20/06/2026
تېره ورځ د F1 زده کوونکو څخه وروستۍ ازموینې واخېستل شوې چې د صحنې څو انځورونه يې دلته ليدلي شئ.
To share knowledge and Information
20/06/2026
تېره ورځ د F1 زده کوونکو څخه وروستۍ ازموینې واخېستل شوې چې د صحنې څو انځورونه يې دلته ليدلي شئ.
16/06/2026
🌟 د خپلو ماشومانو روښانه راتلونکی له نن څخه جوړ کړئ! 🌟
درنو والدينو!
که غواړئ ستاسو ماشومان د اوړي رخصتي په ګټوره او اغېزمنه زده کړه تېره کړي، نو اسرار افغان ښوونيز مرکز ستاسې اولادونو لپاره په دواړو څانګو کې ځانګړی فرصت برابر کړی دی.
📚 د زده کوونکو لپاره په سهار او ماسپښین کې ځانګړي ټولګي پيل شول/ کېږي:
د منظم تدريسي پروګرام، تجربه لرونکو ښوونکو او دوستانه چاپېريال په مرسته به ستاسو ماشومان د نوي تعليمي کال لپاره لا ښه چمتو شي.
نن نومليکنه وکړئ او خپلو ماشومانو ته د بريا او پرمختګ لار هواره کړئ.
اسرار افغان ښوونيز مرکز — زده کړه، پرمختګ او بريا. 📖✨
13/06/2026
📢 په مرکزي څانګه کې د کمپيوټر (MS Word) پروګرام پیل شو!
که غواړئ په مسلکي ډول لیکنې، راپورونه، غوښتنلیکونه، جدولونه او رسمي اسناد جوړول زده کړئ، نو همدا اوس (نن شنبه) د مایکروسافټ ورډ کورس کې ګډون وکړئ.
✅ له بنسټیزو څخه تر پرمختللو مهارتونو پورې
✅ عملي او تطبیقي زده کړه
✅ د زده کوونکو، ښوونکو او دفتري کارکوونکو لپاره ګټور
وخت: 1:30-2:30
07/06/2026
عصري او باوري حاضري سیستم په اسرار افغان ښوونیز مرکز کې:
د زدهکوونکو د لا ښه څارنې، نظم او شفافیت لپاره، په اسرار افغان ښوونیز مرکز کې د بایومټریک (الکترونیکي) حاضرۍ پرمختللی سیستم فعال شوی دی.
✅ د زدهکوونکي د راتګ او وتلو فوري معلومات
✅ والدینو ته د SMS له لارې خبرتیا
✅ د حاضرۍ او غیرحاضرۍ بشپړ ریکارډ
✅ د وختي او ناوخته راتګ راپورونه
✅ د زدهکوونکو د نظم او امنیت لا ښه تضمین
✅ د والدینو او ادارې ترمنځ پیاوړې اړیکه
اوس د زدهکوونکو قدرمن والدین کولای شي د خپلو اولادونو د حاضرۍ او تګ راتګ معلومات په اسانه توګه تعقیب کړي او د هغوی د زدهکړو بهیر ته لا ډېره پاملرنه وکړي.
اسرار افغان ښوونیز مرکز
عصري زدهکړه، قوي نظم او د والدینو ډاډمن باور
مرکزي څانګه: کامه، داربنګ
دوهمه څانګه: بهسود، تنګي دوسرکه
د اړيکو شمېرې: 0787676208- 0730230214
07/06/2026
نن زده کړه پیل کړئ، سبا بریالی شئ! د انګلیسي ژبې نوي ټولګي په مختلفو وختونو کې پیل شوي دي.
01/06/2026
که د انګلیسي خبرو، لیکلو او لوستلو مهارتونه زده کول غواړئ، نو اسرار افغان ښوونیز مرکز ستاسو غوره انتخاب دی. همدا نن يې پيل کړئ.
31/05/2026
درنو زدهکوونکو!
د اسرار افغان ښوونيز مرکز اداره په ډېر درنښت تاسې ټولو ته خبر درکوي چې د نېکمرغه لوی اختر له رخصتیو وروسته، د ياد ښوونيز مرکز اداري او تدریسي بهیر به سبا ورځ ( دوشنبه )۱۱ م د جوزا بېرته په منظم ډول پیلېږي.
له تاسو درنو زدهکوونکو څخه هیله کېږي چې خپلو درسونو ته په ټاکلي وخت حاضر شئ، ترڅو ستاسو د زدهکړو بهیر لا پیاوړی شي.
په درنښت
د اسرار افغان ښوونيز مرکز اداره
25/05/2026
د اسرار افغان ښوونيز مرکز ټولو قدرمنو زدهکوونکو او درنو والدينو ته!
د نېکمرغه لوې اختر د رارسېدو په مناسبت، د ياد ښوونيز مرکز ټول اداري او تدريسي کارونه سر له سبا (سهشنبې ورځې) څخه رخصت دي.
انشاءالله درسونه به د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ، چې د لوی اختر شپږمه ورځ (۱۱ د جوزا) کېږي، بېرته په منظم ډول پيل شي.
له ټولو زدهکوونکو څخه هيله کېږي چې په ټاکلې نېټه خپلو درسونو ته پر وخت او منظم حاضر شي ترڅو يې درسي بهير د خنډ او ځنډ سره مخ نشي.
په درنښت
د اسرار افغان ښوونيز مرکز اداره
19/05/2026
درېیم کتاب✨ Connect Three ✨
دا کتاب زدهکوونکو ته د انګلیسي ژبې زده کړه لا اسانه، په زړه پورې او اغېزمنه کوي.
📚 د کتاب ځانګړتیاوې:
✅ د ورځني ژوند مهمې محاورې او لغاتونه
✅ اسانه او ګټورې مقالې
✅ مهم او بنسټیز ګرامري درسونه
✅ د زدهکوونکو د سویې مطابق تمرینونه
✅ منظم او معیاري ترتیب
دا کتاب د هغو زدهکوونکو لپاره ډېر ګټور دی چې غواړي خپله انګلیسي ژبه په اسانه او عملي ډول پیاوړې کړي.
دا کتاب په دواړو څانګو کې په مختلفو وختونو کې پيل شوی دی، تاسې کولی شئ چې همدا اوس يې ګډون وال شئ.
📞 0787676208-0730230214
17/05/2026
📐 د ریاضیاتو په ډګر کې خپل راتلونکی روښانه کړئ! 🧮
ایا غواړئ د ریاضیاتو په لومړنیو او پرمختللو مفاهیمو په اسانۍ او په علمي توګه پوه شئ؟
ایا غواړئ په کانکور او د ښوونځي په ازموینو کې د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره خپلې موخې ته ورسیږئ؟
نو سر له نن ورځې زمونږ په دواړو څانګو کې په مختلفو وختونو کې په مختلفو ټولګيو کې برخه واخلئ.
زموږ د ریاضیاتو ټولګي:
ابتدایي ریاضی (حساب): د هغو زده کوونکو لپاره چې غواړي خپل بنسټ له صفر څخه پیاوړی کړي.
متوسطه ریاضی (الجبر او هندسه): د ښوونځي د درسونو د ښه پوهیدو او د مسایلو د حل لپاره.
پرمختللې ریاضی (عالي الجبر، مثلثات او لیمټونه): د کانکور د چمتووالي او د پوهنتون د لومړنیو پړاوونو لپاره.
🎯 زموږ ځانګړتیاوې:
د تجربه لرونکو او مسلکي استادانو لخوا تدریس
د تدریس اسانه، عصري او مفهومي مېتودونه
اوونيز او میاشتنۍ منظمې ازموینې
د زده کړې لپاره د مناسب او هڅوونکي چاپیریال
📍 آدرس:
لومړۍ څانګه: کامه، داربنګ.
دویمه څانګه: بهسود، تنګی.
📞 د اړیکو شمیرې:
موبایل: 0787676208 / 0730230214
«ریاضی د ذهن روښانتیا ده؛ نن یې زده کړه پیل کړئ ترڅو سبا مو روښانه وي!»