Ahmad Shah Durani High School

Ahmad Shah Durani High School

Share

احمد شاه دُرانی خصوصي عالي لېسه مرکزي څانګه

Photos from Ahmad Shah Durani High School's post 16/06/2026

بریالۍ فراغت غونډه ترسره شوه!
احمد شاه دُراني خصوصي عالي لېسې د ۱۴۰۵ کال د فارغو زده‌کوونکو د فراغت مراسم د غبرګولي میاشتې په ۲۵مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره کړل.
په دغو مراسمو کې د پوهنتون استادانو، د ښوونځیو مسؤلینو، مخورو مشرانو، علمي شخصیتونو، فرهنګیانو، لیکوالانو او د زده‌کوونکو والدینو ګډون کړی درلود.
غونډه د قرآن کریم په مبارک تلاوت پیل شوه، ورپسې د لېسې آمر ښاغلي میا رسول سېلاب ګډونوالو ته د ښه راغلاست او پرانیستې وینا ترڅنګ فارغو زده‌کوونکو ته مبارکي وویله.
نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې زده‌کوونکي باید د ښوونځي په کچه زده کړو بسنه ونه کړي؛ بلکې خپلې لوړې زده کړې هم تعقیب او د علم په ډګر کې لا ډېر پرمختګ وکړي.
ورپسې د لېسې مرستیال ښاغلي زرولي احساس د احمد شاه دُراني خصوصي عالي لېسې د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه وینا وکړه.
هغه د لېسې تاریخي مخینې ته کتنه وکړه او د راتلونکو پلانونو په اړه یې والدینو او زده‌کوونکو ته ډاډ ورکړ چې احمد شاه دُرانی خصوصي لېسه به د زده‌کوونکو د علمي کچې د لوړولو او غوره روزنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د پروګرام په درېیمه برخه کې زده‌کوونکو بېلابېلې ترانې، مقالې، شعرونه او نورې علمي او فرهنګي ویناوې وړاندې کړې چې د ګډونوالو له تود هرکلي او ستاینې سره مخ شول.
په وروستۍ برخه کې د مخورو مشرانو او علمي کادرونو په لاسونو فارغو زده‌کوونکو ته تصدیق‌ پاڼې او د فراغت اسناد ورکړل شول.
په پای کې دا علمي پروګرام ماښام نږدې د دیني عالم مولوي شهباز په دعا سره پای ته ورسېد.

نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

۱۴۰۵/۳/۲۵

Photos from Ahmad Shah Durani High School's post 14/06/2026

د تهذیب ازموینه!
نن یکشنبه چې د غبرګولي میاشتې له ۲۴ نېټې سره سمون خوري د ۱۴۰۵ تعلیمي کال د کلنیو ازموینو وروستۍ ورځ د زده کوونکو تهذیب ازموینې ته ځانګړې شوې وه.
د پوهنې ریاست د لاښوونې مطابق د تهذیب ازموینه په منظمه توګه واخیستل شوه او ټولو ګلالیو زده کوونکو ته د اوړي په رخصتیو کې د بېلا، بېلو فعالیتونو او کورنۍ دندو لارښوونه وشوه، څو وکولای شي په ټاکل شوي رخصت کې د راتلوونکي کال لپاره بشپړ چمتوالی ونیسي.

نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

۱۴۰۵/۳/۲۴

11/06/2026

ماښام پخیر!

Photos from Ahmad Shah Durani High School's post 10/06/2026

د ۱۴۰۵ تعلیمي کال د کلنیو ازموینو لسمه ورځ!

Photos from Ahmad Shah Durani High School's post 09/06/2026

د کلنیو ازموینو نهمه ورځ!
نن سه شنبه چې د روانې غبرګولې میاشتې له ۱۹ نېټې سره سمون خوري د ښار پوهنې آمريت آمر ښاغلي قاري طيب الرحمن سلام زي په ګډون د ازموینو د کمېټې مسؤلینو د احمدشاه دُراني خصوصي عالي لېسې د ازموینو له روان بهیر څخه لیدنه ترسره کړه.
د یادې لیدنې پر مهال د ازموینو چاپېریال، د تقریري ازموینو بهیر، نظم، شفافیت او دقت په هر اړخیز ډول وارزول شول مسؤلینو د ازموینو د منظم او شفاف ترسره کېدو لپاره د لېسې له لوري نیول شوي تدابیر او ترسره شوي فعالیتونه وستایل.
همدارنګه د چارو د لا ښه والي او اغېزمنتیا په موخه لازمې لارښوونې وړاندې شوې، څو په راتلونکي کې د ازموینو بهیر لا معیاري، منظم او بریالی ترسره شي.
د لېسې آمریت، اداري مقام او اړوند تدریسي پرسونل ویاړي چې د خپلو هلو ځلو او فعالیتونو مثبتې پایلې ویني او د زده‌کوونکو د علمي پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته په پوره ژمنتیا دوام ورکوي.


نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

۱۴۰۵/۳/۱۹

Photos from Ahmad Shah Durani High School's post 06/06/2026

نن شنبه د غبرګولي ۱۶ د دوهمې اونۍ پیل!
د دُراني ټولې ازموینې د کیفیت له مخې ځانګړې او د پام وړ دي، هره ازموینه په غوره او معیاري ډول ترسره کېږي؛ ترڅو د ښوونکو، زده کوونکو او والدینو بشپړ رضایت او باور خوندي پاتې شي.

۱۴۰۵/۳/۱۶

Photos from Ahmad Shah Durani High School's post 04/06/2026

د لومړۍ اونۍ پای!
نن پنجشبه د غبرګولي ۱۴ د کلنیو ازموینو لومړۍ اونۍ په خورا نظم، شفافیت او منظمه توګه پای ته ورسېده.
مسؤلین هیله مند دي، چې راتلوونکې ازموینې به هم په ښۀ توګه پای ته ورسېږي او د نوي کال لپاره به د رخصتیو په جریان کې د زده کوونکو کورني فعالیتونه او بوختیاوې مشخصې کړي؛ ترڅو زده کوونکي د ۱۴۰۶ تعلیمي کال لپاره له بشپړ چمتوالي سره حاضر شي.

د دُراني هڅه او اند د هېواد آبادي او سمسورتیا ده.

۱۴۰۵/۳/۱۴

03/06/2026

نن د احمد شاه بابا ۲۵۴ تلین دی!
احمد شاه بابا نه یوازې یو بریالی پاچا و؛ بلکې د ملت د یووالي او خپلواکۍ سمبول هم ګڼل کېږي، د هغه نوم د ګران افغانستان د تاریخ په زرینو پاڼو کې د تل لپاره ځلېږي.
احمد شاه بابا د افغان ملت هغه ستر شخصیت دی چې د یووالي، مېړانې او وطنپالنې درس یې راتلونکو نسلونو ته پرېښی دی.
نسلونه د هغه په کارنامو او لاسته راوړنو ویاړي، هغه د پوهې او سیاست ترڅنګ د ښۀ قلم څښتن هم ؤ.

د شعر یوه کوچنۍ بېلګه یې دلته لولو:

ستا د عشق له وینو ډک شول ځیګرونه
ستا په لاره کې بایلي زلمي سرونه

د ډیلي تخت هیرومه چې را یاد کړم
زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه

احمد شاه به دغه ستا قدر هېر نه کا
که ونیسي د تمام جهان ملکونه

احمد شاه بابا د ګران افغانستان بنسټګر، ستر فاتح او هوښیار سیاستوال و.
هغه په ۱۷۴۷م کال کې د دراني سترواکي بنسټ کېښود او افغانان یې د یو واحد بیرغ لاندې سره راټول کړل، د هغه زړورتیا، عدالت او تدبیر ګران افغانستان ته د ځواک، عزت او یووالي یو نوی باب پرانیست.
روح یې ښاد او پر ګؤُر یې نور

۱۴۰۵/۳/۱۳

Photos from Ahmad Shah Durani High School's post 03/06/2026

نن چهارشنبه، څلورمه ازموینه!
د دُراني هره ازموینه د باور، کیفیت او د یوې روښانه عادلانه پایلې د ترلاسه کولو په موخه ترسره کېږي.

۱۴۰۵۰/۳/۱۳

Photos from Ahmad Shah Durani High School's post 02/06/2026

درېيمه ورځ!
د ۱۴۰۵ تعلیمي کال د کلنیو ازموینو له صحنې څخه د ښار پوهنې امریت د انکشاف مسلکي غړي ښاغلي سمیع الله صافي د احمد شاه دُراني خصوصي عالي لېسې د ازموینو له روان بهیر څخه لیدنه ترسره کړه.

۱۴۰۵/۳/۱۲

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Kabul, Jalalabad Main Roud
Jalalabad
0093780001828

Opening Hours

Monday 07:00 - 17:00
Tuesday 07:00 - 17:00
Wednesday 07:00 - 17:00
Thursday 07:00 - 17:00
Saturday 07:00 - 17:00
Sunday 07:00 - 17:00