30/09/2019
تاند ښوونیز مرکز
تاند ښوونیز مرکز يو ځل بیا د خپلي هیوادنۍ میني په
اساس په ننګرهار کی قدرمنو شاګردانو ته د میزان داتمي د کانکور اماده ګۍ صنف شروع کړ.
دا چي زمونږ د هیواد وکړي تر هر بل څه پوهی او علم ته زیات ضرورت لری نو په دی اساس د تاند ښوونیز مرکز په پام کی لري تر څوخپلي ټولني ته په معیاري او مسلکي ډول خپل خدمات وړاندی کړی.
په پروګرام کی محترم ډاکټر صاحب عتیق الرحمن شاګردانو ته د علم او پوهی د ارزښت په باب د شاګردانو ذهن سازی وکړه.
محترم انجینر مسعود د خپلو ترخو او خوږو تجریبو په شریکولو سره شاګردان کوښښ او خپل مسولیت ته متوجه کړل.
په پای کی انجینر ثناالله صافی د تاند ښوونیز مرکز په نماینده ګۍ خبری وکړی.
نوټ: د کتاب علمی ټولنی څخه د زړه له تله مننه کوو چی په دی برخه کي یی مونږ سره همکاری وکړه او د لا نوری همکارۍ په هیله.
دتاند ښوونیز مرکز.
15/09/2019
خپلو بچو لپاره تر هر بل غوره انتخاب وکړی.
07/09/2019
د ډیرو به دا ارمان وی.
18/08/2019
د ازادۍ ورځ
د افغانستان غيور، وياړلي او پر ازادۍ مين ملت ته د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو د سلمې کليزې مبارکي وايم
رښتیا خبره ده چې هر قام او ولس په ازادۍ ژوندی وي او په نړۍ کې دهغوی ولسونو شملې او چتې دی، چې ازادي لري او خپله ازادي ساتلی او پاللی شي،
هر ملت او ولس خپل ملي هويت او ملي ارزښتونه لري چې د سر په بدل له دغو ارزښتونه څخه دفاع کوي
له نیکمرغه افغان یو داسی قوم دی چې کله یې هم په اسارت کې ژوند نه دی کړی، دا سهی ده چې وخت به يې په مبارزه کې تیر کړی وي، خو عاقبت يې خپله ازادي ګټلې او غاصب او تیره کوونکی يې پرخپل ځای کیښنولی دی دا د تاریخ هغه واقعیتونه دی چې په خپله غليم هم ترې انکار نه شی کولای,
زموږ پينځه زره کلن تاريخ له ډېرو وياړونو، کارنامو او له تاريخي شخصيتونو څخه ډک دی چې يو پکې زموږ ملي اتل شاه غازي امان الله خان دی چې تر راتلونکو پېړيو پېړيو پورې به يې ياد زموږ او زموږ د راتلونکو نسلونو په زړونو کې پاتې وي.
د هېواد د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان هغه روڼ اندی افغان و چې د ولس په را ټولولو سره یې د هېواد خپلواکي واخيسته او ددې خاورې د ښېرازۍ اندونه یې پلي کړل.
غازي امان الله خان ددې خاورې او هېواد يوازنی ملي اتل او د خپلواکۍ ګټونکی قهرمان دی چې موږ ټول يې د احسانونو پوره وړي يوو او ياد به يې تل زموږ په زړونو کې وي.
خو افسوس چې دافغانستان د قیادت دسیاسی تیروتنې او ډېرساده چلند په نتیجه کې د افغانانو ارمانونه نیمګړي پاتې شو، کاشکی چې موږ دخپل غیرت، همت او ميړنې ترڅنګ سیاسی تدبر هم درلودای او همیشه مو به وينو ګټلي امتیازات د سیاست دستیج پرسر له لاسه نه وایی ورکړی، خو په هر حال موږ د خپلې ازادۍ دلارې ننګیالو ته سلام کوو.
تاند ښوونیز مرکز لخوا
17/08/2019
له نن څخه ۱۰۰ کاله وړاندې شاه غازي امان الله خان هغه کړنې چې د هیواد د پرمختګ لپاره يې ترسره کړې وې :
1. لومړی اساسي قانون یې جوړ کړو
2. لومړی ځل لپاره تذکره وویشل شوه
3. د کورني تولید د تقوې قانون شو
4. د ځمکو لپاره نغدي مالیاتو وټاکل شول
5. د څارویو د مالیاتو لپاره د محصول مورسی قانون جوړ شو
6. د مالي ادارو د تنظیم لپاره د اصول دفتري ښوونځی جوړ شو
7. د کرنې د مامورینو او مالیاتو د ترلاسه کولو قانون جوړ شو
8. د اداري مامورینو او حاکمانو قانون جوړول
9. د دولتي املاکو د خرڅون قانون جوړول
10. دټولو داخلي ګمرکات له منځه وړل
11. سوداګریزو معاملاتو لپاره د شرعي محکمې جوړول
12. تر لومړني ښوونځي پورې د زده کړو جبري کول
13. د لومړي ځل لپاره بانکنوټونه چاپ شول
14. دبريښنادتوليد ته پراخیتیا ورکړل شوه
15. د چاپ مطبعې رامینځته شوې
16. دسمنټو صنعت تولید پراختیا
17. بورې تولید
18. ګوګړو تولید
19. کاغذ جوړولو
20. ښيښې جوړولو
21. غوړ ايستلو صنعت
22. دمېوو د کنسروا کولو
23. د صنعت د تشویق قانون تصویب
24. د تقاعد قانون تصویب
25. خصوصي مالیکت تثبیت شو
26. سوداګریز شرکتونه شول
27. دوا جوړونې شرکت
28. افغان اتحاد،افغان ملګری قمر او جرمنی ضیا تاسیس شول .
29. دولت شرکت امانیه او شرکت ثمر جوړ کړل
30. سپينو بارتو د تولید فابریکه جوړه کړي
31. د تلګراف او تیلفون د لاینونو تمدید د مرکز او ولایتونو ترمنځ په پغمان،ننګرهار او کندهار کې د برق سټیشونه تر لاس لاندې ول
32. .د چرم جوړه ونې کارخانه
33. د ګوګرد کارخانو ته د بريښنا انرژي ورکړل شوه
34. د موټرو د ترمیم کارخانه پرزې جوړونې ،
35. صابون فابریکو جوړول
36. عطریات ،جوړول
37. نجاري فابریکې جوړل
38. یخ جوړونې پنبې او د غوړو ویستل په کندهار ،مزار شریف او هرات کې جوړې
39. قند جوړونې فابریکې جوړول
40. نخي او جیم نساجي فابریکې
41. ،ټنی جوړه ونې فابریکې جوړول
42. ،د میوو د ساتنې لپاره ځایونه جوړول
43. د پنیر او کوچو فابریکې جوړول
44. کوچو جوړه ونې
45. ،اوبو ویستل او خاکي تیل ویستل
46. غازي بند جوړول
47. د غزني سراج بند جوړول
48. د څمکنویو اوبه تړل
49. په همدې ډول د بدخشان د لاجوردو،د هرات نفتو او د اوسپني د ویلی کیدو کارخان د کانونو پرختیا د اوسپني،سکرو ډبره، ،سرب،ابرک تباشیر،مرمر او یو شمیرنو قرار دادونه وروستي شوي ول .
50. او د دولت د کارمندانو باید له کورنیو تولیداتو ګټه پورته کړی وای .
51. د تلګراف له لارې له ولایتونو او نړۍ سره ونښلول شوه
52. په لومړی ځل د اورګاډي لیکه جوړه ول
53. د نویو لارو جوړول
54. د پخوانیو لارو بیا ودانول
55. پلونو جوړول
56. لومړي ځل د ملکي هوايي چلند اداره رامینځته کول
57. د پوستي چوپړتیاوو سمول
58. ، د کابل او سترو ولايتونو سره د هوايې چلند ټينگول او د کابل او باندنيو هيوادونو لکه ترکيې، ايران، هند، شوروي او نورو سره د هوايي پوستي د ليکو ټينگولو ته يې د خپلو اقتصادي او پراختيايي پروگرامونو په سر کې ځاې ورکړ.
59. د هېواد هوايي ځواک جوړول
60. د رسینو لومړنی قانون تصویب
61. د ښځو د خوندیتوب قوانین جوړه ول
62. د انجنو لپاره د ښووځنیو او مدرسو جوړه ول
63. د ښځو د خپلواکی او حقوقو ته پاملرنه
64. دولت جوړونې او د اقتصاد عصري کیدل
65. د مالیاتو راټولول د پيسو په بڼه
66. ماليې ریفورم رامینځته کول
67. د ملي شورا جوړه ول
68. په نظامي او ملکي برخو کې اصلاحات
69. د ټلګراف د نړیوالې ادارې غړیتوب اخیستل
70. د لومړی ولسي جریدې خپریدل د اتحاد مشرقي له خوار
71. په کال 1306 ه ش کې د راډیو فعالول
72. 1920 زیږدیز کې ملي کتابتون جوړول
73. د ښځو لومړنې جریده جوړول د ارشاد النسوان په نامه
74. طلوع افغان ورځپاڼه جوړیدل .
75. په لومړي ځل د بودجې تصویب
76. د سپورټ لومړني خپرول
77. د پښتو مرکې ادبې ټولنه جوړول
78. د مانیه ښوونځی تاسیس
79. د انیس جریدې تاسیس
80. د طبابت لومړی قانون تصویب
81. د ملي شورا لپاره د قانون جوړیدل
82. افغان زده کړیالان بهر ته د زده کړو لپاره لیږد
83. په لومړي ځل د میرمنو ګډون د پغمان په لویه جرګه کې .
84. په ټول هېواد کې 322 ښووځیو جوړیدل
85. په ټول هېواد کې 244 کیلومتره سړک پوښ شو
86. 391 ډوله کانونو کشفول
87. افغانستان د پوسټ د نړيوالې ټولنې غړ شو
88. په ښوونځنیو کې د شاګردانو د نه حاضریدو کبله پينځه افغانۍ جریمه کول
89. اتفاق اسلام په هرات کې اخبار جوړ کړو
90. په شمال کې د بیدار په نوم اخبار رامینځته شو
91. اتحاد اسلام اخبارپه مزار شریف کې رامینځته کړو
92. اتحاد بغلان اخبار
93. اتحاد خان اباد اخبار
94. ستاره افغان اخبار
95. حقیقت په نوم اخبار
96. انيس اخبار
97. امان افغان خپرول
98. د انسانانو خرڅول منع اعلان شول
99. بیګار بند شو چې ځينو قومونو ترلاسه کول
100. اضافي مالیات یې منع کړل
101. جنسي مالیات په پولي مالیاتو واوختل
102. د قبایلي خانونو،درباریانو او د شاهي کورنۍ لیرې خپلوانو معاشات او امتیازات یې لغوه کړل
103. اهل هندو افغانانو ته د ښوونځینو جوړه ول
104. په بهر کې افغانۍ تولیداتو ته بازار پيدا کول
105. توپک پريږدئ او د ليکلو لپاره قلم راواخلئ په دې پوهه شئ ،چې يو بې تعليمه ولس هېڅکله مخکې نه شي تللى او په رښتيا خپلواک کېداى نه شي” د غازي بابا خبرې وې چې افغان ملت ته یې کولای .
106. زه ځان او خپل هېواد له کورني او بهرني پلوه په بشپړه توګه خپلواک اعلانوم، تر دې وروسته به زما ملک دنړۍ دنورو ملکونو په څېر خپلواک وي او دنړۍ هيڅ يو طاقت نشي کولاى چې ديو ويښته په کچه هم دافغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي او که په دا ډول اقدام لاس پورې کړي ،نو سربه يې په دې توره له تنې جلا کړم(دبرتانيا داستازي اشاره هغه تورې ته وه چې امان الله خان دا مهال له تيکې راويستلې وه. تر دې وينا وروسته اميرامان الله خان په مجلس کې ناست دبرتانيا استازي ته وويل: .ته پوه شوې او هغه هم ورته دسرپه خوځولو وويل چې هو پوه شوم.
107. غازي بابا په کال 1298 د اسد د میاشتې په 28 خپل هیوادې خپلواک اعلان کړو
108. او بالاخره غازي بابا په کال 1959 زیږدیز کال کې نارغ او په کال 1960 د اپریل په میاشت کې روح حق ته ورسپارو .
روح دې ښاد اویاد دې تل اوسې
09/08/2019
ایا غواړي چي د دوه کالو ګناهونه مو الله ﷻ معاف کړي؟
له ابو قتاده رض الله عنه څخه روایت دي چي رسول ﷺ وفرمایل:
د عرفي په ورځ روژي نیولو باندي له الله تعالي څخه دا امید لرم چي،
ددی روژي په نیولو سره به د تیر شوی کال او راتلونکي کال ګناهونه وبښي.
(صحیح مسلم ١٩٦)
30/07/2019
اووم د اسد .
د بیرغ ورځ دی ټولو هیوادوالو ته مبارک وی.
24/07/2019
د خوږیاڼیو ځوانانو سراسري شورا او تاند ښوونیز مرکز ترمنځ (864167)افغانیو په ارزښت ښوونیز هوکړه لیک لاسلیک شوو!
چې په دغه هوکړه لیک کې (50) تنه زده کوونکې چې ناچاره او بې وزله وي، په وړیا توګه د انګلیسي، کمپیوټر، او کانکور امادګی په برخه کې قبلوي.
د دې مجموعي ارزښت (379167) افغانی کیږي.
(150) تنه زده کوونکې په 50% تخفیف په انګلیسي، کمپیوټر، او کانکور اماده ګئ برخه کې قبلوي.
د دې مجموعي ارزښت (485000) افغانی کیږي.
چې یاد ښونیز هوکړه لیک د تاند ښوونیر مرکز لخوا د خوږیاڼیو ځوانانو سراسري شورا لپاره ځانګړی شوئ وو.
د خوږیاڼیو ځوانانو سراسري شورا د تاند ښوونیز مرکز له مشرتابه نه ځانګړې مننه کوي، چې په ښوونیز ډګر کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي.
د خبرتیا په موخه یې له ملګرو سره شریک کړئ!
🇦🇫🇦🇫🇦🇫
21/07/2019
قوی اراده د بریا لمړی شرط.
د مثبت بدلون ټولنې او تاند ښوونيز مرکز ترمنځ تړون لاسليک شو
د ياد تړون له مخې به ۱۵۰ تنه زده کوونکي د انګليسي لس مياشتني، کمپيوټر او کانکور امادګۍ په برخه کې په وړيا ډول ورپېژندل کيږي چې ټول فيس يې يوولس لکه اوو دېرش زره پينځه سوه افغانۍ کيږي.
همدارنګه د کانکور د امادګۍ په برخه کې ۲۰۰ تنه، د کمپيوټر په برخه کې ۲۰۰ تنه او د انګليسي د لس مياشتني پروګرام په برخه کې ۲۰۰تنه په ۵۰ سلنه تخفيف سره نيول کيږي.
د ياد هوکړه ليک مجموعي ارزښت درې ميليونه څلور لکه اوه شپېته لکه پينځه سوه افغانۍ کيږي.
د تاند ښوونيز مرکز د مشرتابه له ملي او افغاني احساس مننه چې د بې وزلو زده کوونکو د لاسنيوي په موخه يې خپلو خلکو ته په وړيا ډول د زده کړو زمينه سازي وکړه او د مثبت بدلون ټولنې خبره يې زمکې ته ونه غورځوله.
موږ ژمنه کوو چې د ټولنې بې وزله زده کوونکو ته به د زده کړو وړيا زمينه چمتو کوو او دا لړۍ به همداسې جاري ساتو.
آدرس: د انګور باغ څلور لاری سید کیهان کوڅه تاند ښوونیز مرکز
د ځوانانو د خبرتیا په موخه یې شریک کړئ
15/07/2019
د خپلو بچو دروښانه راتلونکی لپاره شه انتخاب وکړی.تاند ښوونیز مرکز تاسو ته د علم په ډګر کی تر هر بل زیات شه خدمت وړاندی کونکی دی.
خپل اولاد تر نورو ځانګړی کړی.
🇦🇫