26/06/2026
د ميرویس خان هوتک، د سکې یادونې تاریخي مسیر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال: سیلانی
د میرویس خان هوتک په نامه د سکې د وهلو مسئله له ډېرو کلونو راهیسې د افغان او بهرنیو لیکوالانو، مورخینو او څېړونکو ترمنځ د بحث موضوع ده. ځینو لیکوالانو دا روایت د میرویس نیکه د خپلواکۍ، سیاسي واک او سلطنتي مشروعیت نښه بللې، خو ځینو نورو بیا د فزیکي سکې، عکس، موزیمي ثبت او نومیسماټیک سند د نهشتون له امله پر دې روایت شک کړی دی. د دې موضوع د دقیقې ارزونې لپاره تر هر څه لومړی باید دا وڅېړل شي چې د سکې د وهلو روایت له کومه ځایه راپیل شوی، د کومو آثارو له لارې تر موږ را رسېدلی او د هر لیکوال تر شا اصلي مأخذ څوک دی. په همدې موخه، په دې لیکنه کې د افغان، عراقي، ترکي او اروپايي منابعو د نقل سلسله څېړل کېږي، څو څرګنده شي چې د میرویس نیکه د سکې د روایت فکري او تاریخي ریښې تر ډېره د عثماني امپراتورۍ په سفارتي او استخباراتي منابعو کې پرتې دي.
په افغان لیکوالو کې محترم استاد معصوم هوتک په خپله یوه لیکنه کې د محترم خلیلالله خلیلي د مقالې پر بنسټ لیکي چې میرویس نیکه په خپل نوم سکه وهلې وه. ښاغلي خلیلي دا موضوع د «سکه میرویس نیا» تر سرلیک لاندې په ژوندون مجله کې یاده کړې وه. د ښاغلي هوتک د حوالې له مخې، خلیلي لیکي چې کله یې په بغداد کې له عراقي مورخ عباس العزاوي، د تاریخ العراق بین احتلالین له لیکوال سره ولیدل، العزاوي هغه ته د خپلو سکو له کلکسیون څخه یوه نقرهیي سکه وښوده چې د میرویس خان هوتک په نامه وهل شوې وه. خلیلي همدارنګه زیاتوي چې عباس العزاوي د خپل اثر تاریخ العراق بین احتلالین په پنځم ټوک کې هم د میرویس نیکه د سکې یادونه کړې او د سکې بیت یې داسې راوړی دی: «سکه زد بر درهم دارالقرار قندهار / خان عادل شاه عالم میرویس نامدار.»
د دې روایت د اصل د موندلو لپاره باید له عباس العزاوي څخه بېرته د هغه مأخذ ته لاړ شو. العزاوي دا خبره د تاریخ راشد په حواله راوړي. تاریخ راشد د عثماني رسمي مورخ رأشد محمد افندي / Râşid Mehmed Efendi اثر دی. راشد محمد افندي د عثماني دولت وقایعنگار، شاعر او منشي و؛ شاوخوا په ۱۶۷۰م کال په استانبول کې زېږېدلی او په ۱۱۴۸هـ/۱۷۳۵م کال کې مړ شوی دی. هغه په ۱۷۱۴م کال کې د عثماني دولت د رسمي وقایعنگار په توګه وټاکل شو او د نعیما له پاتې شوي ځایه یې د عثماني دولت د پېښو لیکلو ته دوام ورکړ.
خو په تاریخ راشد کې د میرویس خان د سکې خبره د راشد محمد افندي د خپل مستقیم روایت په توګه نه ده راغلې، بلکې د احمد دُرّي افندي د ایران د سفارتي راپور یا سفارتنامې په متن کې راوړل شوې ده. راشد تر هغه وروسته چې له ایران څخه استانبول ته د دُرّي افندي د راستنېدو خبره کوي، لیکي چې نوموړی د عثماني دولت له خوا د ایران شاه ته د سفیر په توګه استول شوی و، خپل مأموریت یې بشپړ کړ، بېرته استانبول ته راوګرځېد او له هغه ځوابلیک او راپور څخه چې راوړی یې و، د حالاتو حقیقت څرګند شو. تر دې عبارت وروسته راشد د یوې جلا برخې سرلیک داسې لیکي: «Takrîr-i Elçi-i müşârün-ileyh»؛ یعنې «د یاد شوي سفیر راپور». همدا سرلیک او د متن داخلي قرینې ښيي چې راتلونکی بیان د راشد خپل مستقل روایت نه، بلکې د دُرّي افندي د سفارتي راپور نقل دی.
د همدې راپور په منځ کې، د ایران د عمومي سیاسي او پوځي وضعیت د بیان پر مهال، د کندهار او میرویس خان خبره راځي. د متن له اسلوبه هم ښکاري چې دا د سفیر د مشاهداتو، معلوماتو او مأموریتي ارزونې برخه ده؛ ځکه په متن کې د لومړي شخص تعبیرونه او ضمایر، لکه «biz»، «ben» او «bu kulları» کارول شوي دي. په همدې برخه کې کندهار د ایران له مهمو کلاوو څخه یادېږي او ویل کېږي چې د هند پر سرحد د میرویس خان د خروج ځای و. وروسته د میرویس خان په اړه مشهور عبارت راځي: «Mezbûr Mir Üveys bin yüz on sekiz senesinde Kandehar havâlisinden hurûc edüp... altı seneye dek bu minvâl üzre hükûmet ve sikkei ve hutbeyi kendü nâmına okudup, hattâ sikkesi bu beyit idi.» معنا دا ده چې: «یاد میرویس په ۱۱۱۸هـ کال کې د کندهار له شاوخوا راپاڅېد... شپږ کاله یې په همدې ډول حکومت وکړ، سکه او خطبه یې په خپل نوم کړه، حتی د هغه سکه دا بیت و.» بیا د سکې بیت په عثماني/فارسي بڼه داسې راځي: «سکه زد بر درهم دارالقرار قندهار / خانِ عادل، شاهِ عالم، میر اویس نامدار.»
له دې ځایه د استاد معصوم هوتک د نقل سلسله په روښانه ډول داسې جوړېږي: معصوم هوتک د خلیلالله خلیلي د «سکه میرویس نیا» مقاله رااخلي، خلیلي دا خبره له عراقي مورخ عباس العزاوي سره د خپلې لیدنې او د هغه له کتاب تاریخ العراق بین احتلالین، پنځم جلد څخه نقلوي، عباس العزاوي بیا صراحتاً دا روایت د تاریخ راشد په حواله راوړي او تاریخ راشد کې دا خبره د راشد محمد افندي د خپل مستقل روایت په توګه نه، بلکې د دُرّي احمد افندي د ایران د سفارتي راپور په برخه کې راغلې ده. د موجودو شواهدو له مخې، دُرّي افندي د دې خبرې لپاره تر خپل راپور شاته کوم مشخص شخص یا کتاب نه یادوي، بلکې دا یې د ایران د حالاتو د مشاهدې، سفارتي اړیکو او مأموریتي معلوماتو په چوکاټ کې راوړي دي. دا ټکی ځکه مهم دی چې دُرّي افندي یوازې تشریفاتي سفیر نه و؛ بلکې د صفوي دولت د کمزورۍ، د ایران د داخلي وضعیت او د سیمې د سیاسي حالت د ارزونې مأموریت هم ورسپارل شوی و.
ما په خپله لیکنه «ذکر سکه میرویس در گزارشات دولت عثمانی» کې پر دوو مهمو عثماني مسیرونو اتکا کړې وه. لومړی مسیر دُرّي احمد افندي دی، چې وروسته محمد حبیب ساچمالي هم په خپله دکتورا رساله کې ورته اشاره کړې ده. ساچمالي د میرویس خان د سکې او خطبې موضوع د تاریخ راشد او د دُرّي افندي د سفارتي راپور په رڼا کې څېړي. له همدې امله، د ساچمالي نقل هم په نهایت کې دُرّي احمد افندي ته رسېږي. توپیر دا دی چې زموږ په کورنیو لیکنو کې تر ډېره دا سلسله په بشپړ وضاحت نه وه روښانه شوې، حال دا چې د روایت د اعتبار د ارزونې لپاره د نقل د همدې سلسلې پېژندل ډېر مهم دي.
دوهم مسیر د اورهان یازیجي له لیکنې سلسله ده. اورهان یازیجي د میرویس خان هوتک د سکې د وهلو خبره په خپله لیکنه کې د بدرالدینزاده میرلیوا علي بېګ د عثماني استخباراتي راپور Kaa’ime: H.1117–1135 / 1705–1723 په حواله راوړي. د یازیجي د نقل سلسله داسې ده: اورهان یازیجي ← بدرالدینزاده میرلیوا علي بېګ، Kaa’ime ← د عثماني سرحدي استخباراتي راپور په حواله راوړې ده. په همدې نقل کې علي بېګ تر خپل راپور شاته کوم مشخص شخص یا کتاب نه یادوي، بلکې دا معلومات د خپل استخباراتي راپور د یوې برخې په توګه وړاندې کوي.
بدرالدینزاده میرلیوا علي بېګ د کَرس/زاروشاد د سرحدي سیمې عثماني مأمور، میرلیوا او استخباراتي راپور ورکوونکی و. هغه د ۱۷۲۲م کال په مني کې د ایران، قفقاز، داغستان، شېروان، روسي خطر او افغان واکمنۍ په اړه خپل Kaa’ime راپور صدر اعظم ابراهیم پاشا ته وړاندې کړ. نوموړی د دُرّي احمد افندي معاصر و، خو د مأموریت ساحه یې له دُرّي سره توپیر درلود: دُرّي افندي د ایران دربار ته رسمي سفیر و؛ خو بدرالدینزاده علي بېګ د عثماني ختیځ سرحد له کَرس/زاروشاد څخه د ایران، قفقاز او سرحدي بدلونونو استخباراتي څارونکی و. له همدې امله ویلای شو چې د میرویس خان د سکې په اړه دویم مهم مسیر هم د عثماني دولت له منابعو څخه راځي؛ خو دا مسیر د دُرّي افندي له سفارتنامې جلا او مستقل عثماني استخباراتي مأخذ دی.
بل اروپايي شاهد جوناس هانوي دی. هانوي په خپل کتاب The Revolutions of Persia، چاپ لندن، ۱۷۵۳م، کې د میرویس خان هوتک د ژوند او سیاسي مبارزو په بحث کې د هغه د سکې یادونه کوي. هغه لیکي چې میرویس د پاچاهۍ لقب غوره کړ، خطبه یې په خپل نوم وکړه او د خپلواکۍ نورې نښې یې ځان ته منسوبې کړې؛ بیا د سکې پر شاوخوا د فارسي بیت معنا راوړي. خو په دې ځای کې هانوي د خپل نقل لپاره کوم صریح مأخذ، کتاب یا شخص نه یادوي. د هغه د اثر په ځینو ځایونو کې د عثماني/ترکي راپورونو او د صفوي سقوط د معاصرو اروپايي روایتونو نښې لیدل کېږي، خو د میرویس د سکې لپاره یې مشخصه سرچینه نه ده روښانه کړې. له همدې امله، هانوي باید د احتیاط له مخې د سکې د روایت یو موازي اروپايي شاهد وګڼل شي، نه د دُرّي افندي یا بدرالدینزاده علي بېګ د صریح عثماني سلسلې برخه.
له دې ټولې څېړنې څخه ښکاري چې د میرویس نیکه د سکې روایت یوازې د وروستیو افغان لیکوالانو یو بېریښه ادعا نه ده؛ بلکې تر شا یې څو تاریخي مسیرونه شته. یو مسیر له معصوم هوتک، خلیلالله خلیلي او عباس العزاوي څخه تېرېږي او تاریخ راشد ته رسېږي، چې په نهایت کې د دُرّي احمد افندي د ایران سفارتي راپور ته منسوب دی. بل مسیر د اورهان یازیجي له لارې بدرالدینزاده میرلیوا علي بېګ او د هغه عثماني استخباراتي راپور Kaa’ime ته رسېږي. درېیم مسیر د جوناس هانوي اروپايي روایت دی، چې د سکې یادونه کوي، خو خپل دقیق مأخذ نه څرګندوي.
پایله دا ده چې د میرویس خان هوتک د سکې د وهلو روایت، تر هغه ځایه چې د معلومو او مستندو نقلونو سلسله یې تعقیبېږي، د عثماني امپراتورۍ په سفارتي او استخباراتي منابعو کې ریښه لري. دُرّي احمد افندي د عثماني دولت سفیر و، تاریخ راشد د عثماني رسمي وقایعنگار اثر دی. بدرالدینزاده میرلیوا علي بېګ د عثماني سرحدي استخباراتي مأمور و او عباس العزاوي هم خپل عربي نقل د تاریخ راشد په حواله راوړی دی. له همدې امله، د هغو لیکنو او آثارو بنسټیز مراجع چې د میرویس نیکه د سکې خبره یې په صریح سندي سلسله راوړې، د عثماني دولت منابع دي. البته تر اوسه د دې سکې فزیکي نمونه، موزیمي ثبت، عکس، وزن، قطر او نومیسماټیک کتالوګي معلومات په لاس کې نشته، نو علمي احتیاط دا ایجابوي چې ووایو: د تاریخي روایت له مخې، میرویس خان سکه او خطبه په خپل نوم کړې وه، خو د سکې مادي نمونه لا تر اوسه په نومیسماټیک ډول نه ده تثبیت شوې.
منابع
۱. معصوم هوتک، «د میرویس نیکه په نامه وهل سوې سکه».
۲. خلیلالله خلیلي، «سکه میرویس نیا»، ژوندون مجله، ۱۱ جوزا ۱۳۵۳هـ ش، مخ ۱۹.
۳. عباس العزاوي، تاریخ العراق بین احتلالین، جلد پنجم، د «حوادث الافغان» برخه.
۴. رأشد محمد افندي، Târîh-i Râşid ve Zeyli، د دُرّي افندي د راستنېدو او «Takrîr-i Elçi-i müşârün-ileyh» برخه.
۵. احمد دُرّي افندي، ایران سفارتنامه / İran Sefaretnamesi.
۶. Muhammet Habib Saçmalı, Sunni-Shiite Political Relations in the First Half of the Eighteenth Century and Early Modern Ottoman Universal Caliphate, PhD Dissertation, University of California, Davis, 2021.
۷. Orhan Yazıcı, “Safevî Hanedanlığı’nın Çöküşünde Afgan Aşiretlerinin Rolü.”
۸. Bedreddînzâde Mirliva Ali Beğ, Kaa’ime: H.1117–1135 / 1705–1723.
۹. Jonas Hanway, The Revolutions of Persia, London, 1753.
۱۰. د ترکیې اسلامي دایرةالمعارف، د Râşid Mehmed Efendi او Dürrî Ahmed Efendi مادې.
#د ژبې نړۍ #سيلانی #د ميرويس نېکه د سکې يادونې تاریخي مسير #
14/06/2026
د نړیوالې فونیټيکې الفبا اصول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال: سیلانی
دا لیکنه مې شا و خوا ۶کاله پخوا لیکې وه، فېسبوک تېره ورځ را یاده کړه. ما لږ څه اصلاحات او زیاتونې هم په کې وکړې او دادی تاسو سره یې شریکوم.
هره ژبه عموماً خپل ځانګړی لیکدود او الفبا لري چې د هماغې ژبې د لیکلو او لوستلو لپاره کارېږي. خو د ژبو عادي لیکدودونه تل د وینا ټول غږونه په دقیق ډول نه شي ښودلی. په ډېرو ژبو کې یو توری څو غږونه درلودلی شي، یا برعکس، یو غږ په څو بېلابېلو تورو لیکل کېدی شي. له همدې امله، ژبپوهانو د وینا د غږونو د دقیق ثبت لپاره یو نړیوال علمي نظام رامنځته کړی چې نړیواله فونیټیکي الفبا یا International Phonetic Alphabet (IPA) بلل کېږي. دا الفبا د نړۍ د ژبو د غږونو د علمي، دقیق او نسبتاً واحد ثبت لپاره کارېږي او په فونیټيکس، فونولوژي، لهجهپوهنه، ژبنیزو اطلسونو، ژبنۍ زدهکړه، قاموسلیکنه او د ژبو په مستندولو کې ځانګړی ارزښت لري.
د نړیوالې فونیټيې الفبا اساسي هدف دا دی چې د وینا غږونه د عادي لیکدود له ابهام څخه جلا او په یوه منظم علمي نظام کې ولیکي. په دې نظام کې هڅه کېږي چې د هر غږ لپاره مشخصه نښه وکارول شي او هره نښه خپل نسبتاً ثابت غږیز ارزښت ولري. د بېلګې په توګه، په پښتو ژبه کې د «ډ» غږ د نړيوالې فونیټيکي الفبا له مخې عموماً د [ɖ] په نښه لیکل کېږي؛ لکه [ɖaːl] «ډال»، [manɖigak] «منډیګک» او [lanɖ] «لنډ». په دې بېلګو کې [ɖ] که د کلمې په پیل، منځ یا پای کې راشي، بیا هم د یوه شاژبني/retroflex بند غږ استازیتوب کوي. دا د فونیټیکي لیکنې مهم اصل دی چې د غږ دقیق تلفظ د عادي املا له شکل څخه جلا ثبت کړي.
په فونیټیکي لیکنه کې یو مهم اصل دا دی چې څېړونکی باید په خپله لیکنه کې د نښو کارونه منظم او یو شان وساتي. که د یوه غږ لپاره په بېلابېلو دودونو کې څو نښې کارېدلې وي، نو په علمي لیکنه کې باید هغه نښه وکارول شي چې د نړیوالې فونیټیکي الفبا IPA له معیار سره برابره وي. د بېلګې په توګه، د پښتو او فارسي د «چ» غږ لپاره په ځینو لیکنو کې «Č» کاریږي، خو په نړیواله فونیتیکه الفبا کې د دې غږ معیاري فونیټیکي/فونیمیکه بڼه عموماً [t͡ʃ] یا /t͡ʃ/ ده. «Č» د ځینو رومانیزېشنونو یا غیر IPA دودونو نښه ده، خو که لیکنه د IPA پر بنسټ وي، غوره ده چې [t͡ʃ] وکارول شي. همدا ډول، د پښتو ښ غږ په بېلابېلو لهجو کې بېلابېل تلفظونه لري؛ په ځینو لهجو کې [ʂ]، په ځینو کې [x] یا ورته نږدې غږیزې بڼې اورېدل کېږي. نو د ښ لپاره یوه نښه یوازې هغه وخت ټاکل کېدای شي چې د ځانګړې لهجې دقیق تلفظ معلوم وي.
بله مهمه خبره دا ده چې په فونیټیکي او فونولوژیکي لیکنه کې د [ ] او / / توپیر باید په دقت مراعت شي. په IPA یا نړیواله فونیتیکه الفبا کې د دقیق فونیټیکي تلفظ لپاره نښې عموماً په مربع قوسونو [ ] کې لیکل کيږي؛ لکه [ɖaːl]. خو که هدف د ژبې د فونیمونو یا ذهني/سیستماتیکو غږیزو واحدونو ښودل وي، نو نښې عموماً د مایلو کرښو / / ترمنځ لیکل کیږي؛ لکه /ɖal/. په ساده ژبه، [ ] د واقعي تلفظ نسبتاً دقیق غږیز شکل ښيي، خو / / د ژبې د غږیز نظام فونیمي بڼه څرګندوي.
له همدې امله، د فونیټیکي او فونیمیکې لیکنې ګډول د زدهکوونکو او لوستونکو لپاره ستونزې رامنځته کوي. د IPA په کارونه کې باید د سادهوالي او علمي دقت ترمنځ توازن وساتل شي. که یو غږ په ساده نښه څرګندېدی شي، بېځایه مرکبې یا نامأنوسې نښې باید ونه کارول شي؛ خو که غږ په خپله مرکب وي، لکه affricate غږونه، نو مرکبه نښه علمي اړتیا ده. د بېلګې په توګه، [t͡ʃ] د «چ» غږ لپاره مرکبه نښه ده، ځکه دا غږ له [t] او [ʃ] څخه جوړ affricate دی. نو دلته مرکبه نښه ستونزه نه، بلکې د غږ د دقیق جوړښت علمي څرګندونه ده. البته څېړونکی باید د داسې نښو ارزښت په پیل کې تشریح کړي، څو لوستونکی پوه شي چې هره نښه د کوم غږ استازیتوب کوي.
که په یوه ژبه یا لهجه کې داسې غږ موجود وي چې په عادي لیکدود کې ورته ځانګړې نښه نه وي، ژبپوه کولی شي د IPA له نښو څخه د هغه غږ د ثبت لپاره کار واخلي. خو دا کار باید د شخصي ذوق، ناسم قیاس یا غیر علمي دود له مخې ونه شي، بلکې باید د IPA د رسمي جدول، د فونیټیکي ځانګړنو، د غږ د تولید ځای، د تولید ډول او غږن یا ناغږن والي له مخې وشي. د هرې نوې یا لږ پېژندل شوې نښې د کارولو پر مهال باید په پیل کې د هغه غږیز ارزښت، د تولید طریقه او مثالونه واضح شي.
په پښتو لیکنو کې یوه ستونزه دا ده چې ځینې لیکوالان د IPA، رومانیزېشن، دودیزو نښو او شخصي نښو ترمنځ توپیر نه ساتي. یو لیکوال د یوه غږ لپاره یوه نښه کاروي، بل لیکوال بله او درېیم لیکوال بیا له دواړو سره توپیر لرونکې بڼه کاروي. دا کار د ژبې له منځه وړل نه دي، خو د علمي لیکنې، زدهکړې، قاموسلیکنې، لهجهپوهنې او د ژبې د غږیز تحلیل لپاره ګډوډي رامنځته کوي. له همدې امله، غوره ده چې د پښتو د فونیټیکي او فونولوژیکي لیکنې لپاره یو منظم، علمي او د IPA له معیارونو سره برابر چوکاټ جوړ شي او لیکوالان په خپلو اکاډمیکو لیکنو کې له هماغه چوکاټ څخه منظم کار واخلي.
د فونیټیکي الفبا بله مهمه ځانګړنه دا ده چې عادي توري او فونیټیکي نښې باید سره ګډې نه شي. عادي املا د ژبې د دودیز لیکدود برخه ده، خو فونیټیکي لیکنه د تلفظ د ثبت علمي وسیله ده. د بېلګې په توګه، په پښتو کې «لنډ» په عادي لیکدود کې په همدې بڼه لیکل کېږي، خو که یې فونیټیکي تلفظ ولیکو، نو د [lanɖ] په بڼه یې لیکو. همدارنګه، که د یوې لهجې تلفظ توپير ولري، فونیټیکي لیکنه باید هماغه توپير په دقیق ډول تفکیک او وښيي. دا کار په ځانګړي ډول د لهجو، غږیز بدلون، ژبنیز اطلس، قاموسلیکنې او د ژبې د تدریس لپاره ډېر ارزښت لري.
په فونیټیکي لیکنه کې د اوږدوالي، فشار، نرموالي، غږن والي، ناغږن والي او نورو فونیټیکي ځانګړنو لپاره هم ځانګړې نښې شته. د بېلګې په توګه، د اوږد واول لپاره د [aː] نښه کاریږي، د فشار لپاره [ˈ] او [ˌ] کاریږي. دا نښې باید یوازې هغه وخت وکارول شي چې د څېړنې هدف یې غوښتنه کوي. په عمومي لیکنه کې ډېر تفصیل لوستونکی ستړی کوي، خو په علمي فونیټیکي تحلیل کې همدا تفصیل د غږونو د دقیق توپیر لپاره اړین وي. له همدې امله، څېړونکی باید روښانه کړي چې د هغه لیکنه «پراخه/عمومي فونیټیکي لیکنه» ده که «لنډه/دقیقه فونیټیکي لیکنه».
په پای کې ویلی شو چې د فونیټیکي الفبا کارونه د ژبپوهانو، لهجهپوهانو، قاموسلیکونکو، ښوونکو او د ژبې د زدهکوونکو لپاره مهمه علمي وسیله ده. خو د دې وسیلې ارزښت هغه وخت څرګنديږي چې نښې یې د نړیوالو اصولو له مخې، منظمې، ثابتې او تشریح شوې وکارول شي. په پښتو کې د IPA د معیاري کارونې لپاره اړتیا ده چې اکډمیک بنسټونه، ژبپوهان او لیکوالان ګډ علمي چوکاټ جوړ کړي، د هر غږ لپاره منل شوې نښه وټاکي، د لهجهییزو توپیرونو لپاره جلا فونیټیکي بڼې ثبت کړي او د شخصي یا ګډوډو نښو پر ځای د نړیوالې فونیټیکي الفبا له رسمي معیارونو څخه کار واخلي.
منابع
International Phonetic Association. Full IPA Chart.
International Phonetic Association.
International Phonetic Association. Handbook of the International Phonetic Association: A Guide to the Use of the International Phonetic Alphabet.
Crystal, David. A Dictionary of Linguistics and Phonetics.
ثمره، یدالله. آواشناسی زبان فارسی. تهران: مرکز نشر دانشگاهی.
حقشناس، علیمحمد. آواشناسی. تهران: آگاه.
زیار، مجاور احمد. پښتو پښویه. کابل، ۱۳۹۰ هـ.ش.
مشکوةالدیني، مهدی. ساخت آوایی زبان. مشهد، ۱۳۶۴ هـ.ش.
#د ژبې نړۍ # #د نړیوالې فونیټيکې الفبا اصول # #سیلانی # #تمهید #
06/06/2026
د چینګ امپراتورۍ په تاریخي متنونو کې
د احمدشاه بابا یادونه او د هغه تاریخي ارزښت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکنه او ژباړه: سیلانی
مقدمه
په غالب ګومان، نږدې یو یا یو نیم کال وړاندې د غازي میرزمان خان په اړه یو علمي سیمینار جوړ شوی و او زه هم ورته بلل شوی وم. په هغه غونډه کې زه د ډاکټر صاحب شریف ځدراڼ او د کابل پوهنتون د تاریخ څانګې د یوه استاد تر څنګ ناست وم. ما د کابل پوهنتون دغه استاد له مخکې نه پېژانده؛ خو د غونډې ویاند پر سټېج هغه ته د کابل پوهنتون د استاد په توګه خطاب کاوه.
ما له نوموړي استاد څخه وپوښتل: ایا امکان نه لري چې د احمدشاه بابا د بهرني سیاست په اړه د پياېچډي په کچه، یا په نورو تخصصي اکاډمیکو پروګرامونو کې، جدي څېړنې وشي او یا لږ تر لږه په دې برخه کې تخصصي کتابونه ولیکل شي؟ هغه په فارسي ژبه راته په لنډه توګه وویل: «کجا در سیاست خارجی اسناد موجود است؟ فقط ما یک دانه مکتوب داریم که در وقتش به یک کشور بیرونی روان کرده است».
ما له ځان سره وویل: تاریخ یوازې هغه لیکل شوي متون نه دي چې موږ ته راپاتې دي؛ بلکې ملي تاریخ د څېړنو، تحلیل، د اسنادو پر لټون، د بېلابېلو ژبو د منابعو په پرتله کولو او علمي تفسیر له لارې جوړيږي. په هر صورت، دا لیکنه د احمدشاه بابا د بهرني سیاست په اړه یوه ډېره وړه او محدوده هڅه ده؛ خو کېدای شي الهامبښونکې وي، څو زموږ هغه مورخین چې تحلیلي فکر لري، نه قومي او قبیولي، له دې لارې د احمدشاه بابا د بهرني سیاست د لا ژورې او پراخې څېړنې لپاره نوي اسناد، نوي زاویې او نوي بحثونه راوسپړي.
د چینايي او مانچويي منابعو ارزښت
د احمدشاه بابا د تاریخ په اړه ډېری څېړنې تر ډېره په فارسي، پښتو، اردو، هندي، انګلیسي او روسي منابعو ولاړې دي؛ خو چینايي او مانچويي تاریخي منابع، په ځانګړي ډول د چینګ امپراتورۍ رسمي اسناد، د احمدشاه بابا د بهرني سیاست، دیپلوماتیکو اړیکو او نړیوال سیاسي حضور د پېژندلو لپاره ځانګړی ارزښت لري. په چینايي رسمي متن 《清史稿》، یعنې «د چینګ د سلطنت د تاریخ مسوده» کې د احمدشاه بابا یادونه د «爱乌罕汗爱哈默特沙» په عبارت شوې ده، چې معنا یې «احمدشاه، د افغانانو خان/واکمن» ده. د تاکاهیرو اونوما د څېړنې له مخې، په مانچويي راپورونو کې هم احمدشاه د Oohan i haṅ په بڼه یاد شوی، چې انګلیسي معنا یې Khan of the Afghans ده. په دې اصطلاح کې haṅ/خان د چینګ د سیاسي او اداري ژبې له مخې د بهرني واکمن لپاره کارېدونکی لقب و؛ نو دا باید یوازې د قبیلوي مشر په معنی ونه لوستل شي، بلکې د بهرني فرمانروا، حاکم یا واکمن د مقام په معنی هم تحلیل شي.
د اونوما مقاله، چې عنوان یې “The Afghan Mission to the Qing (1762–63): The Qianlong Emperor’s Edict to Ahmad Shah” دی، د احمدشاه بابا د چینګ دربار ته د سفارت، د خواجه میر خان د مأموریت، د احمدشاه د فارسي مکتوب، د چینګ د ژباړې بهیر او د چیانلونګ امپراتور د ځواب/فرمان د تحلیل لپاره تر ټولو تازه او مستقیمه اکاډمیکه منبع ده. اونوما څرګندوي چې د احمدشاه بابا اصلي مکتوب او د چینګ د هغه وخت ژباړه یې تر اوسه نه ده موندل شوې یا عامه شوې نه ده؛ خو د چیانلونګ امپراتور د ځواب/فرمان بشپړ مانچويي متن د چین په لومړي تاریخي آرشیف کې، د Junjichu Manwen shangyu dang / 军机处满文上谕档 په مجموعه کې، د سند نمبر 03-18-009-000031-0003: 74–81 لاندې خوندي دی. (اونوما، ۲۰۲۶، مخونه ۶۵–۶۶).
د احمدشاه بابا او چینګ امپراتورۍ ترمنځ رسمي اړیکه
په چیني منابعو کې د احمدشاه بابا د سفارت یادونه د افغانستان او چینګ امپراتورۍ ترمنځ د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو مهم سند یا ثبوت وړاندې کوي. په دې متن کې راغلي چې احمدشاه خپل استازی د چینګ دربار ته ولېږه: «以爱乌罕汗爱哈默特沙遣使入贡». دا عبارت څرګندوي چې د احمدشاه بابا بهرنی سیاست یوازې د هند، د هغه وخت ایران، بخارا او خراسان په جغرافیه کې محدود نه و، بلکې د ختیځې آسیا له سترې امپراتورۍ، یعنې چینګ دولت، سره یې هم رسمي اړیکه درلوده. اونوما هم د همدې سفارت د ۱۷۶۲–۱۷۶۳م بهیر تحلیل کړی او ښيي چې دا مأموریت یوازې تشریفاتي سفر نه و، بلکې د چینګ او افغاني امپراتورۍ ترمنځ د سیاسي اړیکې مهمه پېښه وه.
چینايي او مانچويي متنونه احمدشاه بابا د افغانانو له سیاسي جغرافیې سره تړي. د «爱乌罕» بڼه د «افغان/افغانستان» چینايي فونیټک بڼه ده، او «汗» د «خان/واکمن» معنی لري، همدارنګه د «爱哈默特沙» کلمه د «احمدشاه» چینايي فونیټيکي ده. په مانچويي راپورونو کې د دې معادل Oohan i haṅ راغلی، چې اونوما یې Khan of the Afghans ژباړي. دا تعبیر د افغانستان د سیاسي هویت لپاره مهم دی؛ ځکه ښيي چې د اتلسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې د چینګ دربار د احمدشاه بابا تر واک لاندې سیاسي جغرافیه د افغانانو یا افغانستان په نوم پېژنده. (《清史稿》، جلد ۱۲؛ اونوما، ۲۰۲۶، مخ ۶۹؛ هوی نان، ۲۰۲۰، مخونه ۱–۴۳).
د احمد شاه بابا فارسي مکتوب او هغه سفیر
د اونوما د څېړنو له مخې، احمدشاه بابا د چیانلونګ امپراتور ته یو مکتوب لېږلی و چې په فارسي ژبه لیکل شوی و. دا مکتوب په یوه لرګین نل/غلاف یا پوښ کې ځای پر ځای شوی و او د زرینو کرښو لرونکي ګلدار کاغذ پر مخ په ریز او پېچلي خط لیکل شوی و. له همدې له امله یې ژباړه په یارکند کې څو ورځې وخت ونیو. که څه هم د احمدشاه بابا د اصلي مکتوب بشپړ متن تر اوسه نه دی موندل شوی یا خپور شوی، خو د چینګ د راپورونو او د چیانلونګ د ځواب/فرمان له لارې یې ځینې مهم مضمونونه را برسېره کېدی شي. (اونوما، ۲۰۲۶، مخونه ۶۹–۷۰).
د احمدشاه بابا د سفیر هویت هم د دې بحث یوه مهمه برخه ده. اونوما د بېلابېلو دراني، ترکي، مانچويي او چینايي منابعو له مخې د احمدشاه بابا د سفیر نوم خواجه میر خان کابلي بولي. د هغه په وینا، دا نوم په شاهنامهٔ احمدي کې Khwāja Mīr Khān Kābulī، په ترکي راپور کې Qōja Mīr Khān، په مانچويي منابعو کې Hojo Mirhan / Hojo Mir(a)ha او په چینايي منابعو کې 和桌密爾哈 په بڼه ثبت شوی دی. دا د احمدشاه بابا د دیپلوماتیک نظام، د هغه د سفارتي استازیتوب او د افغانستان د اتلسمې پېړۍ د رسمي اړیکو د مطالعې لپاره مهم معلومات دي. (اونوما، ۲۰۲۶، مخونه ۶۶–۶۷).
د سفارت تشریفات، بدرګه او مېلمستیا
چینګ دربار د احمدشاه بابا سفارت ته په لومړي سر کې رسمي اهمیت ورکړ. په 《清史稿》منبع کې راغلي: «谕沿途督抚预备筵宴,并命额勒登额护送»؛ یعنې امپراتور د لارې والیانو او چارواکو ته امر وکړ چې مېلمستیاوې برابرې کړي او راغلي استازي دې بدرګه کړي. اونوما هم څرګندوي چې چیانلونګ په لومړي سر کې امر کړی و چې د افغانانو د سفارت لپاره د لارې په ایالتي مرکزونو کې مېلمستیاوې او د باشکوه ښودلو تشریفات برابر شي. دا ښيي چې سفارت د چینګ له نظره رسمي او د پام وړ سیاسي اهمیت درلود.
همدا رسمي هرکلی، د لارې مېلمستیاوې، د سفیر بدرګه، او وروسته د چیانلونګ د ځواب/فرمان چمتو کېدل د احمدشاه بابا د دولت د نړیوال اعتبار نښه ده. که احمدشاه بابا یوازې یو عادي سیمهییز مشر وی، د چینګ دربار به د هغه د استازي لپاره د لارې چارواکو ته د رسمي مېلمستیا، بدرګې او تشریفاتو امر نه کاوه. دا چلند ښيي چې احمدشاه بابا د چینګ په سیاسي ذهنیت کې د پام وړ واکمن و. (《清史稿》، جلد ۱۲؛ اونوما، ۲۰۲۶، مخونه ۷۰–۷۸).
د کوتاو پېښه او د چینګ د دربار بدلون
اونوما د خواجه میر خان د کوتاو/سجدهییز تشریفات د نه منلو په اړه مهم بحث کوي. کله چې خواجه میر خان په پکن کې د چیانلونګ امپراتور حضور ته ورغی، په لومړي سر کې یې د چینګ د دربار د کوتاو تشریفات په بشپړ ډول ونه منل او غوښتل یې د خپل دود له مخې تشریفات وکړي. د چینګ دربار دا چلند بېادبي وګڼله. که څه هم په پای کې خواجه میر خان کوتاو وکړ، خو همدغه زړهنازړهګي د چینګ د دربار پر ذهنیت اغېز وکړ او د احمدشاه بابا او د هغه د سفارت په اړه د چیانلونګ لید سخت او محتاط شو.
دا پېښه د اتلسمې پېړۍ د آسیايي دیپلوماتیک نظام د فهم لپاره ډېره مهمه ده. په هغه زمانه کې د دولتونو اړیکې د نن ورځې د سفارتونو او مساوي نړیوالو حقوقي مفاهیمو په ژبه نه ثبتېدې؛ بلکې هرې امپراتورۍ خپل درباري او تشریفاتي اصطلاحات کارول. د کوتاو پېښه، د خراج اصطلاح، د مېلمستیا تشریفات، د هدیو تبادله او څو ژبنیز ژباړنیز نظام ټول ښيي چې د تاریخي اسنادو ژبه باید د هماغه وخت د سیاسي ذهنیت او اداري دودونو له مخې تحلیل شي، نه د اوسني فهم او دیپلوماتیکو اصولو له مخې. (اونوما، ۲۰۲۶، مخونه ۷۱–۷۵؛ ما زيمو، ۲۰۱۷، مخونه ۳۴۷–۳۹۶).
د چیانلونګ فرمان او د احمدشاه بابا د مکتوب بازسازي
د چیانلونګ د ځواب/فرمان متن د احمدشاه بابا د مکتوب د مضمون د بازسازۍ لپاره مهم دی. اونوما د چیانلونګ فرمان په پنځو برخو وېشي: د افغان سفارت د هرکلي او ډالیو یادونه؛ د چینګ د لوېدیځو فتوحاتو توجیه؛ د احمدشاه بابا د پاڼيپت د بریا یادونه؛ د بخارا پر لور د احمدشاه د احتمالي سیاست بحث؛ او احمدشاه ته د چیانلونګ سیاسي نصیحت او خبرداری.
د اونوما د تحلیل له مخې، د احمدشاه بابا مکتوب یوازې یو عادي سفارتي لیک نه و. دې مکتوب هم د فتحنامې ځانګړنه درلوده او هم د اعتراضنامې. یعنې احمدشاه بابا له یوې خوا د پاڼيپت له سترې بریا وروسته خپل سیاسي او نظامي عظمت د چینګ امپراتور ته ښوده، او له بلې خوا یې د چینګ له نفوذ څخه په منځنۍ آسیا او مسلمانو سیمو کې خپله اندېښنه او سیالي څرګنده کړې ده.
د چیانلونګ فرمان د احمدشاه بابا د پاڼيپت د بریا یادونه کوي. فرمان د احمدشاه د لیک له مخې د مراهتیانو، راجپوتانو، دکن، سیکانو او نورو ځواکونو یادونه کوي او د احمدشاه د بریا تفصیل راوړي. دا ښيي چې د احمدشاه بابا د هند فتوحات یوازې په هندي، فارسي یا اروپايي منابعو کې نه، بلکې د چینګ د دربار په سیاسي مکاتباتو کې هم انعکاس شوي و.
د احمدشاه بابا په مکتوب کې د بخارا پر لور د حرکت یا سیاست اشاره هم شوې وه. اونوما تحلیل کوي چې بخارا ښايي یوازې د بخارا ښار یا خاننشین ته اشاره نه وي، بلکې د افغانستان له نظره د شمالي او منځنۍ آسیا د پراخې مسلمانې جغرافیې لپاره کارېدلې اصطلاح وي. د چینګ دربار ښايي دا ټکی په محدود ډول درک کړی وي، خو د احمدشاه بابا د سیاسي ذهنیت له مخې دا د چینګ د نفوذ لاندې مسلمانو سیمو ته د هغه د حساسیت نښه کېدای شي. (اونوما، ۲۰۲۶، مخونه ۷۸–۸۰).
احمدشاه بابا د منځنۍ او ختیځې آسیا په سیاسي چاپېریال کې
چینايي او مانچويي اسناد احمدشاه بابا د منځنۍ آسیا د لوی سیاسي چاپېریال برخه ګرځوي. په همدې تاریخي روایت کې د بدخشان، قزاقانو، خوقند، کاشغر، یارکند، ایلي او اورومچي یادونه هم شوې ده. دا ښيي چې احمدشاه بابا باید یوازې د هند او خراسان له زاویې ونه څېړل شي، بلکې د منځنۍ آسیا، پامیر، بدخشان او چینګ امپراتورۍ د سیاستونو په رڼا کې هم باید مطالعه شي.
د بدخشان او پامیر یادونه په دې بحث کې ځانګړی ارزښت لري. د چینګ امپراتورۍ لپاره بدخشان، پامیر او کاشغر ستراتیژیک اهمیت درلود؛ په همدې مهال کې احمدشاه بابا هم د شمالختیځو سیمو، په ځانګړي ډول بدخشان او شاوخوا جغرافیو، په اړه سیاسي دلچسپي درلوده. نو دا اسناد د احمدشاه بابا د شمالختیځ سیاست د څېړلو لپاره د نوې لارې دروازه پرانیزي.
چینګ دولت په هغه وخت کې د منځنۍ آسیا، ایلي، کاشغر، یارکند، بدخشان، خوقند او پامیر په اړه فعال سیاست درلود. د احمدشاه بابا د سفارت ثبت په همدې چاپېریال کې ښيي چې چینګ دربار د افغانستان دولت د خپل لوېدیځ سیاسي افق یوه مهمه برخه ګڼله. د چیانلونګ په فرمان کې د احمدشاه پر وړاندې هم د درناوي، هم د احتیاط او هم د مهار کولو ژبه لیدل کېږي. (اونوما، ۲۰۲۶، مخونه ۷۵–۸۰؛ ما زيمو، ۲۰۱۷، مخونه ۳۴۷–۳۹۶).
د افغانستان د سیاسي هویت او دولتمحوره حضور نښه
دا اسناد د افغانستان د دولتمحوره حضور د تشخیص لپاره مهم دي. په چینايي او مانچويي یادښتونو کې احمدشاه بابا د یوه عادي قبیلوي مشر یا یوازې نظامي قوماندان په توګه نه دی یاد شوی؛ بلکې د افغانانو د خان/واکمن په توګه ثبت شوی دی. دا تعبیر ښيي چې د احمدشاه بابا سیاسي واک د یوه منظم دولت او مشخص قلمرو په توګه د چینګ دربار په رسمي ذهنیت کې ځای درلود.
دا متنونه د افغانستان او چین د لومړنیو تاریخي اړیکو د مطالعې لپاره هم مهم بنسټ جوړوي. که څه هم د افغانستان او چین معاصرې اړیکې ډېر وروسته رسمي بڼه خپلوي، خو دا متنونه ښيي چې د دواړو سیاسي حوزو ترمنځ د اړیکو نښې په اتلسمه پېړۍ کې هم موجودې وې. له همدې امله، دا متنونه د افغانستان او چین د تاریخي اړیکو د اوږدې سابقې لپاره مهم سندونه ګڼل کېدای شي.
د اتلسمې پېړۍ د افغانستان د بهرني سیاست جغرافیه هم د دې اسنادو له لارې پراخېږي. په دودیزو روایتونو کې د احمدشاه بابا بهرنی سیاست زیاتره د هند، د هغه وخت ایران، خراسان او ماوراءالنهر له زاویې څېړل کېږي؛ خو چینايي او مانچويي اسناد څرګندوي چې د هغه دولت د ختیځې آسیا له لوی قدرت سره هم اړیکه درلوده. له دې امله، د احمدشاه بابا دیپلوماتیک افق تر هغه ډېر پراخ و چې په ډېرو دودیزو روایتونو کې انځور شوی دی. (اونوما، ۲۰۲۶، مخونه ۶۵–۸۱؛ لي شياو، ۲۰۱۳، مخونه ۱۲۱–۱۳۰).
د نومپوهنې، ژباړې او بینالمنابعي څېړنې اهمیت
دا متن د افغانستان د تاریخ په نړیوالو منابعو کې د نوم او پېژندنې د مطالعې لپاره ارزښت لري. په چینايي متن کې د افغانستان نوم د چینايي فونوټیک له لارې ثبت شوی او احمدشاه بابا په مشخص نوم یاد شوی دی. په مانچويي منابعو کې هم د افغان نوم لومړی د Aohan/Oohan او وروسته د Ai’uhan/Ai’ugan په بڼو راغلی دی. دا کار د تاریخي نومپوهنې یا onomastics له نظره مهم دی؛ ځکه ښيي چې د افغانستان او احمدشاه نومونه د چینګ په رسمي اداري ژبه کې څنګه ثبتېدل.
دا موضوع د چینايي او مانچويي منابعو اهمیت هم ثابتوي. د احمدشاه بابا په اړه ډېری افغاني څېړنې تر اوسه پر سیمهییزو، فارسي، هندي، روسي او لوېدیځو منابعو ولاړې دي؛ خو چینايي او مانچويي منابع ښيي چې د احمدشاه بابا د بهرني سیاست د بشپړ درک لپاره باید د چینګ اسناد هم وکتل شي. دا ډول اسناد د افغانستان د تاریخ هغه اړخونه روښانه کوي چې په نورو روایتونو کې یا کمزوري دي او یا هېڅ نه دي یاد شوي.
د احمدشاه بابا د تاریخ د دقیقې مطالعې لپاره یوازې کورني یا سیمهییز منابع بسنه نه کوي؛ بلکې باید چینايي، مانچويي، روسي، هندي، فارسي، اروپايي او ترکي اسناد یوځای وڅېړل شي. د اونوما مقاله خپله له مانچويي، چینايي، روسي، ترکي او نورو منابعو سره کار کوي او ښيي چې د احمدشاه بابا د بهرني سیاست ځینې مهم اړخونه یوازې د څو ژبنیو اسنادو له پرتله کولو وروسته روښانه کېږي. (اونوما، ۲۰۲۶، مخونه ۶۵–۸۵؛ هوی نان، ۲۰۲۰، مخونه ۱–۴۳؛ ما زيمو، ۲۰۱۷، مخونه ۳۴۷–۳۹۶).
د احمدشاه بابا د شخصیت متوازن تحلیل
چینايي او مانچويي اسناد د احمدشاه بابا د شخصیت د متوازن تحلیل لپاره مرسته کوي. که احمدشاه بابا یوازې د جګړو او فتوحاتو له لارې وپېژندل شي، د هغه د دولتجوړونې، دیپلوماتیکو اړیکو او نړیوال لید مهم اړخونه پټ پاتې کېږي. دا اسناد ښيي چې احمدشاه بابا په عین وخت کې یو نظامي، سیاسي، دولتجوړوونکی او دیپلوماتیک شخصیت و.
له همدې امله، د احمدشاه بابا تاریخ یوازې د هند د فتوحاتو، د پاڼيپت د جګړې، قندهار، کابل، هرات یا خراسان په جغرافیه کې نه شي محدودېدای. چینايي او مانچويي اسناد هغه د آسیا د لویو سیاسي اړیکو په محور کې ځای پر ځای کوي. د احمدشاه بابا بشپړ سیاسي شخصیت هغه وخت ښه درک کېدای شي چې د هغه تاریخ د افغاني، فارسي، هندي، روسي، اروپايي، چینايي او مانچويي منابعو په ګډه رڼا کې ولوستل شي. (دانشنامهٔ ایرانیکا، «دُراني»؛ اونوما، ۲۰۲۶، مخونه ۶۵–۸۵؛ هوی نان، ۲۰۲۰، مخونه ۱–۴۳).
پایله
په ټوله کې، د چینګ امپراتورۍ چینايي او مانچويي تاریخي متنونه د احمدشاه بابا د بهرني سیاست، د افغانستان د سیاسي هویت، د افغاني دولت د نړیوال اعتبار، او د افغانستان او چین د لومړنیو اړیکو د مطالعې لپاره ځانګړی ارزښت لري. دا متنونه یوازې د یوه سفارت ساده یادونه نه ده، بلکې د اتلسمې پېړۍ د آسیايي سیاست، دیپلوماتیکو تشریفاتو، سیمهییزو اړیکو، څو ژبنیو ترجمو او د افغانستان د دولتمحوره حضور مهم سندونه دي. د اونوما د نوې څېړنې له مخې، د احمدشاه بابا سفارت باید یوازې د خراج یا تشریفاتي سفر په توګه ونه لوستل شي؛ بلکې دا د افغاني او چینګ امپراتوریو ترمنځ د اړیکې، سیالۍ، سوءتفاهم، قدرت ښودنې او دیپلوماتیکو اړیکو یوه پېچلې پېښه وه. د دې سندونو پر بنسټ ویلای شو چې احمدشاه بابا نه یوازې د افغانستان او هند په تاریخ کې مهم شخصیت و، بلکې د منځنۍ او ختیځې آسیا په سیاسي تاریخ کې هم د پام وړ ځای لري.
منابع
1. وو تینګشیه / 吴廷燮. 《清史稿》، جلد ۱۲: 本纪十二، 高宗本纪三. د چینګ د سلطنت د تاریخ مسوده. د احمدشاه بابا په اړه اړوند عبارت: «癸卯,以爱乌罕汗爱哈默特沙遣使入贡,谕沿途督抚预备筵宴,并命额勒登额护送.» مخ: په آنلاین نسخه کې مخ نشته؛ ځای: جلد 12، د چیانلونګ د واکمنۍ 27 کال، ژمی، لسمه میاشت.
2. اونوما، تاکاهیرو / Onuma, Takahiro. “The Afghan Mission to the Qing (1762–63): The Qianlong Emperor’s Edict to Ahmad Shah.” ژورنال: Acta Asiatica، ګڼه 130، 2026، مخونه 65–85. پښتو عنوان: چینګ دربار ته د افغانستان سفارت، ۱۷۶۲–۱۷۶۳: احمدشاه ته د چیانلونګ امپراتور فرمان.
3. لي شياو / 李皛. «乾隆年間清朝與阿富汗關係新探» / د چیانلونګ په دوره کې د چینګ او افغانستان د اړیکو نوې څېړنه. ژورنال: 《雲南師範大學學報(哲學社會科學版)》 / د يوننان نورمال پوهنتون ژورنال، فلسفه او ټولنیز علوم. ۲۰۱۳، لومړۍ ګڼه، مخونه ۱۲۱–۱۳۰.
4. ما زيمو / 馬子木. «乾隆朝初通巴達克山考──兼論準噶爾遺產與清朝中亞外交之初建» / د چیانلونګ د واکمنۍ په پیل کې له بدخشان سره د اړیکو څېړنه: د جونغار میراث او د چینګ د منځنۍ آسیا د دیپلوماسۍ د جوړېدو په اړه. ژورنال: 《中央研究院歷史語言研究所集刊》 / د مرکزي اکاډمۍ د تاریخ او ژبپوهنې انسټیټوټ مجموعه. جلد ۸۸، دویمه برخه، جون ۲۰۱۷، مخونه ۳۴۷–۳۹۶.
5. هوی نان / 惠男. «薩木薩克早年經歷考:清朝在喀什噶爾與中亞帕米爾以西的政治困境,1759–1784» / د سامساق د لومړني ژوند څېړنه: په کاشغر او د پامیر لوېدیځې منځنۍ آسیا کې د چینګ سیاسي ستونزې، ۱۷۵۹–۱۷۸۴. ژورنال: 《近代史研究所集刊》 / د معاصر تاریخ د څېړنیز انسټیټوټ مجموعه. ګڼه ۱۰۹، سپتمبر ۲۰۲۰، مخونه ۱–۴۳.
6. دانشنامهٔ ایرانیکا. «DORRĀNĪ / دُراني». د دراني قبیلوي ـ سیاسي جوړښت، احمدشاه او د دراني واکمنۍ د تاریخي شالید لپاره کارېدلې مرجع. آنلاین مقاله؛ مخ نشته.
7. دانشنامهٔ ایرانیکا. «Historiography xi. Afghanistan / تاریخنگاري: افغانستان». د ۱۷۴۷م کال وروسته د احمدشاه سدوزي تر مشرۍ لاندې د افغاني دولتمحور تاریخ د شالید لپاره کارېدلې مرجع. آنلاین مقاله؛ مخ نشته.
#احمد شاه بابا # #د چینګ امپراتورۍ په تاریخي متنونو کې
د احمدشاه بابا یادونه او د هغه تاریخي ارزښت # #سیلانی # #د ژبې نړۍ #