15/12/2025
د اقتصاد پوهنځي محصلانو علمي سیر ترسره کړ!
۲۴/قوس/۱۴۰۴ هـ ش
د التقوی پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د ادارې تجارت ډیپارټمنټ محصلانو سعادت سټیل فابریکې څخه لیدنه وکړه، چې موخه یې د محصلانو علمي پوهاوی او د نظري زده کړو عملي تطبیق وو.
یاد علمي سیر د ادارې تجارت ډیپارټمنټ آمر ښاغلي استاد وجوهالله آمین په ملتیا ترسره شو، چې په ترڅ کې یې محصلانو د سعادت سټیل له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
د سعادت سټیل مسؤلینو د محصلانو هرکلی وکړ او د یادې فابریکې د فعالیتونو، لاسته راوړنو، راتلونکو پلانونو د تولیدي بهیر، اداري چارو، مدیریت سیستم، بازارموندنې او د کیفیت د کنټرول په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
مسؤلینو همدارنګه ډاډ ورکړ، چې سعادت سټیل د علمي بنسټونو او د محصلانو د خدمت لپاره هر وخت چمتو دی او په راتلونکي کې به د ورته علمي همکاریو هرکلی کوي.
همدارنګه محصلانو دغه علمي سیر ګټور وباله او څرګنده یې کړه، چې دا ډول عملي لیدنې د هغوی د مسلکي وړتیاوو په لوړولو او د بازار له واقعي شرایطو سره د بلدتیا په برخه کې مهم نقش ادا کولای شي.
نشراتو آمریت
01/12/2025
د مونوګراف لیکنې د نوي لارښود په هکله علمي سیمینار ترسره شو.
۱۰/قوس/۱۴۰۴ هـ ش
د التقوی پوهنتون د اقتصاد پوهنځي اووم او اتم سمسترونو سهارنۍ دورې محصلانو لپاره د استاد محمد نعمان داودزي له لوري «د لوړو زده کړو وزارت له خوا د مونوګراف لیکنې نوي لارښود» تر سرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو.
یاد سیمینار د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د اقتصاد پوهنځي د تجارت مدیریت څانګې آمر وجوه الله امین د پیل او ښه راغلاست وینا وکړه، نوموړي مونوګراف لیکنه د علمي څېړنو له مهمو ډولونو څخه وبلله، چې محصلین یې د خپلې تحصیلي دورې د بشپړولو لپاره لیکي، څو د څېړنې، تحلیل او علمي لیکوالۍ مهارتونه یې لا پیاوړي شي.
وروسته استاد محمد نعمان داوودزي د لوړو زده کړو وزارت د لارښود پر بنسټ د مونوګراف لیکنې ټولې اساسي برخې ( د مونوګراف پېژندنه، د مونوګراف لیکنې مراحل او قواعد، د موضوع ټاکنه، شکلي او معنوي جوړښت، لنډیز، پایله، مناقشه، وړاندیزونه او اخځلیکونه) په تفصیلي ډول تشریح کړل، څو محصلان وکولای شي د مونوګراف لیکنې پر مهال له علمي اصولو څخه ګټه واخلي.
په پای کې محصلانو له لوري پوښتنې مطرح شوې او ښاغلي داوودزي ورته مفصل ځوابونه ورکړل.
22/11/2025
Formulating Strategic Plan for an Organization
یاد سمینار د التقوی پوهنتون داقتصاد پوهنځي په نوښت او د مسلکي پرمختیا په همکارۍ، د استاد وجوه الله امین لخوا راتلونکې یکشنبه چې د روانې قوس میاشتې له دویمې نیټې سره سمون خوري د التقوی پوهنتون PDC تالار کې سهار لس بجې دایر شي.
التقوی؛ د یو ډاډمی راتلونکي پر لور!
09/07/2025
Vision Statement
Filling the gap of society in the field of leadership, management and research.
Mission Statement
Training managers, leaders and researchers with professional and experienced professors, standard curriculum and other necessary facilities to promote socio-economic development in the country and the region.
17/05/2025
Course Reflection Competition
The Faculty of Economics is thrilled to organize the Course Reflection Competition on Monday , December 16, 2023 in PDC hall.
The session is open to public and students from other universities are welcome to attend the event.
Towards a Promising Future...
17/05/2025
د استخدام پروسه | Recruitment process
دا معلوماتي سمینار سبا سه شنبه د مازدیګر په څلور بجو د اقتصادي پوهنځي د استاد صفي الله شینواري له خوا وړاندې کېږي.
ځای: PDC هال
د نشراتو آمریت
التقوی؛ د یوه ډاډمن راتلونکي پر لور