د کانکور مرستیال

د کانکور مرستیال

Share

د افغانانو یووالی او پرمختګ

دا صفحه د ننگرهار د عالی لیسی د زده کوونکو به مشترکو هڅو باندی جوره شوی.
تر سو ټول افغانان ورورونه به خاصه توگه افغانی زده کوونکی سره د تل لباره یو موتی و ساتی.
او د افغانستان د پرمختګ لپاره سره یوځای شي

13/02/2023

🌹 *د شهادت نامو خبرتيا* 🌹
د ننګرهار ولايت پوهنې رياست اړوند د دولسم ټولګيو فارغانو ته خبر ورکول کېږي چې د فراغت شهادت نامه ترلاسه کولو لپاره *برېښنايي تذکره* (Computerized ID Card ) ځان سره راوړئ ، پرته له بريښنايي تذکرې د نتايجو او شهادتنامو عمومي مديريت ته د مراجعې کولو زحمت مه کوئ .
*يادونه*
د ساده کاغذي تذکرې په اساس جوړې شويو شهادت نامو فارغان د شهادت نامې ورکيدلو يا څه ډول تخريب په صورت کې ، راتلونکي کې د مثنى شهادت نامه ترلاسه کولو حق نه لري .
په درنښت ،
ننګرهار پوهنې رياست ،
نتايجو او شهادت نامو عمومي مديريت .

13/09/2022

د کاموالو عمومې شورا ټولو مشرانو او غړو سلام مې قبول کړئ
محترمو په شمشاد تلویزونې چینل مي د رباط خپرونه لیدله د کامې ولسوالئ یو تن هلک چی له عمره ډیر کوچنې تقریبأ ۱۵ کلن و د اقتصادې مشکلاتو له وجهې اړ شوې و چي اروپا هیواد ته په قاچاقې لار لاړ شې له ډیرو ستونزو سره مخ شوې و وهل ټکول یی خوړلې پښې یی زخمې شوې او بیرته هیواد ته راستون شوې
دلته په کور کي یی اقتصادې وضحه ښه نده مشکلات لرې بیا غواړې چي روان شي
نو ائ مشرانو، تجارانو ،سرمایه دارانو مه پریږدئ چی ستاسې اولاد د ایرانیانو، ترکیانو او نورو ځناورو خوراک شې مرسته ورسره وکړئ مشکلات یی ورته حل کړئ تعلیم ته یی وهڅوې د کار زمینه ورته برابره کړئ
که غواړئ مرسته ورسره وکړئ
ما سره اړیکه ونیسې زه به ستاسې مرسته د شورا په نماینده ګئ په صداقت سره ورسوم ادرس به یی پیدا کړم تاسې ته به ثبوت در وړاندې کړم
زما د واټس اپ شمیره +93789737678
پوسټ شیئر کړئ چی ټول د کامې ولسونه خبر شې او لاسنیوې یی وکړي

13/09/2022

دې پاڼې لپاره مې یو تکړه اډمین پکار دی.
که څوک لیوالتیا لري نو مهرباني.

06/06/2019



د ننګرهار ولایت د دولسمو ټولګيو ټول فارغان دې د لاندې مهالوېش او پتې (ننګرهار پوهنتون) سره سم د بايو متريک معلوماتو ثبت او ازموينې ته چمتووالى ولري.
#بايومتريک:
هغه کسان چې کارت کې يې #لومړۍ ورځ ليکل شوې ده د يکشنبې ورځ د جوزا پر 26 نېټه سهار شپږ بجې

هغه کسان چې کارت کې يې #دويمه ورځ ليکل شوې ده د دوشنبې ورځ د جوزا پر 27 نېټه سهار شپږ بجې

هغه کسان چې کارت کې يې #دريمه ورځ ليکل شوې ده د سه شنبې ورځ د جوزا پر 28 نېټه سهار شپږ بجې

#ازموينه:

#لومړۍ ورځ د غبرګولي (جوزا) په 29 نېټه
#دويمه ورځ د غبرګولي (جوزا) په 30 نېټه
#دريمه ورځ د غبرګولي (جوزا) په 31 نېټه

له ملګرو سره يې شېير کړئ تر څو ټولو ته ورسېږي.
د ازموينې کارتونه مو له ټاکل شوې نېټې مخکې خپلو ښونځيو کې تر لاسه کړئ.
بيا به هم خبرتیا خپره شي.

28/07/2017

کانکور نتایج
سبا ۳۰: ۱۰ بجې رسماً اعلانیږي.
دټولو د کامیابۍ په هیله.

18/07/2017

د کانکور نتایج
یکشنبه ان شاالله
بریالی اوسۍ!

12/07/2017

تا 15 اسد نتایج کانکور ...
آی دی های تان را از همین حال کومنت کنید..
Like + share

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalkot?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Address


Jalalabad
Jalalkot