د بهار شرق عالی ليسه Bahar Sharq School of Excellence

د بهار شرق عالی ليسه Bahar Sharq School of Excellence

Share

Best school in Afghanisntan

بهار شرق عالی لیسه جلال آباد شار په دریمه ناحیه د خراسان پوهنتون شرق طرف ته دریمه کوچه دبهار شرق عالی لیسه د 1395 تعلیمی کال لپاره داخله جریان لری

08/07/2022

#د لوي اختر د مبارکي پيغام!

ټولو محترم استادانو،شاگردانو ،والدينو ، همکارانو، درنو هیوادوالو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د لوي اختر د رارسیدو مبارکی وایم. خدای ج دې د ټولو، عبادات، قربانۍ اوصدقات په خپل دربار کي قبولي کړي.

د پرمختللي اباد او سوکاله افغانستان په هيله.

#په درنښت
دبهار شرق ليسه اداره

23/05/2022
17/09/2021

د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد ټولو امارتي او خصوصي ښوونځیو، رسمي دارالعلومونو او رسمي مدارسو ته خبر ورکول کیږي:

۱: څرنګه چې مخکې ټولو ښوونځیو او رسمي مدارسو ته تر شپږم ټولګي پورې د تعلیمي بهیر د پیل خبر ورکړل شوی وو د یادې تدریجي شروع په سلسله کې اوس د ذکورو (نارینه) ټولو متوسطه او لیسه ښوونځیو او رسمي مدارسو ته خبر ورکول کیږي تر څو د سنبلې د میاشتې په ۲۷ نېټه د شنبې په ورځ خپل تعلیمي او ښوونیز بهیر پیل کړي، ټول ذکور ښوونکي او زده کونکي باید خپل تعلیمي ادارو ته حاضر شي.

۲: ټول ولایتي او اړوند مسئولین دې په دې اړه لازم اجراءات ترسره کړي

21/01/2021
Photos from ‎د بهار شرق عالی ليسه Bahar Sharq School of Excellence‎'s post 16/08/2020

د ډير لوى او نړيوال ناورين نه وروسته د افغانستان جمهورى اسلامي دولت د کابينى شورا د پريكړى په اساس ټول تعليمي نهادونه او ښوونځيو ته د يو خاص طرحه او طرزالعمل په نظر کى نيولو سره د بيا پيل او فعاليت اجازه ورکړه
دبهار شرق خصوصي عالى ليسه مخکى لدى چه تدريسي چارى پيل شي نن ديکشنبى په ورځ د واليدينو جلسه دايره کړه چه د واليدنو سربيره د کليو او سيمي مشران ، د ګذر وکيلان ، د مدني ټولني استازى او ځوانان پکى ګډون وکړ چه د مکتب لا پياوړتيا پخاطر خپل مشورى،غوښتني ، وړانديزونه او نظريات د مونږ سره شريك يي کړى او دهر راز همکارى وعده وکړه د غوندي په پاى کى د بهار شرق د خصوصي عالي ليسى مدير ګډونوالو نه مننه وکړ او د هغوى غوښتنى او نظرياتو ته مثبت ځواب وويل او څو قسمه تحفيف وعده هم ورکړه او دخپلو خبرو په جريان کى وويل چه زمونږ هدف خدمت ده نه تجارت زموږ هر راز هلي او ځلې ،او هڅي د تدريسي چارى لا پياوړى کول او دمظلوم ،غريب ،زوريدلى او کړيدلى ولس د بچو سالمه روزنه ده

Photos from ‎د بهار شرق عالی ليسه Bahar Sharq School of Excellence‎'s post 11/08/2020


د دولتي ښوونځيو د يوولسم او دولسم ټولګيو , د شپنيو لېسو له اووم تر دولسم ټولګيو او د خصوصي ښوونځيو له لومړي تر دولسم ټولګيو حضوري درسونه د وږي يا سنبلې مياشتې له لومړۍ نېټې پيليږي.
د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډې د دولتي ښوونځيو د یوولسم او دولسم ټولګیو، د شپنیو لېسو له اووم تر دولسم ټولګیو او د خصوصي ښوونځیو له لومړي تر دولسم ټولګیو پورې د حضوري درسونو د پیل په اړه د کابینې طرحه د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي دستورالعملونو په رعایت کولو سره د ۱۳۹۹ کال د وږي میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تصویب کړه.
Kabul News

Photos from ‎د بهار شرق عالی ليسه Bahar Sharq School of Excellence‎'s post 03/08/2020

نظر به فيصله ى وزارت محترم معارف زنګ مکاتب به تاريخ ۱۵ اسد زده خواهد شد , ومکاتب دولتى وخصوصى تدريسى حضورى را آغا حواهند کرد. انشاالله
داخله رايګان است همرا با تخفيف

08/07/2020

د افغانستان اسلامي جمهوریت د یو مسئول دولت په توګه د هیوادوالو د ژوند، حقوقو او ګټو هر اړخ په پام کې نیسي. اوس چې په نړۍ او افغانستان کې د کویډ – ۱۹ پانډیمي خپره ده، د انسان ژوند او بقا ساتل تر هر څه مهم دي. له همدې امله د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې پریکړه کړې ده چې ښوونځي تر یو ټاکلي وخت په حضوري توګه بند خو غیر حضوري زده کړې دوام کوي.

په عین حال کې له ځینو اړخونو د پوهنې وزارت ته په کوچنیو ټولګیو او اجتماعاتو کې د درسونو د حضوري پیل کیدو په باب غوښتنې راځي. د پوهنې وزارت د کویډ – ۱۹ سره د مقابلې په جریان کې د زده کړو د دوام لپاره درې ګونې ستراتیژۍ جوړې کړې دي:

۱- ځاني زده کړې
۲- غیرحضوري زده کړي
۳- په کوچنیو ټولګیو/ تجمعاتو کې زده کړي.

د پوهنې وزارت په کوچنیو ټولګیو/ تجمعاتو کې زده کړو په برخه کې د زده کوونکو او د دوی د کورنیو ژوند ته د لومړيتوب ورکولو له امله لومړی د عامې روغتیا وزارت مسلکي مشورې اخلي او بیا د جمهوري ریاست د عالي مقام هدایت غواړي.

د پوهنې وزارت چې د افغانستان ماشومانو او د سواد زده کړې د عمر لرونکو ته د با کیفیته او عادلانه تعلیمي خدماتو د رسولو مسئول دی، داخپل مکلفیت ګڼي چې د کویډ – ۱۹ د شیوع په شمول په هر ډول شرایطو کې خپله دنده ترسره کړي، نو ځکه د ځاني زده کړو، تلویزیون، ویب سایټ، موبایل اپلیکیشن او نورو لارو د تعلیمي خدماتو عرضه ژر پیلوي او په عین حال کې د کوچنیو ټولګیو او تجمعاتو بدیل ته صحي مسلکي لارې او پالیسی هدایات پلټي.

د قرنطین حالت تر پای ته رسیدو وروسته وزارت عاجل تدابیر سنجولي دي چې د زده کوونکو تیر شوي درسونه هم په معقول شکل جبران شي.
د پوهنې وزارت له درنو کورنیو او درنو والدینو څخه هیله کوي چې د ممکنو بدیلونو له لارې د خپلو اولادونو په زده کړه کې مرسته وکړي.

23/05/2020

اختر مو مبارك شه.

د نيكمرغه كوچني اختر په رارسيدو سره زه پخپل وار تاسي ، ستاسي قدرمني كورني ، دنري تولو مسلمانانو خويندو او ورنو ته او په خاص دول د ننگرهار جنگ ځپلي او قهرمان ولس ته د زره د كومي مباركي وايم هـيله ده چي دا اختر مونز ته دسولي او ارامي پيغام راوري.

03/06/2019



د ننګرهار ولایت د دولسمو ټولګيو ټول فارغان دې د لاندې مهالوېش او پتې (ننګرهار پوهنتون) سره سم د بايو متريک معلوماتو ثبت او ازموينې ته چمتووالى ولري.
#بايومتريک:
هغه کسان چې کارت کې يې #لومړۍ ورځ ليکل شوې ده د يکشنبې ورځ د جوزا پر 26 نېټه سهار شپږ بجې

هغه کسان چې کارت کې يې #دويمه ورځ ليکل شوې ده د يکشنبې ورځ د جوزا پر 27 نېټه سهار شپږ بجې

هغه کسان چې کارت کې يې #دريمه ورځ ليکل شوې ده د يکشنبې ورځ د جوزا پر 28 نېټه سهار شپږ بجې

#ازموينه:

#لومړۍ ورځ د غبرګولي (جوزا) په 29 نېټه
#دويمه ورځ د غبرګولي (جوزا) په 30 نېټه
#دريمه ورځ د غبرګولي (جوزا) په 31 نېټه

له ملګرو سره يې شېير کړئ تر څو ټولو ته ورسېږي.
د ازموينې کارتونه مو له ټاکل شوې نېټې مخکې خپلو ښونځيو کې تر لاسه کړئ.
بيا به هم خبرتیا خپره شي.



د ننګرهار ولایت د دولسمو ټولګيو ټول فارغان دې د لاندې مهالوېش او پتې (ننګرهار پوهنتون) سره سم د بايو متريک معلوماتو ثبت او ازموينې ته چمتووالى ولري.
#بايومتريک:
هغه کسان چې کارت کې يې #لومړۍ ورځ ليکل شوې ده د يکشنبې ورځ د جوزا پر 26 نېټه سهار شپږ بجې

هغه کسان چې کارت کې يې #دويمه ورځ ليکل شوې ده د دوشنبې ورځ د جوزا پر 27 نېټه سهار شپږ بجې

هغه کسان چې کارت کې يې #دريمه ورځ ليکل شوې ده د سه شنبې ورځ د جوزا پر 28 نېټه سهار شپږ بجې

#ازموينه:

#لومړۍ ورځ د غبرګولي (جوزا) په 29 نېټه
#دويمه ورځ د غبرګولي (جوزا) په 30 نېټه
#دريمه ورځ د غبرګولي (جوزا) په 31 نېټه

له ملګرو سره يې شېير کړئ تر څو ټولو ته ورسېږي.
د ازموينې کارتونه مو له ټاکل شوې نېټې مخکې خپلو ښونځيو کې تر لاسه کړئ.
بيا به هم خبرتیا خپره شي.

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Jalalabad
2602