Zwaak Muslim Learning Academy

Zwaak Muslim Learning Academy

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Zwaak Muslim Learning Academy, Education, Near Bibi Hawa High School, Jalalabad.

15/05/2026

د ځواک مسلم د زده کړې اکاډمي د خپل علمي ټيم د لا پياوړتيا لپاره تکړه، با استعداده او مسلکي استادان استخداموي.
شرايط:
• د انګلیسي ژبې د تدریس نږدې (3) کلنه عملي تجربه ولري.
• تخليقي فکر او د وخت مديريت وړتيا ولري.
• مسؤليت منونکی او ژمن شخص واوسي.

علاقه ‌مندان دې خپله CV زموږ واټساپ شمېرې او یا ايميل ته راولېږي.

وټساپ شمېره: 93781717455+
ایمیل ادرس: [email protected]
پته: د بي بي حوا عالي لېسې ترڅنګ لویدیځ لور ته لمړۍ کوڅه، جلال اباد ښار

27/03/2026

خبرتیا!
د ځواک مسلم د زده کړې اکاډمۍ ټولو کارکوونکو، ښوونکو او ګرانو زده کوونکو ته خبر ورکول کیږي، سبا (شنبه) چې د حمل میاشتې د (8) مې نېټې سره سمون خوري، ټول اداري او تدریسي بهیر به په عادي ډول پیل شي.

17/03/2026

د رخصتۍ خبرتیا!

23/02/2026

د ځواک مسلم د زده کړې اکاډمي د خپل علمي ټيم د لا پياوړتيا لپاره يو تکړه، با استعداده او مسلکي ويډيو ګرافر او ايډيټور استخداموي.

د دندې مسؤليتونه:
• د تدريسي ويډيوګانو مسلکي ثبتول.
• د سوشل ميډيا لپاره د تبليغاتي ويډيوګانو جوړول.
• د Motion graphics او Visual effects جوړول.
• په مسلکي توګه د کنفرانسونو او غونډو د ويډيوګانو ثبتول.
• د ويډيوګانو ايډيټ، رنګ اصلاح او غږ سمول.
• له اداري مشرتابه او کارکوونکو سره همغږي او تخليقي همکاري.

شرايط:
• د ويډيو ګرافۍ او ايډيټ په برخه کې نږدې (2) کلنه عملي تجربه ولري.
• د Premiere Pro، After Effects او Final Cut Pro يا ورته سافټويرونو بشپړ مسلکي مهارت ولري.
• تخليقي فکر او د وخت مديريت وړتيا ولري.
• مسؤليت منونکی او ژمن شخص واوسي.

علاقه ‌مندان دې خپله CV او د کار نمونې (Portfolio) زموږ واټساپ شمېرې/ايميل ته راولېږي.

وټساپ شمېره: 93781717455+
ایمیل ادرس: [email protected]
پته: د بي بي حوا عالي لېسې ترڅنګ لویدیځ لور ته لمړۍ کوڅه، جلال اباد ښار

18/02/2026

✨د رمضان د میاشتې ځانګړې ډالۍ!✨

ایا غواړئ چې په لنډ وخت کې انګلیسي ژبه او کمپیوټر زده کړئ؟
اوس دا ستاسو لپاره تر ټولو ښه فرصت دی.
د ځواک مسلم د زده کړې اکاډمي د رمضان میاشې د رارسیدو په پار په ټولو برنامو کې نوي زده کوونکي په %50 فیصده تخفیف سره جذبوي.
بېړه و کړئ او له دې زرین چانس څخه ګټه واخلۍ.

پته: د بي بي حوا عالي لېسې ترڅنګ لویدبځ لور ته لمړۍ کوڅه، جلال آباد ښار.
📞 +93 78 1600 580

03/01/2026

د کار موندنې خبرتیا!
ځواک مسلم د زده کړې اکاډمي د خپل علمي ټیم د لا پیاوړتیا په موخه ، یو تن مسلکي، وړ او هڅاند د کمپیوټر ښوونکي ته اړتیا لري.

د دندې شرایط:
✅ لږ تر لږه ۲ څخه تر ۳ کلنو پوری اړونده تدریسي یا مسلکي تجربه.
✅ د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې قوي او هر اړخیزه علمي پوهه.
✅ د تدریس، اغیزمنو اړیکو او زده کوونکو د لارښوونې عالي مهارتونه.
✅ په علمي او تعلیمي چاپیریال کې د اغیزمن کار کولو وړتیا.
✅اړونده تحصیلي اسناد یا مسلکي تصدیقونه (لومړیتوب لري)


امتیازات او ګټې:
✅ مسلکي، منظم او سالم کاري چاپېریال
✅ د مسلکي ودې، پرمختګ او مهارتونو لوړولو فرصتونه
✅ مناسب او سیال معاش

‎د غوښتنلیک څرنګوالی
په شرایطو برابر اشخاص کولی شي چې خپله (CV)لاندې بریښنالیک او یا هم وټساپ شمېرې ته واستوي.

‎📱 WhatsApp: +93781717455
‎📧 Email: [email protected]

‎🏡 پته
‎د بي‌بي حوا عالي لېسې ترڅنګ، لوېدیځ لور ته لومړۍ کوڅه، جلال‌آباد ښار

02/12/2025

د جرمني (الماني) ژبې زده کړه په معیاري او تخصصي ډول!

د ازموینو د چمتووالي ټولګي A1, A2, B1, B2
============
ولې د جرمني ژبې د زده کړې لپاره ځواک مسلم غوره کړو؟
🔸مسلکي او با تجربه ښوونکي.
🔸 د ګویته انسټیټیوټ په معیار تدریس.
🔸د جرمني سفارت لخوا د مرکو احتمالي پوښتنو ځوابونه او لارښوونې.
🔸 د ژبې د خبرو وړتیا لوړولو ځانګړې لارښوونې او تمرینونه.
============
داړېکو شمېرې 📞: 580 1600 78 93+
#پته 🏠: د بي بي حوا عالي لېسې ترڅنګ، جلال اباد ښار

#ژبپوهه


01/12/2025

د انګلیسي ژبه د نړۍ يوه مهمه نړیواله ژبه ګڼل کېږي. انګلیسي ژبه د ښوونې او روزنې، سوداګرۍ، تکنالوژۍ، او نړیوالو اړیکو لپاره اساسي او مهمه ژبه شمېرل کېږي. د انګلیسي ژبې د زده کړې په مرسته تاسو کولی شئ ترڅو نوو پرمختګونو او نړیوالو فرصتونو ته لاره پیدا کړئ.
کچیرته تاسو هم د انګلیسي ژبې د زده کړې لیوالتیا لرئ نو د ځواک مسلم د زده کړې اکاډمۍ یو کلنه برنامه انتخاب کړئ.
زموږ ځانګړتیاوې:
✅ د انګلیسي ژبې د زده کړې ځانګړی نصاب
✅ مسلکي او باتجربه ښوونکي
✅ منظم صنفي چاپیریال
✅ د خویندو لپاره جلا ټولګي
✅ مناسب فیس
✅ د بیوزله زده کوونکو لپاره ځانګړی تخفیف

📍پته: د بي بي حوا عالي لېسې ترڅنګ جلال آباد ښار
د اړیکو شمېرې:
+93781600580📞
+93781717455📞
له موږ څخه، د انګلیسي ژبې ترټولو باوري ډیپلوم ترلاسه کړئ!

30/11/2025

د حساب او الجبر نوي ټولګي په ځواک مسلم د زده کړې اکاډمۍ کې!

آیا غواړئ چې د ریاضیاتو نړۍ ته داخل شئ!
آیا هیله لرئ چې ستونزمن مفاهیم په ساده او اسانه ډول زده کړئ!
که ځواب مو هو وي،
نو دا فرصت له لاسه مه ورکوئ!

👈ځواک مسلم د زده کړې اکاډمي ستاسو د ژورو فکرونو او بااحساسه بریالیتوب ملاتړ کوي.
راځئ له ځواک مسلم د زده کړې اکاډمۍ سره یوځای شئ او خپل ځانونه مو تر بریالیتوب ورسوئ.

📍پته: د بي بي حوا عالي لېسې ترڅنګ لویدیځ لور ته لمړۍ کوڅه
📲 +93 78 1600 580
📲 +93 78 1717 455

#تعلیم #ښوونه

29/11/2025

د کمپیوټر د نویو برنامو لپاره نوم لیکنه روانه ده!
د کمپیوټر د مهارتونو زده کول د نن ورځې د بریا کلید ده. دا مهارتونه تاسو د کاري فرصتونو او لویو بریاوو لپاره چمتو کوي.

د درسي وختونو او د درسونو د پیل په اړه زموږ ادارې ته تشریف راوړئ او یا هم په لاندې شمېرو اړیکه ونیسئ.

📲 : 078 1600 580
🏡 : د بي بي حوا عالي لېسې ترڅنګ جلال آباد ښار

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Near Bibi Hawa High School
Jalalabad