نېغه لاره
د #نېغه_لاره پاڼه یو معلوماتی پاڼه ده چې په مختلفو برخو کې ستاسې د پوهې لوړولو ته کار کوي.
النور پاڼه یو شخصي پاڼه ده چې په مختلفو برخو کې د عامه پوهاوی په موخه به فعالیت کوي
#ملګریه❗️
د سلطان محمد فاتح د خطبې یوه برخه چې د قسطنطنیې د فتحې نه وروسته یې کړي درسره شریکوم.
ای میندو!
د کیکونو د جوړولو او د کور د ښکلي کولو څخه لاس واخلئ؛ نارینه جوړل پېل کړئ.
زمونږ ټولنه غوښن ګډانو ته ضرورت نلري بلکه زړور زمریانو او مؤمن زړونو ته ضرورت لري.
خپل ځامنو ته مو ووایئ چې د سهار لمونځ یواځې ښځې په کورونو کې ترسره کوي.
د علي بن ابی طالب سره نه ښايي چې د پتلون او نیکتایئ سره خیبر فتح کړي؛ څوک چې په غربي کېسو کې ورک شوي، هيڅکله به بیا ونه موندل شي.
خپل ځوی ته د صلاح الدین په نوم غږ وکړه،
هغه د وقاص د کارنامې نه خبر کړه،
هغه ته د قعقاع مینه زده کړه،
هغه ته زده کړه چې عمر بن خطاب رض څنګه د پېوندي کالو سره وتوانېد د شرق او غرب امپراطوریانې په ګونډو کړي او قدس فتح کړي.
هغه ته وښایه، هغه څوک چې د ځان لپاره ژوند کوي په هغه کې هيڅ خېر نشته.
ای مېندو!
خپلو لوڼو ته ووایئ:
د جګو خنداګانو سره او د نري کالو سره خوشبختي نه راځي.
هغه ته زده کړه چې فاطمه بنت محمد ص د نابینایانو څخه او ام المؤمنین عایشه رض د قبرونو څخه حیا کوله.
که چېرې ام ایمن نه وي نو هیڅکله به اسامه رانشي.
که چېرې اسماء نه وي نو هیڅکله به زبیر پېدا نشي.
* که ته زلمی یې نو داسې ژوند وکړه چې خېر دې ټولو ته ورسیږي او همېشه ستا د مېړانې او شهامت څخه یادونه وشي او که ته پېغله یې نو پخپل لمن کې صلاح الدین، عمر ، عمر بن عبدالعزیز او نور ویاړلي لوی کړه؛ د حیا نمونه شه او د عزت څلی.
#ملګریه❗️
یوه ورځ د نیشاپور والي په نیشاپور کې قدم واهه ترڅو د ښار حالات وګوري، سترګې یې په یو بزګر پریوتې، پرته له څه ویلو خپل دربار ته لاړ او امر یې وکړ چې هغه بزګر ماته راولئ، بزګر راوستل شو، والی امر وکړ چې یو جوړ قیمتي چپنه ورته واغوندئ او یو قوي قاچره هم ورکړئ، همداسې وشو او د والي حکم پر ځای شو. والي د خپل تخت څخه ښکته شو او بزګر ته یې د تللو امر وکړ، بزګر چې څنګه حرکت وکړ نو والي بزګر ته یوه کلکه سپېړه ورکړه، خلک حېران شول چې د انعام نه وروسته والي ولی داسې کار وکړ. والي بزګر ته زیاته کړه: ایا ما پېژنې؟ بزګر وویل هو ته د نیشاپور د خلکو د سر تاج یې. والي وویل ددې څخه پرته مې پېژنې؟ بزګر وویل چې نه. والي زیاته کړه: د نن څخه شل کاله مخکې زه او ته سره ملګري وو، شدید باران وو او ما ته په یو څمڅه کې شپه وکړه، په هغه شپه ما د الله تعالی څخه د نیشاپور مشري وغوښته، تا راته کلکه سپېړه راکړه او ودې ویل چې دا لس کاله کیږي چې زه ورڅخه یو چپن او قاچره غواړم، نه یې دی راکړی او ته ورڅخه د نیشاپور مشري غواړې.
دا چپنه او قاچره د هغه دعا په بدل کې واخله او سپېړه د هغې سپېړې بدل.
ما په الله تعالی ایمان درلود او ترې مشري مې وغوښتله چې دادی مشر یم او ته هیڅ.
❗️ الله تعالی ته د قاچرې او یا د ټولې نړی ورکول یو شان دي؛ په الله تعالی پوره باور ورلره، هر څه ترې وغواړه، هغه زما او ستا په شان بخیل ندی بلکه غني ذات دی او غني ذات په دعا غوښتلو خوشحاله کیږي.
نېغه لاره
#ملګریه❗️
زه او ته د خپل ایمان په اندازې باندې د مصیبتونو او بلاګانو سره مخامخ کېږو، هر څومره چې مو ایمان قوي وي نو امتحانونه مو هم سخت وي او هر څومره چې د ضعیف ایمان خاوند یو نو په هماغه اندازه لږ ازمویل کېږو.له مؤمن سره مصیبتونه تر هغه ملګري وي ترڅو چې د الله تعالی دیدار وکړي او ټول مصیبتونه او امتحانونه ختم شي.
❗️ که په مشکلاتو کې ښکیل یې نو مه خفه کېږه، ځکه چې د قوي ایمان خاوند یې او په ازمیښت کې قرار لرې؛ وزغمه ترڅو کامیاب شې او الله تعالی ته نژدې شې.
نېغه لاره
#ملګریه❗️د نړی استادانو ته د ویکتور فرانکل لیک!
!
زما سترګې هغه څه لیدلي چې د نړی هیڅ یو وګړی یې باید ونه ویني. ما داسې ګاز لرونکي کوټې ولیدلې چې د نړی تر ټولو ماهره انجینرانو جوړې کړې وې، ما داسې لایقه داکټران ولیدل چې په ډېرې اسانۍ یې واړه ماشومان مسموم کول او دا یې لاسته راوړنه ګڼله؛ داسې نراسان او نرسانې مې ولیدلې چې د یو امپول په واسطه یې په چټک ډول خلک قتلول؛ د پوهنځیو داسې فارغان مې ولیدل چې انسانانو ته یې اور اچول او خوښي یې کوله.
په ټوله کې ددغې کارونو لیدنه، زه په زده کړې باندې شکمن کړم.
#محترمو!
له تاسو څخه هیله کوم؛ مخکې له دې چې خپل زده کوونکو ته ښوونېزه تربیه ورکړئ، د هغوي څخه انسانان جوړ کړئ ترڅو راتلونکي کې ترې باعلمه وحشي حیوانات جوړ نشي.
ډاکتر کېدل، انجینر کېدل او … ستونزمن کار ندی؛ څو کلونو کې زده کیږي مګر انسانیت داسې سرمایه ده چې د نړی د هيڅ سند سره نشي مقایسه کیدی.
❗️ که ته ډاکتر یې، انجینر یې یا کوم بل فن لرونکی یې، مخکې له خپل مسلک څخه انسانیت پلي کړه؛ د انسانیت د زده کړې ښه مرجع زمونږ ستر لارښود دی؛ تګلاری یې تعقیب کړه.
(ویکتور فرانکل یو له هغه زندانیانو څخه وو چې د لهستان د هغه زندان څخه تښتېدلی وو چې په قتل ګاه مشهور وو، انسانان پکې ژوندي سوځېدل او وتل ترې ناممکن وو.)
نېغه لاره
ملګریه❗️
ځانته د احترام کولو ځنې اوصول دادي:
په هيڅ حالت کې خپل شخصیت د مقابل لوري د شخصیت په اندازه کم مه راوله.
د نورو د خوښولو لپاره هغه کار مه ترسره کوه چې ستا نه خوښیږي.
کوښښ وکړه چې بخښنه وکړې، بخښنه کول ستا د روح د ارامتیا سبب ګرځي.
ځان سره مهربانه اوسه.
د نورو سره د خبرو کولو په وخت کې ځانته بدې، ردې مه وایه.
نېغه لاره
NMNOORI
ملګریه❗️
داکتر محمد راتب وایي:
مور مې راته وویل: بچیه! کولای شې د حلال کلیمه داسې ووایې چې دواړه شونډې دې یو بل سره ولګیږي؛ ما ډېره هڅه وکړه خو ومې نشو کړای. بیا یې وویل: اوس د حرام کلیمه داسې ووایه چې شونډې دې یو له بل سره ونه لګیږي؛ بیا مې هم هڅه وکړه خو ومې نشو کولای.
زیاته یې کړه: زویه! څنګه چې د حلال په ویلو ستا خوله خلاصیږي او نشې کولای خوله دې بنده کړې، همداسې خپله حلال هم ستا په ژوند کې پراخي او وسعت راولي. همدارنګه؛ څرنګه چې د حرام په ویلو دې خوله بندیږي او نشې کولای خوله دې خلاصه کړې، همداسې خپله حرام هم ستا په ژوند کې تنګسۍ راولي.
نو ملګریه❗️ حلال که هر څومره کمه وي بیا هم برکت پکې وي او ستا ژوند ښه پرمخ ځي، برعکس؛ که حرام هرڅومره ډېره وي بیا هم تنګسه لري.
حلال وګټه، وی خوره؛ دنیا او اخرت دې روښانه کړه.
نېغه لاره
NMNOORI
ملګریه❗️
ته باید دومره لوی واوسې چې خپلې غلطیانې ومنې، دومره باید ځیرکه واوسې چې د هغوی څخه ګټه پورته کړې او دومره باید غښتلی واوسې چې هغوی ته تغیر او بدلون ورکړې.
نو ملګریه❗️لوی، غښتلی او ځیرک اوسه
نېغه لاره
NMNOORI
ملګریه❗️
د الله تعالی سره د مینې اړیکه جوړه کړه، داسې راز او نیاز ورسره وکړه، لکه یو عاشق چې د معشوقې سره کوي. په عاجزانه ډول د خپلو حوایجو رفعه ترې وغواړه.
داسې ووایه: "رَبِّ اِنِّی لِما اَنزَلتَ اِلیَّ مِن خَیرِِ فَقِیرٌ" ( قصص ۲۴) ای زما ربه! هر خیر چې ماته رسوې، زه د هغه محتاج یم.
دا د موسی ع یو له مینې ډک الفاظ دي چې د خپل سره یې کړي؛ امر یې ندی کړی، حاجتونه یې یو یو ندي بیان کړي، ستوتزي یې ندي په ډاګه کړي بلکه په ډېرې عاجزی سره د الله تعالی څخه د خېر غوښتنه کړی.
نو ملګریه❗️ ته هم امرونه مه کوه، په عاجزی سره د الله څخه خېر وغواړه ځکه الله ج ستا څخه ستا په مشکلاتو او حوایجو باندې له تا ښه خبر دی.
نېغه لاره
NMNOORI
#ملګریه❗️
د الله تعالی سره د مینې اړیکه جوړه کړه، داسې راز او نیاز ورسره وکړه، لکه یو عاشق چې د معشوقې سره کوي. په عاجزانه ډول د خپلو حوایجو رفعه ترې وغواړه.
داسې ووایه: #رَبِّ_اِنِّی_لِما_اَنزَلتَ_اِلیَّ_مِن_خَیرِِ_فَقِیرٌ" ( قصص ۲۴) ای زما ربه! هر خیر چې ماته رسوې، زه د هغه محتاج یم.
دا د موسی ع یو له مینې ډک الفاظ دي چې د خپل سره یې کړي؛ امر یې ندی کړی، حاجتونه یې یو یو ندي بیان کړي، ستوتزي یې ندي په ډاګه کړي بلکه په ډېرې عاجزی سره د الله تعالی څخه د خېر غوښتنه کړی.
❗️ ته هم امرونه مه کوه، په عاجزی سره د الله څخه خېر وغواړه ځکه الله ج ستا څخه ستا په مشکلاتو او حوایجو باندې له تا ښه خبر دی.
نېغه لاره
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Jalalabad
2601