Saidee Online Educational Center

Saidee Online Educational Center

Share

📚✏ یو خدای، یوه کورنۍ او یو هدف

12/02/2025

Hi everyone! 🌟 You can support me by sending Stars - they help me earn money to keep making content you love.

Whenever you see the Stars icon, you can send me Stars!

18/08/2024

هو، سبا زموږ نوی فرصت دی. هره ورځ زموږ لپاره د نوې پیل دروازه ده. دا پدې مانا ده چې نه یوازې د نوې ورځې د انرژۍ او ارادې سره پیل وکړو، بلکې د هغو خنډونو په لرې کولو سره چې زموږ پرمختګ یې بند کړی وي، نوې لارې او نوښتونه هم وازمویو. سبا زموږ لپاره د بدلون او پرمختګ کلیدي وخت دی، او له همدې امله دا د ژوند تر ټولو ارزښتناک شی دی.

"انجنیر سعیدي"

chat.whatsapp.com 04/08/2024

سعيدي آنلاین ښوونيز مرکز تل په هڅه کې دی چې هېوادوالو ته وړیا آنلاین زده کړې برابرې کړئ!

دا ځل مو هڅه کړې چې تاسی د ویډیو ایډیټ او اډیو ایډیټ برخه کې ټریننګ وړاندې کړو.

که غواړئ له مونږ سره په دی ټریننګ کې یوځای شئ نو په لینک کلیک کړئ او ګروپ کې یوځای شئ.

chat.whatsapp.com

chat.whatsapp.com 20/07/2024

آنلاین وړیا زده کړې؛
پینځـــــــــمه دوره✏📚

غواړئ چې په انګلیسي ژبه کې مهارت ترلاسه کړئ؟
ایا غواړئ چې یو ښه ژورنالېست او ویناوال اوسئ؟
ایا غواړئ چې د نبوي سیرت څخه ځان خبر کړئ؟
ایا غواړئ چې یو غوره مدیر او رهبر وه اوسئ؟

که ځواب مو مثبت همدا اوس له مونږ سره یوځای شئ.
په لېنک کلیک کړئ او واټساپ ګروپ کې راسره یوځای شئ.
https://chat.whatsapp.com/KDLf46vqw8WD8lVlIhf3WW

خویندو ته آنلاین جلا ټولګي په نظر کې دي؛
خویندې کولی شي لاندې واټساپ شمېرې ته پیغام پریږدې.
0731742424

chat.whatsapp.com

11/05/2024

د سعیدي آنلاین ښوونیز مرکز بنسټ رئیس رهبري غړو پیغام!
له بده مرغه چې په بغلان ولایت کې د سيلابونو له امله زمونږ هېوادوالو ته ګڼ شمېر ځاني او مالي زيانونه اوښتي. باید ټول یو بل ته لاس ورکړو او په دې غمیزه کې د خپلو مظلومو وطنوالو لاسنیوی وکړو.
إنا لله و إنا إلیه راجعون

انجنير سید لقمان سعیدي
د سعیدي ښوونیز مرکز رئیس

21/04/2024

سعیدي آنلاین ښوونیز مرکز نن دوه کلن شو!
سعیدي ښوونیز بنسټ په آنلاین بڼه ډیری زده کوونکو ته وړیا زده کړې برابرې کړي، سلګونه تنه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.
سعیدي مشرتابه، هئیت ټول کارکوونکي له تاسې مننه کوي چې د سعیدي آنلاین ښوونیز مرکز ملاتړ کوي همدارنګه زمونږ ټول ټیم لا په کوښښ کې دی چې په دې برخه کې لا کوښښ وکړي او د هیواد بچیان په معیاري زده کړو وروزي.
مننه له شعیب ستانکزی ورور پیغام❤
Shoaib Stanikzai

20/04/2024

سعیدي آنلاین ښوونیز مرکز نن دوه کلن شو!
سعیدي ښوونیز بنسټ په آنلاین بڼه ډیری زده کوونکو ته وړیا زده کړې برابرې کړي، سلګونه تنه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.
سعیدي مشرتابه، هئیت ټول کارکوونکي له تاسې مننه کوي چې د سعیدي آنلاین ښوونیز مرکز ملاتړ کوي همدارنګه زمونږ ټول ټیم لا په کوښښ کې دی چې په دې برخه کې لا کوښښ وکړي او د هیواد بچیان په معیاري زده کړو وروزي.
مننه له خان افضل یار هډوال پیغام❤

10/04/2024

د سعیدي ښوونیز مرکز درنو زده کړیالانو ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته؛
الله تعالی دې وکړي چې د روژې مبارکه میاشت در باندې په خېر او عافیت سره تېره شوي وي، عبادتونه او طاعتونه مو الله پخپل دربار عالیه کې قبول او منظور کړه.
همدارنګه د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په پار، تاسې او ستاسې قدرمنې کورنۍ ته مبارکي وایو.
اختر مو مبارک شه ! هر ورځ مو اختر او اختر مو له خوښیو ډک!

Photos from Saidee Online Educational Center's post 05/04/2024

سعیدي آنلاین ښوونيز مرکز په هیواد کې زرګونه ځوانانو ته وړیا زده کړې برابرې او پای ته ورسیدې!
بشپړ راپور؛
سعیدي آنلاین ښوونیز مرکز د څلورمې دورې د لومړي سمستر تر څنګ د رهبري،مدیریت او بازارموندنې وړیا ټریننګ پاي ته ورسید،
ټول ټال 5000 زده کوونکو ته د واټساپ د بیلابیلو ګروپونو له لارې د لسانس او لوړې کچې استادانو له خوا زده کړې ورکړل شوې.
زده کوونکو خپل سندونه د مرکزي دفتر ننګرهار او لغمان ولایت کې ترلاسه کړل زده کوونکو له دې پروسې څخه خوښي وښوده او غوښتنه یې وکړه چې په راتلوونکې کي لا داسې برنامې په لار واچوي،

سعیدي آنلاین ښوونیز مرکز بشپړ وړیا ښوونیز مرکز دی چې د ځلاند ښوونیز مرکز او د سعیدي تبلیغاتي خدمتونو په همکارۍ وړیا ټریننګونه، ورکشاپونه، او دورۍ وړاندې کوي.
په پای کې د سعیدي آنلاین ښوونیز مرکز رئیس انجنیر سید لقمان سعیدي زده کوونکو ته مبارکي وویله او په راتلوونکي کې یې ورته د رب څخه د لا بریاوو غوښتنه وکړه.

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Jalalabad