ژوند د چا په خوښه مکوه!
زړه د چا په خوښه مه ماتوه!
هیلې دې د چا لپاره مه وژنه، ځکه د هیلو مرګ له ریښتني مرګ نه سخت وي.
چا پسې زړه مه تړه چاته رازونه مه وایه!
که چا درته وویل داسې وکړه هغه مه خپه کوه يوازې په هو ځواب ورکړه!
د چا زړه مه ماتوه زړه یې مه ازاروه!
بې پروا اوسه که چا درته وویل مینه درسره لرم، ځواب کی ورته ووایه سمده، خو ته مه ورته وایه چې راته ارزښت لرې
مسکۍ شه زړه یې وساته، خو ځان پورې یې دومره مه تړه چی ستا تلل یې مرګ وګرځي.
خپلواکه او یوازې اوسه خپلې دنیا کې پاچا اوسه مه وزیر ساته، نه وزیره!
تل خوشحالي کوه، له غمه ځان خلاص کړه، په وړو خبرو زړه مه خفه کوه، سخت کار کوه، له خلکو بې پروا اوسه، ځکه نړۍ يوه ورځ حتماً ختمېږي.!!
Afghan Students Around The World
We want Peace, Education And We Need it .. افغانان زنده باد
اړینه خبرتیا
د ټولو د پام وړ!
د پاکستان اسلامي جمهوریت د لوړو زده کړو اداري (ايچ اي سي) د علامه محمد اقبال دریم پړاو ۴۵۰۰ تحصلي بورسونو دویم دور د ماسټرۍ او دوکتورا دوري له پاره شارټ لیسټ شویو محصلینو ته به سبا يعني د دوشنبي په ورځ ایمیلونه استول کېږي.
درښت
09/02/2025
مبارک شه مبارک👏 افريکا ليګ
راشيد خان په کپټاني کي ام اى کپټاون دي 2025کال اتلولي خپله کړه.
اتل دي تل وي په وطن 🇦🇫❤🌹
08/02/2025
خان دي الله سر لوړي لري
سلام عليکم
02/02/2021
07/12/2020
24/11/2020
:📽
د جلال اباد ښار، دوې پېړۍ وړاندي له طوفان وروسته...
په اتلسمه پېړۍ کي يوه توند طوفان د جلال اباد ښار ګډوډ کړ او په لاندي انځور کي د همدې ورځي بڼه ښکاري.
جیمز ریټري په برتانوي پوځ کي دوهم هنرمند سرتیری وو چي په لومړي افغان انګليس جګړه کي د انګليسي سرتيرو سره د طبيب په شکل ملګری وو او په دغه ورځ ئې ددې پيښي جالبه انځورګري کړې ده.
جېمز ريټري له دې انځور سره ليکلي دي: "د جلال اباد [پخوا جلال کوټ] ښار چي د [Sir Robert Henry Sale] په مشري تر انګرېزي واک لاندي دئ، له يوه سخت طوفان وروسته..."
هغه وخت دې کلا څلور دروازي درلودي، لکه:
کابل دروازه
پيښور دروازه
اوبو دروازه
جنوب دروازه
جلال اباد هغه وخت ډېر ارزښت پيدا کړ چي کله په شلمه پېړۍ کي ژمنۍ پلازمېنه سوه، او د افغانستان باچاهانو به ژمي په [ ] ماڼۍ کي تېراوه.
مغولي تاريخ ادعا کوي چي دغه ښار مغل واکمن [ ] په ۱۵۶۰ع کال ودان کړی دئ، نور مورخين وايي دغه ښار د د زوی [جلال الدين] په نامه دئ چي هغه دلته د مغولو پر ضد مرکز لاره.
ځيني مورخين بيا ليکي چي د جلال اباد پخوانی نوم [جوی شاهی] دی او کلا ئې د مغول اشرافي [منعم خان] له لوري جوړه سوې ده، نعيم د مغولي واکمنانو همایون او جلال الدین اکبر په واکمنۍ کي ژوند کاوه.
منعم خان ته [جوی شاهي] د مستمرې [هغه مځکه چي پاچا ئې د خپلې کورنۍ غړو ته ورکوي] په ډول ورکړل سوې وه. همدارنګه د منعم یوه لور د اکبر مېرمن وه.
درباري مؤرخ ابوالفضل لیکلي: "منعم خان جوی شاهي ونیوه او مستعمره ئې کړ...". منعم له ۱۵۵۵-۱۵۶۰ع کال پوري د کابل والي وو.
بایزید بیات [د همایون او اکبر خدمتګار] په خپل ژوندلیک کي لیکلي: "همایون په ۱۵۵۲ع کال کي په جوی شاهی کي یوه کلا جوړه کړه چي وروسته یوه بله کلا د جلال اباد په نوم جوړه کړه".
ياده دي وي چي او جلال اباد جلا ځایونه وه؛ خو له یوه بله ئې واټن نه لاره، هم په خپل ژوندلیک کي د ادینه پور او جوی شاهی یادونه کړې ده. ادینه پور ته اوس بالا باغ وايي چي د جلال سره نږدې پروت دئ.
د انځور نېټه: ۱۸۴۷ع | انځورګر: جېمز ريټري | ځای: #ننګرهار د ښار مرکزي کلا
د جلال اباد نور تاريخي مواد دلته: https://bit.ly/2Tedmuc
🇦🇫
10/11/2020
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Website
Address
Jalalabad