نوري وحدت خصوصي عالي لېسه

نوري وحدت خصوصي عالي لېسه

Share

اسلامی روزنه لوړ معیار غوره زده کړه

Photos from ‎نوري وحدت خصوصي عالي لېسه‎'s post 01/06/2026

بسم الله الرحمن الرحیم

د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې د کلنۍ آزموینو دوهمه ورځ او د بهسودو ولسوالۍ د پوهنې آمریت انکشاف مسلکي محترم غړي استاد جناب آقا محمد عمري صاحب او استاد محترم سید خالد پاچا نننۍ لیدنه!

نن دوه شنبه، د ۱۴۰۵ هجري لمريز کال د جوزا یوولسمه نېټه وه چي د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې په انګړ کې د کلنیو آزموینو دوهمه ورځ په منظم او شفاف ډول ترسره شوه.

د بهسودو ولسوالۍ د پوهنې آمریت انکشاف مسلکي محترم غړي جناب آقا محمد عمري صاحب او استاد سید خالد پاچاهم نن د یادې لېسې څخه لیدنه وکړه. نوموړو د ازموینو صحني، د ښوونکو فعالیتونه، او ادارې چارې له نږدې وکتلې، اړوند مسؤلینو ته یې ګټورې سپارښتنې وکړې او د لا ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وړاندې کړې.

ښاغلي استادجناب اقا محمد عمري صاحب او استاد سید خالد پاچا د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې د مدیریت، ښوونکو او زده‌کوونکو هڅې وستایلې او د هر اړخیز ملاتړ ډاډ یې څرګند کړ.

لایزال رب دې د دوي په علم، خدمت او هڅو برکت واچوي.

اسلامي ښوونه او روزنه ـــــ لوړ معیار ـــــ غوره زده کړې

د اړیکې شمېره:
0788181708

پته: کنړ – جلال‌آباد عمومي سړک، بانډه قاضیان، د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې ودانۍ

27/05/2026

بسم الله الرحمن الرحیم

د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې د رهبري مقام له لوري د لوی اختر مبارکي پیغام!

د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې رهبري مقام تاسو ټولو درنو محترمو مسلمانانو ته د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي.
هیله لرو چې دغه مبارک اختر مو د مینې، ورورولۍ، یووالي او خوښیو سبب وګرځي، او الله تعالی مو قربانۍ، عبادتونه،او نېک اعمال په خپل دربار کې قبول او منظور کړي.

الله تعالی دې زموږ ګران هېواد ته تلپاتې سوله، سوکالي او بریاوې نصیب کړي.

اسلامي ښوونه او روزنه ـــــ لوړ معیار ـــــ غوره زده کړې

اړیکي شمېره:
0788181708

پته:
کنړ، د جلال‌اباد عمومي سړک، بهسود بانډه قاضيان، د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې ودانۍ

16/04/2026

ِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

قوانین صنف چراغ راه شاگردان به‌سوی موفقیت و آینده‌ای روشن است.

هرگاه شاگردان به قوانین احترام بگذارند فضای مکتب به محیطی آرام و امن تبدیل می‌شود.

رعایت وقت احترام به استادان /همصنفی ها و حفظ نظم نشانهٔ شخصیت ومسئولیت‌ پذیری است.

قوانین برای رشد، پیشرفت و ساختن نسلی آگاه وضع شده‌اند.

آموزش و پرورش اسلامی — معیار بلند — آموزش برتر

شماره‌های تماس:
+93(0)783351329
+93(0)777880794

آدرس: سرک عمومی کنر – جلال‌آباد، بهسود، بنده قاضیان، مکتب خصوصی نوری وحدت

Photos from ‎نوري وحدت خصوصي عالي لېسه‎'s post 06/04/2026

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

په نوري وحدت خصوصي عالي لېسه کې د (۱۴۰۴-۱۴۰۵) کال د ټېسټونو لړۍ.
د لېسې، متوسطی او ابتدائې دورو د زده کوونکو څخه مو د مياشتنۍ ازموينه په ټولو مضامينو کې په دوو مختلفو ورځو کي واخېسته.
اسلامي ښوونه او روزنه-----لوړ معيار-----غوره زده کړه

اړیکو شميري:
+93(0)783351329
+93(0)777880794

پته: کنړ – جلال اباد عمومي سړک، بهسود بانډه قاضيان، د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې ودانۍ.

23/03/2026

بسم الله الرحمن الرحیم

خبرتیا!

ټولو زده کوونکو او د زده کوونکو درنو والدینو ته خبر ورکول کېږي چې د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې درسي بهیر د ۱۴۰۵ کال د حمل میاشتې په ۳ نېټه په عادي ډول پیل شوی دی.

هیله ده چې د اختر رخصتي مو په خیر او خوشحالۍ تېره کړې وي.
له زده کوونکو څخه هیله کیږي چي خپلو درسونو ته په وخت حاضر شئ.

د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې رهبري پلاوي.

اسلامي ښوونه او روزنه ـــــ لوړ معیار ـــــ غوره زده کړي

اړیکي شمیره:
0788181708

پته:
کنړ، د جلال‌اباد عمومي سړک، بهسود بانډه قاضيان، د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې ودانۍ

19/03/2026

د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې د ګلاليو زده کوونکو د کوچني اختر د مبارکی پیغامونه!

19/03/2026

بسم الله الرحمن الرحیم

د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې د رهبري مقام له لوري د کوچنۍ اختر مبارکي پیغام!

اسلام اعلیکم ورحمت الله وبرکاته!

د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې رهبري مقام تاسو ټولو درنو محترمو مسلمانانو ته د کوچنۍ اختر د رارسیدو په مناسبت مبارکي وایي.
او هیله لري چي دغه اختر مو د مینې،ورورولۍ او یووالي پیغام راوړي.
خداي تعالي دي ستاسي روژي، تراویح او عبادتونه په خپل دربار کي قبول او منظور کړي او د خوښیو ډک اختر ولري.
واسلام!
د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې رهبري پلاوي.

اسلامي ښوونه او روزنه ـــــ لوړ معیار ـــــ غوره زده کړي

اړیکي شمیره:
0788181708

پته:
کنړ، د جلال‌اباد عمومي سړک، بهسود بانډه قاضيان، د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې ودانۍ

Photos from ‎نوري وحدت خصوصي عالي لېسه‎'s post 15/03/2026

بسم الله الرحمن الرحیم

نن یکشنبه د ۱۴۰۴ کال د حوت ۲۴ نېټه ده چې په نوري وحدت خصوصي عالي لېسه کې د قرآن کریم تفسیر او ترجمي امتحان واخیستل شو.

د رمضان مبارک میاشتې په پیل کې د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې اداره د سهارني اسمبلي پرځای د قرآن کریم تفسیر او ترجمه شروع کړي وه. نن يي امحتان واخیستل شو.
د امتحان پیل د قاري صاحب عبدالتواب انوري په تلاوت سره وشو.
ورپسې د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې محترم مدیر صاحب احسان الله احسان زده کوونکو ته ګټورې خبرې وکړې او زیاته کړه چې په راتلونکي کې به داسې دیني پروګرامونه لا زیاته کړي. مولوي صاحب ثاقب هم د تفسیر شریف په ګټو خبرې وکړې او زده کوونکو ته یې لارښوونه وکړه چې په ژوند کې ورته عملي بڼه ورکړي.

اسلامي ښوونه او روزنه ـــــ لوړ معیار ـــــ غوره زده کړه

اړیکي شمیره:
0788181708

پته:
کنړ، د جلال‌اباد عمومي سړک، بهسود بانډه قاضيان، د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې ودانۍ

Photos from ‎نوري وحدت خصوصي عالي لېسه‎'s post 28/02/2026

بسم الله الرحمن الرحیم

د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې څخه د بهسودو ولسوالۍ د پوهنې امر ډاکټر صاحب محترم مولوي واحد ګل جلالي نننۍ لیدنه!

نن شنبه،د روان هجري قمري کال( ۱۴۰۴/۱۲/۹ ) چي د رمضان مبارکې میاشتې ۱۱می نېټۍ سره سمون خوري د بهسودو ولسوالۍ د پوهنې آمر ډاکټر صاحب مولوي واحد ګل جلالي په مشرۍ او د مل پلاوي په ملتیا قاري صاحب عزت الله امیري، اقا محمد عمري، ذبیح الله سیرت، سید خالدپاچا او فواد ارین د نوري وحدت خصوصي لېسې څخه هر اړخیزه څارنه او ارزونه وه.

د دغې کتنې موخه د تدریسي بهیر ارزونه، د اداري چارو کتنه، د ښوونکو د مسلکي فعالیتونو څېړنه او د زده‌کوونکو د حاضري ارزونه وه، تر څو د تدریس کیفیت لا منظم او معیاري شي.

په پای کې د پوهنې آمر صاحب د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې اداري کارکوونکو او ښوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې څو د تعلیمي بهیر د لا پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

اسلامي ښوونه او روزنه ـــــ لوړ معیار ـــــ غوره زده کړه

د اړیکو شمېرې:
0788181708
0777880794

پته:
کنړــــ جلال‌اباد عمومي سړک، بهسود بانډه قاضيان، د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې ودانۍ

Photos from ‎نوري وحدت خصوصي عالي لېسه‎'s post 13/01/2026

بسم الله الرحمن الرحیم

د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې څخه دیادي لېسې موسس انجینر صاحب عبدالله نوري لیدنه!

نن سه‌شنبه د روان تعلیمي ۱۴۰۴ کال د جدي میاشتې په ۲۳مه نېټه د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې محترم موسس انجینر صاحب عبدالله نوري د لېسې د ازموینو له صحنو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د ازموینو جریان له نږدې وڅاره د استادانو، زده‌کوونکو او اداري کارکوونکو ستونزې او نظریات یې واورېدل او ټولو ته یې د رښتینولۍ مسؤلیت سپارښتنې وکړې.

همدارنګه یې زده‌کوونکو ته ډاډ ورکړ چې ازموینې به په بشپړ شفافیت او عدالت سره اخیستل کېږي. تر څو هر زده‌کوونکی د خپل زحمت پایله وویني.

په پای کې انجینر صاحب عبدالله نوري د استادانو له هڅو مننه وکړه او زده‌کوونکو ته یې د لا بریاوو هیله څرګنده کړه.

اسلامي ښوونه او روزنه ـــــ لوړ معیار ـــــ غوره زده کړه

د اړیکو شمېرې:
0788181708
0777880794

پته:
کنړ، د جلال‌اباد عمومي سړک، بهسود بانډه قاضيان، د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې ودانۍ

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Behsood Tamirat
Jalalabad