11/06/2026
📢خبرتیا 📢
الف شاه افغان ښوونیز مرکز ویاړي چې د زدهکوونکو د علمي او مسلکي ودې لپاره د انګلیسي ژبې او کمپیوټر نوې او معیاري ټولګۍ پیلوي. که غواړئ د انګلیسي ژبې مهارتونه مو پیاوړي کړئ او یا هم د کمپیوټر په برخه کې اړینې او عصري زده کړې ترلاسه کړئ، نو دا ستاسو لپاره یو غوره فرصت دی.
زموږ ټولګي د مسلکي او تجربه لرونکو استادانو تر لارښوونې لاندې ترسره کېږي، ترڅو زدهکوونکي وکولای شي په لنډ وخت کې اغېزمنه او عملي زده کړه ترلاسه کړي. د زده کړې مناسب چاپېریال، معیاري تدریسي میتودونه او منظم درسي پروګرامونه به ستاسو د بریا لپاره قوي بنسټ جوړ کړي.
اوس د نوم لیکنې لړۍ پیل شوې ده!
نو د خپل ځای د خوندي کولو لپاره همدا نن نوم لیکنه وکړئ.
الف شاه افغان ښوونیز مرکز ستاسو د روښانه راتلونکي او بریالۍ زده کړې باوري ملګری. 🌟
📞 د نورو معلوماتو او نوم لیکنې لپاره له موږ سره اړیکه ونیسئ.
او يا زمونږ ښوونيز مرکز ته مراجعه وکړئ
۰۷۶۷۰۷۸۲۷۲
۰۷۸۴۹۳۳۵۶۶
26/05/2026
🌙✨ د لوی اختر مبارکي ✨🌙
الف شاه افغان ښوونيز مرکز د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت ټولو هېوادوالو، زده کوونکو، استادانو او درنو دوستانو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي.
الله ﷻ دې دا مبارکې ورځې ستاسو د خوښۍ، سوکالۍ، روغتيا او برياوو سبب وګرځوي.
هيله ده چې اختر مو له مينې، يووالي او خوشحالۍ ډک وي.
🌸 اختر مو مبارک شه 🌸
په درنښت
الف شاه افغان ښوونيز مرکز
15/05/2026
Alaf Shah Afghan Educational Center (ASAI).
“WHY ASAI?”
Your Path to a Bright Future
We focus on:
* Quality education
* Modern learning methods
* Student support
* Career preparation
Programs Offered:
* CIT — Computer Information Technology
* DIT — Diploma in Information Technology
* CEL — Certificate in English Language
* DEL — Diploma in English Language
Key Features:
* Experienced instructors
* Up-to-date curriculum
* Practical labs and technology-enabled classrooms
* Guidance and mentoring
* Career counseling
Contact us:
* WhatsApp / Phone: +93 767 078 72
05/05/2026
الف شاه افغان ښوونيز مرکز نن يو ځل بيا د تشويقې غونډې کوربه و.
الف شاه افغان ښوونيز مرکز د زده کوونکو د هڅونې غونډه د قران کریم په مبارکو ایتونو سره پیل شوه، ورپسې درنو مشرانو خپلې ګټورې او الهام بښونکې ویناوې وړاندې کړې. په ویناوالو کې د رنځپوه الف شاه افغان مشر ورور غلام شاه افغان (شاصيب)، د دویم بلاک پخوانی وکیل، مولوي صاحب حبيب الله او اوسني وکيل حاجي نسيم توتاخېل او نور قدرمن مشران شامل وو.
ياده غونډه د ښوونیز مرکز د مشرتابه د علمي ویناوو په دوام سره مخته ولاړه او مخکښ زده کوونکي په ډاليو ونازول شول.
ټولو مېلمنو او زده کوونکو د الف شاه افغان ښوونيز مرکز دا ګام وستايه او تر څنګ يې د مشرتابه څخه ځانګړې مننه وکړه او هم يې بشپړ ملاتړ ښکاره کړ.
درنښت
17/02/2026
🌙 د روژې مبارکه مياشت دې مبارک وي! ✨🌙
د الف شاه افغان ښوونيز مرکز د زړه له کومې ټولو هېوادوالو، قدرمنو زدهکوونکو او درنو کورنيو ته د روژې مبارکې مياشتې مبارکي وړاندې کوي.
الله تعالی دې دا مبارکه مياشت زموږ او ستاسو لپاره د رحمت، مغفرت، برکت او قبوليت سبب وګرځوي.
روژه دې زموږ د ايمان پياوړتيا، صبر، يووالي او علم ته د لا زياتې هڅونې وسيله شي.
الله تعالی دې زموږ عبادات، روژې او دعاګانې قبول کړي.
په درنښت
الف شاه افغان ښوونيز مرکز
14/02/2026
رخصتۍ خبرتیا
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رسمي خبرتيا د مخې سبا يونۍ ( يکشنبې) ورځ د دلوې میاشتې ۲۶ مه نېټه چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو او ماتې پرتمينې ورځې سره برابره ده په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.
په همدې اساس سبا د يونۍ (یکشنبې) ورځ په الف شاه افغان ښوونيز مرکز کې ټول علمي، تدریسي او اداري کړنې رخصت دي نو چارې به د دونۍ (دوشنبي) په ورځ د دلوې میاشت په ۲۷ مه نیټه بیرته په عادي ډول پيلیږی.
په درنښت
نشراتو_او_عامه_اړیکو_څانګه
الف شاه افغان ښوونیز مرکز
04/12/2025
🌟زيری 🌟زيری 🌟زيری
الف شاه افغان ښوونيز مرکز ټولو درنو زدهکوونکو ته خبر ورکوي چې نوي ټولګي ډېر ژر پيلېږي.
دا ستاسو لپاره يو غوره فرصت دی چې د زدهکړې نوې مرحلې ته داخل شئ او خپلې زده کړې لا پياوړی کړئ.
مونږ تاسو ټولو پتمندو ته بلنه درکوو چې له دې مهمې موقعې څخه بشپړه ګټه واخلۍ، خپل ګډون حتمي کړۍ او د پرمختګ په لور یو نوی ګام واخلۍ.
✨ زمونږ ځانګړنې:
مسلکي ښوونکي*
معیاري تدریسي سیستم او چاپيريال*
منظم ټولګي او اغېزمن تدريس*
زدهکوونکو لپاره ځانګړې لارښوونې*
که غواړئ خپل مهارتونه لوړ کړئ نو همدا اوس د شاملېدو غوره وخت دی!
12/09/2025
#الف شاه افغان ښوونیز مرکز ستاسو د روښانه راتلونکي لپاره تر ټولو غوره انتخاب !
#د معیاري درسي پروګرامونو برابرول
#تجربه لرونکي ښوونکي
#د ښوونې نوې میتودونه
همدا نن نوم لیکنه وکړئ او د علمي بریالیتوب پر لور ګام کېږدئ!