Rayyan School

Rayyan School

Share

#ریان_ښوونځي انتخاب:ستاسې د اولادونو روښانه راتلونکي په لور لومړی ګام د ماشومانو د روزنې ځانګړي مرکز

22/03/2026

د تدریسی بهیر د پیل خبرتیا
د ریان ښوونځی د زده کوونکو قدرمنو والدينو!
هيله ده چې کوچنی اختر مو د خپلې درنې کورنۍ سره په خوښۍ، آرامۍ او نېکمرغۍ تېر کړی وي.
لکه څنګه چې د اختر رخصتي نن پای ته رسېږي، فلهذا سبا دوشنبه چې ۱۴۰۵/۱/۳ نېټې سره سمون لری درسونه په عادي ډول بيا پيلېږي.
له تاسو قدرمنو والدينو څخه په درنښت هيله کېږي چې خپل اولادونه پر ټاکلی وخت (۷:۳۰) ښوونځي ته راولېږئ، تر څو د زده کړې له فرصتونو څخه بې برخې نه شي.
په درنښت
د ریـــــان ښوونځی اداره

20/03/2026

🌙✨ اختریز پیغام ✨🌙

د ریان ښوونځي د ادارې له لوري ټولو ګلالیو زده کوونکو، قدرمنو استادانو او درنو والدینو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وایو.
الله تعالی دې دا سپېڅلې ورځې ستاسو په ژوند کې د خوښۍ، سولې او بریاوو سبب وګرځوي.
الله ﷻ دې زموږ او ستاسې روژې، لمونځونه، تراویح، صدقات ،ختمونه،او نور ټول نفلې او فرضي عبادات په خپل دربار کې قبول او منظور کړي.

🌤️ اختر مو مبارک او بختور شه 🌤️

په درنښت
د ریان ښوونځي اداره

19/03/2026

د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د ریان ښوونځی د رهبری هیئت د مبارکۍ پيغام!

14/03/2026

قال رسول الله ﷺ:
«نَضَّرَ اللَّهُ امْرَأً سَمِعَ مِنَّا حَدِيثًا فَحَفِظَهُ حَتَّى يُبَلِّغَهُ غَيْرَهُ»

ژباړه:
الله دې هغه انسان عزتمند او روښانه کړي چې زموږ څخه یو حدیث واوري، هغه ښه یاد کړي او بیا یې نورو ته ورسوي.

*ماشومان د نبوی احادیثو په رڼا کې*

الحمدلله! په ریان ښوونځي کې د څلویښت نبوي احادیثو د زده کړې سیالي چې څه موده مخکې پیل شوې وه، په ډېر علمي فضا کې پای ته ورسېده.

پروګرام د قرآن کریم په مبارک تلاوت پیل شو، وروسته زده کوونکو په ښکلي انداز نبوي احادیث بیان کړل او خوږ نعتونه یې وړاندې کړل. د سرښوونکي له ګټورو خبرو وروسته ممتازو او وړتیا لرونکو زده کوونکو ته د هڅونې په موخه ستاینلیکونه ورکړل شول.

دا مبارک پروګرام د دعا په کولو سره پای ته ورسېد.
الله تعالی دې زموږ زده کوونکي د علم، اخلاقو او دین په خدمت کې لا بریالي کړي.




#رمضان
#بریا

09/03/2026

روژه د اسلام له نظره

02/03/2026

نن موږ د «*بیړني حالت پر مهال لارښوونې*» تر سرلیک لاندې د عامه پوهاوي پروګرام ترسره کړ او خپلو زده‌کوونکو ته مو د خوندیتوب مهم پیغامونه او اصول وروښودل.
*د بیړني حالاتو پر مهال لارښوونې:*
۱. ارام اوسئ او منډه مه وهئ.
۲. د استاد لارښوونو ته انتظار وکړئ.
۳. له کړکیو او شیشو لرې کېنئ.
۴. د قوي غږ پر مهال ټیټ کېنئ او سر پټ کړئ.
۵. له اجازې پرته صنف مه پرېږدئ.
۶. که وتل ضروري شي، په قطار او نظم حرکت وکړئ.
۷. اوازې مه خپروئ.
۸. له پخوانیو او زړو ودانیو څخه لرې اوسئ.
۹. د کوچنیو زده‌کوونکو ځانګړې پاملرنه وکړئ.
۱۰. د اړتیا پر مهال لومړنۍ طبي مرسته وکړئ.
⁠۱۱. د اړتیا په صورت کې ښوونځی ستاسو له والدینو سره اړیکه نیسي.
۱۲. اوسنۍ وختونو کې هڅه وکړی ډیر کوڅو او بازار کی مه ګرځئ.
موږ هڅه وکړه چې زده‌کوونکي په عملي تمرین سره د خوندیتوب دا اصول زده کړي، څو د هر بیړني حالت پر مهال وکولای شي خپل ځان وساتی او نورو ته زیان ونه رسېږي.

27/02/2026

ورځنې پیغام

َعنْ محمد بن عبد الله قَالَ:
«مَنْ صَلَّى عَلَيَّ صَلَاةً صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ بِهَا عَشْرًا»
(رواه صحيح مسلم)

ژباړه:
چا چې پر ما یو ځل درود وویل، الله تعالی به پرې لس ځله رحمت نازل کړي.

میاشت د روژی ده او ورځ د جمعه هڅه وکړی درود ډیر ووایی ځکه چې روژه کې هر عبادت دوه چنده ثواب لري.

#حدیث
#رمضان
activity
Mubarak

24/02/2026

ورځنۍ پیغام

عَنْ محمد ﷺ قَالَ:
«الصَّلَوَاتُ الْخَمْسُ، وَالْجُمُعَةُ إِلَى الْجُمُعَةِ، وَرَمَضَانُ إِلَى رَمَضَانَ، مُكَفِّرَاتٌ لِمَا بَيْنَهُنَّ إِذَا اجْتُنِبَتِ الْكَبَائِرُ»
— Sahih Muslim

پښتو ژباړه:
پنځه وخته لمونځونه، له یوې جمعې تر بلې جمعې، او له یو رمضان څخه تر بل رمضان پورې د هغو (وړو) ګناهونو کفاره ګرځي چې د دوی ترمنځ کېږي، کله چې له لویو ګناهونو څخه ځان وساتل شي

23/02/2026

پیام روز

اطفال را باید با ارزش های دینی پرورش دهیم.
#حدیث
#رمضان

22/02/2026

ورځنۍ پیغام
د دین ارزښتونه باید له ماشومتوب څخه زده شی.
#حدیث
#رمضان

19/02/2026

د 1404-1405 تعليمي کال د څلور مياشتنۍ ازموینې عمومي اول نمره
ارمان افضل

18/02/2026

«شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ»

د ریان ښوونځی رهبری هیئت د رمضان مبارکې میاشتې د رارسېدو له امله چې چهارشنبه یی لومړۍ ورځ ده، ټولو قدرمنو زده‌کوونکو، درنو استادانو او محترمو کورنیو ته د زړه له کومې مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوي.

رمضان د رحمت، خواخوږۍ او ځان‌سمونې میاشت ده؛ هغه مبارکه میاشت چې زړونه د ایمان په رڼا روښانه کېږي

هیله لرو چې دا بابرکته میاشت ستاسو د لا زیاتو بریاوو، ژورې یووالي او علمي او اخلاقي پرمختګ نوې پیل وي.

*نوټ : د رمضان په لومړی ورځ هیڅ ډول رخصتی نشته او درسونه په عادی ډول جریان لري.*

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

د رئیس پیغام

زه تاسې ته ریان ښوونځي ته ښه راغلاست وایم .

د ریان ښوونځي تأسیس د خپل مظلوم او کړیدلی ولس د روښانه راتلونکی لپاره یو ه مخلصانه هڅه ده .مونږ د والدینو،د معارف مسؤلینو ،علماء کرامو او تعلیم او تربیت ماهرینو او د پوهنتون استادانو مشورو او مستقیم نظارت لاندې خپلی چاري مخ په وړاندی وړو.

مونږ خپل ښوونځی کې د مسلکی ښوونکو او تدریسی محیط او وسایلو په واسط داسې شاګردان روزو چې د ټولنې کې کاری تشه ډکه کړی او ابادۍ او خدمت کې ترټولو مخکښ وی.

Location

Category

Telephone

Address


Fazal E Haq Mujahid Street , Nahia 4
Jalalabad
25100