سورت البقره
آیت ۱ - ۵
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى.
الم ﴿1﴾
الف، لام، ميم.
ذَلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ ﴿2﴾
دا (عظیم) كتاب دى، په ده كې هېڅ شك نشته، د پرهېزګارانو لپاره هدایت دى.
الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ ﴿3﴾
هغه خلق چې په غیبو ایمان راوړي او لمونځ قايموي او له هغه (مال) نه څه (حصه) خرچ كوي؛ چې مونږ دوى ته وركړى دى.
وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ ﴿4﴾
او هغه خلق چې ایمان راوړي په هغه (كتاب) چې تا ته نازل كړى شوى دى او په هغو (كتابونو) چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي، او په اخرت همدوى یقین لري.
أُولَئِكَ عَلَى هُدًى مِنْ رَبِّهِمْ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿5﴾
دغه خلق د خپل رب له طرفه په راغلي هدايت باندې دي او همدغه خلق پوره كامیاب دي.
د قرانکريم پښتو ژباړه
دلته به له تاسې سره د قرانکريم د مبارکو ایتونو او سورتو?
سورت الفاتحه
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ﴿1﴾
د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى.
الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿2﴾
ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى.
الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ﴿3﴾
ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى.
مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ ﴿4﴾
د بَدلې د ورځې مالك دى.
إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ﴿5﴾
مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو.
اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ ﴿6﴾
ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَیَه.
صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ ﴿7﴾
د هغو خلقو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ چې نه پر هغوى باندې غضب شوى او نه ګمراهان دي.
25/05/2016
سروبي
04/05/2015
کابل ژوبڼ (باغ وحش).
01/05/2015
میدان وردګ،
28/04/2015
ښکلی ننګرهار، بــټی کوټ.
28/04/2015
د کابل ولایت د قره باغ ولسوالي.
27/04/2015
ښکلی غزني
27/04/2015
همېشه بهار، بټی کــوټ.
26/04/2015
ښکلی خوست.
09/04/2015
د پرونۍ پېښې اتل،
شهادت دی مبارک.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Hameesha Bahaar
Jalalabad