Samiullah Malikzai

Samiullah Malikzai

Share

صحیح لار به ښایم که وم وم که نه وم نه وم
ریښتیا ریښتیا به وایم که وم وم که نه وم نه وم

25/06/2024

الحمدلله!
Well done Guys!

23/06/2024

ستره بریا مو مبارک شه!


04/06/2024

پاک نیتي خلک که هر څومره تاوانونه وکړي؛ بریا به حتماً د دوی په نصیب یي! جبران

02/06/2024

دری کارونه د لویې تواضع
او واقعي عاجزي نښې دي:

① چا سره د مخامخ کېدا پر مهال په سلام کولو کې لومړیتوب
② مجلس کې له بَر او لوړ ځای پرته هر ځای چې برابر شي هلته کېناستل
③ بله دا چې ریا او شهرت خوند نه ورکوي او په دیني کار کې د چا ستاینه نه خوښوي.

عمرو بن قيس الملائي (وفاة: 140هـ) رحمه الله. [حلية الأولياء ٥/ ١٠١].

استاد حامد افغان حفظه الله!

18/04/2024

انسان چې له الله څومره لرې کېږي، هومره يې ژوند بې برکته کېږي.
نه به يې وخت کې برکت وي، نه مال کې، نه اړيکو کې، نه صحت کې، نه فکر کې، نه کارونو کې، نه کور، نه پلان او نه هم په پرېکړو کې.
ژوند له برکت پرته يو عذاب او بدبختي ده.
د انسان اړيکه چې له پروردګار سره جوړه او قوي وي، هومره به د ژوند چارې سمې، بريا به يې په برخه او هر څه کې به برکت وي.

استاد د. اظهار الحق عزیز حفظه الله

20/03/2024

له یوه حکیم نه پوښتنه وشوه، له بخله بد شی شته؟
هغه وویل: هو، هغه محسن چې خپلې نېکۍ یادوي!
هر د خیر کتر چې کوې، د الله تعالی لپاره يې کوه.

23/10/2023

الحمدلله!

دا بریا او خوښي دې موږ ټولو ته مبارک وي!

زموږ هر دوښمن دې تل ذلیل او شرمنده وي!
❤🔥❤
#افغانستان #کرکټ #اتلولي

02/08/2023

د کیونټ شرکت سره کارو بار حرام دی ، د نړۍ د معتبرو دا الافتاء فتوی.
څېړنه او لیکنه: بشیراحمد الحنفي
د شرکت لنډه پېژندنه:
Qnet/ Questnet
دا شرکت چي په پورته نوم سره مشهوره دی، د نړۍ په 196 هیوادونو کي فعالیت لري اصلي مرکز یې هانګ ګانګ کي دی مرکزي څانګه یې په مالیزیا کي ده د Qi ګروپ ملکیت دی.
اصلي مؤسس یې فیجي اسواران دی.

دا په نړۍ کي ساعاتان، جواهر، کورني توکي، د اړیکو سامان او نور مختلف توکي خرڅوي.

دکاروبار تګلاره یې:
د دوی کاروبار ته په عربي ژبه کي التسویق الهرمي او یا التسویق الشبکي وایي.

دوی مستقیم خرڅلاو او یا د بازار موندني په شکل خپل توکي پیري.
د دې خرڅلاو یو ډول مسلسله لړۍ ده چي د لوړ ښاخ څخه پیلیږي د یوې درختي په شکل بیا نورو ښاخونو ته انتقالیږي.
یعني په سر کې یو کس ناست وي هغه بیا ځانته نور کسان لټوي څومره چي کسان زیاتیږي هغومره لمړي کس ته ګټه زیاته ورکوي بیا دوهم بیا دریم کس ته په اندازه ګټه رسیږي.
که یې کسان پیدا نکړه هیڅ ګټه نه ورکوي.

خو لمړی د شرکت شرط دادی چي هرڅوک کار ورسره پیلوي، باید دهغه شرکت څخه خامخا یو شی وپیري.
دا شرکت پر خپل ګډنوال لاندي شرطونه هم اچوي.
1: پر هر ګډونوال لازمه ده چي یوه اندازه پیسې جمع کړي او ده ته پدې شرط بیا پیسې ورکول کیږي چي دی بیا نور کسان د دغه شرکت کار ته قانع کړي او راولي، که یې رانه ویستل ده ته هیڅ ډول پیسې نه ورکول کیږي.
2: هر ګډونوال باید لمړی د دغه شرکت څخه توکي وپیري د شرکت د مشهوره کولو لپاره. ( هغه توکي چي شرکت یې خرڅوي قیمت یې څو چنده وي مثلا یوساعت دی قیمت یې 100$ ډالر دی خو دا شرکت یې تاته په 500$ ډالر يازيات تر دغه قیمت درکوي.

د اسلامي شریعت او فقهي له نظره دا ډول کار کول څه حیثیت لري؟

دا پورته کار او شرایطو ته په کتو دغه ډول راکړه ورکړه اسلامي شریعت حرامه ګرځول سوې، ځکه پدې ډول راکړه ورکړه کي لاندي شرعي ستونزي سته

1: دا ښکاره ( غرر ) چلول دی او دا چلول حرام دی لکه څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د مسلم شریف حدیث دی ” نهی رسول الله صلی الله علیه وسلم عن بیع الحصاة والغرر.
به بیع کي چلول ( غرر) فقهاء داسي تعریف کوي:
” حمل الشخص علی عقد بطريقة باطلة تجعله ان انشاء العقد في مصلحته والواقع غیر ذلك ”
( كتاب الغرر واثره في الفقه الاسلامي پاڼه نمبر 35 )
غرر یا چلول دادی چي یوڅوک کاروبار ته داسي رامات کړې چی دی فکر کوي چي داکار دده په ګټه دی، حال داچي په هغه کي دده نقصان وي.
نو دا پورته کاروبار ځکه چلول ( غرر) دی چي لمړی هغه مشتري نه پوهیږي چی ایا دی کولی سي چي نور مشتریان پیداکړي که نه! او یاهم کولی سي چي هغومره عدد مشتریان پیدا کړي کوم چي شرکت ورته ټاکلي کنه!؟ او همدارنګه د هغه اول مشتري پر لاس چي نور مشتریان راځي، هغه هم نه پوهیږي چي ایا دوی کولی سي نور مشتریان پیداکړي که یا!
او همدارنګه مشتري نه پوهیږي چي دی به څومره ګټه وټه لاسته راوړي.

نو پدې ډول راکړه ورکړه کي څلور ډوله چلول( غرر ) دی چي ټول حرام دي هغه لکه:

1: په موجودیت کي د هغه توكي چي: دا هغه وخت تاته لاس ته راځي چي لمړی به ته د هغه شرکت څخه ضرور په شرط د شرکت یو شی اخلې.

2: چلول ( غرر) په حصول کي د هغه توکي یاپیسو: چي دا هغه وخت تاته لاس ته راځي چي ته به خامخا نور مشتریان پیدا کوې، که دي پیدا نکړه تاته هغه پیسې لاسته نه راځي.

3: چلول ( غرر) په مقدار یا انداره کي چي: دا هغه څه دي چي ته پرې خبر نه یې چي ایا ته کولی سې چي په هغه مطلوبه اندازه مشتریان پیدا کړې که یا! ترڅو په هغه اندازه ته پیسې هم لاسته راوړې.

4: چلول ( غرر) په زمان یا په وخت کي دی چي: دا معلومه نده چي په څومره موده کي د شرکت دغه شرطونه پوره کولی سې، که دي پوره کړه ګټمن یې او که دي پوره نکړه په نقصان کي یې.

2: د دې شرکت په راکړه ورکړه کي اصل مقصود د خرڅلاوی توکي ندي، بلکي د مشتریانو زیاتوالی مقصود دی. او په عقد معاوضة لکه څرنګه چي پیسې مقصود دي، همدارنګه هغه مبیع یا دخرڅ توکي هم برابر مقصود دي.
نو داچي پدې راکړه ورکړه کي فقط مشتریان مقصود دي نو داهم یو ډول دوکه او فریب دی همدارنګه د بیع د مقتضا او اصل مخالفت دی، ځکه دبیع په اصولو کي هر هغه شرط چي دواړه متعاقدان د چلول او یا د ربا ( سود) لوري ته کشوي هغه د رکن بیع مخالفت دی، چي داهم په غرر او چلول کي حساب کیږي او داکار حرام دی لکه په پورته حدیث شریف کي چي اشاره ورته وسوه.
( الفقه علی المذاهب الاربعة پاڼه د 533 بيا تر 544 پوري)

3: دا کارو بار یو ډول احتکار هم دی، ځکه دا شرکت داسي توکي خرڅوي چي هغه ډیر زیات کم دي لکه جواهر، او بل دا چي دغه شرکت فقط په هغو توکو کي مشتریانو ته پیسې ورکوي چي د دوی سره سته فقط.
او هغه توکي ش*ذ او نادر په بازار کي وي.
دا شرکت د دغه ډول توکي په درلودو خلکو ته فریب ورکوي، ترڅو د خلکو څخه پیسې لاسته راوړي.
او احتکار هم په احادیثو کي حرام دی او هم په څلور سره مذاهبو کي حرام دی..

4: دا يو ډول سود دی.
هم ربا( سود) الفضل ده او هم ( سود) ربا النسیئة
۱: سود فضل ځکه دی چي دی لږ پیسې ورکوي او زیاتي پیسې تر لاسه کوي. یعني نغده په نغده سودا ده.

۲: سود نسیئة ځکه ده چي، لاندي طبقه مشتریان ولوړي طبقې کسانو ته دقرض په شکل پیسې ورکوي تأجیلا پدې امید چي تر هغه زیاتي پیسې ورته ورکړي.
#یادونه:
په لوړو داواړو صورتو کي د خرڅلاوی توکي مقصود نوي مشتري ته بلکي پیسې ورته مقصود وي.
نو چي پیسې مقصود سوې او په پیسو کي زیاتوالی او کموالی هم راځي داخو ښکاره سود دی.
او دا شرکت هغه د خرڅلاوی توکي فقط یوه ذریعه او پرده کرځولې، تر څو ګټه او مزدوران لاسته راوړي.

حکم د ربا ( سود) صراحتا په قران کریم او حدیث کي حرام ګرځول سوی الله تعالی وایي:
1: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا الرِّبَا أَضْعَافًا مُضَاعَفَةً وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ [130]} [آل عمران:130].
2- وقال الله تعالى: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ [278] فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ [279]} [البقرة:278- 279].
3: وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا} [البقرة:275

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

4- وَعَنْ أسَامَة رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: «لا رِباً إِلا فِي النَّسِيئَةِ». متفق عليه.

5: دا يو ډول اخذ اموال الناس بالباطل دی
یعني د خلکو مال په باطله طریقه سره اخلي.

ځکه ددې ډول راکړي ورکړي څخه فقط شرکت ګټه پورته کوي.
هغه چي شرکت ځیني مشتریانو ته پیسې او ګټه ورکوي، هغه د دې لپاره چي هغه مشتري نور مشتریان په دوکه او فریب کړي.
او داکار په نص شرعي سره حرام دی.
الله تعالی وایي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالبَاطِلِ إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِنْكُمْ وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا * وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ عُدْوَانًا وَظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًا وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللهِ يَسِيرًا {سورة النساء: 29-30}.
رسول صلى الله عليه وسلم: فرمایي من غش فليس مني. رواه مسلم. همدارنګه صلى الله عليه وسلم: فرمایي أتدرون من المفلس؟ قالوا :المفلس فينا من لا درهم له ولا متاع، قال: إن المفلس من أمتي من يأتي يوم القيامة بصلاة وصيام وزكاة، ويأتي وقد شتم هذا، وضرب هذا، وأكل مال هذا، وسفك دم هذا، فيأخذ هذا من حسناته، وهذا من حسناته فإن فنيت حسناته قبل أن يوفي الذي عليه، أخذ من سيئات صاحبه ثم طرحت عليه، ثم طرح في النار. رواه مسلم.

ددغه شرکت په هکله د نړۍ لاندي مشهوري دار الافتاء هم د دې شرکت کارو بار او وسره راکړه ورکړه حرام ګڼي.
1: مجمع الفقه الاسلامي جده قرار نمبر 22935
2: فتوی دار الافتاء المصرية فتوی نمبر 483
3: اسلام ويب وزارة الاوقاف قطر
4: دار الافتاء الفلسطینیة
5: دار الافتاء والتدریس سوریا
6: اللجنة الدائمة والافتاء السعودیة فتوی نمبر 22935
7: دار الافتاء کویت
8: اسلام اون لين
بشیراحمد الحنفی حفظه الله

11/06/2023

په بانکدارۍ باندې د ارزي شتمنیو د کنګل کیدو اغیزې
افغانستان بانک په خپل رسمي ویب سایټ کې ددې بانک په تاریخچه کې لیکي؛ د افغانستان د بانکدارۍ نظام د افغان ملي بانک له پرانیستلو سره سم په ۱۳۱۲ هجري لمریز کال کې په کار پیل وکړ. د افغانستان بانک له تاسیس څخه مخکې، افغان ملي بانک د دولتي بانکدارۍ چارې پرمخ وړلې چې د افغانستان بانک د تاسیس سره د دولتي بانکدارۍ چارې او د پیسو چاپ او خپرونو مسوولیت دې بانک ته ولیږدول شو.
(Bank A. , 2022)
خو تر دې پورته نيټې مخکې د افغانستان د ازادۍ باني غازي امان الله خان په دوره کې په ( ۱۹۲۰ ) کال کې د افغاني بانکټونو بیلا بیلې بڼې چاپ شوې وې او په څو ژبو پرې لیکل شوي وه
لومړي ځل لپاره یو ګون ، پنځه ګون ، پنځوس ګون او سل ګون چاپ شو او نشر شول ، ددې زرینې دورې د افغاني بانکنوټونو یوه ستر ارزښت دادی، چې پدې بانکنوټونو باندې په څلورو ژبو ، پښتو ، درې ، اردو او ترکي باندې لیکل شوي وه چې معلوميږي دا بانکنوټونه د افغانستان څخه بهر هم د چلښت وړ وه
(Stanikzai, 2022)
په افغانستان کې د بانکوالي نظام په تړاو که څومره هم فکر وکړو په هیڅ حکومتي دوره کې ورته اساسي کار نه دی شوی، یو څیز چې لا هم د یوې سترې ستونزې په توګه پاتې ده هغه دادی، چې نه هم دولتي بانکونو او ادارو او نه هم شخصي بانکونو د بانکي اسانتیاوو لپاره هغسې چې په کار وو کار نه دی کړی او دا وجه وه چې له بانکي خدماتو څخه یوازې دنده لرونکي کسانو یا هغه کسانو استفاده کوله، چې راکړه ورکړه یې لرله او مجبورا په بانک کې اکونټ لرلو باندې مکلف وو نور تر اتیا سلنې پورته خلکو له بانکي سیستم سره نا اشنايي او د یوه منظم سیستم او اسانتیاوو نه شتون ددې لامل شوی وو چې یوازې ډیر کم خلک له بانکي خدماتو ګټه پورته کړي.
په تیره شل کلنه دوره کې په افغانستان کې د ګڼو نورو پرمختګونو په څیر بانکوالي هم خورا غوړیدلې او یوه اندازه پرې خلکو باور لاره، خو دا باور او له بانکوالۍ سره د خلکو اشنایي ډیرې لوړې او ژورې لیدلي دي.
په کابل بانک کې د فساد او چور کیسې چې د افغانستان په بانکدارۍ یې یو تور داغ پریښود سقوط یې له له ( 2009 ) څخه پیل او په ( 2010 ) کې په بشپړ ډول تمام شو.په سلګونه میلیونه ډالر جعلي شرکتونو ته د قرض په ډول ورکړل شوي وو، چې د بانک په خزانه کې څه شی پاتې نه شول. (SIGAR, 2016)
د کابل بانک کړکیچ د وخت حکومت ته د یوه لوی چلینج په ډول راڅرګند شو په کابل بانک کې فساد تر دې حده جنجال رامنځته کړچې نړیوالو مرسته کوونکو هیوادونو خپلې مرستې بندې کړې او د مرستو دوام یې د یاد کړکیچ په ختمیدو پورې وتړه، د پیسو نړیوال صندوق له افغانستان بانکي نظام سره د پریکون په اړه خپل دریځ ونیو او د مالیې وزارت د مسلسلو تماسونو وروسته هم راضي نه شول چې د مرستو رسولو په برخه کې له افغانستان سره کار وکړي.
په ( 2011 ) کال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د ویډیو کنفراس له لارې په خپلو خبرو کې د کابل بانک د کړکیچ په اړه اندیښنه وښوده، او زیاته یې کړه، دا موضوع د افغانستان او امریکا له اوږد مهاله ګټو سره مستقیمه اړیکه لري.
د کابل له سقوط وروسته نه یوازې بهرني مرسته کوونکي بلکې عام افغانان هم په بانکي سیستم باندې بې باوره شول تر دې چې د کابل بانک د جنجال نه وروسته دافغانستان نور شخصي بانکونه او په ځانګړي ډول عزیزي بانک هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ شو او خلکو فکر وکړ، چې د کابل بانک په څیر به عزیزي بانک هم دیوالي شي او ددوی شتمني به تالا شي.
دلته په اقتصاد پوهانو دا خبره مشهوره ده چې بانکونه د اوازو تابع وي دا خبره ځکه ریښتیا شوه چې خلکو همدې اوازو ته به کتو په لومړۍ ورځ تر یو میلیارد افغانۍ له عزیزي بانک څخه وویستلې.
همدارنګه په (2013 ) کال کې د عزیزي بانک یوې کارمندې، شګوفه صالحي له لورې د یاد بانک څخه د خپلې کورنۍ څلور غړو بانکي حسابونو ته تر یو میلیون ډالر لیږلي وه چې وروسته یې د انټرپول په مرسته د یادې کارمندې کورنۍ غړي نیولي هم وه. (Guardian, 2013)
اګر چې بیا عزیزي بانک بیرته د خپل ارزښت ساتلو لپاره د یو لړ اقداماتو د پلي کولو خبره هم وکړه او بیرته عادي حالت ته راو ګرځیده.
دا او دې ورته پیښې حتما په بانکي سیستم باندې اغیز کوي او خلک یې په اړه خپل باور له لاسه ورکوي.
د امریکا له لورې دافغانستان د ارزي شتمنیو کنګل کیدل هم د افغانستان بانکي سکتور ته بنسټیز زیان ورسوو او خلک یې د افغانستان په بانکي سیستم باندې خورا بې باوره کړل، دې پریکړې د دولتي بانکونو په پرتله خصوصي بانکونه ډیر وځپل او د خلکو تر فکر یې دا بانکونه بد کړل.
د افغانستان په کنګل شویو ارزي شتمنیو کې د خصوصي بانکونو سهم هم شته چې، دولت یې د تضمین په شکل ترې اخیستې اوبیا یې د ساتنې په موخه نړیوالو بانکونو او مالي سازمانونو کې ذخیره کړیدي چې د کنګل کیدو سره سم د یادو خصوصي بانکونو ستونزې هم زیاتې شوې او پدې سره یې ګڼ شمیر مشتریان له لاسه ورکړل او هغه ارزښت یې چې کلونه کلونه یې پرې کار کړی وو، په ډیر کم وخت بیرته وبایلود.
د سرپرست حکومت له لورې د بانکي سکتور د ساتنې په موخه یو لړ ځانګړي قیودات وضع شول، چې دا چاره د بانکونو د دیوالي کیدو څخه د مخنیوي لپاره غوره وه خو له بلې خوا په لویه کې بیا هم د خلکو له لورې په بانکي نظام باندې شکایتونه تر ټولو لوړ حد ته رسیدلی دي.
سوداګر نه شي کولی چې تر ټاکل شوي رقم پورته خپلې نغدې سرمایه وباسي او دې چاره بیا په سوداګرۍ او راکړې ورکړې بد اغېز کړیدی له دې پریکړې سره پانګوالو د خپلې نغدې پیسو لپاره بانک نور د یوه محفوظ ځای په توګه نه پیژني او بیرته بانکي نظام له سوال لاندې راغلی دی، سوداګر خپله نغدې سرمایه له صرافانو، نورو کاروباریانو او یا هم له ځان سره ساتي چې دا چاره خپله هم یو لړ ستونزې زیږوي.
دلته خصوصي بانکونه هم نه دي ملامت بلکې دوی هم د دولت له لورې په ټاکل شویو اصولو باندې په رعایت سره مکلف دي ، افغانستان بانک خصوصي بانکونو ته د هغوی د توقع خلاف کمې روپۍ ورکوي او پدې سره د خصوصي بانکونو مشتریان یوازې هماغه تعین شوی رقم( دوه سوه ) ډالر په اندازه افغانۍ اخیستلی شي، خلک لدې برخې هم زیات شکایت کوي چې په خپلو ذخیره شویو پیسو پسې څومره سرګردانه شول او په څومره سختۍ یې خپلې ذخیره شوې روپۍ تر لاسه کړې.
یوه بله ستونزه، چې خصوصي بانکونه ورسره په مشکل کې اخته دي، هغه دادی چې ددې پریکړې سره د یادو خصوصي بانکونو تر پنځوس سلنه ډیر کارمندان په کور شویدي او پدې سره د بې روزګارۍ کچه نوره هم زیاته شویده، خپله بانک چې د خلکو په ایښودل شویو پیسو باندې راکړه ورکړه ترسره کوي او پدې سره یې ګڼ شمیر دندې رامنځته کړې هم زیانمنیږي او عملا اوس بانکونه یوازې د پیسو د ساتنې او ورکړې خدمات وړاندې کوي د مضاربت او مرابحې خدمات هم په بانکي سکتور باندې د خلکو د بې باورۍ او بندیزونو له امله نه شي ترسره کیدای.
د ارزي شتمنیو د کنګل کیدو سره سم د بهرنیو بانکونو او مالي ادارو له لورې له ټولو افغاني بانکونو سره د راکړې ورکړې او همدارنګه د سوداګریزو فعالیتونو په موخه همکاري ودریدلې ده او بهرني بانکونه او پانګه وال د افغانستان په بانکي سیستم کې د پانګې اچونې څخه ډډه کوي چې دا چاره په خپله د افغاني بانکونو د صحنې څخه د ویستلو او دیوالي کیدلو په مانا ده او بل اړخ یې دا هم دی چې بهرنۍ پانګې اچونې فرار رامنځته شوې او پانګوال په شراکتي ډول خپله پانګه په افغاني بانکونو کې نه اچوي، پدې سره افغاني بانکونه نړیوال تجارت او راکړه ورکړه نه شي ترسره کولی.
له بل پلوه بانکونه له نوې ټیکنالوژۍ او یا خدماتو څخه عاجزه کیږي چې دا خپله بیرته شاتګ دی او موږ یې شاهدان اوسو.
په وروستیو کلونو کې د بانکي سیستم د غوړیدو سره سم د ګڼو بانکونو له لورې په بیلو بیلو ځایونو کې د پیسو ویستلو ماشینونه ( ATM ) ایښودل شوي وه چې خلکو ترې ۲۴ ساعته ګټه پورته کولی شوی او په اسانۍ یې خپلې پیسې ویستلی شوې چې د نظام د تغیر او کنګل کیدو سره دا چاره بیخي صفر ته تللی او اوس د ATM خدمات نه شي ترسره کیدای.
همدارنګه د انلاین اداینې او راکړې ورکړې په برخه کې چې کوم سهولتونه رامنځته شوي وه، په بانکي سکتور کې د نويو اقداماتو له امله دا چاره هم نه شي ترسره کیدای او پدې برخه کې ستونزې راولاړې شویدي، نړیوال بانکونه هم د هغه سهولتونو له وړاندې کولو څخه ډډه کوي چې د نورو هیوادونو له بانکونو سره یې لري ځکه چې دوی زړه نه ښه کوي او ویره لري چې کیدای شي زیان وګوري او لامل یې هم د ارزي شتمنۍ کنګل کیدل دي.
په نړۍ کې معمول ده، چې کله هم بانکي سیستم یا هم د یوه هیواد اوضاع کړکیچنه وي نو په بانک کې د پیسو ذخیره کوونکي خلک فکر کوي، چې ژر تر ژره باید خپله نغدي سرمایه وباسم تر څو له تاوان سره مخامخ نشم همدا چاره وي، چې بانک ته دولتي بانک پیسې نه ورکوي او دلته مشتریان د ټولو یا زیاتو پیسو د را ایستلو هڅه کوي نو خپله بانکي سیستم فلج کیږي او د هیواد مالي سیستم چې په بانکي خدماتو باندې ولاړ دی له ګواښ سره مخامخ کیږي.
مخکې مو وویل، چې په ډیره کمه اندازه خلکو له بانکي سیستم څخه اخیسته او هغه خلک هم چې د نظام د بدلون سره خپلې دندې له لاسه ورکړې او یا په بانکي سکتور کې د مشکلاتو له امله ونه توانیدل چې خپل ذخیره شوې سرمایه دې په خپل وخت او اړتیا سره سم تر لاسه کړي، نور یې له بانکي خدماتو څخه د ګټې اخیستنې څخه لاس په سر شو.
د ارزي شتمنیو د کنګل کیدو له امله افغانستان بانک نوي بانکنوټونه نه شي چاپ کولی او پدې سره که چیرته دا چاره دوام وکړي نو افغاني بانکنوټونه له کاره غورځي او له اقتصادي ستونزو سره ټولنیزې ستونزې هم مل کیږي او د راکړې ورکړې سیستم اغیزمنوي.
نو هغه کمه اندازه خلک، چې له بانکي خدماتو یې استفاده کوله هغوی هم ناراضه شي نولازمي خبره ده، چې د افغانستان بانکوالي له زوال او له ډوبیدونکي حالت سره مخامخ ده.
که په لنډ ډول ووایو، چې د ارزي شتمنیو د کنګل کیدو له امله د افغانستان په بانکداري نظام بې باوري رامنځته شوې، خلک دا غوره ګڼي چې بانکي خدماتو څخه ګټه وانخلي.
همدارنګه نړیوالې مالي ادارې او بانکونه هم زړه نه ښه کوي، چې له افغاني بانکونو سره معاملات ترسره کړي او یا هم پانګونه وکړي.
د بانکي نظام د له کمزوري کیدو او لمنځه تلو سره په یوه لویه کچه خلک خپلې دندې له لاسه ورکوي چې اوس عملا بانکونه ورسره مخامخ دي.
پایله داده، چې د ارزي شتمنۍ د کنګل کیدو سره د افغانستان په بانکي سکتور باندې د خلکو باور ختم شو چې په دوام سره به یې نورې ګڼې اقتصادي ستونزې هم رامنځته شي.
همدارنګه په بانکداري نظام کې د نوې پانګونې مخه نیول کیږي، نوي بانکنوټونه نه شي چاپ کیدی او زاړه بانکنوټونه نور له کاره لویدلي دي.
اګر چې د افغانستان بانک د پخواني قرارداد له مخې یو څه اندازه نوي بانکنوټونه تر لاسه کړل خو دې چارې ته هم د امریکا له لورې اجازه ورکړل شوې وه.
د بانکداري نظام له ګډ وډ کیدو سره په زرګونه افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړيدي او دا لړۍ لا دوام لري.
د رسمیت نه پیژندل، بندیزونه او نور کشمکشونه ددې لامل شویدی، چې د افغانستان اقتصادي حالت خرابه شي دا موضوع ځکه جدي ده، چې د ملګري ملتونه، د سره صلیب نړیواله کمیټه او د ژغورنې نړیوال سازمانونه په خپلو ارقامو کې وایي چې تر نوي فیصده افغانان لومړني بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.
له بندیزونو او تحولاتو را وروسته د افغانانو ژوند له سختو کړاوونو سره مخامخ شویدی، بې کاري او هیواد نا معلوم برخلیک خلک خورا اندیښمن کړیدي.
د نړیوال بانک د یوې رسمې سروې له مخې د سیاسي تحولاتو له راتلو او بندیزونو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او بانکدارۍ نظام ډیر اغیزمن شویدی او لدې سره په خصوصي سکتور کې د پام وړ تغیرات راغلي او زیان یې لیدلی چې تر نیمایي زیات کاروبارونه په موقتي ډول بند شویدي. (AKBARI, 2022)
په لنډ ډول ویلی شو، چې د افغانستان د ارزي شتمنیو د کنګل کیدو له امله په بانکوالۍ کې ستونزې پیدا کړیدي او که دا حالت همداسې پاتې شي دا ستونزې به لا ډیرې شي او طبیعي خبره ده، چې د هېواد په اقتصاد به ناوړه اغېزې وکړي.

References
AKBARI, M. S. ( 2022). Navigating the Storm: Signs of Resilience in Afghanistan’s Private Sector. End Poverty in South Asia. Retrieved NOVEMBER 15, 2022, from https://blogs.worldbank.org/endpovertyinsouthasia/navigating-storm-signs-resilience-afghanistans-private-
Bank, A. (2022). www-dab-gov-af. Retrieved from https://www-dab-gov-af.translate.goog/ps/
Guardian, T. (2013). Afghan bank employee suspected of stealing £700,000. theguardian. Retrieved from https://www.theguardian.com/world/2013/sep/04/afghan-bank-employee-suspected-stealing
SIGAR. (2016). CORRUPTION IN CONFLICT LESSONS FROM THE U.S. EXPERIENCE IN AFGHANISTAN. Special Inspector General for Afghanistan Reconstruction(SIGAR). Retrieved SEPTEMBER 2016, fromhttps://www.sigar.mil/pdf/lessonslearned/sigar-16-58-ll.pdf
Stanikzai, A. F. (2022, 12 15). Introduction to Ghazi Amanullah Khan’s Administrative and Economic Reforms. American Journal of Social Development and Entrepreneurship, 1(1), 19. Retrieved from https://journals.e-palli.com/home/index.php/ajsde/article/view/999
استاد امین ستانکزی
#اقتصاد #افغانستان

11/06/2023

پاکستان د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ کال بودیجه اعلان کړله!

پاکستان د ۲۰۲۳ کال د جولایي له اولې نیټې څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰ نیټې پورې بودیجه (عاید او مصارف) اعلان کړله. دوی د یادې مودې لپاره ۱۴۴۶۰ میلیارده کلدارې ټاکلي چې په دې دوره کې به یې په مختلفو سکتورونو کې مصرفوي. ددوی د وړاندوینې له مخې به یې عاید ۷۵۳۶ میلیارده وي .

د مصرف او عایدو تفاوت ۶۹۲۴ میلیارده کلدارې دی چې دا ددې مالي کال خساره وي. ددې لپاره دوی مجبور دي یو ځل بیا پور واخلي. که چا پور ورکړ خو د را روان مالي کال مصارف به یې پوره وي او کنه نو په دویمه ربعه کې به له لا له ستونزو ډک کال پیلوي.

جالبه دا چې د دوی د بودیجې له مخې دوی به د ۷۵۳۶ میلیارده عاید څخه ۷۳۰۳ میلیارده روپۍ پورونو کې بېرته ادا کوي؛ نو په دې حساب دوی سره اصلاً ۲۳۳ میلیارده کلدارې د ټول کال لپاره پاتې کېږي.

نو په ټوله کې ویلی شو چې د پاکستان بودیجه ۱۴۴۶۰ میلیارده نه بلکې ۲۳۳ میلیارده کلدارې ټاکل شوي ده چې له دې څخه به دوی ټول کال معاشونه، دفاعي، تحصیلي، پراختیایې او … مصارف پوره کوي.

پاکستان اړ دی چې له imf او خپلو سوداګریزو بانکونو څخه پور واخلي، یا هم له چین، سعودي او متحده عربي اماراتو ته د پور غوښتلو کچکول وړاندې کړي.

که هیڅ هیواد پور ورنکړي نو پاکستان یو آپشن بل هم لري چې دا څو کلونه یې ترې ګټه اخیستې او هغه دا چې دوی نورې روپۍ پرنټ کړي چې دې سره به ددوی روپۍ ارزښت دلاسه ورکړي.

زما وړاندوینه داده چې کلداره ددې مالي کال په اوږدو کې د ډالر پر وړاندې له ۴۰۰ اوړي.
اسد مبارز
#پاکستان #بودیجه

05/06/2023

د ادارې د ناکام او سپک مشر ځینې مشخصات:

1. د کارمندانو سره ښې اړيکي نه برقراروي
2. ډېر متکبر او ځان غوښتونکي وي
3. د کارمندانو ترمينځ فرق کوي
4. د کارکوونکو څخه غير مشخص غوښتنې کوي
5. هر وخت کارکوونکي ډاروي
6. ډېر ژر عصباني کيږي
7. د ښه تصميم نيولو قابليت نلري
8. کله چې موفقيت مينځته راشي، دعوا کوي دا ټول زما له وجې و.
9. خوښېږي چې خلک ورته چاپلوسي وکړي
10. د تغير په وړاندې مقاومت کوي
11. ټيم ته انګېزه نه شي ورکولی
12. تل د اشتباهاتو پړه په نورو وراچوي
13. کله چې کار ډېر وي، ځان ورک کړي
14. چې کله يو مشکل راشي، د صحنې پناه شي
15. محدود طرز فکر لري
16. څه چې وايي باور پرې نلري
17. کارمندان تحقيروي او ملنډې ورباندي وهي
18. زياته محافظه کاري کوي
19:چې هر وخت مجلس نیسي خپله خبره د کارمندانو په خبرو او رایو بهتره ګڼي او حق وينا نشي اورېدلى.
20:کله چې قانوني کار وکړی نو احسان درباندې اچوي
21: تل په نورو کارکوونکو باندې شک او تردید کوي
22: د پوهو او مسلکي اشخاصو څخه ویره او حراس لري
Asaas.Khan

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address


Kabul

Opening Hours

Monday 09:00 - 21:00
Tuesday 09:00 - 21:00
Wednesday 09:00 - 21:00
Thursday 09:00 - 21:00
Friday 09:00 - 21:00
Saturday 09:00 - 21:00
Sunday 09:00 - 21:00