24/08/2021
مدرسة زيد بن حارثه رض للبنين والبنات انګورباغ
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from مدرسة زيد بن حارثه رض للبنين والبنات انګورباغ, Education, angor bagh, Jalalabad.
24/08/2021
06/08/2021
د فتنو څخه نجات يواځيني لار صالح اعمال
رسول الله ﷺ فرمایلي دي: ژباړه:
د صالحو اعمالو لپاره تلوار وکړئ (ددې ترمخه چي هغه) فتنې ښکاره شي چي د توري شپې د ټوټو په ډول به وي (د دې فتنو اثر به دا وي چي) سړی به سهار د ایمان په حالت کي پورته کیږي او ماښام به کافر کیږي او ماښام به مؤمن وي او سهار به د کفر په حالت کي پورته کیږي.
خپل دین به د دنیا د لږ متاع په بدله کي خرڅوي.
(رواه مسلم)
06/08/2021
د زید بن حارثة رضي الله عنه د مدرسې حفظ څانګې (ذکور) د محمد بن مسلمة د حلقې يو تن فارغ زده کوونکی قاري صاحب په حق رسيدلی دی
يادونې وړ ده چې نوموړې د يادې مدرسې يو پياوړی زده کوونکې او خوږ غږ باندې د قرآن کریم لوستونکی وو
چې يو څو تلاوتونه يي د مدرسې صفحی نه هم نشر شوي
ټول دوستان او خپلوان دی خبر وي
انا لله وانا اليه راجعون
#جنازه
نن د جمعې مبارکه ورځ 6/8/2021
#ځاي :فارم هډی خرما باغ هديره
وخت 11 بجې
راسره واورئ
قاري صاحب محترم څو ورځی وړاندې د حسن قرائت په يوه نړيواله کې چې چې په #فلسطين هيواد کې ترسره شوه. واخیست
الحمدلله
د ټول مسلمانانو او ځانګړې ډول د افغانستان لپاره د ويار ځاي دي
25/07/2021
(د قیامت د نیږدی کیدو نښی نښانی.)
1- جماعتونه به د عبادت پر ځای دخلکو د مجلسو ځای شی.
2- اسلام به د ټولو خلکو لپاره پردی و گرځی.
3- دحق نه منکران به بی حده زیاد شی.
4- قرانکریم او دین به صرف د پیسو ټولولو وسیله وی.
5- مسلمانان به ډیروي خو داسی به وي لکه دبحر زګ کافر به تري نه يريږی.
6- درواغ به عام شي رښتيا به خلک روغ ګڼي او درواغ به رښتيا.
7- د نرانو شمیر به کم او ښځو شمیر به بی اندازه زیاد شی ، يو سړی ته به د (50-ښځو کفالت ور پغاړه وي .
8- حقيقي علم او پوهه به له منځه لاړه شی.
9 - دانسانان عمر به بی برکته شی.
10- بخیلتوب به زيات شي او سخت به کمه شي .
11- قتل او مرگ به زیاد شی.
12- شراب به عادی شی.
13- سود به زیاد شی ، د حلالو او حرامو فرق به نه کیږی.
14- خلک به د خپل غوړی ژبی په واسطه پیســــی ټولوی
15- د مرگ او قتل لمن به پراخه شی.
16- په خلکوبه داسي وخت راشي چې وژونکي به نه پوهېږي چې دا کس په څه وژنم او وژل شوي به په دي نه پوهېږي چې ولي وژل کیږم.
17- امانت داری به بیخی ختمه شی.
18- جگو جگو ماڼیو په جوړولو کي به خلک يو بل سره مقابلې کوي
19 - نا لایقه او کم عقله حکمرانان به حاکمان شي.
20- گرم باد او زلزله به ظاهره شی او د آسمان څخه به کاڼی و وریږی.
21- بربنډی ښځی به پیدا شی.
22- ظاهری به دوستان په باطن کی به دښمن وی.
23- حیوانات به خبری کوی.
24- د مرگ آرزو به زیاته شي .
25- د محمد (صلی الله علیه و سلم )امتیان به د نورو ادیانو څخه پیروی کوی.
26- روغه او جوړه به د یهودیانو سره شروع شی.
27- داسی باد به راشی چی په مؤمنانو لږېږي نو روح به يي قبض کيږي او په ځمکه به ټول شر والا خلک پاتی شي
28- لمر به له مغرب څخه راوخيژي.
که غواړی په ثواب کی شریک شی د ملګرو سره يي شیر کړی
20/07/2021
17/07/2021
د قربانۍ اړوند څو لنډ او مهم مسائل؛
څوک چې د نصاب خاوند وي، یعنې د نن ورزې د حساب له امله د دوه پنځوس نیم تولو سپینو زرو معادل افغانۍ، دالر یا کلدارې ولري، قرباني پرې واجب ده.
د قربانۍ مسئله کې په نصاب کال تیریدل ضرور نه دي، که څوک د اختر په ورځ د نصاب مالک شو هم پرې قرباني واجب ګرځي.
په اوسني حساب تقریبا 31500 افغانۍ کیږي، ځکه چې سره او سپین نن سبا ګران شوي دي.
۱- اوښ، غوايي او میښه کې 7 کسان شریک کېدای شي.
۲- پسه، مېږه، وزه څېرلی (چېلۍ) فقط د یو کس
لپاره ده.
۳- دقربانۍ مال باید روغ رمټ او د بدن غړي یې سالم وي.
۴- د هیڅ چا برخه په غټ مال کې باید له اومې نه کمه نه وي.
۵- د قربانۍ غوښه باید درې برخې شي؛ یوه برخه په خپله وخورئ، یوه مسکینانو ته ورکړئ، یوه اقاربو (خپلوانو) ته ورکړئ.
۶- د قربانۍ مال باید داسې مریض، وچ کلک او مړڅپن، خارښتي نه وي، چې غوښه یې له کاره وتې نه وي.
۷- قربانۍ ته باید ښه غوره او بهتر مال انتخاب شي.
۸- پسونه باید یو کلن یا هم داسې شپږ میاشتني وي، چې غټ والي د یوه کلن پسه غوندې ښکاره شي.
۹- غویان، مېښې باید دوه کاله تکمیل کړي وي.
۱۰- د وزګړیو نسل باید یو کال تکمیل کړی وي.
۱۱- اوښان باید پنځه کلن کوي.
سر دسبا څخه د کال تر ټولو بهترينه ورځې شروع کيږى، په دې ورځو کى ن*ك عمل الله رب العزت ته ډير محبوب وي، نو كه وس دي كيږى دا لاندي ن*ك أعمال په دې ورځو کى وکړه:
1) په اخلاص سره د مخكني گناهونو څخه توبه اوباسه، او كوشش وكړه چه هره ورځ دا كار تكرار كړې.
2) تكبيرات ډير وايه، (الله أكبر الله أكبر، لا إله إلا الله، الله أكبر الله أكبر، ولله الحمد).
3) روژه ونيسه، كه نور وس دي نه وي نو د عرفات د ورځې د روژې نيولو نيت خو خامخا وكړه.
4) کوشش وکړه چه هره ورځ د قرآن کريم درې سپارې تلاوت وكړې چه په دي سره به په دې لسو ورځو کى ته يو ځل د قرآن كريم ختم وكړې.
5) هره ورځ صدقه وركوه، اگر كه يوه روپۍ وي، اگر كه مسلمان ته يو گيلاس اوبه وركول وي، اگر كه د يو مسلمان زړه خوشحاله كول وي.
6) د الله جل جلاله نه دعا ډيره غواړه.
7) ذكر ډير كوه (سبحان الله، الحمد لله، الله أكبر، أستغفر الله).
8) د اختري يا قربانۍ کولو کوشش وکړه، او خپلو ماشومانو ته چه نوې لباس اخلې يا نور كور ته سودا راوړې نو د اجر نيت كوه.
9) أمر بالمعروف نهي عن المنكر كوه.
10) كه دي د قربانۍ كولو نيت وي نو ويښته او نوکان مه اخله.
11) د مور او پلار خدمت، د خپلو خپلوانو سره صله رحمي، د مريضانو تپوس (بيمار پرسي)، وكړه.
12) د جماعت د لمانځه پابندي وكړه.
د مصیبتونو فایدی:
۱- که زړه د پریشانیو په جیل کې بندي شي، نو الله انسان ته په اخلاص سره د دعا غوښتو تو فیق ورکوي.علماء لیکي چې الله په خپل یو نیک سړي څه مصیبت راوسته او ملایکو ته یې وفرمایل، زه غواړم، چې د خپل دغه نیک بنده غږ واورم ځکه مي ورباندي مصیبت راوست.
۲- بله ګټه یی داده چې پدي سره د انسان کبر ختمیږی.
۳- په سختو لمحو کې د انسان په زړه کې نرمي او شفقت پیدا کیږی.
۴- په مصیبت باندی د انسان ګناهونه بښل کیږي.او همداسی نوري فایدي هم لري
د الله سره د مینی طریقی..
د الله د اولیاو نه نقل دی ، چې په زړه کې د الله د محبت پیداکولو طریقی په لاندی ډول دي:
1-د الله جل جلاله مهربانۍ را یادول او په هغی شکر کول.
2-د نیکانو سره ناسته ولاړه، دهغوۍ د حالاتو، واقعاتو او کتابونو مطالعه.
3-د ژوند په ټولو چارو کې د سُنَّتو لحاظ ساتل.
23/06/2021
:
#دثواب۰په۰نیت۰یی۰شیر۰کړی
❤
کله چه انسان مړ شي ټول اعمال یې قطعه کیږي
مګر دری قسمه اعمال یې نه قطعه کیږي اودهغې اجر دغه مړي ته وررسیږي اونیکې یې په حساب کې ورجمعه کیږي
🥀
#اول
لکه داوبو څاه،سرک،لار،مسجد یی چې جوړ کړی وي یانور داسې کارونه چې هغه باقي پاتې کیږې...
🥀
#دوهم
چې مسلمانانوته یې پرې ګټه رسولې وي اوخپله یې هم ورباندي عمل کړی وي اوشاګردان یې روزلې وي ترڅو چې داسلسله جارې وي ددې اجر انسان ته دمرګ نه وروسته ھم رسیږي.
🥀
#دریم
نیک اولادونه ورته الله ج ورکړی او ده ورباندې دینې تعلیم کړی وي اوده ته دعا کوي ددې اجر انسان ته دمرګ نه وروسته رسیږي.
( )
دقیامت په ورځ څلور سوالونه دانسان څخه
رسول الله عليه الصلوة والسلام فرمايلي دي
د قيامت په ورځ به د بنده قدمونه تر هغه وخته پورې د خپل ځايه اوچت نشي ترڅو چه څلور سواله ترې ونکړى شي
۱ــــ عمر دې په څه شي کې تېر کړى ٶ ( څه اعمال دې کول ؟
۲ـــــ ځواني دې په څه کار کې لګولې وه ؟
۳ـــــ مال دولت دې په څه شان او طريقه ګټلى وه حلال که حرام؟
او په کوم ځاى کې دې لګولى وه ؟
۴ــــ او په خپل علم چه درلوده دې څومره عمل دې پرې کړى ٶ؟
(رواه البيهقي)
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Telephone
Website
Address
Angor Bagh
Jalalabad