Hamdard Engineering

Hamdard Engineering

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Hamdard Engineering, Kabul.

Whether you’re a student, a professional engineer, or simply interested in construction and infrastructure, Hamdard Engineering provides practical information, expert tips, and engaging discussions to enhance your knowledge.

05/06/2026

که انجینر صیب ته زنګ وهی موبایل یې مصروف وي ګېله ترې مه کوی

03/06/2026

ستا غوندې احساس چې زموږ اکثریتو کې پیدا شي وطن جوړ وښایه
تېره ورځ خوست کې له شدید باران وروسته دې ځوان خپل رسالت په ډېر ښه شکل ادا کړی

24/05/2026

راتلونکی کابل به څنګه وي؟

د پوهنتون سړک یې نمونه دی

23/05/2026

هغه انجینر صاحبان چې ساختماني شرکتونه لري او په هېواد کې ساختماني کارونه مخ ته وړي

لاندې د شرکت نوم او کاري ساحه چې کوم ولایت کې کار کوي وليکی

تر څو له دې لارې هم مشتریان پیدا کړی

22/05/2026

راته یې وویل چې د قوشتپې ارزښت وطن ته څه دی؟

د قوش تېپې کانال ارزښت دا دی چې په تکملېدو سره به یې موږ له قازقي، اوزبکي اوړو پاکستاني او هندي ورېژو خلاص او پرځای به یې له خپلو غنمو څخه ګرمه او خوندوره ډوډۍ پخوو او نوش جان کوو
ان شاالله

21/05/2026

یو وخت افغانستان د سیاحت له درکه کافي عاید ترلاسه کول
دا چې افغانستان له طبیعي ښکلاوو ډېرۍ ساحې لري او په ورستیو کالونو کې یو ځل بیا داخلي او خارجي سیلانیان د هېواد لېرې پراتو سیمو ته په چکرونو ځي که د اوسېدو لپاره دا ډول اسنتیاوې په ځینو ساحو کې لکه نورستان، بند امیر او اریوب کې په نظر کې ونېول شي دې سیمو ته به د سیلانیانو ورتګ څو چنده زیات کړي

تاسو ته په چکر کې څه مهم دي؟

20/05/2026

ستا په ګټه کې د انجینر ګټه ده

ډاکټر صیب هغه وخت عاید لري چې کله ته د ناروغۍ په بستر پروت وې
که قاضي صیب ته مخامخ شوې هغه هم هڅه کوې چې تا مجرم ثابت کړي
د موټرو مستري هم ستا د خراب موټر په غږ خوشحالېږي همداسې دې ته ورته نور مسلکونه

خو انجینر عجیبه انسان دی
هغه ستا په غم نه خوشحالېږي ستا په ماتېدو هغه عاید نه پیدا کوي او ستا د ستونزې په زیاتېدو هم نه خوشالیږي
هغه د دې هیله لري چې ته شتمن شې هوسا ژوند ولرې او دومره وس پیدا کړې چې د خپلې خوښې وړ کور جوړ کړې
او دا کار انجینر درته وکړي

Photos from Hamdard Engineering's post 20/05/2026

له کابل څخه نورستان ته چکر

له کابل څخه چې د سهار په نرمه سړه هوا کې موټر ته وخېژې د ښار شور ورو ورو شاته پاتې کیږي د کابل دوړې، او شور د لارې په اوږدو کې ورو ورو د سیندونو په شرنګ د ونو د پاڼو په خوځېدو او د غرنیو کلیو د سکون ځای نیسي

جلال اباد ته په رسیدو د نارنجو خوشبویه فضا هغه موسکا ته ورته ده چې ستړي مسافر ته د ارام احساس ورکوي

له جلال اباد څخه چې د کونړ پر لور روان شې نو د کونړ سیند تر څنګ تاو راتاو سړک یو لور ته دنګې شنې غرنۍ څوکې او بل لور ته په چټکۍ روان شین رنګه سیند، انسان نه پوهېږي سترګې په کومه ښکلا ودروي د سیند غږ داسې احساس درکوي لکه طبیعت چې خاموشه موسیقي غږوي کله ناکله د لارې پر غاړه کوچني کلي د لرګیو کورونه او د ماشومانو معصومې موسکاګانې د سفر خوند څو چنده زیاتوي

خو د سفر اصلي جادو هغه وخت پیلېږي چې د نورستان پر لور روان شې د نورستان لارې یوازې لارې نه دي بلکې د طبیعت د اسرارو پر لور سفر دی هره دره او هره شنه څوکه یې داسې ښکاري لکه د یو هنرمند له تصور څخه چې راوتلې وي د دنګو جلغوزیو او څېړیو ځنګلونه، یخې چینې، سپینې اوبه او د غرونو پر لمنو جوړ لرګين کورونه انسان د افسانو نړۍ ته بیايي

د شپې پر مهال چې د غرونو په منځ کې د اسمان ستوري وګورې داسې ښکاري لکه اسمان چې ځمکې ته رانږدې شوی وي هلته د ښار مصنوعي څراغونه نشته چې د ستورو ښکلا پټه کړي یوازې طبیعت وي او سکون وي

تاسو ام د نورستان د لېدلو ارمان لری؟

19/05/2026

د نجات پول
په دې پول نږدې زر میلیونه افغانۍ مصرف راځي
د نجات څلې تاریخي ارزښت به هم ساتل کیږي هغسې به جوړیږي کوم چې تقریبا سل کاله مخکې و او تر څنګ به یې د پول نوم هم د نجات پول وي
تاسو یې ډېزاین وګوری چې په څومره ښکلې بڼه جوړ شوی

Photos from Hamdard Engineering's post 19/05/2026

نجات څلی که د نجات پول
کوم یو مهم دی؟

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Kabul
0093