BCS UD_H

BCS UD_H

Share

Education page u can learn a but computer since!

13/05/2025
20/07/2023

دیوه هکر لپاره 🔰

مهمه نه ده چې یو ښه پروګرامر واوسي.
مهمه دا ده چې یو ښه کوډ لوستونکی او په کوډ باندې ښه پوه او دکوډ غلطیانې راوباسې ❗
که غواړی دهکینګ په هکله له جالبو خبر شی پیج لایک شیر کړی

19/11/2021

بټکواین- څشې ده؟
يوه ډیجيټالي کرنسي ده، چې فزیکي وجود نلري خو د نړی د ټولو ډیجيټالي+فزیکي کرنسیو پادشاه ده!
دا هغه کرنسي ده چې په 2010م کې یې ارزښت د یوه آمریکايي ډالر څخه هم کم وو.

بټکواین د ساتوشي ناکاموتو لخوا اختراع شوه.
بټکواین چې په دې وروستیو څلورو کلونو کې د نړۍ ټول خلک بیخې حیران کړي، د تعجب ځای یې په همدا قیمت کې دی چې همدا اوس مهال د یوې بټکواین قیمت په نړيوالو صرافیو کې 63600$ دی.

فکر وکړئ کچیرې مو په 2012م کې څو بټکواین چې د هرې دانې قیمت یې له 150$ څخه پورته نه وو پېرلې وای او تر اوسه مو ساتلي وای، نو نن ورځ به تاسې بیخې سټ سرمایه داران وای!!

د بټکواین د ګټلو لپاره اوس هم ناوخته ندی؛ بټکواین هیڅ وخت خپل اصلي ارزښت له لاسه نه ورکوي.
په یوه تحلیل کې داسې راغلي چې، د 2022م د ډسمبر د میاشتې ار پای پورې به فقط د یوې بټکواین قیمت له 100k$ (سل زره) آمریکایي ډالرو څخه واوړي، او د بټکواین د قیمت صعودوالی به همدغسې جریان لري حتیٰ امکان لري چې قیمت یې تر یو میلیون ډالرو هم واوړي، ځکه بټکواین د طلا په څېر ده او محدودیت لري مطلب دا چې؛ په ټولې نړۍ کې موږ فقط تر 21 میلیونو بټکواینو پورې استخراج کولئ شو او کله چې د نړۍ د ټولو بټکواینو شمېر 21 میلیونو ته ورسېد، نور نو هیڅ امکان نلري چې نورې بټکواینې دې استخراج کړل شي او فقط همدا 21 میلیونه بټکواین به وجود ولري او د استفادې وړ به وي.

د بټکواین د ساتلو لپاره تاسو یوې والټ Wallet(بټوې) ته اړتیا لرئ. په پلې سټور کې په سلګونې والټې شتون لري، چې زیاتره یې ناکاره دې؛ موږ تاسو د بټکواین دوه بهترینې والټې(بټوې) معرفي کوو چې تر ټولو معتبرې او د اعتماد وړ دې.
1 Trust wallet
2 Coinbase

همدغو دوه والټو کې چې هر یوه انسټالوئ بیخې سمه ده؛ ددې والټو په استعمال سره به تاسو د بټکواین ترلاسه کولو،ساتلو او لېږلو برسېره په دې وتوانېږئ چې نورې هر ډول ډیجیټالي کرنسۍ پکې وساتئ!(C)

19/11/2021

موډیم څه ته وايي؟ (?𝐰𝐡𝐚𝐭 𝐢𝐬 𝐦𝐨𝐝𝐞𝐦)

موډیم د يوه ساده ټليفوني لين په مرسته ډاټا له يوه ځايه بل ته لېږدوي، پر ټليفوني لين يوازې Analog سيګنال تېرېداى شي، د کمپيوټر ډيجيټل ډاټا د موډيم په مرسته په انالوګ سيګنال بدلېږي، دې کړنې ته Modulation وايي، هــدف ته تر رسېدو وروسته بېرته ډيجيټلي بڼه غوره کوي، دې کړنې ته Demodulation وايي، موډيم ته هم نوم د همدغو دوو لغتونو له لومړنيو تورو غوره شوى دى. Mo له Modulation او dem له Demodulation څخه.

نوموړى له ډېر ليري او اوږده واټنه ځان له يوه کمپيوټر يا نيټ ورک سره تړي، يوازې د برېښناليک او يوې وړوکې ډاټا لېږدولو يا تر لاسه کولو لپاره کارېږي، څنګه چې موډيم په نيټ ورک کې د مستقيمو اړيکو لپاره نه دى جوړ شوى، د روټر يا کومي بلي واسطې په مرسته له نيټ ورک سره يو ځاى کېداى نشي.

انالوګ موډيم دوه انټرفيسه دى، يو يې له کمپيوټر سره د اړيکو نيولو لپاره RS-232سيريال ټرانسميشن انټرفيس او بل يې د ټليفون د لين لپاره RJ-11 ټليفون انټرفيس نومېږي. ډېرى موډيمونه دکمپيوټر په مادربورډ کې لګېږي، يعنې Internal وي، دغه موډيمونه د لږو عواملو لپاره د CPU د Processing واکمني هم کاروي.

يو بل ډول موډيمونه هم شته چې دکمپيوټر له سيريال پورټ سره تړل کېږي، چې External ورته وايي، نوموړي د Internal موډيمونو په پرتله يو څه ګران دي. ځينې وخت خلګ External موډيم له کمپيوټر سره تړي او غواړي په ګډه يې کار کړي. پر انالوګ برسېره ډيجيټل موډيمونه هم پيدا کېږي، لکه له ISDN سره ډيجيټل موډيمونه يو ځاى کارول کېږي. له ډيجيټل موډيمه انالوګ يا له انالوګه ډيجيټل ته د سيګنالونو د راکړې ورکړې لپاره په Modulation کې يو بل ډول لين کوډنګ کارېږي چې ستونزې يې له منځه وړي دي. (C)

ملګرو سره یې هم شریک کړئ،
تر څو نور هم ترې برخمن شي. مننه!

18/11/2021

خداوند رحمت کند آن مادر را که اینچنین فرزند به جامعه تقدیم میکند!❤

خطرناک ترین هکر دنیا😮

شهید حمزه بن دلاج الجزایری است ودر لیست 10 هکر خطرناک و حرفه ای جهان مقام چهارم را داشت وکار های خیر زیادی را با مهارتی که داشت انجام داد از جمله کارهایی خیر و معروف آن چندی را می توان نام برد:
1-- نفوذ به سایت های مختلف اسرائیلی از جمله سایت های اطلاعاتی، نظامی و بانک های دولتی اسرائیل.
2-- نفوذ و هک حدود 9000 سایت های فرانسوی که به ضد اسلام تبلیغات میکردند که آنها را تعطیل واز بین برد.
3-- اختلاط در سایت های مزخرف چون سایت های ضد اخلاقی.
4-- اما شاهکار ترین کارش این بود که در سن 21 سالگی توانست به حدود 217 بانک دولتی و شخصی اسرائیل و آمریکا که توانست حدود 5'4میلیارد دالر را از بانک ها هک و به بانکها و نهاد های خیریه ای فلسطینی و چند کشور فقیر و جنگ زده برای کمک به مردم آسیب دیده انتقال دهد.
وی در اوسط سال 2012 به دام افتاد و توسط پولیس انتر پول دستگیر شد و حدود یک سال و پنج ماه را در قید FBI گذراند و در این مدت در قبال هر نوع شکنجه و تعذیب تاب و مقاومت آورد و هرگز حاضر نشد که برای یهودیان اسرائیلی و آمریکایی و هم پیمانان شان خدمت کند، در این مدت سه بار حکم اعدام اش صادر شد و سرانجام در اواخر سال 2014 جام شهادت را سر کشید.😥
او در یکی از گفته هایش چنین ابراز داشته است : ( یک ملت زمانی می‌تواند پیشرفت کند که مردم آن کشور همیشه نماز برپا دارند و از اوامر الله و رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت کند. در مقابل ظلم و ستم و استبداد به پا خیزند.
از او پرسیدند که آخرین آرزو و سخن خود را بیان کن.
گفت : ((آخرین آرزویم این است که روزی همه ای مردم جهان مسلمان باشد )).
و آخرین سخن اش : ((زنده باد اسلام عزیز )).
روحش شاد و یادش گرامی باد❤

مهارت های این فرزند شجاع اسلام قابل ستایش است💚❤💚

16/10/2020

ډيټابيس څه شى دى؟
دډیټابېس اصلي مفهوم او تعریف::
په تیرو دوه لسیزو کی د ډیټابېس د پروګرامونو به شمېر او اهمیت کی ډیر زیات تغېیر لیدل کیږي.

ډیټابېس په تقریبي ډول په هره اداره او دفتر کي د ډیټا د ذخیره کولو، اجراَکولو، او د وخت سره سم په هغه کي د تغیر راوستلو لپاره کارول کيږي. د بیلګې په ډول ډیټابېسونه په ننۍ دوره کي په تعلیمي او دولتي ادارو کي ، روغتیايې مرکزونو، سوداګریزو برخو او کتابتونونو کي کارول کیږي .

ډیټابېس به ورځني ژوند کي په تنهایې ډول، په ډله یزه(ګروپي) توګه او همدا شان په نیټورک کي چي په یوسرور کمپیوټر کي ځای پر ځای سوي وي کارول کیږي او لاس رسی ورته کیږي.

که د ډیټابېس اوسني چټک بدلونونه په پام کی ونیسو نو پوښتنه دا ده چی ایا ډیټابېس پرمختګ کړی او که برعکس په ټپه دریدلی ؟ په ښکاره توګه نه ، ډیټابېس په ۲۰۰۰ میلادي کال کی په مکمله توګه یو رقابتي محیط ته ننوت چي نوموړی رقابت د ډیټابېس اهمیت نور هم پسي زیات کړ او د پام وړ سهولتونه یې رامینځ ته کړل.

اوسني مدیران په زیاته کچه د خپلو کارونو د لا ښه پر مخ بیولو لپاره د ډیټابېس څخه کار اخلي ، پر لیکه سودا ګري (online shopping) چي د ویب پر تیکنالوجی ولاړه او چلیږي د اوسني عصر تر ټولو پر مخ تللي سوداګري ده ان تر دې چی یو سوداګر په ډیره اسانۍ ددنیا له هر ګوټ څخه شیان پیرودلای شي.

نو په همدي اساس تاسو ددي کتاب تر لوستلو وروسته باید د معلوماتي سیستم د مسلکی په توګه وتوانیږئ چي دیو ډیټابېس ټول ضرورتونه په ښه توګه تحلیل او تجزیه کړی او ډیزاین او تطبیق یې سرته ورسوی.

ددې کتاب په اوږدو کي به تاسو دډیټابس له اصلي معنی او مفهوم سره بلد سی ، د ډیټابېس د پخوانیو او اوسنیو سیستمونو تر مینځ فرق او اوسنی اسانتیاوي او د پخوانې فایل سیستم نیمګړتیاوي به وپیژنی چیګي بلاخره د اوسني پرمختللیو او نویو ډیټابسونو تهداب یې رامینځ ته کړ.

همد ا شان دا به هم زده کړی چي د یو ډیټابېس د جوړولو لپاره له کوم ټکي پیل او بیا کوم قدمونه مونږ د پای ټکي ته نېږدي کوي



دډیټابېس اصلي مفهوم او تعریف:
د هغو ترتیب شویو معلوماتو مجموعې ته چي په منطقي ډول یو له بل سره تړلي وي ډیټابېس ویل کیږي.

معلومات (Data): په نتیجوي ډول د ډیټا کلمه هغه حقایقو ته راجع کیږي چي د یو شی او یوې حادثې په اړه ویي او همدا شان به کمپیوټر کي د ساتلو او ذخیره کولو وړ وي. د بیلګي په ډول پر لیکه سوداګری ډیټابېس کي نوم ،ادرس او ګرځنده شمېره یو ډول معلومات دي.

اوسني ډیټابېسونه ددي برسیره اوازونه ، انځورنه او تصویري اوزونه هم ذخیزه کولای شي چي دا هم یو ډول ډیټا ده

اطلاعات له معلوماتو سره توپیر لري (Data versus information):
اطلاعات او معلومات یو له بل سره ډیر نيږدي دي او کله کله یو د بل پر ځای کارول کیږي.

خو دا ښه خبره ده چي اطلاعات او معلومات یو له بل نه فرق او وپیژنو.

معلومات د اطلاعاتو هغه شکل ته ویل کیږي چي یو سلسله مراحل ورباندي طی سوي وي او یو عادي کارونکی ورباندي ښه پوهیدلای سي.

لاندیني شکل د اطلاعاتو یوه بیلګه ده

محمد ۱۲۸۷۶

احمد ۳۷۶۵۸

که پورتني لیست ته پام وکړو نو وبه لیدل شي چي نومونه او کودونه په کي راټول شوي خو مونږ په دي نه پوهیږو چي دا کودونه څه معنی او د څه لپاره یې ځان سره ساتو خو که په همدي اطلاعاتو یو سلسله مراحل سرته ورسوو نو معلومه به شي چی پورتني معلومات یو ځانګړي کس ته خاصه معني لري

شکل

د تعریف سره سم نني ډیټابېسونه دواړه اطلاعات او معلومات ذخیره کوي معمولآ اطلاعات د نورو تصمیمونو د نیولو لپاره په ډیټابېس کي ساتل کیږي.

میتا اطلاعات (Metadata):
میتا یوه یوناني مختاړی دی چي یوه کلمه یا لغت د معنی له لحاظه خپل ځان ته راجع کوي. په دی معنی چي اطلاعات د نورواطلاعاتو په باره کي. هغه اطلاعات چي د کارونکی اطلاعاتو(End-user Data) خصوصیات او ځانګړنې مونږ ته تشریح کړي.

د بیلګې په توګه که د یو کتابتون د کتابونو کتلاګ په پام کي ونیسو نو پوهیږو چي کتلاګ د یو ځانګړي کتاب د موقیعت او ماهیت په اړه معلومات په ځان کي لري

چي کتلاګ ته میتا اطلاعات او پخپله کتابتون ته کارونکي اطلاعات ویل کیږي

د کمپیوټر په قاعده جدولونه، کیوریانې، او نور پروګرامونه لکه انټرفیس چي د هغه له لاري ډیټابېس ته معلومات داخیلیږي د میتا اطلاعاتو څخه عبارت دي او کارونکي اطلاعاتو ته ډیټابېس ویل کیږي نو په همدي اساس ډیټابېس له میتا اطلاعاتو سره خورا زیات توپیر لري.

بلاخره یو ډیټابېس ډیزاین کونکی د میتا اطلاعاتو په واسطه پوهیږي چي کوم اطلاعات موجود دي او څه معنی لري.

Database Management System (DBMS): یو ډول پوستغالی دی چي ددې په واسطه یو ډیټابېس جوړولای،ساتلی او بلاخره ډیټابېس ته لاس رسی پیدا کولای شو یو DBMS برسیره پر دې نور کارونه هم کولای شي لکه ډیټابېس ته د لاس رسی کنټرول ،دډیټا صحت او همدا شان که چیري په ډیټابېس که کومه غلطي رامینځ ته کیږي هغه پخواني حالت ته په کوم کي چي ډیټابېس جوړ وه بوځی.

Data Models: د ډیټابېس د اساسی ماډلونو څخه یو ماډل دی چي د Entities تر مینځ اړیکي په یو ګرافیکې شکل کي ښی

ډیټا ماډلونه په دوه ډوله دی
۱.Enterprise Data Model

۲. Project Data Model

Enterprise Data Model د هغې ډیټا حدود ټاکي چي ډیټابېس په واسطه پوښل کیږی

خو Project Data Model ددې برعکس په جزییاتو لیکل شوی ماډل دی چي د ډیټابېس د پرمختګ او هغه پوري د تړلو پروګرامونو په جوړولو کي ترې کار اخیستل کیږي

Entity: په کاري ساحه کي شخص، ځای ، شی ، حادثه یا هم نظریه چي یو اداره یې په اړه باید معلومات راغونډ او له ځان سره وساتيEntity ویل کیږی.

شکلونه

د بیلګې په توګه پیریدونکی او دستور(order) یو ډول Entities دی.

اړیکې (Relationships): یو ښه ترتیب شوی ډیټابېس د Entities تر مینځ زیاتي اړیکي لري چي د غوښتنی په وخت کي مطلوب معلومات په اسانی سره له ډیټابېس څخه راوستل کیږي .

اړیکی ډیر ډولونه لري چي ډیر معمول
اړیکي (Relationships): یو ښه ترتیب شوی ډیټابېس د Entities تر مینځ زیاتي اړیکي لري چي د غوښتنې په وخت کي مطلوب معلومات په اسانۍ سره له ډیټابېس څخه راوستل کیږي .

اړیکې ډیر ډولونه لري چي ډیر معمول يې عبارت دي له : (یو-یو) ، (یو- زیات) او (زیات-زیات) .

که د پیریدونکي او دستور تر مینځ اړیکه په پام کي ونیسو نو وبه لیدل سي چي یو پیریدونکی تنها په یو وخت کي یو یا زیات دستورونه ورکولای سي چي دې ډول اړیکې ته (یو- زیات) ډول اړیکه ویل کیږي.

خو که د دستور او تولید تر مینځ اړیکې ته پام وکړو نو معلومیږي چي ډیر دستورنه د یو یا زیاتو تولیداتو لپاره موجوددېدلای سي چي دي ډول اړیکي ته (زیات-زیات) ډول اړیکه ویل کیږي.

تړلي یا مرتبط ډیټابېسونه (Relational Database):
دا ډول ډیټابېسونه په حقیقت کي د جدولونو یوه مجموعه ده او د جدولونو تر مینځ موجوده اړیکي نظر ددوی تر مینځ د مشترکي ډیټا پر اساس ښودل کیږي یا په بل عبارت په تړلو ډیټابېسونو کي ډیټا معمولآ په جدولونو کي ښودل کیږي او هغه ډیټا چي ددوه یا زیاتو جدولونو تر مینځ شریکه وي ددې سبب ګرځي چي دا دوه یا څو جدولونه یو له بل سره وصل کړي.

د ډیټابېسونو اوسنی او پخواني سیستمونه یو له بل سره خورا توپیرلري . کله چي په کمپیوټر کي د معلوماتو د ساتلو او ذخیره کیدو نظریه رامینځ ته شوه نو هغه مهال ډیټابېس نه وه د هغه وخت کمپیوټرونه هم د نن په نسبت خورا کمزوري وه او تنها په انجینیرۍ او محاسبوي برخو کي ترې کار اخیستل کیده.

خو د وخت په تیریدو له کمپیوټرونو څخه به سوداګری او تجارت کي کار واخیستل سو چي دا وخت دې ته اړتیا پیدا سوه چي کمپیوټرونه باید یو څه معلومات ذخیره، اجراُ،او بیا کتل(retrieve) سرته ورسوي.

د وخت په تیریدو نوموړو سیستومونو وده وکړه او حتی د څو لسیزو وروسته ددوی په ساختمان کي هم تغیر راغی

خو لکه څرنګه چي سوداګری تر پخوا ډیر تغیر وموند او ډیره مغلقه شوه نو دا ښکاره شوه چي پخوانیو فایل سیستم یو شمیر نیمګړتیاوي درلودي.

چي په نتیجه کي پخوانی فایل سیستم په اوسنی پرمخ تللي ډیتابېس سیستم باندی تعویض سو

خو تاسو باید د پخوانې فایل سیستم سره د لاندیني دوه دلیلونو په اساس بلد واوسئ

1- پخوانی فایل سیستم اوس مهال په پراخه کچه کارول کیږي په ځانګړی ډول د ډیټابېس د Backup اخیستلو لپاره تري کار اخیستل کیږي.

2- د پخواني فایل سیستم په ستونزو او محدودیتونو باندي پوهیدل مونږ ته دا وړتیا راکوي چي د نوي ډیټابېس په جوړولو کي د ددې شان ستونزو له تکرار څخه مخنیوی وکړو

د پخواني فایل سیستم نیمګړتیاوي:

هغه ډیټابېسونه چي د پخواني فایل سیستم پر اساس جوړ سوي دي نوموړي ډیټابېسونه د یوې ادارې د هرې څانګې لپاره په جلا ډول په پام کي نیول سوي دي.

د بیلګې په ډول که یوې انټرنیټي کمپنی (ISP) په پام کي ونیسو نو ددی کمپنی د هري څانګې لپاره لکه د مالي څانګه، اداري څانګه، د بشري منابعو څانګه، د خرڅلاو څانګه ، د انجینیری څانګه او داسی نورې ټولو څانګو ډیټابېسونه په جلا توګه ډیزاین سوي دي.

که د خرڅلاو څانګه یو پیریدونکی پیدا کړي نو باید د هغه پیریدونکي ټول معلومات له ځان سره وساتي او بیا د انجینیری او مالي څانګو په همغږی نوموړې پیریدونکي ته انترنیتي خدمتونه ورکړي په داسي حال کي چي د انجینیری او مالي څانګې هم دېته اړتیا لري چي د نوموړي پیریدونکي ټول معلومات له ځان سره وساتي ځکه که چیري نوموړی پیریدونکی په راتلونکي کي له ستونزې سره مخامخ کیږي نو لږ تر لږه انجینیري باید په دې وپوهیږي چی زما کوم پیریدونکی له کوم ډول ستونزي سره مخامخ دی

او همدا شان مالي څانګه ددې لپاره چي په راتلونکي کي په اسانی سره وکولاسی د نوموړي پیریدونکي میاشتنی فیس او نورې خدماتي پیسي په خپل وخت له پیریدونکي څخه په لاس راوړي نو ضروري ګڼي چي د یوپیریدونکي په اړه کافي معلومات له ځان سره ولری.

که په عمومي توګه وکتل سي نو دیوه پيریدونکي یوډول معلومات په دریو مختلفو څانګو کي ساتل کیږي چي دغه تکراري ډیټا یو ډول ستونزه ده.

همدا شان که یو ډیزاینر دیوي څانګې دډیټابيس دیو جدول د یو فیلډ اندازه له ۳۰ حرفونو څخه ۴۰ حرفونو ته بدله کړي نو نوموړي ډیزاینر مجبور دی چي دا کار د هري څانګې په ډيتابيس کي په جلا توګه وکړي که د يوي کمپنی مختلفي څانګې په مختلفو برخو کي موقیعت ولري نو دا کار ستونزمن او سرته رسول يي وخت ته ضرورت لري . نو نتیجه کیږي چي ی د هري څانګې ډیټابېسونه یوله بل سره تړلي دی5 او یوله بل نه مستقل ندي

له بلي خوا د یو څانګې خلک تنها خپلو فایلونو ته لاس رسی لري او د نوروڅانګو له معلوماتو ډیر کم کولای سي لیدنه وکړي یا معلومات ورسره شریک کړي .

د فایل سیستمونو یوه بله عمده ستونزه دا وه چي که یوه کمپنی لس څانګي لرلي نو اړینه وه چی باید لس ځانګړي ډیټابيسونه د ضرورت په وخت کي درلودلای.

چي دا کار د وخت ضایع کیدو او د لوړ قیمت د لرلو پر اساس دواړو ډیټابېس ډیزاینر او مطلوب ادارې لپاره یو غټه ستونزه وه

له بلي خوا که د ډیټابيسونو او د هغو تخنیکي کسانوشمیر ته چي په نوموړي ډیټابيسونو باندي کار کوي پام وکړو نو ښکاره به شي چي نوموړي کار په زیاته اندازه پیسو ته اړتیا لري.

ان تری دی که یوه کمپنی په ۱۰۰ کی ۸۰ سلنه خپله بودیجه په دی لاره کی مصرف کړی لا به هم کمه وی.

ددی لپاره چی د پورتنیو نیګړتیاوو مخه ونیسو او تر ډیره حده د غلطیو د واقع کیدو احتمال کم کړو نو لاندی میتود څخه کار اخلو


The Database Approach: په حقیقت کی یو میتود یا لاره ده چی ددی میتود په واسطه د پخوانی فایل سیستم له نیمګړتیاو څخه د نوی سیستم په ډیزاین کی مخنیوی وکړو.

دا میتود د یوی کمپنی د ډیټا په یوځایوالی او د کمپنی د ټولوڅانګو تر مینځ ډیټا په شریک ایښودلو باندی ټینګار کوی.

دیوی کمپنی لپاره ددی میتود پلی کول په کمپنی کی اساسی بدلون او قوی مدیریت ته اړتیا لری ، سره ددی چی دا کار یوه اندازه ستونزمن دی خو ډیری ادارو اوس دغه بدلون منلی

او د دغه میتود څخه راضی ښکاری.

دا میتود یو لړ فایدی لری چی په لاندی ډول دی :
1) پروګرامونه (میتا اطلاعات) له خپله ډیټابېس سره تړلی ندی بلکی مستقل دی.

2) ددی میتود پلی کول په ډیټابس کی د تکراری ډیټا څخه په زیتا اندازه مخنیوی کوی.

3) همدارنګه دا میتود د کمپنی په داخلی څانګو کی دډیټا په شریکولو باندی امر او ټینګار کوی.

4) په ډیټابېس کی دتکراری ډيټا کموالی د ډیټابېس د ثبات سبب ګرځی. مثلا که د یو پیریدونکی په اړه معلومات په ټول ډیتابېس کی تنها په یو ځای کی ساتل شوی وی نو په ډیره اسانی سره کولای شو چی نومړی پیریدونکی په ډیټابېس کی پیدا کړو ، او که وغواړو چی د نومړی پیریدونکی ادرس په ډیتابس کی تغیر کړو نو فقط په یو ځای کی تغیر کافی ده چی دا کار د ډیټابېس د ثبات ښکارندوی دی.

5) همدا شان دی میتود د ډیټابېس د پرګرامونو د جوړولو بیه او وخت په زیاته اندازه راکم کړی. دبیلګی په ډول که یو ډیټابېس مخکی له مخکی ډیزاین شوی وی او اوس ددی اړتیا وی چی یو ځانګړی پوست کالی(Application) ډیزاین شی. نو ددی کار د سرته رسولو لپاره ضرورت نشته چی یو ډیزاینرد ټول سیستم په طرح او جوړښت باندی فکر وکړی بلکی تنها د مطلوب پوست کالی په جوړولو باندی تاکید کوی.

6) د ستندردونو پلی کول:کله چی نوموړی میتود په یوه کمپنی کی تطبیق شی نو د ډیټابېس د مدیریت لاری چاری یوی ځانګړی څانګی ته سپارل کیږی چی نومړی څانګه د ستندردونولکه د قراردادونو جوړول،د ډیټا د کیفیت څخه څارنه، ډیټابس ته لاس رسی او ډیټابېس ته د لاس رسی کنټرول او په هغه کی د تغیراتود څار دنده پر غاړه لری.

7) د اطلاعاتو اصلاح کول: بی کیفیته ډیټا د ډیټابس په مدیریت ډیره اغیزه کوی او دننی عصر یوه ډیره مهمه موضوع ده . د (TDWI) د انستیتیوت د یوه راپور له مخی امریکا هر کال د بی کیفیته ډیټا له امله ۶۰۰ بیلیونه ډالره توان ګالی. چی پورتنی میتود ددی ستونزی د هواری لپاره لاندی دوه لاری وړاندی کړی

· د ډیټابېس جوړونکی یو لړ قوانین جوړوی چی ددی قوانینو څخه باید سرغړونه ونه شی.

· ډیټا ډیټابېس ته له داخلیدو مخکی باید یو ځل ګمرک شی او تر کتلو وروسته باید ډیټابېس ته داخله شی.

سره ددی چی په سوداګریزو چارو کی هر تصمیم له پیسو سره تړلی دی په دی معنی چی د یو شی د لاس ته راوړلو لپاره باید یو څه له لاسه ورکړو. که پورتنی میتود تر ډیره حده ګټور تر سترګو کیږی او ډیرو نیمګړتیاوو ته د حل لاری لری خو تر څنګ یی لګښت ته اړتیا ده .

هغه ډیټابيسونه چی د پورتنی میتود پر اساس جوړ شوی دی نو یو ډول خاص مسلکی کسانو ته اړتیا لری چی پر نوموړیو ډيټابسونو باندی کار وکړی ، همدارنګه دا ډول ډیټابسونه د ق
7) د اطلاعاتو اصلاح کول: بی کیفیته ډیټا د ډیټابېس په مدیریت ډیره اغیزه کوی او دننی عصر یوه ډیره مهمه موضوع ده . د (TDWI) د انستیتیوت د یوه راپور له مخی امریکا هر کال د بی کیفیته ډیټا له امله ۶۰۰ بیلیونه ډالره توان ګالی. چی پورتنی میتود ددی ستونزی د هواری لپاره لاندی دوه لاری وړاندی کړی

· د ډیټابېس جوړونکی یو لړ قوانین جوړوی چی ددی قوانینو څخه باید سرغړونه ونه شی.

· ډیټا ډیټابېس ته له داخلیدو مخکی باید یو ځل ګمرک شی او تر کتلو وروسته باید ډیټابېس ته داخله شی.

سره ددی چی په سوداګریزو چارو کی هر تصمیم له پیسو سره تړلی دی په دی معنی چی د یو شی د لاس ته راوړلو لپاره باید یو څه له لاسه ورکړو. که پورتنی میتود تر ډیره حده ګټور تر سترګو کیږی او ډیرو نیمګړتیاوو ته د حل لاری لری خو تر څنګ یی لګښت ته اړتیا ده .

هغه ډیټابېسونه چی د پورتنی میتود پر اساس جوړ شوی دی نو یو ډول خاص مسلکی کسانو ته اړتیا لری چی پر نوموړیو ډيټابېسونو باندی کار وکړی ، همدارنګه دا ډول ډیټابېسونه د قوی او مسلکی مدیرانو له خوا کنترولیږی اودانستالیشن لپاره یی خاص فنی نفرو ته ضرورت وی.

له بل پلوه له پخوانی فایل سیستم څخه دډيټا تبدیلول یو نوی او پر مختللی سیستم ته هم مالی لګښت ته اړتیا لری

نوی ډيټابيس سیستمونه چی د یوی اداری د ټولو څانګو تر مینځ شریک وی باید همیشه پر لیکه وی ، او داسی اسباب موجود وی چی د هغو په واسطه د سيستم یوه اضافی نسخه په یو بل ځای کی وساتو که چیری خرابی را مینځ ته کیږی نو وکولای شو د سيستم د اضافی نسخی څخه کار واخلو او د سيستم د له مینځه تللو مخنیوی وکړو

ډیټابیسونه ډولونه:

ډیټابېسونه په پراخه کچه او پر ځای کی کارول کیږی ډیټابېسونه مختلف ډولونه لری، چی په عمومی توګه په پنځه ډوله ده

· ځانګړی یا شخصی ډیټابېسونه(personal Databases) چی په یوه ځانګړی کمپیوټر کی دیوه کس له خوا کارول کیږی.

· ګروپی ډیټابېسونه(Work group Databases) هغه ډله ډیټابسونه دی چی په ګروپی توګه تری کار اخیستل کیږی لکه یو ګروپ چی معمولآ د کارکونکو شمیره یی ۲۰ کسانوته رسیږی او په یو مشخصه پروژه باندی کار کوی.

· هغه ډله ډیټابېسونه چی په یو څانګه کی تری کار اخیستل کیږی معمولآ دی ډول ډيټابېسونو ته Department/Divisional Databases ویل کیږی څانګه دیوی کمپنی هغه کاری برخه ده چی تر ګروپ زیات کسان پکی کار کوی او د کارکونکو شمیره یی له ۲۰- ۱۰۰ پوری رسیږی لکه مالی څانګه، اداری څانګه او داسی نوری .

· شرکتی ډيټابېسونه (Enterprise Databases): دا ډله ډیټابېسونه ټوله کمپنی پوښی یوه کمپنی یا یو شرکت هغه اداره ده چی تر یو زیاتی څانګی لری، د یوی کمپنی څانګی د کمپنی اصلی کارونه مخ ته بیایی او کمپنی حمایت کوی.

· پرلیکه ډيټابېسونه (web enabled Databases): تر ټولو نوی او اخری جوړ شوی ډيټابېسونه دی دا ډله ډیټابسونه هغه وخت ډیرعام شول چی انټرنیټ اوسنی نړی وپوښله او سوداګری پر لیکه شوله ، دی ډول ډیټابېسونو ته لاس رسی محدود نه دی.

01/05/2020

برتانيا او نورو اروپايي هېوادونو کې د تلیفونونو پر ستنو🗼 بريدونه وشول هغه ځکه چې بعضی خلکو دا فکرونه درلود چې کرونا وايروس 🦠 د 5G او یا پنځم نسل انټرنټ سره تړاو لري، دا يوه ناسمه خبره او نړيوال روغتيايي سازمان دا کار هم رد کړئ دی.
پۀ درنښت
8th fast

25/08/2019

نړيوال جال) لنډه تاريخچه
د انجــــينر رياض احمد عابد لـــيکنه

د انټرنټ تاريخچه د امريکا د دفاع په وزارت کې په ١٩٦٠ لسيزه کې پيل شوه، دا هغه وخت و چې سوړ جنګ د اوج په لور روان و او نړۍ په دوو قطبونو ويشل شوې وه. لويديز چې د هغو په ســر کې امريکا وه ډير کوښښ کاوه چې د ختيځ بلاک نه ډير پرمختګ وکړي هغوی هغه څه وکړل چې ختيځ بلاک يې فکــر هم نه شـــو کولای.

د امريکا د دفاع وزارت ډير څيړونکي پدې ګمارلي وو چې څيړنه وکړي داسې يو اړيکتيايي سيستم (Communication system) جوړ کړي چې د اتوم بم د بريد په دفاع کې ترې کار واخستل شي. ډيرو وتلو څيړونکو انستيتوتونو او پوهــنتونونه ته چې په ســر کې � �اند RAND او ميل MILوو ،ته دا کار ورکړل شو تر څو داسې يو د ډيټا جال (Data Net) جوړ کړي چې د دفاع وزارت يې غوښتنه کړې وه.

په ١٩٦٤ ع کال کې پاول بيرن چې په راند کې يې کار کاوه په دې بريالی شو چی داسې يوه قاعده (Method) جوړه کړي چې ډيټا په هماغه موجودو ټيلې نټ کې له يوه ځايه بل ځای ته وليږدوي او خپلې دې نظر ته يې د پکېټ سويچنګ Packet switching نوم ورکړ. دې عمليې به تل د ليږلو له پاره هماغه يوه لاره نه غوره کوله بلکې هغه لاره باندې چې دا معلومات (data) به ليږدول کــيده له اوله يې چا وړاندويــنه نه شــوای کولای. تل داسې په لسګونو لارې وې چی دا ليږدونکي معلومات ليږدول کيدی شي مطلب دا چی د الف څخه تر بې پورې يو څه په لسګونو لارو تللای شي.

ارپانټ ARPANet:

د انټرنټ د پر مختګ جال يا شبکه. د دې نوو معلوماتو د � �ته والي له په پام کې نيولو سره په ١٩٦٩ ع کال کې ارپانټ جوړ شــو. دې نټ کوم مرکزيت نه درلود ځکه کيدای شو چې د بل لوري د اتوم بم هدف ګرځيدلی وي. د دې جال هرې برخې يو شان ړومبيتوب درلود، او بايد داسې جوړ شوی وای چې که يوه برخه يې له کاره وغورځي نو، نور جال خپل کار په سمه توګه تر سره کړي. دا يو ايکسپرمنټل جال و چې له دې لارې دولت غوښتل هغه څ يړونکي چې د دفاع د وزارت له پاره کار کوي يو له بله ونښلوي او هغه څيړونکي مرکزونه چې ددې هدف له پاره کار کاوه يو د بل سره معلومات ليږلي او اخستلی شي، خو دا جال ډير ژر د يو بريښنايي (الکټرونيکی) پوست په لور و څرخــيد، او د خپل اصلي هدف څخه بلې خوا ته ولاړ. له دې سره ســم نورو پکاروونکو ډلو لکه پوهـ� �نتونونو ، ملکي څيړونکو انستيتوتونو ته هم دې جال ته د ننوتلو او کارولو اجازه ورکړل شــوه. د دی څخه وروسـ� �ته ځينو اروپايي هيوادونو چې د امريکا دولت ته نږدې وو دې جال ته د ننوتلو اجازه ورکړل شـــوه.

انټرنټ او د هغه پراخـــيدل:

په ١٩٧٠ ع لســ� �يزې کې ارپانټ ډير په چـټکۍ سـره خـــپور شــو.ډير داسې خدماتي کارونه لکه په جال کې کانفرانسونه د ځـــينو ذکي او پوهـــو زده کونکو د زيار او هلو ځلو په پايله کې جــوړ شـــو. هغه عسکري برخه د دی جال د کومې له پاره چې دا ټول کار پيل شــوی وه د نورو له پاره ډير لږ په زړه پورې وګرځيد. په ١٩٨٣ ع کال کې دا برخه د دې بلې (اين اس ايف نټ NSFNET ) څخه جلا شــوه او د مي� � MIL نټ په نامــه و نومول شــوه. د امريکا ملکي څيړونکو د دې جال (اين اس ايف نټ NSFNET ) د پرمختګ او پراخوالی کار په غاړه واخست.

په ١٩٨٠ ع لسيزه کې د ارپانټ ARPANet د ماډل څخه دکارولو د پايلې څخه نوي ډيټاجالونه جوړ شو. په ١٩٨٩ ع کې دا ټول د ارپانټ سره يو ځای شو او يو نوی نوم انټرنټ (Internet) جوړ شو. دوه کاله وروسته په ١٩٩١ع کال کی دا جال (انټرنټ) د عامو خلکو د کارولو له پاره پرانستل شـــو. د اين اس ايف نټ هغه برخو څخه پرته چی د عامو خلکو پر مخ اوس هم تړلي دي يوازې او يوازې د عسکری کړو وړو لــه پاره کارول کيږي.

د انټرنټ تجارتی کول:

اين اس ايف نټ NSFNET او نورو سيمه ايزو انټرنټ ب� �ابرونکو ټولو يو شمير قوانين درلودل چی ډير سخت وه يانی څه شي يو سړی کولای شوه پدي مزو کی وليږدوی او په ځـ� �ينو وخــتونو کی دا هم بايد معلوم شوی وای چې څوک يې چاته څه ليږدوي. په لومړيو وخـ� �تونو کې يوازې د هغه ترافيک په باره کی خبری وی کومی چی غير تجارتی وی. د وخت د تيريد س� �ه انټرنټ کې د عامو خلکو د کارولو له پاره هم په کار پيل وشو چی دوی ته هم بايد دا حق ورکړای شي چې د دې نوی ټيکنالوژی څخه کار واخلي، نو همدا وه چی انټرنټ د تجارتي کارولو له پاره هم ازاد کړی شو او دوې هم د انټرنټ پوری ځان ونښلو.

نن ورځ تقـــريبا تجارتی څانګې د FoU برخه په انټرنټ کې نيولئ ده، وده يې له اندازی ډيره ده او خوښونکي يې هم د نړۍ په کچه شميرل کيدای نه شی. د CIX اورګانيزيشن (Commercial Internet Exchange) تقريبا د نــړی ټول هغه د انټرنټ برابروکونکي چی نن ورځ موجود دی سره نښ� �وی.

اداره او ملکيت:

ډير خلک کــيدای شي په دې فکـــر کې وي چې د انټرنټ خاوند به څوک وي؟ او څوک به يې د چلولو دنده په غاړه لـــري؟ په حقيقت کی هيڅوک هم د ټول انټرنټ خاوند نه دی او نه داسی څوک شـــته چې ټول مسـوليت يې په غاړه ولــري.

هـــو: داسی کسان او يا ادارې شــــته چې د انټرنټ د يوې کوچنۍ برخـې خاوندان دي او مســؤليت په غاړه لـــري او نورو ته انټرنټ برابروي چې ورڅخه کار واخلي، او ځينې فايلونه او نور شيان په خاصو کمپيوټرونو کې کيـږدي تر څو په نورو ځايونو کې يې خلک و کتلای او کارولای شي.

د انټرنټ براب� �وکونکی يا Internet provider اکثره وخت خپل infrastructure لري او يا يې د نورو څخه کرايه کوي ، نو له همدې کبله ده چې ووايي انټرنټ برابروکوونکي د انټرنټ د يوی برخی خاوندان دي او د همدې کوچنۍ برخې مسـؤليت په غاړه لري.

24/08/2019

نيټ ورکنګ څه ته وايي؟
د دوو شيانو تر منځ اړيکو ټينګولو ته نيټ ورک وايي، د بېلګې په توګه د کور او دفتر اړيکي د يوه PTCL ټليفون د ټليفوني Exchange له لارې ټينګېږي، د لويو او پراخو ښارونو يو له بل سره تړل تر يوه زياتو ايکسچنجونو ته اړتيا لري، د يوه ښار ټول ايکسچنجونه يو له بل سره تړلي او په ګډه کار کوي، د بېلابېلو ښارونو ټول ايکسچنجونه هم يو له بل سره وصل وي، همدا ډول له يوه هيواده بل ته د ټليفون کولو پر مهال هم د هغوى ټول ايکسچنجونه يو له بل سره اړيکي نيسي او په ګډه کار کوي.
کمپيوټر نيټ ورک
په کمپيوټر نيټ ورک کې د دوو يا ډېروکمپيوټرونو يو له بل سره تړلو ته کمپيوټر نيټ ورک وايي، بايد ووايم چې دا کتاب يوازې او يوازې د کمپيوټر نيټ ورک لپاره ځانګړى شوى دى، که د نيټ ورک کليمه ووينئ موخه مو ځني کمپيوټر نيټ ورک دى.
د نيټ ورک ګټې
د معلوماتو Data ګډه کارونه
داسې وګڼئ چې په يوه دفتر کې کار کوئ، د دفتر کوم بل کارکوونکي يو فايل جوړ کړى او ستاسو سره يې په ګډه کارول غواړي.
يوه لار يې دا ده چې فايل به فلاپي ډيسک ته کاپي کوئ، بيا به يې په خپل کمپيوټر کې کاروئ، فلاپي يو داسې ډيسک دى چې هر وخت د باور وړ نه وي، کله چلېږي او کله هم له چلاو څخه قسم اخلي، څوک دا نه شي ويلاى چې زما په لاس کې فلاپي ډيسک به خامخا کار کوي.
د دې ستونزې يو لوى حل همدا اوسني فلش Flash ډرايونه دي چې د فلاپي په پرتله د باور وړ دي، بيا هم په سلو کې لس اعتبار نه لري، که وغواړئ نوموړى فايل د فلش ډيسک له لارې خپل کمپيوټر ته راوړئ، د ملګري کمپيوټر ته به ځئ فايل به فلش ډيسک ته کاپي کوئ او بيا به يې په خپل کمپيوټر کې کاروئ. که په دفتر کې نيټ ورک ولرئ ته او ملګري دې نوموړى فايل په ګډه کارولاى شئ.
د سامانونو ګډه کارونه
په ټوليز ډول په دفترونو کې يو يا دوه پرينټرونه کارېږي، کمپيوټرونه د پرينټرونو په پرتله ډېر وي، له هر کمپيوټر سره ځانګړى پرينټر کارول ناشونى دى، که وغواړئ ډاټا پرينټ کړئ، د هغه کمپيوټر له لارې يې پرينټولاى شئ چې پرينټر ورسره تړلى وي، يا به هم پرينټر خپل کمپيوټر ته تړئ، دا کړنه يو څه ستونزمنه ښکاري ځکه تاسو به هغې خونې ته ځئ چې کمپيوټر او پرينټر سره په کې تړلي دي، له هغه به يې خلاصوئ او له خپل کمپيوټر سره به يې تړئ، په دې ډول پنځه دقيقې وخت چې د ډاټا پر پرينټولو لګېږي ښايي نيم ساعت او يا هم يوه ساعت ته و غځېږي.
که د کمپيوټرونو نيټ ورک ولرئ هر ځاى او هر کمپيوټر چې وي، کولاى شئ اول يا دويم پرينټر وکاروئ، پر پرينټر برسېره د هارډ ډيسک، سکېنر، سي ډي او کامرې ډرايونه هم په ګډه کارولاى شئ.
د پروګرامونو ګډه کارونه
پر سامانونو او ډاټا برسېره د کمپيوټر پروګرامونه هم په ګډه کارولاى شئ، ننني پروګرامونه خو د جسامت او څرنګوالي (کيفيت) له پلوه دومره لوى جوړ شوي چې په هارډ ډيسک کې پراخ ځاى نيسي.
له دې څخه مو موخه دا ده کوم پروګرامونه چې په مرکزي کمپيوټر کې ځاى پر ځاى شوي وي، هر نيټ ورک کاروونکى يې په ګډه کارولاى شي، په هر کمپيوټر کې د نوموړو پروګرامونو جلا جلا ځاى پر ځاى کولو ته اړتيا نشته.
د انټرنيټ ګډه کارونه
د نيټ ورک يوه بله ګټه دا ده: که له نيټ ورک سره يو تړلى کمپيوټر له انټرنيټه برخمن وي، نو پر لين نورو ورسره تړلو کمپيوټرونو ته هم نيټ ورکولاى شي او بېل بېل ټليفون او موډيم، کارولو ته اړتيا نشته.
مرکزي واکمني (کنټرول)
څنګه چې ټول کمپيوټرونه او کاروونکي د يوه نيټ ورک برخه وال دي، له همدې امله ټول امرونه له يوه ځايه څارل (کنټرول) کېږي او د قواعدو او قوانينو بېلابېل ډولونه په ډېره ښه توګه پېژني.
د نيټ ورک ډولونه
هر نيټ ورک څو ځانګړنې لري چې پر بنسټ يې نوموړى پر بېلابېلو ډولونه وېشل شوى دى، تفصيل يې په لاندې ډول دى:
د جغرافيايي پولو پر بنسټ
نيټ ورک د جغرافيايي پولو پر بنسټ دوه مهم ډولونه لري: LAN او WAN
LAN چې د Local Area Network لنډيز دى تر يوه دفتر يا هم يوې ودانۍ او شرکت پورې محدود دى.
د لوکل اريا نيټ ورک ځانګړنې:
١. دا ډول نيټ ورک په يوه کوچني ځاى کې جوړېږي، له همدې امله يې جوړونه او کارونه خورا اسانه ده.
٢. د دې ډول نيټ ورک سامانونه په ډېره ټيټه بيه پيداکېږي.
٣. په دې نيټ ورک کې د ډاټا لېږدونه ډېر ژر تر سره کېږي، چټکتيا يې خورا ډېره ده، يعنې په يوه ثانيه کې له لسو او سلو څخه نېولې تر زرو ميګابيټو ډاټا استولاى شي. روښانه بېلګې يې ښاري نيټ کيفي يا د يوه شرکت او کمپنۍ سره تړل شوي کمپيوټرونه يادولاى شو.
WAN چې د Wide Area Network لنډيز دى د دوو ښارونو يا دوو هېوادونو تر منځ کمپيوټرونه تړي.
د ويډ اريا نيټ ورک ځانګړنې:
١. دا ډول نيټ ورک د ځمکې له يوه ګوټه نيولې تر بله د کمپيوټرونو د اړيکو ټينګولو لپاره کارېږي، له دې امله يې سامانونه ډېر ګران پرېوزي.
٢. د ډاټا لېږدونې پر وخت يې چټکتيا ډېره کمه ده، ډېر ځايونه د ټليفون لين کارېږي، چې سرعت يې په ثانيه کې ٥٦ کيلو بيټه دى، د تېز سرعت لپاره د T1 لين ور سره ملګرى کېږي، چې سرعت يې په ثانيه کې ١.٥ ميګابيټه دى، له همدې امله يې کلنى لګښت خورا ډېر دى، تر ټولو ګران لين يې T3 دى، چې په ثانيه کې ٤٥ ميګابيټه ډاټا لېږدولاى شي.
د ويډ اريا نيټ ورک سرعت د لوکل اريا نيټ ورک تر هغه – چې په ثانيه کې ١٠٠ ميګابيټه دى – ډېر کم دى.

Bandwidth
هغه سرعت ته ويل کېږي چې په وسيله يې يوه اله ډاټا واستوي، Bandwidth په ثانيه کې بيټونه (Bits Per Second) اندازه کوي، په ثانيه کې ٢ کيلو بيټه په دې معنا ده چې په يوه ثانيه کې ٢٠٤٨ بيټه ډاټا استولاى شي. په ياد مو وي چې ١٠٢٤ بيټه ډاټا ته يو کيلو بيټ ويل کېږي.
MAN
پر WAN او LAN بر سېره بله اصطلاح د MAN په نامه هم کارېږي.
MAN چې د Metropolitan Area Network لنډيز دى، د يوه ښار د جغرافيايي پ
لو په دننه کې د موجودو نيټ ورکونو لپاره کارېږي
په ټوليز ډول په يوه ښار کې موجود تر يوه زيات لوکل اريا نيټ ورکونه د اړيکو د تېز سرعت له لارې يو له بله سره نښلوي، د همدې تېز سرعت د اسانتياوو له لارې ډېرې مواصلاتي کمپنۍ او شرکتونه ګټه پورته کوي.
نوموړي نيټ ورکونه له: DSL, T3, T1, ISDN څخه عبارت دي.
ISDN د Integrated Services Digital Network لنــډيز دى پر دې بر سېره نوموړي نيټ ورک ته DSL هم ويل کېږي چې د Digital Subscriber Line لنډيز دى.
نيټ ورک او دندې يې
نيټ ورک د ډاټا ساتنې پر بنسټ پر دوو برخو وېشل شوى دى:
١. Server او Client نيټ ورک
داسې کمپيوټر ته چې نورو کمپيوټرونو ته بېلابېل خدمتونه تر سره کړي، د نورو کمپيوټرونو په پرتله تېز وي او د ډاټا ذخيره کولو او امرونو پر تر سره کولو پوره واکمن وي Server ويل کېږي.
په سرور او کلاينټ کې نور سره تړلي ټول کمپيوټرونه کلاينټ بلل کېږي، د کلاينټ هر څه د سرور په پرتله کم وي، څه نا څه امرونه تر سره کولاى شي، خو تر ډېره بريده سرور ته اړ وي.
په کلاينټ او سرور نيټ ورک کې ډېرى ځانګړي (Dedicated) شوي سرورونه کارېږي، دا ډول سرور د يوه ځانګړي کار لپاره کارېږي، د بېلګې په توګه: فايل سرور، مېل سرور، يا اپليکيشن سرور او….
٢. Peer to Peer نيټ ورک
په پير ټو پير نيټ ورک کې ټول کمپيوټرونه اوږه پر اوږه کار کوي، د هغوى سرعت او د امرونو تر سره کول سره برابر وي، هرو دوو کمپيوټرونو ته پير (جوړه) ويل کېږي، په پير ټو پير نيټ ورک کې کوم ځانګړى شوى سرور نشته، هر کمپيوټر له بل څخه غوښتنې کولاى شي او هر يو د کلاينټ او سرور رول لوبوي.
که په نيټ ورک کې د کمپيوټرونو شمېر تر لسو کم وي، پير ټو پير نيټ ورک ښه کار کوي، که يې شمېر تر لسو ډېر وي بيا کلاينټ او سرور ښه رول لوبوي.

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


Nangarhar Kabul Rood
Jalalabad