جمهوریت او اخلاقي فساد!
د تېرې ادارې پولیس خدمتګاران که متجاوزین؟
په تېره اداره کې هغه پولیس چې ځانونه یې د ټولنې "خدمتګاران" بلل د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې یې پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ ډلهییز جنسي تېری کړی و.
د تېرې ادارې پولیس د امنیت د خوندي کولو پر ځای، د خلکو پر کورونو، مالونو او عزتونو تیری کوونکي وو؛ د تېرې ادارې پولیسو د ولس کورونه د فاجعو پر زندانونو بدل کړي وو، چې نه یې قانون پېژانده، نه یې شریعت او نه یې هم انسانیت.
د دغې نجلۍ کورنۍ په کلونو کلونو فریادونه وکړه، مګر ټولې هڅې یې بې پایلې، ځکه چې د تجاوز کوونکو تر شاه اداره ولاړه وه.
NIQAB - نقاب
(نقاب) له پټو حقیقتونو او فسادونو پرده پورته کوي. د امریکايي لاسپوڅو د فسادونو او خیانتونو بشپړ آرشیف.
جمهوریت او اعترافات!
د ټکسي کرایه مو له ځانه راوړئ!
د تېرې ادارې پر مهال یو هیئت، چې حامد کرزی، ګلبدین حکمتیار، عبدالله عبدالله او دوه معاونین په کې شامل وو، روسیې ته په سفر تللي وو.
روسي چارواکو دوی ته د خپل سفیر په خوله واضح پیغام ورکړی و: "د تګ راتګ لپاره موټر نه درکوو، د ټکسي کرایه مو له ځانه سره راوړئ."
دا هر څه داسې مهال پېښېدل چې تېره اداره د نړیوالو له لوري په رسمیت پېژندل شوې و، مګر بیا یې هم په نړیواله سطحه اعتبار او اعتماد نه درلود.
مستند فلم.!
په ارزګان ولایت کې د استرالیايي ځواکونو جنا/یات.!
(نقاب د حقایقو هنداره)
(۱ برخه)
د ارزګان ولایت په دروان سیمه کې د استرالیايي ځواکونو لخوا د ملکي افغانانو بېرحمانه وژنې.
مستند.
په ۲۰۱۲ کال د سپټمبر په میاشت کې، استرالیايي ځانګړو ځواکونو (SAS) د ارزګان ولایت په دروان سیمه کې وحشتناک اعمال ترسره کړل چې پکې یې بې ګناه افغان ملکي وګړي په خپلو کورونو کې ووژل.
دا پېښه د نړیوالو ځواکونو د اشغال په مهال رامنځته شوه، کله چې افغانستان د مختلفو زبرځواکونو ترمنځ ویشل شوی و، او هر یو زبرځواک په خپل ټاکلي ولایت کې د ظلمونو او وحشتونو مسؤلیت په غاړه درلود.
په ارزګان کې، استرالیایي ځواکونه مېشت وو، او هغوی په دې سیمه کې بېساری ظلمونه ترسره کړي دي. د دې ظلمونو یوه مهمه پېښه د دروان په کلي کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې د استرالیايي ځواکونو مشهور غړی، رابرټ سمیټ، یو عادي بزګر، علي جان، په بېرحمۍ سره وواژه. علي جان یو بې ګناه افغان و چې د خپلې کورنۍ د ژوند پرمخ وړلو لپاره یې کرنه کوله.
د دې وحشي کړنې ترڅنګ، دوه نور ملکي کسان هم د استرالیایي ځواکونو له خوا په نښه شول. د یارو ماما او نظرګل په نوم افغانان په خپلو کورونو کې د استرالیایي ځواکونو لخوا په سر او سینه ویشتل شول او ووژل شول.
دغه ډول وحشتناک عملونه، د اشغال د پالیسیو او د زبرځواکونو د ظلمونو روښانه انځور وړاندې کوي. د استرالیایي ځواکونو ظلمونه، په ځانګړې توګه په ارزګان کې، یو تور باب دی چې باید کتابونه پرې ولیکل شي.
نقاب کوښښ کوي چې داسې مستندات به په راتلونکي کې په مکمله پښتو وینا سره هم وژباړي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Website
Address
Kabul