ستره بریا مو مبارک شه.
Weldon blue tigers
Tahfiz ul Quran online Academy تحفيظ القران انلاين اكادمي
د قرآن کريم او ديني انلاين زده کړو لپاره لمونږ سره اړيکه ونيسئ
واټساپ93701233136
دقرآن او حدیث په رڼا کې
دخپلو بچو سالمه روزنه وکړئ.
مونږ ستاسې بچو ته په آنلاين بڼه اسلامي زده کړي کوو.
مضامين
قاعده
ناظره
حفظ
احاديث
مسنون دعاگاني
له مونږ سره رابطه وکړئ
+93765274675
لَا تَقْنَطُوا مِن رَحْمَةِ اللَّهِ
(سوره الزمر: ۵۳)
ترجمه:
"از رحمت خدا ناامید نشوید."
Sakoon😍❣️❣️❣️
❣️❣️❣️
❤سكون !😍
قُرآن څه وایی
په قرآن عظیم الشان کښې
د شل قسمه زړونو يادونه سوي
اته (۸) قسمه زړونه روغ دي
او
دولس ډوله په بیلابیلو مرضونو اخته زړونه دي
راځئ چې خپل زړه پکښې پیدا کړو
(۱) القلب السّليم :
سلیم زړه :
یواځې الله سبحانه وتعالي ته مخلص زړه ،
هغه چي له كفر، نفاق او هر ډول رذيله صفاتو تش
او پاک وي
{ إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ }
(۲) القلب المنيب
منيب زړه :
هغه زړه چې هر وخت الله سبحانه وتعالي ته
په توبه را گرځي،او دالله سبحانه وتعالي اطاعت كوونكی وي .
{ مَنْ خَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ وَجَاء بِقَلْبٍ مُّنِيبٍ }
(۳) القلب المخبت :
مخبت زړه:
الله سبحانه وتعالي ته
خاضع ، غاړه ايښودونكی او له سکون ډ زړه
{ فتُخْبِتَ لَهُ قُلُوبُهُمْ }
(۴) القلب الوجل :
ويريدونكي زړه :
هغه زړه چې هر وخت له الله سبحانه وتعالي نه
په ویره کې وي ، چې الله تعالي به ورنه ن*ك عمل قبول كړي كنه ؟
او دالله تعالي له عذاب به نجات ومومي كنه ؟
{ وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوا وَّقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ }
(۵) القلب التقي :
تقي زړه :
هغه زړه چې د شعائرالله له تعظيم او عظمت ډك وي .
{ ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ }
(۶) القلب المهدي :
هدايت موندونكی زړه :
هغه زړه چې د الله سبحانه وتعالی په قضاء راضي
او اوامرو ته يي تسليم وي .
{ وَمَن يُؤْمِن بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُ }
(۷) القلب المطمئن :
مطمئن زړه :
دالله سبحانه وتعالي په توحید او ذکر له سکون ډک زړه .
{ وتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّه }
(۸) القلب الحي :
ژوندی زړه :
هغه زړه چې د الله سبحانه وتعالی له هغو مثالونو يې پند
او عقل اخیستی وي چې د بيلا بيلو امتونو د گناهونو په اړه يې اوريدلي وي .
{ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَن كَانَ لَهُ قَلْبٌ }
يا الله له پورته یادو سوو زړونو مو زړه وگرځوې
او له لاندې هغو مو زړونه مه گرځوي
(۹) القلب المريض :
مريض زړه :
هغه زړه چې په بیلا بیلو مرضونو لکه
( شک , نفاق , فجور ,او دحرامو په شهوت) اخته وي .
{ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ }
(۱۰) القلب الأعمى :
ړوند زړه :
هغه زړه چې حق نه درك كوي ، نه اعتبار وركوي ،
او له حق كتلو يې سترگي پټي وي او بلكل ور گوري نه .
{ وَلَكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ }
(۱۱) القلب اللاهي:
په لهو او چټیاتو اخته زړه :
له قران غافل , ددنیا په باطلو شهواتو اخته
او له عقل نه کار نه اخستونکی زړه .
{ لاهِيَةً قُلُوبُهُمْ }
(۱۲) آلقلب الآثم :
ګناهګار زړه :
هغه زړه چې حق او پر حق شاهدي ورکول پټوي
{ وَلاَ تَكْتُمُواْ الشَّهَادَةَ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ }
(۱۳) القلب المتكبر :
مغرور او كبرجن زړه :
د الله سبحانه و تعالي له طاعت
او توحيد مخ اړونكی کبرجن,
او په ظلم او له الله سره په سخته دوشمنئ اخته زړه
{ قلْبٍ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ }
(۱۴) القلب الغليظ :
سخت زړه :
هغه زړه چې نرمي ، پوستوالی،عاطفه او رحمت په کې نه وي .
{ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ }
(۱۵) القلب المختوم :
مُهر شوي او ټاپه شوی زړه
چې نه هدايت اوري او نه يې ورباندې عقل كار كوي
{ وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ }
(۱۶) القلب القاسي :
قاسي ( ډيركلك)زړه :
بلكل ايمان اخيستو ته نه نرميږي ،
او نه پکې د ايمان ريشې زغلي ،
او دالله سبحانه وتعالي له ياد او ذكر نه مخ اړوي .
{ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً }
(۱۷) القلب الغافل:
غافل زړه
هغه زړه چې د الله سبحانه وتعالي د ياد او ذكر پر ځای ،
او دالله سبحانه وتعالي د اطاعت پرځای پر ې د نفسي خواهشاتو او هوس اثر او تسلط وي
{ وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا }
(۱۸) الَقلب الأغلف :
پوښل شوی زړه :
هغه زړه چې داسې کلک پوښل سوی وي ،
چې د نبي عليه الصلاة والسلام خبره
او وينا ورته بلكل ور ننوتی نه سي
{ وَقَالُواْ قُلُوبُنَا غُلْفٌ }
(۱۹) القلب الزائغ:
له حق نه بل خوا مائل زړه :
{ فأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ }
(۲۰) القلب المريب:
په شک اخته زړه :{ وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ }
اللهم ارزقنا من القلوب الثامن المذکورة. امین یارب : حتمن یی له نورو ملګرو سره شیرکړی مننه
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Kabul