22/01/2026
د کانکور ازموینې ګډونوالو د پام وړ!
ټول د کانکور ازموینې ګډونوال چې د التقوی پوهنتون پسرلني سمستر عمومي کانکور ازموینه کې یې نوم لیکنه کړې، خبر ورکول کېږي چې سبا جمعه د دلوې ۳ مه نېټه سهار په ۸ بجو پوهنتون ته د ازموینې لپاره تشریف راوړي.
او هغه د دولسم او څوارلسم ټولګیو فارغان چې تر اوسه يې په کانکور ازموینه کې نوم لیکنه نه وي کړي؛ کولای شي سبا د جمعې سهار ۸ بجو پورې د التقوی پوهنتون معلوماتو څانګه کې نوم لیکنه ترسره او په ازموینه کې د ګډون شمولیت ترلاسه کړي.
د نشراتو آمریت
22/01/2026
د اقتصاد علم زده کړه ځوانانو ته دا توان ورکوي چې د هېواد د اقتصادي ودې فعاله برخه واوسي!
نن راشئ او د پسرلني سمستر کانکور آزموینې لپاره نوم لیکنه وکړئ!
د اړیکو شمیرې: 0783288211 / 0774294461 / 0783287788
پته: عربانو ګولایي، دویمه ناحیه، لغمان هډې ته غزېدلای سړک، جلال آباد ښار.
د نشراتو آمریت
21/01/2026
د اقتصاد پوهنځي محصلینو له خپلو پایلیکونو څخه دفاع ګانې پیل کړې!
د التقوی پوهنتون اقتصاد پوهنځي ۲۱ دورې اتم سمستر برحاله محصلانو له خپلو پایلیکونو/مونوګرافونو څخه د لارښود استادانو او ژوري هئیت په حضور کې دفاع ګانې پیل کړې.
د برنامې پرانیستې وینا پر مهال د اقتصاد پوهنځي مرستیال عبدالمصور بارکزي د دفاع وړاندې کولو پر اصولو او کړنلارو لنډې خبرې وکړې، نوموړي محصلانو ته د بریالۍ دفاع وړاندې کولو هیله څرګنده کړه او زیاته يې کړه، چې د ژوري هئیت له خوا به ارزونه په پوره دقت او شفاف ډول ترسره شي.
ورپسې د یاد پوهنځي محصلانو له خپلو پایلیکونو دفاع ګانې د لارښود استادانو او ژوري هئیت په حضور کې وړاندې کړې.
د نشراتو امریت
21/01/2026
یواځې ۲ ورځې تر عمومي کانکور آزموینې!!
بیړه وکړئ او همدا اوس د خپلې خوښې پوهنځی انتخاب او نوم لیکنه وکړئ!
اقتصاد پوهنځی
حقوق او سیاسي علومو پوهنځی
کمپیوټر ساینس پوهنځی
عمومي کانکور ازموینه د دلوې ۳ مه د جمعې په ورځ اخیستل کېږي.
نوم لیکنه جریان لري!
بشپړ اکاډمیک اعتبار لرونکی پوهنتون!
د نشراتو آمریت
21/01/2026
د فراغت غونډې خبرتیا!
التقوی پوهنتون په پام کې لري،چې د ۱۴۰۴ ل کال د دلوې میاشتې په پنځمه نېټه چې د یکشنبې ورځ سره سمون لري د خزاني سمستر د حقوق او سیاسي علومو او اقتصاد پوهنځیو محصلینو فراغت غونډه ترسره کړي.
فارغان کولای شي د جدي میاشتې تر دیرشمې نيټې فراغت غونډې لپاره نوم لیکنه وکړي.
د نشراتو آمریت
21/01/2026
د التقوی پوهنتون محصلین د معیاري نصاب، نوې ټکنالوژۍ، علمي او عملي زده کړو له امله خپل علمي پرمختګ د قناعت وړ بولي او د التقوی پوهنتون څخه خوښي څرګندوي.
بشپړ اکاډمیک اعتبار لرونکی پوهنتون!
د نشراتو آمریت
د التقوی پوهنتون محصلین د معیاري نصاب، نوې ټکنالوژۍ، علمي او عملي زده کړو له امله خپل علمي پرمختګ د قناعت وړ بولي او د التقوی پوهنتون څخه خوښي څرګندوي.
بشپړ اکاډمیک اعتبار لرونکی پوهنتون!
د نشراتو آمریت
21/01/2026
د التقوی پوهنتون فارغ محصل چې په کابل پوهنتون کې برحاله دنده لري، د التقوی پوهنتون په اړه یې لنډ نظر په دې ویډیوي کلیپ کې.
که تاسو هم د روښانه راتلونکي په لټه کې یاست؛ نو التقوی پوهنتون غوره کړئ!
د نشراتو آمریت
التقوی؛ د یو ډاډمن راتلونکي پر لور!
د التقوی پوهنتون فارغ محصل چې په کابل پوهنتون کې برحاله دنده لري، د التقوی پوهنتون په اړه یې لنډ نظر په دې ویډیوي کلیپ کې.
که تاسو هم د روښانه راتلونکي په لټه کې یاست؛ نو التقوی پوهنتون غوره کړئ!
د نشراتو آمریت
التقوی؛ د یو ډاډمن راتلونکي پر لور!
21/01/2026
لېسانس په اقتصاد کې!
د ۱۴۰۵ لمریز کال پسرلني سمستر کانکور آزموینې لپاره نوم لیکنه جریان لري.
د نشراتو آمریت
بشپړ اکاډمیک اعتبار لرونکی پوهنتون!
05/01/2026
لېسانس په اقتصاد کې!
د ۱۴۰۵ لمریز کال پسرلني کانکور آزموینې لپاره نوم لیکنه جریان لري.
د نشراتو آمریت
بشپړ اکاډمیک اعتبار لرونکی پوهنتون!
05/01/2026
د التقوی پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د رهبرۍ مجلس د پوهنځي د رئیس، پوهنیار عبدالرحیم بسمل په مشرۍ او د ازموینو کمېټې د مسؤل او درنو غړو په حضور کې ترسره شو.
یاد مجلس د قرآنکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شو. وروسته د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار عبدالرحیم بسمل د خزاني سمستر د روانو نهایي ازموینو د تنظیم، شفافیت، نظم او د ازموینو د معیاري تطبیق په تړاو هر اړخیزې او مهمې ویناوې وکړې. نوموړي د ازموینو د منظم بهیر، د مقرراتو د رعایت، د استادانو او کمېټې د همغږۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او اړوندې لارښوونې یې وړاندې کړې.
ورپسې د ازموینو کمېټې مسؤل د ازموینو د عملي بهیر، د چمتووالي کچې، د څارنې میکانېزم او د شته ننګونو په اړه خپل راپور او نظریات شریک کړل. همدارنګه د ازموینو د لا ښه ترسره کېدو لپاره یې خپل وړاندیزونه مطرح کړل.
د مجلس په پای کې د ګډونوالو ترمنځ د یادو موضوعاتو په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د نهایي ازموینو بهیر به د ټاکل شوو اصولو او علمي معیارونو پر بنسټ په بشپړ نظم او شفافیت سره مخته وړل کېږي.