اتحاد نړیوال خصوصي عالي لېسه

اتحاد نړیوال خصوصي عالي لېسه

Share

Etihad Model school is a committed organization,that has been served for more then10 years to the society and with a best image still active

Photos from ‎اتحاد نړیوال خصوصي عالي لېسه‎'s post 23/05/2026

د اصولي صنفي ټولګيو د تهذيب ازموينه.
د اصولي صنفي ټولګيو زده کوونکو څخه د تهذيب ازموينه د تربيوي هيئت لخوا د پنج شنبې په ورځ واخيستل شوه.
د تهذيب ازموينه د زده کوونکو د نظافت او اخلاقو د ارزيابۍ يوه مهمه وسيله ده چې د ارزيابۍ تر څنګ د تربيوي هيئت لخوا زده کوونکو ته مهمې سپارښتنې هم کېږي.

اتحاد! تربيت-ژمنتيا-غوره تعليم
نشراتو څانګه.

21/05/2026

ننګرهار پوهنې رياست
جلال آباد ښار پوهنې آمريت
نشراتو څانګه
۱۴۰۵/۲/۳۱
بسم الله الرحمن الرحیم
د سالانه ازموينې په تړاو د ټولو کارونو ترتيب ، تنظيم او اجراتو په برخه کې د نورو چارو ترڅنګ يو مهم فعاليت د پوهنې آمريت څخه د اړوند ښوونځیو په خپل وخت د کارونو خلاصول دي، چې په دې برخه کې تر دا مهاله د جلال آباد ښار پوهنې آمريت اړوند لاندې خصوصي ښوونځي تر نورو مخکښ او ښار پوهنې امریت ته یي د د اصولي صنفي نتایج له نورو مخکې وسپارل او.کارونه یی خلاص کړل چې په دې سره يې لومړی مقام تر لاسه کړل :
۱- اتحاد نړیوال خصوصي لېسه (لومړئ مقام)
په همدې اساس د جلال آباد ښار پوهنې آمريت مشرتابه د دوی د کړنو او فعاليتونو ستاينه او قدردانی کوي ، کور ودانی ورته وايي او د الله ج له دربار څخه ورته د لا ښه خدمت کولو توفيق غواړي .
هيله مند يو چې ټول مکاتب خپلې چارې او فعاليتونه چټک او په خپل وخت اجرأت ترسره کړي .
د يو پياوړي معارف په هيله
په درنښت

20/05/2026

زده کړه د انسان د ژوند د ټولو برخو بنسټیزه اړتیا ده، د زده کړې په لور هڅه کول موږ ته د یو روښانه او ډاډمن راتلونکي لپاره دروازې پرانیزي.

اتحاد! تربيت-ژمنتيا-غوره تعليم
نشراتو څانګه.

Photos from ‎اتحاد نړیوال خصوصي عالي لېسه‎'s post 19/05/2026

زده کړه د شخصیت، پوهې او مهارتونو د ودې لپاره حیاتي پروسه ده، چې د دې پروسې لپاره یو منظم چاپیریال نه یوازې د زده کړې د کیفیت لوړولو کې مرسته کوي، بلکې د زده کوونکو ذهني حالت او د هغوی د پرمختګ لپاره هم مهم دی.
د زده کوونکو لپاره د فرصتونو او منظم زده کړیز چاپيريال برابر ول مو تر ټولو کارونو لومړیتوب دی.

د اصولي صنفي ټولګيو کلنۍ ازموينې.
نشراتو څانګه.

Photos from ‎اتحاد نړیوال خصوصي عالي لېسه‎'s post 18/05/2026

ازموینه د ترسره شوې زده کړې يوه ارزيابي نه ده، بلکې د وړتیاو د پراختیا، د شخصیت د جوړونې او د راتلونکي اماده ګۍ یوه لاره ده. د دې لپاره اړین ده چې ازموینې د زده کړې د یوې طبیعي برخې په توګه وپېژندل شي، نه د یوې وېرونکې نښې په توګه.

د اصولي صنفي ټولګيو د تعليمي کال وروستۍ ازموينې.
نشراتو څانګه.

Photos from ‎اتحاد نړیوال خصوصي عالي لېسه‎'s post 11/05/2026

د نورو په مخکې د خبرې کولو مهارت نه یوازې د یوې وینا لپاره کارول کیږي، بلکې د ژوند په ټولو برخو کې ستاسو د بریالیتوب لامل ګرځې، تاسو که د ژوند په هره برخه کې یاست دا هنر به درسره د پرمختګ او لاسته راوړنو په برخه کې کلیدي رول ولوبوي.
سهارنی پېليز پروګرام.
اتحاد: تربیت-ژمنتيا-غوره تعليم
نشراتو څانګه.

10/05/2026

د کارموندنې خبرتيا!
د اتحاد نړيوال خصوصي عالي لېسه د اصول صنفي لپاره يو تن ښځينه ښوونکې په دنده ګماري.
شرايط:
1: حد اقل لسانس/14پاس وي
2: د تدريس په برخه کې تجربه او د تدريس ليوالتيا ولري
3: اسلامي او افغاني ارزښتونو ته ژمن وي

که په شرايطو برابر ياست او زمونږ د علمي کورنۍ سره يو ځای کيدل غواړئ خلص سوانح مو په لاندې ادرسونو راواستوئ.

ادرس: روښان پوهنتون شاته، بابړيانو دوهم سرک، جلال اباد ښار
اړيکه او واټسپ: 0789049192

نشراتو څانګه.

Photos from ‎اتحاد نړیوال خصوصي عالي لېسه‎'s post 09/05/2026

قوي هوډ او د روښانه راتلونکې لپاره مبارزه د انسان د ژوند یوه مهمه برخه ده. کله چې موږ د خپلو اهدافو او هيلو په لور ګام اخلو، نو د قوي هوډ او عزم ځواک موږ ته د پرمختګ او بریالیتوب لاره هواروي.

د قوي هوډ لرل یواځې د ارادې مسله نه ده، بلکې دا د یوه مثبت فکر، د ستونزو سره د مقابلې او د نه تسلیمیدو روحیه هم ده. کله چې موږ د خپلو اهدافو په لور حرکت کوو حتما به د خنډونو او چیلنجونو سره مخ کیږو، مګر د قوي هوډ درلودل موږ ته دا توان راکوي چې له دې خنډونو څخه تیر شو او خپلې ارادې او اهدافو تعقیب ته دوام ورکړو.

د دې مبارزې په ترڅ کې، هره ورځ یو نوی ګام پورته کړئ، او هیڅکله مه تسلیمېږئ. ستاسو قوي هوډ به ستاسو د راتلونکې جوړولو کې مرسته وکړي.

سهارنی پېليز پروګرام.
نشراتو څانګه.

Photos from ‎اتحاد نړیوال خصوصي عالي لېسه‎'s post 09/05/2026

د پوهنې امريت مسلکي غړو لخوا نظارت ترسره شو.
د ښار پوهنې امريت د نظارت مسلکي غړو استاد مير احمد مومند او ميرويس سيدي د اتحاد نړيوال خصوصي لېسې د لابراتوار، کتابتون، اداري کتابونو، زده کوونکو د سوبتيا له کتابونو او ټولګيو څخه د نظارت ترڅنګ د کانټين د موادو څخه ليدنه وکړه،چې د مسلکي غړو لخوا په مختلفو مضامينو کې د زده کوونکو علمي سويه وارزول شوه.

د اتحاد علمي کورنۍ د يادو غړو له راتګ مننه کوي او هيله لري چې داسې ليدنې به د ښوونيز بهبود او پرمختګ کارونه لا ګړندي کړي.
نشراتو څانګه.

Photos from ‎اتحاد نړیوال خصوصي عالي لېسه‎'s post 06/05/2026

د انسان عصبي سیستم د بدن یوه مهمه او اساسي برخه ده، چې د معلوماتو پروسس، د احساساتو او حرکاتو کنټرول، او د مختلفو ارګانونو ترمنځ د اړیکو جوړولو لپاره کار کوي.

د دولسم ټولګي زده کوونکو ته د بيولوژي مضمون ښوونکي استاد حضرت بلال سيال لخوا د عصبي سيستم جوړښت او دندې په عملي ډول تشريح شوې.

اتحاد: تربيت-ژمنتيا-غوره تعليم
نشراتو څانګه.

Photos from ‎اتحاد نړیوال خصوصي عالي لېسه‎'s post 05/05/2026

تنفسي سیسټم:
تنفسي سيستم د ژوند د انرژۍ سرچینه او د بدن یوه مهمه برخه ده چې د اکسیجن د جذب او کاربن ډای اکساید د خارجولو لپاره کار کوي.

د انسان تنفسي سيستم دندې او جوړښت د بيولوژي مضمون ښوونکي استاد حضرت بلال سيال لخوا زده کوونکو ته په عملي ډول تشريح شو.

نشراتو څانګه.

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Jalalabad

Opening Hours

Monday 07:00 - 16:00
Tuesday 07:00 - 16:00
Wednesday 07:00 - 16:00
Thursday 07:00 - 16:00
Saturday 07:00 - 16:00
Sunday 07:00 - 16:00