې کول په عملي ډول تجربه کړي.
په دې تمثیل کې محصلینو د مدافع وکیل او مؤکل رولونه ترسره کړل او د یوې قضیې پر بنسټ یې د حقوقي مشورې بهیر عملي تمثیل کړ. د تمثیل پر مهال د وکیل د مسلکي اخلاقو مرعاتول، د مؤکل د معلوماتو محرمیت، مؤکل څخه د معلوماتو ترلاسه کولو لارې چارې او د ستونزې د حل مناسبې تګلارې په واضح ډول وړاندې شوې.
د نشراتو آمریت

11/01/2026

محصلين زموږ وياړونه!
التقوی پوهنتون ویاړي، چې د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي فارغانو یې په ۱۴۰۴ هـ ش کال کې د کانکور ملي آزموینې له لارې په ازادې سیالۍ کې د ډېرو دولتي او خصوصي پوهنتونو د فارغانو له منځه د ننګرهار پوهنتون د ماسټرۍ برنامې د یوه ټولګي ۴۰ سلنه څوکۍ خپلې کړي دي.

التقوی؛ بشپړ اکاډمیک اعتبار لرونکی پوهنتون!
د نشراتو آمریت

03/01/2026

لېسانس په حقوق او سیاسي علومو کې!
د ۱۴۰۵ لمریز کال پسرلني کانکور آزموینې لپاره نوم لیکنه جریان لري.

د نشراتو آمریت
بشپړ اکاډمیک اعتبار لرونکی پوهنتون!

Photos from Al-Taqwa Faculty of Law & Political Sciences 's post 15/12/2025

د Stress Managment تر سرلیک لاندې علمي سمینار ترسره شو!

۲۴/قوس/۱۴۰۴ هـ ش

محصلانو ته یاد علمي سمینار د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي مرستیال ښاغلي محمد ادریس سباوون له لوري د PDC آمریت په همکارۍ وړاندې شو.

سمینار د قرانکریم په مبارکو آیاتونو پیل شو، ورپسې د پیل او ښه راغلاست وینا د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار محمد ظهور شریفي وکړه، ښاغلي شریفي د استاد محمد ادریس سباوون هڅې وستایلې او په خپلو خبرو کې یې د هر ډول پرمختګ لپاره د انسان د رواني او فزیکي حالت په تعادل، د رواني حالات په نظم او په سختو حالاتو کې محصلانو لخوا د رواني فشار په کنټرول خبرې وکړې.

بیا د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي مرستیال محمد ادریس سباوون خپل سمینار پیل کړ، نوموړي د سیمینار په جریان کې( سټریس یا رواني فشار پېژندنه، د سټریس عوامل، د آزموینو او درسي سټریس په فزیکي او رواني نښو، د سټریس څخه د خلاصون په عملي لارو چارو ) روښانه او په هر اړخیز ډول تشریح کړ.

د سمینار په پای کې محصلانو خپلې پوښتنې وکړې او ځوابونه ورته وویل شول.

د نشراتو آمریت

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


Gulai Araban_ Zone#02_Jalalabad City_ Nangarhar_Afghanistan
Jalalabad
2601

Opening Hours

Monday 05:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00