Momin Medical Institute

Momin Medical Institute

Share

مؤمن د روغتیایی علومو انستیتوت:
د عامی روغتیا وزارت سره په 145 ګڼه ثبت او راجستر طبي انستیتوت دی

20/05/2026

د خولې بد بوی (Halitosis) یوه عامه خو مهمه طبي ستونزه ده چې د انسان پر ورځني ژوند، شخصیت او ټولنیزو اړیکو ژور اغېز لري. ډېری خلک له دې ستونزې سره مخ وي، خو د شرم یا نه پاملرنې له امله یې درملنه نه کوي. د خولې بد بوی یوازې یوه عادي ستونزه نه ده، بلکې کله ناکله د بدن د داخلي ناروغیو نښه هم کېدای شي.

د خولې بد بوی مهم لاملونه:
د خولې او غاښونو خراب حفظ الصحه
د غاښونو خرابوالی او میکروبي ناروغۍ
د ژبې پر سر د مکروبونو جمع کېدل
د خولې وچوالی (Xerostomia)
د معدې ستونزې او GERD
سګرټ، نسوار او نور ناوړه عادتونه
د ستوني او پوزې ځینې انتانات

د مخنیوي او درملنې لارې:

هره ورځ دوه وخته د غاښونو منظم برش کول
د ژبې پاک ساتل
د غاښونو تار (Dental Floss) استعمال
زیاتې اوبه څښل او خوله مرطوبه ساتل
د خولې مینځلو دوا (Mouth Wash) کارول
د خوږو او بدبویه خوراکونو کم استعمال
د غاښونو متخصص ډاکټر سره منظم معاینه

یادونه:
که د خولې بد بوی د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي، نو دا باید جدي ونیول شي، ځکه کله ناکله د معدې، ستوني او یا نورو داخلي ناروغیو نښه هم وي.

د طبي زده کړو موخه یوازې معلومات نه، بلکې د ټولنې د روغتیا ساتنه او د خلکو پوهاوی لوړول دي.

د مومن طبي علومو انستیتوت د غاښونو د پروتیز د څانګې استاد ډاکټر عبدالعزیز حسن زی په د خولي په بد بوی (Halitosis) په موضوع خه لچکر وړاندې کړئ دی ویډیو درسره تر پاي وګوزئ.!

#د نشراتو او ځانګړو برنامو مدیریت

18/05/2026

مومن د طبي علومو انستیتوت د خپلو علمي او اکاډمیکو فعالیتونو په دوام، سبا ورځ یو مهم علمي سیمینار د Scabies (خارش) ناروغۍ اړوند وړاندې کوي، چې موخه یې د محصلینو علمي پوهې لوړول او د یادې ناروغۍ په اړه د هغوی معلوماتو ته پراختیا ورکول دي.

ټاکل شوې ده چې دغه علمي سیمینار د محترم استاد ډاکټر وقاص محمدي لخوا په علمي او مسلکي ډول وړاندې شي، چې پکې به د Scabies ناروغۍ د رامنځته کېدو عوامل، نښې نښانې، د انتقال لارې، د وقایې طریقې، تشخیص او درملنې اړوند مهم طبي معلومات په تفصیلي ډول تشریح شي.

مومن د طبي علومو انستیتوت تل هڅه کوي چې د معیاري تدریس ترڅنګ خپلو محصلینو ته د علمي سیمینارونو، عملي پروګرامونو او اکاډمیکو فعالیتونو له لارې غوره علمي فرصتونه برابر کړي، ترڅو محصلین په نظري او عملي دواړو برخو کې لا پیاوړي او مسلکي وروزل شي.

له ټولو د طب محصلینو څخه هیله کېږي چې په یاد علمي سیمینار کې ګډون وکړي او له وړاندې کېدونکو علمي معلوماتو څخه ګټه واخلي.

Photos from Momin Medical Institute's post 18/05/2026

مومن د طبي علومو انستیتوت د خپلو علمي او اکاډمیکو فعالیتونو په دوام، یو بل مهم او ګټور علمي سیمینار وړاندې کړ، چې موخه یې د محصلینو علمي پوهې لوړول او د طبي موضوعاتو په اړه د هغوی معلوماتو ته پراختیا ورکول وو.

د سیمینار په پیل کې د مومن د طبي علومو انستیتوت علمي معاوین ن.پوهنیار عبدالواجد شینواري د علمي سیمینارونو د ارزښت او ګټو په اړه وینا وکړه. نوموړي وویل چې دغه ډول علمي پروګرامونه د محصلینو د علمي ظرفیت لوړولو، عملي تجربو زیاتولو او د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا کې مهم رول لري. هغه همداراز محصلین وهڅول چې د خپلو زده کړو ترڅنګ په علمي او څېړنیزو فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي.

دغه علمي سیمینار د مار چیچل ناروغۍ اړوند د محترم ډاکټر روح الله احساس لخوا په علمي او مسلکي ډول وړاندې شو، چې پکې یې د مارچیچل ناروغۍ د رامنځته کېدو عوامل، نښې نښانې، د وقایې لارې، د لومړنیو مرستو طریقې او د درملنې اړوند مهم طبي معلومات په تفصیلي ډول تشریح کړل. نوموړي د موضوع مهم اړخونه په اسانه او علمي بڼه محصلینو ته وړاندې کړل، چې د ګډونوالو ځانګړې پاملرنه یې ځانته راواړوله.

په یاد سیمینار کې د طب ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و، چې د موضوع اړوند یې خپلې پوښتنې او نظریات هم شریک کړل. د سیمینار په پای کې د محصلینو له لوري د وړاندې شوې موضوع ستاینه وشوه او دغه ډول علمي پروګرامونه یې د خپلو مسلکي زده کړو لپاره مهم او اغېزمن وبلل.

مومن د طبي علومو انستیتوت تل هڅه کوي چې د معیاري تدریس ترڅنګ خپلو محصلینو ته د علمي سیمینارونو، عملي پروګرامونو او اکاډمیکو فعالیتونو له لارې غوره علمي فرصتونه برابر کړي، ترڅو محصلین په نظري او عملي دواړو برخو کې لا پیاوړي او مسلکي وروزل شي.

16/05/2026

د مومن د طبي علومو انستیتوت د غاښونو پروتیز څانګې محصل حماس ګلزاد لنډ ویډیوی کلیپ درسره وګورئ.

نوموړي په خپلو خبرو کې د مومن د طبي علومو انستیتوت له ادارې، قدرمنو استادانو او علمي چاپېریال څخه د زړه له کومې مننه او خوښي څرګنده کړې ده.

موږ تل هڅه کوو چې خپلو محصلینو ته معیاري، عملي او مسلکي زده‌کړې وړاندې کړو، ترڅو هغوی وکولای شي په راتلونکي کې د ټولنې لپاره غوره او مسلکي کادرونه وګرځي.

#د نشراتو او ځانګړو برنامو مدیریت

Photos from Momin Medical Institute's post 15/05/2026

د مومن د طبي علومو انستیتوت له لوري د محصلینو د علمي، مسلکي او عملي ظرفیت لوړونې په موخه، د وینې لوړ فشار تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سیمینار په بریالیتوب سره وړاندې شو، چې پکې د طب برخې ګڼ شمېر محصلینو، او علمي مینوالو ګډون کړی و.

یاد علمي سیمینار د قدرمن استاد ډاکټر اکرام الله شینواري لخوا وړاندې شو، چې نوموړي پکې د وینې لوړ فشار اړوند مهم او اړین طبي معلومات په تفصیلي او علمي ډول ګډونوالو سره شریک کړل. په سیمینار کې د وینې لوړ فشار د رامنځته کېدو اساسي لاملونه، نښې نښانې، د مخنیوي اغېزمنې لارې، احتمالي خطرونه، د ناروغ د ساتنې مهم اصول او د درملنې معاصرې طریقې په هر اړخیز ډول تشریح شوې.

همدارنګه استاد د عملي تجربو او طبي بېلګو له لارې محصلینو ته د وینې لوړ فشار د تشخیص او مدیریت اړوند مهمې لارښوونې وړاندې کړې، چې د ګډونوالو له لوري په ځانګړې علاقه او هرکلي بدرګه شوې. د سیمینار ګډونوالو هم د یادې علمي برنامې ارزښتناک معلومات د خپلې علمي او مسلکي ودې لپاره ګټور وبلل.

مومن د طبي علومو انستیتوت تل هڅه کوي، څو د دا ډول علمي او روزنیزو برنامو له لارې د خپلو محصلینو علمي کچه لوړه، مسلکي مهارتونه پیاوړي او د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د هغوی عملي وړتیاوې لا پراخې کړي.

Photos from Momin Medical Institute's post 12/05/2026

نن ورځ د مومن د طبي علومو انستیتوت په علمي او اکاډمیک چاپېریال کې یو مهم او ګټور علمي سیمینار د محترم ډاکټر صاحب مشفق الرحمن محمدي لخوا په خورا ښه، مسلکي او علمي ډول وړاندې شو، چې پکې د انستیتوت ګڼ شمېر محصلینو پکې پراخ ګډون کړی و. یاد سیمینار د محصلینو د علمي سطحې د لوړولو، د طبي معلوماتو د پراختیا او عملي پوهې د پیاوړتیا په موخه ترسره شو.

په دې علمي سیمینار کې د عصبي سیستم اړوند بېلابېل مهم موضوعات لکه د عصبي سیستم پېژندنه، د عصبي سیستم ډولونه، د نیورونونو جوړښت او دندې، د عصبي ناروغیو ډولونه او د عصبي سیستم د ساتنې او خوندیتوب مهم اصول په مفصل او واضح ډول تشریح شول. وړاندې کوونکي استاد ډاکټر مشفق الرحمن محمدي صاحب د موضوعاتو د ښه وضاحت لپاره بېلابېل علمي مثالونه او معلومات هم وړاندې کړل، چې د محصلینو ځانګړې پاملرنه یې ځانته راواړوله.

د سیمینار پر مهال محصلینو د موضوعاتو په اړه پوښتنې او علمي نظریات شریک کړل او د استاد لخوا ورته په هر اړخیز ډول ځوابونه وړاندې شول، چې له امله یې د ګډونوالو علمي پوهه نوره هم پیاوړې شوه. ګډونوالو د دغه ډول علمي پروګرامونو ترسره کېدل د طبي زده کړو لپاره ډېر مهم وبلل او د لا زیاتو ورته سیمینارونو غوښتنه یې وکړه.

مومن د طبي علومو انستیتوت تل هڅه کوي چې د معیاري زده کړو ترڅنګ خپلو محصلینو ته د علمي سیمینارونو، عملي پروګرامونو او اکاډمیکو فعالیتونو له لارې غوره علمي فرصتونه برابر کړي، څو محصلین وکولای شي په راتلونکي کې د ټولنې لپاره مسلکي او بااستعداده طبي کادرونه جوړ شي.

د یادونې وړ ده چې دا د مومن د طبي علومو انستیتوت د روانو علمي سیمینارونو لړۍ دوهم سیمینار و، چې د محصلینو له پراخ هرکلي او مثبت غبرګون سره مخ شو او په راتلونکو ورځو کې به هم د بېلابېلو طبي موضوعاتو په اړه ورته علمي سیمینارونه دوام ولري.

#د نشراتو او ځانګړو برنامو مدیریت

12/05/2026

د محصلینو د علمي، مسلکي او عملي ظرفیت لوړونې په موخه، مومن د طبي علومو انستیتوت له لوري د “وینې لوړ فشار” تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سیمینار وړاندې کېږي. دغه سیمینار د طب برخې محصلینو او روغتیايي خدمتونو مینوالو لپاره یو مهم علمي پروګرام دی، چې موخه یې د وینې لوړ فشار اړوند د مهمو طبي معلوماتو شریکول او د محصلینو علمي پوهه لا پیاوړې کول دي.

یاد علمي سیمینار به د قدرمن استاد ډاکټر اکرام الله شینواري لخوا وړاندې شي، چې پکې به د وینې لوړ فشار د رامنځته کېدو لاملونه، نښې نښانې، د مخنیوي لارې، احتمالي خطرونه او د درملنې مهم اصول په مفصل او علمي ډول تشریح شي، ترڅو ګډونوال وکولای شي په عملي او مسلکي ډول له یادو معلوماتو څخه استفاده وکړي.

ټاکل شوې ده چې دغه یو ورځنی علمي سیمینار سبا ورځ سهار په ۸:۳۰ بجو د مومن د طبي علومو انستیتوت په تالار کې ترسره شي. له ټولو محصلینو، د طب برخې زده‌کوونکو او علمي مینوالو څخه په درنښت هیله کېږي، څو په خپل وخت ګډون وکړي او له دې ارزښتناک علمي فرصت څخه پوره ګټه واخلي.

#د نشراتو او ځانګړو برنامو مدیریت

Photos from Momin Medical Institute's post 11/05/2026

د محصلینو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه، د مومن د طبي علومو انستیتوت له لوري جوړ شوی یو ورځنی وړیا علمي سیمینار، چې د قدرمن استاد ډاکټر محمد ولي زاده لخوا د شکر ناروغۍ (Diabetes) تر مهمې موضوع لاندې وړاندې شو نن ورځ د محصلینو او د طبي برخې د مینوالو په پراخ ګډون سره په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

د سیمینار په پیل کې د انستیتوت علمي چا و مرستیال ن. پوهنیار صاحب د خپلو ارزښتناکو خبرو پر مهال د علمي سیمینارونو او روزنیزو برنامو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې دا ډول علمي پروګرامونه د محصلینو لپاره یو مهم فرصت برابروي، ترڅو خپل علمي ظرفیت لوړ کړي، له نويو طبي معلوماتو سره اشنا شي او د نظري زده کړو ترڅنګ عملي او مسلکي پوهه هم ترلاسه کړي. نوموړي زیاته کړه چې د علم په ډګر کې دوامداره زده کړه د بریالیتوب اساسي راز دی او محصلین باید تل هڅه وکړي چې په داسې علمي برنامو کې فعاله ونډه واخلي.

په دې علمي سیمینار کې د شکر ناروغۍ اړوند مهم موضوعات لکه د ناروغۍ د رامنځته کېدو لاملونه، ډولونه، نښې نښانې، د مخنیوي لارې چارې، درملنه، د ناروغانو لپاره د مناسب غذایي رژیم ارزښت او د سالم ژوند مهم اصول په علمي او مسلکي ډول تشریح شول، چې ګډونوالو ترې د پام وړ استفاده وکړه او د موضوع اړوند یې خپلې پوښتنې هم شریکې کړې.

په پای کې یاد علمي سیمینار د ګډونوالو د خوښۍ، مثبتو نظریاتو او علمي استفادې په فضا کې په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

11/05/2026

د مومن د طبي علومو انستیتوت خبرتیا

د محصلینو د علمي ظرفیت لوړونې او مسلکي پرمختګ په موخه، مومن د طبي علومو انستیتوت له لوري یو ورځینی وړیا علمي سیمینار ترسره کېږي، چې پکې به قدرمن استاد ډاکټر مشفق الرحمن محمدي د عصبي سیستم (Nervous System) پر مهمو او اساسي موضوعاتو هر اړخیز علمي بحث او لکچر وړاندې کړي.

په دې سیمینار کې به ګډونوال د عصبي سیستم د جوړښت، دندو، ناروغیو او اړوندو طبي موضوعاتو په اړه مهم او ګټور معلومات ترلاسه کړي، ترڅو محصلین وکولای شي خپله علمي پوهه نوره هم پیاوړې کړي.

ورځ: سې شنبه
نېټه: ۱۴۰۵/۲/۲۲
وخت: سهار ۸:۳۰ بجې

هیله ده ټول محترم محصلین او د طبي علومو مینوال په دې مهم او ګټور علمي سیمینار کې ګډون وکړي، او خپل ملګري هم له ځان سره راولي ترڅو له دې علمي فرصت څخه ګډه ګټه واخلي.

#د نشراتو او ځانګړو برنامو مدیریت

10/05/2026

د محصلینو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه، مومن د طبي علومو انستیتوت خپلو محصلینو او د طب برخې مینوالو ته یو ورځنی وړیا علمي سیمینار وړاندې کوي، چې د قدرمن استاد ډاکټر محمد ولي زاده لخوا به د شکر ناروغۍ (Diabetes) تر مهمې موضوع لاندې وړاندې شي.

په دې علمي سیمینار کې به د شکر ناروغۍ د رامنځته کېدو لاملونه، ډولونه، نښې نښانې، مخنیوی، درملنه او د ناروغانو د سالم ژوند مهمې لارې چارې په علمي او مسلکي ډول تشریح شي، ترڅو ګډونوال وکولای شي د یادې ناروغۍ په اړه خپل علمي معلومات لا پیاوړي کړي او عملي استفاده ترې وکړي.

مومن د طبي علومو انستیتوت تل هڅه کوي چې د معیاري او اغېزمنو علمي پروګرامونو له لارې خپلو محصلینو ته د زده کړې ښه زمینه برابره کړي او هغوی د طبي برخې له نويو علمي موضوعاتو سره اشنا وساتي.

نوم‌لیکنه جریان لري

د پیل نېټه: ۲۱/۲/۱۴۰۵
وخت: سهار ۸:۳۰ بجې

هیله ده ټول محصلین او د طب برخې علاقه‌مندان په یاد سیمینار کې ګډون وکړي او له دې ارزښتناکې علمي برنامې څخه ګټه پورته کړي.

#د نشراتو او ځانګړو برنامو مدیریت

10/05/2026

درنو فارغانو دايکزيټ ازموينى نهايي نيټه د روان کال دسرطان مياشتى ٥ مه ده هيله ده مطالعى ته ادامه ورکړى .

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


Jalalabad
2601