الحمدلله! د معارف د قدرمنو مشرانو د لارښوونو او سپارښتنو په رڼا کې، د رحمان بابا خصوصي عالي لېسه کې د ۱۴۰۵ تعلیمي کال وروستۍ ازموینه (تهذیب) له زده کوونکو څخه په منظم، ډول واخیستل شوه.
موږ خپلو ټولو زده کوونکو ته د ازموینو د بشپړېدو مبارکي وایو او ورته د لا زیاتو علمي، بریاوو هیله لرو. د الله تعالی له دربار څخه ورته روښانه راتلونکی او دوامداره کامیابي غواړو.
رحمان بابا خصوصي عالي لېسه
باکیفیته زده کړو ته ژمنه اداره
رحمان بابا خصوصي عالي لېسه
د رحمان بابا خصوصي لېسه او تعلیمي مرکز چی په ۱۳۹۰ ل کال ?
د رحمان بابا خصوصي لېسه او تعلیمي مرکز چی په ۱۳۹۰ ل کال تاسیس شوی، اوسمهال له نرسري ټولګي تر لېسی دوری زده کوونکي لري، او ویاړي چی خپل بچیان او راتلونکی نسل د تعلیم په ګاڼه سمبال روزي.
د ١٤٠٤او١٤٠٥ کال کلنۍ ازمویني اړوند د رحمان بابا خصوصي عالي لېسې تدریسي معاون محترم شمس الحق (حقمل) وینا
01/06/2026
📚 د ۱۴۰۵ تعلیمي کال کلنۍ آزموينې 📚
الحمدلله د رحمان بابا خصوصي عالي لېسه کې د ۱۴۰۵ تعلیمي کال کلنۍ ازموینو پیل
زموږ موخه دا ده چې زدهکوونکي د علم، اخلاقو او غوره راتلونکې پر لور وهڅوو او د هغوی د يو کلن زحمت ارزونه په شفاف او عادلانه ډول ترسره کړو.
ګرانو زدهکوونکو!
آزموينه د بريا دروازه ده، نو په ، هڅه او باور سره خپلو موخو ته ورسېږئ.
رحمان بابا خصوصي عالي لېسه
باکيفيته زده کړو ته ژمنه اداره
رحمان بابا خصوصي عالي لېسه
با کیفیته زده کړو ته ژمنه اداره
29/05/2026
د رحمان بابا خصوصي عالي لېسې خبرتیا
ګرانو زده کوونکو او د زده کوونکو محترمو اولیاوو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
تاسو ته په درنښت خبر درکول کېږي چې د لوی اختر رخصتۍ پای ته رسېدلې دي، او د روان ۱۴۰۵ تعلیمي کال کلنۍ ازموینې به د جوزا میاشتې په ۱۰مه نېټه، د یکشنبې په ورځ پیل شي.
نو له ټولو زده کوونکو څخه هیله کېږي چې په ټاکلې نېټه خپلو ازموینو لپاره له بشپړ چمتووالي سره ښوونځي ته حاضر شي.
په درنښت
27/05/2026
دلوی اختر د مبارکي پیغام
د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د رحمان بابا خصوصي عالي لېسې اداره، ښوونکي او کارکوونکي خپلو قدرمنو زده کوونکو، درنو والدینو او د هېواد ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي.
الله تعالی دې دا مبارکې ورځې د خوښۍ، سولې، ورورولۍ سبب وګرځوي، قربانۍ او عبادتونه مو د الله په دربار کی قبولې شه
اختر مو بختور، د خوشحالی ډک اختر ولری
په درنښت
د رحمان بابا خصوصي عالي لېسې اداره ✍️
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Contact the school
Telephone
Website
Address
Jalalabad
26000