حضرت عاصم 'رض' عالي خصوصي لېسه Hazrat Asim RA Private High School

حضرت عاصم 'رض' عالي خصوصي لېسه Hazrat Asim RA Private High School

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from حضرت عاصم 'رض' عالي خصوصي لېسه Hazrat Asim RA Private High School, Education & Learning, first Street islahat e eddari, Kabul.

Photos from ‎حضرت عاصم 'رض' عالي خصوصي لېسه Hazrat Asim RA Private High School‎'s post 16/05/2026

بسم الله الرحمن الرحيم
د حضرت عاصم رض خصوصي عالي لېسه !
د علمي سير په پار دا ځل د دولسم ټولګي زده کوونکي د افغانستان ملي موزيم او د غازي امان الله خان قصر ( دارلامان ماڼۍ ) څخه له نږدې ليدنه وکړه .
د تاريخ مضمون دروند ښوونکي سردار ولي ارغنديوال د ملي موزيم په تاريخي او فرهنګي ارزښت او همدا رنګه د امان الله خان دقصر په باره کې هم معلومات ورکړل شول ، ددې سفر موخه د زده کوونکو د پوهې او مهارتونو لوړول ، د تاريخي اثارو ليدل ، د فرهنګي ميراثونو په ارزښت پوهېدل ، د افغانستان د تاريخ تېر برم ته کتنه ، د تاريخي ابداتو ليدل ، او د تېر 5000 کلن تاريخ نښو نښانو ثبوت .
دغه علمي سفر له ډېرو لاسته راوړنو ډک وه .

Photos from ‎حضرت عاصم 'رض' عالي خصوصي لېسه Hazrat Asim RA Private High School‎'s post 16/12/2024

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
د حضرت عاصم رض خصوصي عالي د 1403 کال د دولسم ټولګي د څلورمې دورې د فارغانو د فراغت غونډه او همدارنګه د اووم نه تر دولسم ټولګي پورې د کلنۍ آزموينو پايلې د شانداره او پرتمينو مراسمو په ترڅ کې تر سره شوه .
په ياده غونډه کې د ميدان وردګو ولايت د پوهنې رياست د تعليم او تربيې محترم آمر مولوي صاحب سردار ولي مدقق ، د مرکز د پوهنې آمر مولوي صاحب فريد خادم او همدارنګه د معارف د ريس سکرتر جميل الله حيران صاحب ، د زده کوونکو والدين او د هغوی مېلمانه په غونډه کې ګډونوال وه .
د لېسې په سطحه عمومي اول نمره عرفان الله د نهم ټولګي زده کوونکی .
دولسم ټولګي اول نمره ميرويس
دوهم نمره انعام الله
درېيم نمره مير عبدالله
د يوولسم ټولګي اول نمره نصيب الله
دويم نمره نور عالم
درېيم نمره خيال محمد
د لسم ټولګي اول نمره مصطفی
دويم نمره حسيب الله د رحيم ګل زوی
درېيم نمره محمد اسماعيل
د نهم ټولګي اول نمره عرفان الله
دوهم نمره حبيب الله
درېيم نمره سيد مدثر
د اتم ټولګي اول نمره حجت الله
دويم نمره محمد الیاس
درېيم نمره بلال احمد
اووم ټولګي اول نمره رضوان الله
دويم نمره محمد الیاس
درېيم نمره مصباح الله
او همدارنګه د دولسم ټولګي څخه 13تنه فارغ شول
دغو ټولو زده کوونکو او کورنيو ته دې ډېر ډېر مبارک وي الله ج دې وکړي چې په راتلونکي کې ګران هېواد ته د رښتينې خدمت مصدر وګرځي .

14/12/2024

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
خبرتيا
د حضرت عاصم رض خصوصي عالي لېسې د څلورمې دورې د دولسم ټولګي د فراغت غونډه او له اووم نه تر دولسم ټولګي پورې د آزموينو پايلې سبا یکشنبه د قوس د مياشتې په 25 نېټه اعلانېږي هيله ده چې ټول زده کوونکي دې خبر وي او په يادو مراسمو کې ګډون وکړي په درنښت !

Photos from ‎حضرت عاصم 'رض' عالي خصوصي لېسه Hazrat Asim RA Private High School‎'s post 28/09/2024

د بدني روزنې او سپورټ آمريت څخه مننه کوو چې د حضرت عاصم رض خصوصي عالي لېسې زده کوونکي يې د ورزش په برخه کې يې ممتاز زده کوونکي په ستايلنيک ، مډال او نورو جوايزو ونازول .
د ا ا ا له رهبرۍ څخه ځانګړې مننه چې واقعا په هره برخه کې په نويو ځوانانو کار کوي ، افغاني او اسلامي ارزښتونو په نظر کې نيولو سره د هېواد د بچيانو لپاره په تعليمي بهير او نورو برخو کې د سالمې روزنې په پار جګړه ځپلي هېواد او ملت ته رښتينی خدمت کوي او غواړي چې ځوانان له ديني او عصري علومو برخمن شي .
مونږ ټول افغانان بايد په هره برخه کې دين او هېواد ته ژمن پاتې شو او خدمت ورته وکړو .

Photos from ‎حضرت عاصم 'رض' عالي خصوصي لېسه Hazrat Asim RA Private High School‎'s post 17/07/2024

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

د حضرت عاصم رض خصوصي عالي لېسې د څلورنيم میاشتنۍ آزموينې د صحنې يو څو انځورونه !
د اولادونو ښه تربيت او روزنه په والدينو واجب ده .
په خپلو اولادونو تعليم وکړئ تر څو نړۍ سره سيال شو.
خپل اولادونه د تعليم او تربيې په ګاڼه سمبال کړئ,
چې راتلونکی يې روښانه شي .
مونږ ددې ټولنې د خدمتګار په حيث دالله ج د رضا لپاره ستاسو او ستاسو ګلونو اولادونو په خدمت کې شپه او ورځ زحمت اوباسو تر څو خپل سپېڅلی او دروند مسوليت په سمه توګه ادا کړو انشاالله تاسو ته ډاډ درکوو چې اولادونه به مو سالمه روزنه ترلاسه کړي .

09/03/2024

حضرت عاصم رض خصوصي عالي لېسه د 1403 ښوونيز کال لپاره له نرسري تر دولسم ټولګي پورې نوي
زده کوونکي مني
اسانتياوې : مسلکي او تجربه لرونکي ښوونکي
په معيار برابر چاپيريال
په معيار برابر درسي خونې
مجهز کمپيوټرلب
مجهز لابراتوار
مجهزه کتابخانه
ترانسپورت
ستاسو درنو هېوادوالو په خدمت کې دي .
اړيکې او واټساپ شمېرې: 0781752285/+93778743041

09/03/2024

حضرت عاصم رض خصوصي عالي لېسه په پام کې لري چې د 1403ښوونيزکال لپاره لاندې برخو کې ښوونکي جذب کړي
1 ديني ښوونه او قرآنکريم
2 رياضي او فزيک
3 انګليسي او کمپيوټر
4 کيميا او بيو لوژي
5 تاريخ او جغرافيه
6 پښتو او دري
شرايط حداقل د لېسانس اسناد او يو کال په تدريس کې تجربه ولري .
نوم ليکنه روانه ده تحصيلي اسناد او د تذکرې کاپي بايد له ځان سره ولرئ
پته ميدانښار بازار اصلاحات اداري پروژه امنيه قومندانۍ سړک ته مخامخ حضرت عاصم رض خصوصي عالي لېسه
اړيکې او واټساپ شمېرې :0781752285/+93778743041

21/12/2023

زېری. زېری. زېری.
د ژمنيو کورسونو خبرتيا !
په حضرت عاصم رض خصوصي عالي لېسه کې په لاندې برخو کې ژمني کورسونه دوام لري . کانکور آماده ګي ،
له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې ليک لوست ، املا او انشا ، رياضي ، انګليسي او کمپيوټر
له اووم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې عمومي رياضي ، عمومي فزيک ،کيميا بيولوژي ، کمپيوټر ، انګليسي او خوشنويسي .
هيله ده چې له دغه فرصت څخه ګټه واخلئ
استادان ښاغلی اجمل عمري صيب ، ښاغلی انجنیر سيدنبي جلالزی صيب ، ښاغلی سردار ولي ارغنديوال صيب ، ډاکټر الماس قاهرزی صيب او مطيع الله صادق ستاسو په خدمت کې یو . په عالي کيفيت تدريس او په اسلامي روحيه ستاسو اولادونه روزل کېږي .
له زرينې موقع څخه استفاده وکړئ . داخله جريان لري
د کورسونو پيل د جدې د مياشتې دويمه ۲ نېټه شنبه ورځ
وخت د سهار له لسو د غرمې تر دولسو بجو پورې .
له اول تر شپږم ټولګي وړيا ترانسپورت .
اړيکو او واټساپ شمېرې ۰۷۸۱۷۵۲۲۸۵/+93778743041

Photos from ‎حضرت عاصم 'رض' عالي خصوصي لېسه Hazrat Asim RA Private High School‎'s post 04/12/2023

دا چې يوازې تعليم به مو نړۍ سره سيال کړي !
کوښښ او خواري وکړئ ترڅو لوړ مقام ترلاسه
کړئ . تاسو هېواد ته ژمن او وفادار خلک یاستی
دا کړېدلی او زوریدلی ملت تاسو ته سترګې په
لاره ده ، تاسو ددې هېواد دملا د تير حيثيت لرۍ
دا هېواد تاسو ته اړتيا لري ځکه تاسو با سواده
قشر ياست .
د تاسو د ښه تعليم ، تربيې او ښه خدمت په هيله !

31/08/2023

د وږي نهمه رخصتي نشته !

18/08/2023

عمومي رخصتي
داسد ۲۸ مه نېټه په ټول هېواد کې د استقلال په مناسبت عمومي رخصتي ده

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address


First Street Islahat E Eddari
Kabul
1302