نېکمرغه لوی اختر مو مبارک شه!!
Ezhaar Kabul Private School لیسه خصوصی اظهار کابل
Ezhaar Kabul private school offer pre-school, primary and high school service in Kabul City.
27/05/2026
بسم الله الرحمن الرحیم
د اظهار کابل خصوصي عالي لېسې رهبري هيئت، اداري پرسونل، ښوونکو او زده کوونکو لخوا ټولو هېوادوالو ته دې نېکمرغه لوی اختر مبارک وي.
طاعات، عبادات او صدقې مو قبول او منظور شه!
26/05/2026
بسم الله الرحمن الرحيم
د لوی اختر د مبارکو ورځو په مناسبت، اظهار کابل خصوصي عالي لېسه ټولو قدرمنو هېوادوالو، درنو والدينو، ګرانو زدهکوونکو او معززو ښوونکو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي.
الله تعالی دې ستاسو قربانۍ، عبادتونه او نېکې هيلې قبولې کړي، کورونه مو له خوښۍ، سولې او برکتونو ډک او اختر مو له مينې او خوشحالۍ سره مل وي.
اختر د مينې، يووالي، قربانۍ او ورورولۍ پيغام دی؛ راځئ چې د دې مبارکو ورځو له برکته يو بل ته د مهربانۍ، احترام او همکارۍ لاسونه ورکړو.
په درنښت
اظهار کابل خصوصي عالي لېسه
20/05/2026
د والدینو جلسه..!
د اظهار کابل خصوصي عالي لېسې له لوري والدینو سره جلسه ترسره شوه.
په ياده جلسه کې د زدهکوونکو ټول تعلیمي فعالیتونه، لاسته راوړنې او پرمختګونه له والدینو سره شریک شول.
همدارنګه، د والدینو ارزښتناک نظریات او وړاندیزونه هم واورېدل شول، چې تر څو د زدهکوونکو د لا ښه روزنې او پرمختګ لپاره اغېزمن ګامونه واخیستل شي.
13/05/2026
بسم الله الرحمن الرحیم
سمينار: د حضرت محمد ﷺ پیدایښت🌹
وړاندې کوونکي: څلورم، پنځم او شپږم ټولګي زده کوونکي!
الحمدلله رب العالمین، والصلاة والسلام علی سیدالانبیاء والمرسلین حضرت محمد ﷺ.!
حضرت محمد ﷺ د انسانیت لپاره د رحمت، هدایت او رڼا ستر نعمت و. الله تعالی هغه ﷺ د نړۍ د لارښوونې لپاره راولېږه، تر څو انسانان د جهالت، ظلم او بېلارۍ څخه د علم، عدالت او ایمان لارې ته راوبولي.
نن زموږ دنده ده چې د رسول الله ﷺ له ژوند، اخلاقو او لارښوونو څخه زده کړه وکړو او خپل ژوند د هغه ﷺ د سنتو مطابق برابر کړو.
10/05/2026
تفريحي او فکري سير!
تفريح هر انسان لپاره اړتيا وي او تفريح د هر انسان د ذهني؛ فکري او جسمي ستړيا د رفع کولو لپاره اړين عناصر دی؛ نو د دې لپاره چې زده کوونکي له ستړياوو څخه لرې پاتې شي تفريحي برنامو ته ضرورت لري.
نوم ليکنه روانه ده..........!
اړېکه: 0784777706
پته: احمد شاه بابا مېنه د نوروز اباد ښارګوټۍ کور نمبر 6
📘د الفاظو تکميلول!
د اظهار کابل خصوصي عالي لېسې زده کوونکو د ( الفاظو تکميلولو ) تر سرلیک لاندې عملي زده کړه ترسره کړه 📝
دغه ډول مېتودونه او عملي زده کړې زده کوونکو ته علمي او ادبي پراختیا وربخښي، د زده کړې کچه لوړه وي او همدارنګه د تدریس کیفیت هم ښه کوي 💡
اظهار کابل؛ د کیفیت سمبول!
22/04/2026
بسم الله الرحمن الرحیم
مياشتنۍ ازموينې (20%).📚.!!
مياشتنۍ ازموينې د زده کوونکو د زده کړې د کچې د ارزونې لپاره ډېر اهميت لري.
دا ازموينې زده کوونکي هڅوي چې درسونه منظم تکرار کړي او خپلې نیمګړتیاوې وپېژني.
ښوونکي هم د ازموينو له لارې خپل لايق، تکړه او برجسته زده کوونکي څرګندولی شي.
په ازموينه کې بريا ستاسو د هڅو پايله ده!
21/04/2026
https://www.facebook.com/100063635555480/posts/1567687162029121/
اظهار کابل د انګلیسي ژبې او کمپیوټر کورس!
کيفيت، شفافیت، لياقت او نوښت!
15/04/2026
📚 د ۲۰۲۶ کال لپاره داخله پیل شوې!
ګرانو والدینو!
خپل ماشوم ته د روښانه راتلونکي ډالۍ ورکړئ ✨
له ښه ښوونځي څخه بریا پیلېږي!
👉 که غواړئ خپل ماشوم ته باکیفیته، عصري او معیاري زدهکړه برابر کړئ، نو همدا اوس زموږ ښوونځي کی داخله وکړی.
👉 همدا نن خپل ماشوم ثبت کړئ
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Ezhaar Kabul Private School
Kabul
Opening Hours
| Monday | 09:00 - 14:00 |
| Tuesday | 09:00 - 14:00 |
| Wednesday | 09:00 - 14:00 |
| Thursday | 09:00 - 14:00 |
| Saturday | 09:00 - 14:00 |
| Sunday | 09:00 - 14:00 |