06/12/2025
Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard!
Mujeeburrahman Nohzat, Samiulhaq Khaksar, Salahuden Safi, Khalil Stanikzai, Khan Safi, Raees Afghan, Arif Ahmadzai, Khan Baseerzai, Masihullah Safi, Atiqullah Adil
01/04/2023
د ننګرهار ملي راډيو تلوېزون ته د محصلينو دعملي زده کړو په موخه علمي سفر!
۱۴۰۲/۱/۹
دخراسان پوهنتون د بشري علومو پوهنځي د ژورنالېزم څانګې محصلينو نن ننګرهار ملي راډيو, تلويزون ته علمي سفر وکړ.
په ياد سفر کې د بشري علومو پوهنځي ريس استاد اورنګ (صميم) او د دې پوهنځي د ژورنالېزم څانګې مسوول استاد فرهاد شينواري برخه لرله.
ددې سفر په لړ کې د ملي راديو او تلويزيون ستډيوګانې ، کار خونې او تخنيکي وسايل وکتل شول چې د مسٶلينو له لوري معلومات ورکړل شول
وروسته استاد"شينواري" په وار سره زده کړيالانو ته تلويزونې او راډيويې سټډيوګانې او نور تخنيکي وسايل او کاري بهير وروپېژانده .
دغه راز استاد "صميم" هم له محصلينو سره د راديو تلويزيون په برخه کې خپلې ٢٢ کلنې راډيوې او تلويزونې تجربې او خاطرې شريکې کړې د پخوانيو او اوسنيو تخنيکې وسايلو او رسنيزو چارو په اړه يې پرتليز معلومات وړاندې کړل.
د يادونې وړ ده, چې له دې وړاندې هم ياد محصلين بېلابېلو خصوصي رسنيو ته د عملي زده کړو په موخه وړل شوې وو.
20/03/2023
١٤٠١/١٢/٢۸
د خراسان پوهنتون د بشري علومو پوهنځي له لوري بهاري سمستر ته په کانکور کې نويو برياليو محصلينو ته د ښه راغلاست پرتمينه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې نويو محصلينو ته د نوي درسي چاپېريال سره د بلدتيا او جلا فرهنګي چلندونو په اړه د مسٶلو مقاماتو له لوري غوره لارښوونې او مشورې وړاندې شوې.
نشراتو مدیریت
14/03/2023
١٤٠١/١٢/٢٢
د خراسان پوهنتون بشري علومو پوهنځي د ژورناليزم څانګې استادانو او محصلينو د يو نوي اباد، ښېرازه او سمسور کال د پيل په هيله د ياد پوهنتون په انګړ کې د ستروسو ونې کينولې په دې مراسمو کې د بشري علومو پوهنځي ريس استاد اورنګ صميم هېوادوالو ته په پيغام کې وويل: د هېواد د سمسورتيا په موخه د افغانستان له ټولو وګړو هيله لرم، چې په مناسبو ځايونو کې ونې او بوټي کينوي او په ډېره مينه يې پالنه هم وکړي.
05/02/2023
د انګلیسې ژبې او ادبیاتو شایقینو لپاره یو بهترین فرصت!
راشئ او ځانونه په مسلکې ډول د لیسانس په کچه په اړوند څانګو کی د تعلیم په ګاڼه سمبال کړئ.
عمومې کانکور ازموینه د دلوې ۲۱ او متفرقه ازموینه د حوت په ۵مه نیټه.
04/02/2023
د خراسان پوهنتون سپورټ ګالا جریان لرې....