24/12/2025
بسم الله الرحمن الرحیم
ماشومان ولې ضد کوي؟
د ماشوم ضد اکثره نافرماني نه وي، بلکې د بېوسۍ وروستی حد او دا احساس وي چې خبرې یې نه اورېدل کېږي. کله چې د ماشوم خبره په پرله پسې ډول له پامه وغورځول شي او یا ورته د خپل نظر د څرګندولو فرصت ورنه کړل شي، نو هغه د ضد له لارې هڅه کوي خپله خبره په مقابل لوري ومني. اصلي ستونزه کنټرول نه، بلکې د سمې لارښوونې نشتوالی وي. که د پوهې او درناوي په فضا کې د ماشوم خبره واورېدل شي، نو ضد ورو ورو په همکارۍ بدلېږي.
حیات آباد متوسطه خصوصي ښوونځی
3/10/1404
22/12/2025
بسم الله الرحمن الرحیم
د حیات آباد متوسطه خصوصي ښوونځي د زده کوونکو ترمنځ سیالۍ
د زدهکوونکو تر منځ د سیالیو ترسره کول په ښوونیز بهیر کې ډېر مهم رول لري. دغه سیالۍ زدهکوونکي هڅوي چې خپل استعدادونه وپېژني، د زدهکړو پر لور لېوالتیا زیاته کړي او د ځان باور پیاوړی کړي.
له بلې خوا، ښوونیزې سیالۍ د ښوونکو لپاره هم ګټورې دي، ځکه د زدهکوونکو وړتیاوې او کمزورۍ په ښه ډول پېژندل کېدای شي. سربېره پر دې، سیالۍ د ښوونځي فضا خوږه او فعاله ساتي او زدهکوونکي له منفي فعالیتونو لرې کوي.
که سیالۍ په منظم، عادلانه او ښوونیز ډول ترسره شي، نو د زدهکوونکو پر فکري، اخلاقي او ټولنیز پرمختګ مثبت اغېز لري او د روښانه راتلونکي بنسټ ږدي.
له همدې امله په حیات آباد متوسطه خصوصي ښوونځي کې هره اونۍ د زده کوونکو ترمنځ سیالۍ جوړېږي, تر څو هغه زده کوونکي چې غیر فعاله دي; فعال شي.
د همدغو سیالیو په دوام نن وار د دریم الف ټولګي ته رسېدلی وو, نوموړو زده کوونکو له خپلې سیالۍ څخه په ښه مېړانه دفاع وکړه, چې پایلې به یې ان شألله د ټولو ټولګیو د سیالیو په پای کې اعلان شي.
نوټ: څرنګه چې څلورنیم میاشتینۍ ازموینې را نژدې شوي, نو په همدې اساس اونیزې سیالۍ په اونۍ کې دوه وار ترسره کېږي.
1/10/1404
په درنښت
نوید همدرد
د ښوونځي آمر
20/12/2025
بسم الله الرحمن الرحیم
امام ابو حنیفه رح له سیاسته تر فقاهته
نن په حیات آباد متوسطه خصوصي ښوونځي کې د نوموړي کتاب د مبلغ ښوونکي لخوا له زده کوونکو څخه د لین په سر پوښتنې وشوې, چې زده کوونکي په کې بې انتها فعال ول او د مبلغ ښوونکي پوښتنو ته یې وار د مخې ځوابونه ویلې.
په آخره کې د ښوونځي آمر (نوید همدرد) زده کوونکي لا تشویق کړل او د هغوی علاقه یې د امت له ستر فقیه, مجتهد او ولي (امام ابو حنیفه رح) د مناقبو سره وستایله او د لا هڅولو په خاطر یې هغوی ته هر اړخیزه عالمانه وینا وکړه.
29/9/1404
په درنښت
نوید همدرد
د ښوونځي آمر
18/12/2025
بسم الله الرحمن الرحیم
په ښوونځیو کې د پښتو، ریاضي، ساینس، انګلیسي او کمپیوټر مضامینو کې اونیزې سیالۍ د زده کوونکو د علمي ودې لپاره ډېرې ګټورې دي. دا سیالۍ زده کوونکي هڅوي چې خپلې زده کړې لا پیاوړې کړي او له یو بل سره د سالم رقابت له لارې خپل استعدادونه وښيي.
اونیزې سیالۍ د زده کوونکو د فکر ځواک زیاتوي، د پوښتنو د حل مهارتونه پیاوړي کوي او د ځان باور رامنځته کوي. همدارنګه زده کوونکي د ګروپي کار، نظم او مسؤلیت احساس زده کوي.
د همدغه مؤثرتوب له امله هره اونۍ په حیات آباد متوسطه خصوصي ښوونځي کې د زده کوونکو ترمنځ اونیزې سیالۍ جوړېږي, چې د سیالیو په لړ کې نن وار د څلورم الف ټولګي ته رسېدلی وو; نوموړو زده کوونکو د ښوونکي صاحبانو له خوا چمتو شوو پوښتنو ته په ډېر جرأت ځوابونه وویلې, چې پایلې به یې ان شألله د ټولو ټولګیو د سیالیو په پای کې اعلان شي.
27-9-1404
په درنښت
نوید همدرد
د ښوونځي آمر
11/12/2025
د اونیزو سیالیو د دویم فصل دوام
ټولګی: پنځم الف
نېټه: 20/9/1404
07/12/2025
بسم الله الرحمن الرحیم
د چپرهار د پوهنې آمریت د امر په اساس نن په حیات آباد متوسطه خصوصي ښوونځي کې د (امام ابو حنیفه رح له فقاهته تر سیاسته) تر سرلیک لاندې کتاب په رسمي ډول زده کوونکو ته تدریسول پیل شول.
د پیل خبرې لومړی د ښوونځي آمر (نوید همدرد) زده کوونکو ته وکړې او هغوی ته یې د (امام ابو حنیفه رح) د مناقبو په اړه تفصیلي خبرې وکړې, ورپسې د یاد کتاب مبلغ ښوونکي (نویدالله سنګین یار) لومړی درس زده کوونکو ته واوروو.
زده کوونکو هم د یاد کتاب تدریس اړین وبوله او ښه په شوق او ذوق یې د یادولو اراده وکړه.
16-9-1404
په درنښت
نوید همدرد
د ښوونځي آمر
04/12/2025
بسم الله الرحمن الرحیم
لکه څرنګه چې زموږ په ښوونځي (حیات آباد متوسطه خصوصي) کې هره اونۍ د زده کوونکو تر منځ سیالۍ تر سره کېږي او زده کوونکي په ډېر شوق او خوښۍ برخه په کې اخلي، ځکه چې هر څوک غواړي خپله وړتیا وښيي او ښه ځای خپل کړي.
د درسونو په سیالیو کې پوښتنې کېږي او هغه زده کوونکي چې سم ځوابونه وايي، جایزې اخلي.
دا سیالۍ نه یوازې د زده کوونکو مهارتونه قوي کوي، بلکې موږ ته د یو بل سره همکارۍ، هڅونې او صافې سیالۍ روحیه هم را زده کوي. موږ د سیالیو له لارې ډېرې نوې تجربې ترلاسه کوو او هڅه کوو چې راتلونکې اونۍ لا ښه نتیجه واخلو.
نو ځکه، د اونیزو سیالیو جوړول د زده کوونکو لپاره یو ګټور او خوښوونکی کار دی چې د هغوی په پرمختګ کې مهم رول لري.
په همدغه سلسه وار ډول نن وار د شپږم الف ټولګي وو, نوموړو زده کوونکو په ډېر ښه ډول پوښتنو ته ځوابونه وویلې چې پایلې به یې د ټولو ټولګیو د سیالیو په پای کې اعلان شي.
13-9-1404
په درنښت
نوید همدرد
د ښوونځي آمر
27/11/2025
بسم الله الرحمن الرحیم
د اونیزو سیالیو دویم فصل
لکه څرنګه چې د اونیزو سیالیو لومړي فصل, زده کوونکي خپلو درسونو ته متوجه کړي وو او د درس سره یې علاقه زیاته شوې وه, همدارنګه د دوی ذوق, شوق او استعداد هم لوړ شوی وو; نو د حیات آباد متوسطه خصوصي ښوونځي ادارې اړینه وګڼله چې اونیزو سیالیو ته په نوې بڼه د دویم ځل لپاره ادامه ورکړي. نو په همدې اساس نن یو ځل بیا اونیزې سیالۍ پیل شوې.
د دویم فصل په لومړي پړاؤ کې پیل د اووم الف ټولګي څخه وشو; نوموړو زده کوونکو خپلې سیالۍ ته په پوره ډول چمتو والی نیولی وو او د ښوونکي صاحبانو لخوا جوړو شوو پوښتنو ته یې په ښه جرأت مندانه ډول ځوابونه وویلې.
6-9-1404
په درنښت
نوید همدرد
د ښوونځي آمر
22/11/2025
ماشومانو ته مو اصول او اخلاق ور وښایئ، که نه نو بې اصولي به هغوی له هر نعمت نه محروم کړي.
21/11/2025
بسم الله الرحمن الرحیم
د حیات آباد متوسطه خصوصي ښوونځي د زده کوونکو قدرمنو والدینو او د فیسبوک ملګرو!
السلام علیکم و رحمةالله و برکاته!
هیله ده چې ټول به روغ و جوړ یاست!
قدرمنو والدینو!
څرنګه چې هوا یخه شوېده او ورځې هم لنډې شوې دي, نو تاسو ټولو ته په خورا درنښت خبر درکول کېږي چې:
1- سر له سبا به د ښوونځي حاضري په 7:35 دقیقې او رخصتي به 12:20 دقیقې وي, ان شألله.
2- خپل ماشومان مو په ژمني لباس ملبوس ښوونځي ته را واستوئ!
30-8-1404
په درنښت
نوید همدرد
د ښوونځي آمر