Al-Dhuha High School - الضحی خصوصي ښوونځی

Al-Dhuha High School - الضحی خصوصي ښوونځی

Share

Al-DHUHA private school is a complete set of education system, aims to provide quality education of an international standard.

Al-Dhuha Private High School established in 2016 as a complete Education system, Al-Dhuha Private School has since grown into an international standard of Private schools, imparting distinctive and meaningful learning to students all the way from birth – through its partnership with universities & well qualified teachers by modern conceptual teaching methodologies. The Al-Dhuha of today is thus mu

Photos from ‎Al-Dhuha High School - الضحی خصوصي ښوونځی‎'s post 29/04/2026

د راتلونکې کلنۍ ازموینې لپاره د چمتووالي په موخه د زده کوونکو ترمنځ رقابتي سیالۍ جریان لري.

Photos from ‎Al-Dhuha High School - الضحی خصوصي ښوونځی‎'s post 18/03/2026

سه شنبه: ۲۵/۱۲/۱۴۰۴
د سیرت النبی سیالۍ تر سره شوه!
د الضحی خصوصي ښووونځي د زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبی (ص) سیالۍ تر سره شوه.
یاده سیالۍ چې د ښوونځی د علوم دیني کمېټې له لورې په لار اچول شوې وه چې په کې د ښوونځي ذکورو او اناثو زده کوونکو ګډون کړی و.
د یادې سیالۍ څخه هدف د نبی کریم ص د ژوند او صفاتو څخه د زده کوونکو اګاه کول و تر څو ټولنې ته په اسلامي اخلاقو سمبال اشخاص وړاندې کړو.
د یادونې وړ ده چې د ازموینې نتایج به د یوې شفافې پروسې د طی کولو وروسته اعلان او ۱۰ غوره زده کوونکي به د ادارې له لورې په ارزښمتنو ډالیو ونازول شي.



Al-Dhuha High School - الضحی خصوصي ښوونځی

Photos from ‎Al-Dhuha High School - الضحی خصوصي ښوونځی‎'s post 17/02/2026

پنج شنبه: ۲۳/۱۱/۱۴۰۴
د څلورنیم میاشتنۍ ازموینې د نتایجو د اعلان غونډه ترسره شو.
دالضحی خصوصي ښوونځي په انګړ کې د ۱۴۰۴-۱۴۰۵ تعلیمي کال د څلورنیم میاشتنۍ ازموینې د نتایجو اعلان د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې تر سره شو چې په کې د زده کوونکو سربېره قدرمنو والدینو هم ګډون درلود.
یاده غونډه د قرانکریم په مبارکو آیٰتونو سره پیل شوه.
د غونډې په پیل کې د ښوونځي رئیس قاری صاحب امین یار ( شینواري ) لخوا زده کوونکو ته وینا وړاندې شوه او په خپلو خبرو کې یې ټینګار وکړ چې زده کوونکي باید خپل قیمتي وخت ضایع نکړي او خپلو درسونو ته پوره-پوره توجه وکړي، نوموړي پخپلو خبرو کې وویل ما خپل مکلفیت اداء کړی چې ستاسې لپاره مې په ښوونځي کې هر ډول سهولتونه او د زدکړې لپاره ټول امکانات برابر کړي اوس وار ستاسې دی چې تاسې ترې په سم ډول استفاده وکړئ تر څو خپلو والدینو او ښوونځي ته افتخارات راوړئ، په دوهم قدم کې د ښوونځي د مدیر عطاءالرحمن (هډه وال) له لورې زده کوونکو ته د ازموینې د شفافیت اړوند ډاډ ورکړل شو او و یې ویل چې د زده کوونکو پارچې په ډېر دقت سره کتل شوي دي او حق حقدار ته سپارل شوی دی.
همدارنګه د غونډې په جریان کې د ښوونکو د هلو ځلو قدردانی وشو او د زده کوونکو له لورې مختلف موضوعات وړاندې شول.
په پای کې هغه زده کوونکي په ډالیو ونازول شول چا چې پخپل ټولګي کې تر نورو لوړې نمرې ترلاسه کړې وې او غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.

30/01/2026

د ښوونځي د پيل خبرتيا!
د الضحى خصوصي ښوونځي اداره ټولو زده کوونکو او قدرمنو والدينو ته په خورا درنښت د ژمې د رخصتۍ د پاى خبر ورکوي.
په همدې اساس له تاسې محترمو والدينو څخه احترامانه هيله کوي چې سبا شنبه د دلوې په ۱۱مه نېټه خپل اولادونه ښوونځي ته د زده کړې لپاره را واستوئ.
د نه موجودیت په صورت کې زده کوونکي غیر حاضر شمېرل کېږي.
د ښوونځي پیل۷:۳۰ بجې
رخصت: ۱۲:۳۰ بجې
په درنښت
0787202526

Photos from ‎Al-Dhuha High School - الضحی خصوصي ښوونځی‎'s post 18/01/2026

د روانو څلورنیم میاشتنیو ازموینو په جریان کې د ښوونځي رئیس قاری صیب امین یار (شینواري) د ازموینو د صحنو څخه لیدنه وکړه ، د ازموینې د نظم ستاینه یې وکړه، او همدارنګه د ازموینې په شفافیت او د پارچو په دقیق ډول کتلو یې ټینګار وکړ، تر څو حق حقدار ته وسپارل شي او د هغه والدینو او زده کوونکو د زحمتونو او هڅو قدردانی وشي کومو چې خپل وخت درس ته وقف کړی؛ او په کامیابۍ سره خپلې ازموینې ورکوي.

Photos from ‎Al-Dhuha High School - الضحی خصوصي ښوونځی‎'s post 13/01/2026

د څلورنیم میاشتنۍ ازموینې د جریان انځورونه😍

Photos from ‎Al-Dhuha High School - الضحی خصوصي ښوونځی‎'s post 11/01/2026

د څلور نیم میاشتنۍ ازموینې په شپږمه ورځ، د ښار پوهنې امریت د انکشاف مسلکي محترم غړي مولوي شفیع الله (شفق) د الضحی خصوصي ښوونځي څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال یې نه یوازې د ازموینې د صحنو ارزونه وکړه، بلکې د ښوونځي اداري کتابونه او د نمراتو شقې یې هم وکتلې.
محترم شفق صیب د ښوونځي نظم، شفافو ازموینو، او د زده‌کوونکو لپاره د برابر چاپېریال ستاینه وکړه، او ټول جریان یې مثبت و ارزوه.
الضحی خصوصي ښوونځی د باکیفیته زده‌کړې او روښانه سبا لپاره ژمن پاتې کېږي.
#ازموینه

23/12/2025

د زده‌کړې ښکلی سفر!
د الضحی خصوصي ښوونځي د دریم ټولګي با استعداده زده‌کوونکي عبدالله (صافي) د ریاضي مضمون اړوند خپله موضوع په ښکلي انداز خپلو ټولګیوالو ته وړاندې کړه.
دغه ډول فعالیتونه زده‌کوونکو ته د اعتماد، وینا او ښې پوهې فرصت برابروي.
الضحی ښوونځی د فعالو زدکړو ملاتړ کوي.
#ریاضي

20/12/2025

دا ځل کیمیا مضمون
فیصل شینواري د نهم ټولګي زده کوونکي خپله موضوع په پوره جرأت او ښه شکل وړاندې کړه.
دا لړۍ جریان لري.
مونږ د زده کوونکو علمي ودې او ظرفیت لوړونې ته په پوره معنی ژمن یو

Photos from ‎Al-Dhuha High School - الضحی خصوصي ښوونځی‎'s post 20/12/2025

شنبه:۲۹/۹/۱۴۰۴
د زده کوونکو تر منځ د سیالو په جریان کې نن یو ځل بیا د ( اووم،اتم او نهم ) ټولګیو زده کوونکو تر منځ د انګلیسي او کمپیوتر مضامینو کې سیالۍ تر سره شوه.
دا سیالۍ به د جدی تر ۱۰مې جریان ولري.

18/12/2025

فعاله زده‌کړه، روښانه سبا!
په الضحی خصوصي ښوونځي کې د زده‌کوونکو تر منځ د موضوعاتو د وړاندې کولو په لړۍ کې، د اتم ټولګي زده‌کوونکي حسیب‌الرحمن د ریاضي مضمون اړوند خپل چمتو شوی پرېزېنټېشن ټولګیوالو ته وړاندې کړ.
دغه نوښت د زده‌کوونکو د تحلیل، وینا او د اعتماد وړتیاوې پیاوړې کوي.
الضحی ښوونځی تل هڅه کوي چې زده‌کوونکي د خپلو درسونو په ژور درک او عملي مهارتونو سمبال کړي.
#ریاضي #پریزنټېشن ‌کړه #زده‌کړه_له_عمل_سره

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


2nd District, Naranj Bagh, Mashko Street, Beside Bilal Mosque And Government Clinic
Jalalabad
25000

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00