دساداتو وعلمى او اوفرهنګى ټولنه
په جلال اباد ښار کی دساداتو ټولنه
20/11/2016
10/07/2016
د کتاب په ملګرتيا سره د تورو شپو ژوند رڼا ته راګرځي، هغه که په موجوده نړۍ کښي وي او که په پاتي کښي. په دې ملګرتيا کي غمونه او تکليفونه وي، حو بيا هم دا کتاب وي چي بيرته ستا د غم شېبې په خوشحالي بدلوي. د هر چا سره ملګرتيا او ژوند اختتام لري، خو له کتاب سره چي ملګرتيا او اشنايي ټينګه سي، بيا هيڅ ماتېده نه لري. دا اشنايي بيا همېش او تل پاته وي. له کتاب سره ملګرتيا د خوشبختۍ علامه ده او څوک چي د علم دوست وي، هغه د کتاب دوست وي
اسلام داسې یو شامل دین دی چې د انسان د ژوند هره برخه یې د خپلو زرینو ارشاداتو په پلوشو کې رانیولې ده.اخلاق د اسلام د هغه بنسټونو څخه دي چې انسانانو ته یې همیشه په هغه باندې ټینګار کړی چې ګواکي د خپل مور، پلار، کورنۍ، میرمن، اولاد، کلي، ولس، ماحول، ټولنې، هیواد، سیمې او نړۍ د خلکو سره څرنګه اخلاق باید وشي او کومه تګلاره د دوی په وړاندې په داسې توګه خپله شي چې مسلمانو وګړو ته یو بختور، مبارک او روښانه ژوند و بخښي.د انسانانو ژوند داسې سره اخښل شوی دی چې د یو بل له همکارۍ پرته د خپل ژوند د کاروان پرمختګ ورته ناشونی دی او دغه راز همکاري بیا د اخلاقو په چوکاټ کې سر ته رسیږي.د اخلاقو په هکله د اسلام ستر پیغمبر وايي: ژباړه ( په تحقیق سره زه د دې لپاره په پیغمبرۍ مبعوث شوی یم چې د غوره اخلاقو د عملي کولو پروسه بشپړه کړم) د دې مانا دا شوه چې اسلام او غوره اخلاق له یو بل سره څومره نږدې تړاو لري چې د لوی خدای (ج) نازولی پیغمبر یې په خپله وايي چې زه په ټولنه کې د غوره اخلاقو د بهیر د بشپړولو په موخه لوی خدای د پیغمبرۍ په مبارک رسالت باندې مامور کړی یم.اوس پوښتنه دا ده چې په اسلامي ټولنه کې د اخلاقو عملي مانا څه شی ده او مسلمان باید د خپلو مومنو وروڼو په مقابل کې له څه ډول چلند څخه کار واخلي؟اخلاق هغه غوره اعمال دي چې انسان یې په خپلو کړو وړو کې ښکاره کوي چې له ایمان څخه رانیولې د دیني مناسکو تر اجرا او له نوور انسانانو سره کړو وړو په درشل کې تر سره کیږي.مومن مسلمان ته ښايي چې د فرضي عباداتو په تر سره کولو سره سره دا خبره په ثبوت و رسوي چې هیڅ مسلمان ته به نه د خولې او نه هم د خپلو کړو وړو په وسیله ضرر رسوي. همدارنګه د خپلې کورنۍ د غړو، مور، پلار، وروڼو، خویندو، زامنو او د ټولنې د عامو وګړو سره به داسې چلند کوي چې چاته پکې د ضرر رسولو یوه ذره نیت او عمل موجود نه وي. ځکه چې د یوه حدیث شریف مضمون دی وايي څوک چې مسلمان ته د ضرر د نه رسولو ضمانت وکړي نو د اسلام د ستر پیغمبر د ارشاداتو سره سم هغه ته د جنت ضمانت شوی دی.بل دا چې هر څه ته به د شک په سترګه نه ګوري، د یوې موضوع په باره کې به تر هغه فیصله نه کوي چې حقیقت په ښه توګه ورته څرګند شوی نه دی.د هر ډول ګناهونو لکه غلا، لاره نیول، شوکې، د نورو مسلمانانو له آزار او هر ډول ناروا عمل څخه به ډه ډه کوي او په هغو اعمالو به د بطلان کرښه را کشوي چې اسلام حرام ګرزولي دي.په همدې توګه اسلامي اخلاق ایجابوي چې د هر ډول نشه یې توکو له کرلو، سوداګرۍ، قاچاق او استعمال څخه به د خپل ځان، کورنۍ، ماحول، ټولنې، هیواد او سیمې حفاظت کوي او د دې ناولې پدیدې د مخنیوي په لاره کې خپل کردار ادا کوي.اسلامي اخلاق موږ ته لارښوونه کوي چې د خپلو خلکو تر منځ د بدبینۍ، نفاق، بیلتون او خرابوالي په ځای د ورورګلوۍ، سولې، یووالی او وحدت مزي را ټینګ او د یوې هوسا ټولنې د جوړولو لپاره لاس په کار شو.له غیبت، بهتان، ښکنځلو، بدو ویلو او بې ځایه د یو بل مسلمان متهم کولو څخه ځان ساتنه د اسلامي اخلاقو یوه بله نمونه ده چې مسلمان یې په خپل ژوند کې په ثبوت رسوي او یاد شوي ټول څیزونه د کبیره ګناهونو په جمله کې راځي چې ریښتنی مومن هر وخت خپل ځان ترې ساتي.د اسلامي اخلاقو یوه اساسي غوښتنه له انسانانو څخه دا ده چې د پوهې ژوند غوره کړي او هغو بنسټونو ته په ریښتنې توګه کار وکړي چې د ټولنې په وړاندې د تورتم دروازې تړي او د پوهې په روښانه کاروان کې یې ورګډوي. نو له همدې کبله مسلمانانو ته ښايی چې له خپلو تعلیمي موسساتو، مدارسو او ښوونځیو سره د بې پروایۍ لاره غوره نه کړي بلکي په ښه توګه یې سمبالې او د خپلو حاضرو او راتلونکو نسلونو د سالمې روزنې زانګو ترې جوړه کړي.خدای دې موږ ټول په غوره او ریښتنیو اسلامي اخلاقو سمبال کړي.
24/06/2016
ناوړه فکر یوازی دفکرخاوند ته زیان اړوی خو ناوړه خبره ټول اوریدونکی زیانمنولی شی
له حضرت على ( رض) څخه پوښتنه وشوه چې موږ لس تنه يو يوه پوښتنه لرو خو ځواب به يې په جلا جلا توګه راكوي . پوښتنه دا وه چې علم غوره دى او كه مال ؟ حضرت على (رض) ځواب وركړ چې علم غوره دى ځكه چې:۱- علم د نبيانو ميراث دى او مال د قارون او فرعون ميراث دى.۲- علم د ګرانښت سبب ګرځي او مال بې شميره غليمان پيدا كوي .۳- د علم د غلا كولو ويره نشته او دمال غلا كولو احتمال هر وخت موجود وي .۴- علم چې څومره زړيږي هومره پخيږي او مال په ډير لږ وخت كې د زړيدو امكان لري .۵- دعلم خاوند ته مهربان ويل كيږي او دمال خاوند ته كله كله كنجوس ( شوم ) هم ويلى شي .۶- علم په لګښت سره لا زياتيږي اومال په لګښت سره كميږي .۷- علم د قيامت په ورځ دنيكمرغۍ سبب ګرځي او د مال په هكله حساب غوښتل كيږي .۸- په علم باندې زړه روښانه كيږي او مال كله كله د زړه د توريدو باعث ګرځي .۹- علم ستا ساتنه كوي او دمال ساتنه به تاته در په غاړه وي .۱۰- دعلم د ډيرښت له كبله حضور اكرم ( ص) ما عبد ناك بللى او دمال كثرت له امله فرعون د خدائى دعوى
Hi
11/05/2016
پنځه شیان له پنځو شیانو څخه مخکی غنیمت وګڼه
۱- ژوند له مرګ څخه مخکی.
۲- روغتیا له ناروغۍ څخه مخکی.
۳- وزګارتیا له مشغولتیا څخه مخکی.
۴- ځوانی له بوډاتوب څخه مخکی.
۵- شتمني له غربت څخه مخکی.
( د عـلم او حکمـــت ویناوی)
19/04/2016
که ښه ملګرى پيدا کول غواړې نو ښه خلک وپېژنه
که د چاسره په لاره تلل غواړې نو حد دې وپېژنه
که احـــترام غـــواړې نو اخــــلاق وپېژنه
که کاميابي غواړې نو نا کامي وپېژنه
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Jalalabad