14/11/2025
د سلام خصوصي لېسي د اووم «الف» ټولګي څو تنو ګلالیو زدهکوونکو د خپل ابتکار او هڅې په مټ یوه په زړه پورې تمثیلي پرچه وړاندې کړه. دا تمثیل د هغو قلمونو په اړه و، چې د ظاهري بڼې له مخې د وسلو یا نورو زیان رسوونکو توکو په شان جوړ شوي وو. د دې تمثیل موخه دا وه چې زدهکوونکي وهڅول شي هغه قلمونه او وسیلې وکاروي چې د فکر مثبت لوری پراخوي، زده کړه زیاتوي او ذهن روښانوي—نه هغه چې د تاوتریخوالي یا منفي فکر سبب کېږي.
په همدې مناسبت استاد انورالله حکیمي هم خپلو زدهکوونکو ته د ستاینې او تشویق وینا وکړه. نوموړي د دوی هڅې وستایلې، د دوی د هنر او جرئت قدرداني یې وکړه او هغوی یې زده کړې ته لا نور هم وهڅول. د استاد په وینا، همدا ډول مثبت فعالیتونه د زدهکوونکو وړتیاوې بیداروي او د راتلونکي لپاره یې پیاوړي بنسټونه ږدي.
د زدهکوونکو دا تمثیل نه یواځې د هغوی د مهارتونو ښکارندوی و، بلکې ټولو نندارچیانو ته یې یو ښکلی پیغام هم ورساوه: اصلي ځواک د قلم په رڼا، د فکر په پراخوالي او د زدهکړې په شوق کې دی.
14/11/2025
د سلام خصوصي لېسي شین او ارام انګړ د زده کوونکو د اسمبلۍ لپاره یو ښکلی او منظم ځای دی.
ماشاءالله ❤️🕊️🌼🌸🌺🪷🌷
15/10/2025
#خبرتیا📢 د سلام خصوصي لېسې د ۱۴۰۴ کال فارغانو لپاره 🎓
ګرانو فارغو زدهکوونکو ته خبر ورکول کېږي چې ستاسې د فراغت شهادتنامې ادارې ته را رسېدلې دي.
هیله کېږي چې زدهکوونکي، یا د هغوی پلار یا ورور، د میزان تر وروستۍ نېټې پورې خپلې شهادتنامې ترلاسه کړي.
یادونه:
شهادتنامه به بل چا ته نه ورکول کېږي پرته له خپله فارغ زدهکوونکي یا د هغه له پلار/ورور څخه.
د نېټې له تېرېدو وروسته مسؤلیت د زدهکوونکي خپله دی.
🕓 مهرباني وکړئ په خپل وخت یې ترلاسه کړئ، څو د لوړو زدهکړو لپاره درته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
ستاسې د لا بریاوو په هیله،
خدای دې وکړي چې د علم په برکت، د اسلام او وطن د خدمت ریښتيني مصدران وګرځئ،
او تل د رڼا، اخلاص او خدمت په لار روان اوسئ.
په درناوي،
📚 د سلام خصوصي لېسې اداره
23/09/2025
ښه راغلاست!
ګرانو نوو زدهکوونکو!
موږ ډېر خوښ یو چې تاسې زموږ د لېسې د کورنۍ نوې غړي یاست. ستاسو راتګ زموږ لپاره ویاړ دی. زموږ لېسه یوازې د زدهکړې ځای نه دی، بلکې د مینې، یووالي، هڅونې او پرمختګ ګډه فضا ده. موږ هیله لرو چې دلته به مو د ژوند تر ټولو ښې شېبې او بریاوې ولرئ.
راځئ چې یو بل ته د ورورۍ او درناوي لاس ورکړو، یو ځای زدهکړه وکړو، یو ځای پرمختګ وکړو او د راتلونکي مشالونه شو.
ښه راغلاست زموږ کورنۍ ته!
23/09/2025
📢 سلام خصوصي عالي لېسه
په ویاړ سره د نوې تعلیمي کال پیل اعلانوي!
دا ځل مو د زدهکوونکو د لا بریا لپاره ډېر نوي بدلونونه او پرمختیاوې رامنځته کړي دي.
راځئ چې په ګډه د زدهکړې په نوې فضا کې یو بل ته لاس ورکړو او د روښانه راتلونکي پر لور ګام واخلو.
20/07/2025
بریا تصادف نه ده، هڅه غواړي!
سلام خصوصي عالي لېسې هوښیار او زحمتکښ زدهکوونکی حامد د عبدالصمد زوی د ۱۴۰۴ ه_ش کال کانکور ازموینه کې د ننګرهار انجینري پوهنځي ته بریالی شوی دی.
د سلام خصوصي عالي لېسې مشرتابه، اداره، او ښوونکي حامد ته ډېره ډېره مبارکي وايي.
موږ هیله لرو چې حامد جان به د علم، اخلاقو او خدمت په لار کې لا نور پرمختګ وکړي، او د اسلام سپېڅلي دین او ګران هېواد افغانستان لپاره به یو ګټور شخصیت وګرځي.
حامد جانه، یو ځل بیا دې مبارک وي! 🌟🎓
28/06/2025
دا دوه ورونه او یو تره هغه جوړه ده چې له وړکتونه تر دولسم پورې زموږ د لېسې زدهکوونکي پاتې شول او خپل دیارلس کلن مزل، د وړکتون په شمول، له همدې لېسې څخه په عالي درجه پای ته ورساوه. یو ځل بیا د دې سترې ورځې مبارکي ورته وړاندې کوو، زموږ د ټولو ګلالیو زدهکوونکو په شمول.
28/06/2025
د سلام خصوصي عالي لېسې د ادارې او مشرتابه لخوا مبارکي
د سلام خصوصي عالي لېسې اداره او مشرتابه په ډېره مینه او ویاړ سره ټولو بریالیو زدهکوونکو ته د زړه له کومې مبارکي وایي. ستاسو هڅې، زحمتونه او دوامداره هڅونه زموږ د لېسې د ویاړ سبب دی. هیله لرو چې په راتلونکي ژوند کې هم همداسې روښانه، هوډمن او بریالي اوسئ.
په همدې پار څو ښکلي انځورونه له تاسو سره شریکوو، څو دا خوښۍ او یادګار شېبې مو لا هم خوندي او خوندورې پاتې شي.
په مینه او درنښت
د سلام خصوصي عالي لېسې اداره
23/04/2025
د ساینس مرکز د څارنې هیئت لیدنه
نېټه: ۱۴۰۴/۲/۳
د ننګرهار ولایت د مرکز ساینس آمرېت له لوري یو درې کسیز محترم هیئت زموږ لیسې ته راغلی و، چې د ساینس او کمپیوټر لېبونو څخه یې لیدنه وکړه.
لیدنه د یو اداري مجلس سره پیل شوه، او ورپسې دواړه برخې له نږدې وکتل شوي.
هیئت د لیسې د علمي او اداري چارو د تنظیم، پاکوالي، او معیاري خدماتو څخه خوښي څرګنده کړه. هغوی د مننې تر څنګ ارزښتناکې سپارښتنې هم وړاندې کړې، ترڅو دا برخې لا هم پرمختګ وکړي او په عصري وسایلو سمبالې شي.
موږ د سلام خصوصي عالي لیسې اداري له لوري د ساینس آمرېت درانه هیئت ته د زړه له کومي مننه کوو، چې د علمي ودې لپاره یې زموږ هڅې وارزولې او لازمې لارښوونې یې وکړې.
“زده کړه، پرمختګ، او روښانه راتلونکی – زموږ هدف .
14/04/2025
د سلام لېسې د بټو کمپاین – د ښکلا، او وطنۍ مینې نښه
د سلام خصوصي عالي لېسې ښوونکو او زدهکوونکو د نوي کال له سپرلي سره سم د بټو یو ښکلی کمپاین پیل کړ، چې د حمل تر ۱۵مې نېټې پورې یې دوام درلود. زدهکوونکو بېلابېل ګلان او نیالګي راوړل او په مینه یې کینول.
پیعام یې روښانه و: طبیعت ته پاملرنه، وطن سره مینه، او د اسلامي لارښوونو پیروي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«هر څوک چې یو ونه کيني، الله تعالی به ورته تر قیامته پورې ثواب لیکي، تر څو خلک یا مرغان ترې ګټه اخلي.»
دا نیالګي د راتلونکي لپاره د امید، ښکلا، او خیر نښې دي.
راځئ چې دا کار دوامدار کړو، ترڅو هم چاپېریال ښکلی کړو، هم ثواب وګټو، او هم خپل وطن ته خدمت وکړو.
14/04/2025
د سلام او غزالي خصوصي عالي لېسو ترمنځ د کرکټ یوه دلچسپه او تفریحي سیالي
د سلام خصوصي عالي لېسې او د غزالي خصوصي عالي لېسې ترمنځ د زدهکوونکو ترمنځ یوه تفریحي او دوستانه دولس اوریزه کرکټ لوبه ترسره شوه. دا سیالي د ښوونځیو د زدهکوونکو د تفریح، یووالي او ورورولۍ د پیاوړتیا په موخه تنظیم شوې وه.
په ټاس کې د غزالي لېسې لوبډلې بریا خپله کړه او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه. د دوی لوبغاړو د لوبې له پیله پیاوړې او منظم توپوهنه وکړه، او په ټاکلو دولسو اورونو کې یې د نهه ویکټو په زیان ۱۵۱ منډې جوړې کړې. د غزالي ټیم لوبغاړو د مینې، مهارت او یووالي څرګندونه وکړه او یو په زړه پورې هدف یې وټاکه۱۵۲.
د سلام لېسې لوبډلې چې مشري یې د دولسم ټولګي تکړه زدهکوونکي محمد ریاض کوله، هم په زړه پورې ځواب ورکړ. ریاض نه یوازې دا چې د ټیم مشري یې په غوره ډول ترسره کړه، بلکې د توپاچونې په برخه کې یې هم خپل استعداد وښود او د غزالي ټیم پنځه مهمې ویکټې یې ترلاسه کړې.
د سلام لوبډلې نور لوبغاړي هم په بشپړ تمرکز، همکارۍ او ژمنتیا سره ولوبېدل، او ټاکل شوی هدف یې د یولسو اورونو په دننه کې، د څلورو ویکټو په تاوان پوره کړ، چې د دوی د غوره لوبغاړو، خاصتاً توپوهونکو ښه همغږۍ نتیجه وه.
هېره دې نه وي چې دا لوبه یوه تفریحي او دوستانه فضا کې ترسره شوه، چې موخه یې یوازې سیالي نه، بلکې د زدهکوونکو ترمنځ د ملګرتیا، او ورزشي روحیې وده وه. دا ډول فعالیتونه زدهکوونکي هڅوي چې له درسي فشارونو پرته، له یو بل سره خوښي شریکې کړي او د بدني او رواني روغتیا لپاره ګډې هڅې وکړي.
په پای کې، د سلام لېسه د غزالي خصوصي عالي لېسې مشرتابه ته د زړه له کومې مننه څرګندوي، چې د دې ډول مثبتو، رغنده او دوستانه فعالیتونو لپاره یې همکاري وکړه.
09/04/2025
بسم الله الرحمن الرحیم
د کتابچو د څارنې او اصلاحاتو مهمه پروسه
د سلام خصوصي عالي لیسې اداره هره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د زدهکوونکو د کتابچو منظم څارنه ترسره کوي. په دې پروسه کې د هر زدهکوونکي کتابچه له دقته ارزول کېږي، نیمګړتیاوې، ناسمې لیکنې، ناتمامه کورنۍ دندې او نور اړین موارد په نښه کېږي، او بیا اړوند ښوونکو ته د اصلاح لپاره سپارښتنه ورکول کېږي.
د دې بهیر موخه دا نه ده چې یواځې نیمګړتیاوې وښيي، بلکې د ښوونې کیفیت ته وده ورکړي، ښوونکي وهڅوي، او زدهکوونکي دې ته وهڅوي چې خپلې زده کړې له جدیت او مسؤلیت سره تعقیب کړي. دا دوامداره ارزونه د زدهکوونکو د تعلیمي سويې د لوړوالي سبب ګرځي.
د محترمو والدینو څخه هم یوه مخلصانه هیله
درنو والدینو! موږ تاسو ته په درناوي دا سپارښتنه کوو چې خپلو اولادونو ته وخت ورکړئ، د هغوی کتابچې وګورئ، د لیک ښکلا، نظافت او بشپړتیا ته یې پام وکړئ، او په ښوونه او روزنه کې ورسره اوږه ورکړئ. دا هڅې باید یواځې د شخصي بریا لپاره نه وي، بلکې د دې زورېدلي وطن د روښانه راتلونکي، ابادۍ او پرمختګ لپاره وي.
د ماشوم د بریا تر شا د ښوونکي تر څنګ د مور او پلار مینه، پاملرنه او لارښوونه هم مهم رول لري.
په درناوي،
د سلام خصوصي عالي لیسې اداره