مبارز خصوصي ښوونځى

مبارز خصوصي ښوونځى

Share

پہ عصري وسايلو 'مجربو استادانو او درسي موادو سمبال مرکز

16/06/2026

د افيس پروګرامونو په لړ کي مو د ايکسل پروګرام درسونه هم پيل کړل
که تاسو هم دوکان📈 لري او يا هم دفتري کارونه مخته وړي نو دا زرين چانس له لاسه مه ورکوي
داخله جريان لري




#سرروضه @

11/05/2026

د مبارز خصوصي ښوونځى پخواني استاد محترم Abdulmateen Zirak صاحب ته په (TOEFL) ازموینه کې د بریالیتوب د مبارکي تر څنګ په ټولو شرعي امورو کې د لا نورو بریالیتوبونو هیله لري.
مبارز خصوصي ښوونځي اداره د ځوانو کادرونو د تشخیص را پورته کولو، ذهنیت ورکولو او خدمت ته د وړاندې کولو ویاړ لري.

10/05/2026

د ورډ پروګرام څخه فارغ هغه شاګردان چي داپروګرام يي په نظري او عملي ډول زدکړي او د مبارز خصوصي ښوونځي د اداري اصولو سره سم يي په ورډ پروګرام کي هر شاګرد کتاب هم ليکلي نور تفصيل په ويډيو کي fans #سررضه
#افغانستــان

29/04/2026

که تاسو هم شخصي عکسونه ،ويډيوګاني اويانور معلومات لري اوغواړي چي نور يي ونه ګوري نو داطريقه تعقيب کړي او د داډول نورو ويډيو ګانو لپاره موږ وڅاري fans #سررضه

17/04/2026

که تاسو هم شخصي ډيټا لري او غواړئ چي څوک ورته لاس رسي ونه لري نو دا طريقه تعقيب کړي
نوټ: دا ويډيو د شاګردانو له لوري ترتيب شوي
د مبارز زدکوونکي تل هڅه کوي چي خپلو کليوالو او په ټوله کي ګرانو هيوادوالو ته داډول نور معلومات هم ورکوي
انشاالله

16/04/2026

قدرمنو لوستونکو او ليدونکو!
خپلو ماشومانو ته مو پخپله يو هدف وټاکئ
تاسو چې خپل ماشومان درسونو ته لږئ، نو له ځانه پوښتنه وکړئ چې ولی ماشومان سبق ته لږئ!
که وتوانيږئ چې ماشومانو ته مو سم هدف تعين کړئ دا به ستاسو د ماشومانو د راتلونکې لپاره خورا لوی ګام وي.
ديني يا عصري علوم زده کول نيم عمر وخت نيسي نو څوک چې نیم عمر مزل کوي او هدف يې هم نه وي معلوم ګته به يې څه وي؟!
ماشومان له لومړي ټولګۍ تر ۱۴ حتی لسانس دورې پوري نشي کولای خپله هدف تعين کړي؛ دا تاسو ياست چې باید د خپلو ماشومانو لپاره داسي موخه په نظر کې ونیسئ چې هم خپل رب وپيژنې او هم سبا ته د ټولنې د اوږو بار نشي.
علم يا پوهه یوه ستره انساني اړتیا ده خو که د چا دقیقه موخه نه وي معلومه هغه پدې ستر بحر کې غرقيږي او هيڅ نتيجه ترې نشي تر لاسه کولای.
زمونږ لدې پوسټ څخه منظور دادی چی سر له اوسه خپل هر ماشوم ته اړوند بخش يا څانګه په نظر کې ونيسئ؛
چې کوم زوی دې بايد ښه عالم شي، کوم زوی دي بايد کلک حافظ وي، کوم يو بايد ساختماني انجينرشي، کوم یو بايد پروګرامر شي، کوم یو بايد ډاکتر وي، کوم يو بايد جيولجيست شي، کوم یو استاد شي او د کوم بخش...
که تاسو د خپلو ماشومانو درک او زکاوت ته په کتلو سره وتوانيږئ چې دقیق هدف ورته تعين کړئ بیا کولای شئ هماغه مسلک ته د رسيدو لپاره یې سر له اوسه مرسته وکړئ.
هر هغه زده کونکی چې غواړي په يو مسلک کې ځان ورسوي لهً ۲۲ تر ۲۶ کاله وخت نيسي.
که د دومره لوی وخت او عمر لپاره مونږ خپلو ماشومانو ته هدف ونه شو ټاکلی دا به ډیره لويه کمزوري وي.

12/04/2026

تيره پنجشنبه د شاګردانو د مهارتونو د لا زياتوالي په موخه د علمي ويډيو ګانو جوړولو سمينار وړاندي شو چي له مخي با يي شاګردان وکړاي شي چي خپلي تجربي او وړتياووي له نورو سره شريکي کړي

#سررضه
#افغانستــان


06/04/2026

مبارز خصوصي ښوونځي کې له هر زده کوونکې څخه د مياشتې ۳۰۰ افغانۍ فيس اخيستل کيږي د دې يادونه ځکه دلته ضروري ده چې له يوې خوا به کورنيو او کليوالو ته معلومات وشي له بلې خوا په ښارونو کې ډیری خصوصي مکاتب فيس د دې سبب نه اعلانوي تر څو په رسمي اندازه کې لږ ماليه ورکړي که څه هم له زده کوونکو څخه لوړ فیسونه اخلي.
مبارز خصوصي ښوونځی هر زده کوونکی ته يو کوچنی کارت چې مونږ ورته فیس کارت وایو ورکوي، په هغه کارت کې د زده کوونکي د هرې مياشتې حساب لیکل شوی وې تر څو کورنۍ او سرپرستان يې پوه شي چې زده کوونکي ادارې ته د څو مياشتو فيس تسلیم کړيده.
د فيسبوک پر پیج او پآڼه باندي د فیس او فیس کارت اعلانول هم د زده کوونکو کورنيو ته هم پوهنې رياست او هم ادارې ته مفيد واقع کیږي ځکه مو لازمه وبلله چې دا پیغام لدې لارې تر تاسو ليدونکو او لوستونکو در ورسوو.

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Kabul
25000

Opening Hours

Monday 00:00 - 00:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 00:00 - 00:00
Sunday 00:00 - 00:00