Abu Muslim Educational Center

Abu Muslim Educational Center

Share

Educational center

15/06/2026

ګلالیو زده کوونکو، د دولسم ټولګي څخه فراغت مو بختور او مبارک شه!
هیله ده پر دغو زده کړو بسنه ونه کړئ، د خپلې روښانه ایندې لپاره لوړې زده کړې وکړئ او د خپل هېواد رغونې په برخه کې د خپلې وسې پورته کار وکړئ.
په پای کې، دا لویه لاسته راوړنه لومړی تاسو ته او بیا ستاسو قدرمنو والدینو، ښوونکو او هر هغه چاته مبارک وي چې په دې لاره کې یې ستاسو ملاتړ او لاسنیوی کړی دی.
فراغت مو نیک او بختور شه!
ابو مسلم ښوونیز مرکز ستاسو د بریا او پرمختګ ملګری دی.

14/06/2026

وینه ورکړئ، ژوند وژغورئ!

ابو مسلم ښوونیز مرکز د سیمې له ټولو اوسېدونکو څخه غوښتنه کوي چې د وینې ورکولو په دې بشردوستانه کمپاین کې ګډون وکړي.

نېټه: ۱۴۰۵/جوزا/۲۶
ورځ: سه‌شنبه، مازدیګر ۳:۳۰ بجې

پته: طورخم جلال اباد عمومي سرک، شهيدانو مېنه کابل کمپ بازار،اکبر مومند د نيمه لوړو زده کړو انسټيټوټ

13/06/2026

د کمپیوټر اداري پروګرامونو ۳ میاشتنۍ روزنیزه برنامه په دې اونۍ کې!



که غواړئ د کمپیوټر اداري پروګرامونه په اسانه، او مجربو ښوونکو له لوري زده کړئ، نو همدا اوس د شموليت په موخه ابو مسلم ښوونیز مرکز ادارې ته مراجعه وکړئ.

ابو مسلم؛ د ځوان نسل روزنځای.

13/06/2026

کارموندنې خبرتیا!

ابو مسلم ښوونیز مرکز (مرکزي څانګه) د خپلو تعلیمي فعالیتونو د پراختیا په موخه د انګلیسي ژبې د تدریس لپاره دوه تنه وړ او تجربه لرونکي ښوونکي ګماري.
که تاسې د تدریس سره علاقه لرئ او د انګلیسي ژبې په برخه کې کافي وړتیا او تجربه لرئ، نو دا فرصت ستاسې لپاره ځانګړی شوی.

اړین شرایط:
۱. د انګلیسي ادبیاتو څخه فارغ وي یا د انګلیسي ژبې له معتبرو روزنیزو پروګرامونو څخه سند ولري.
۲. لږ تر لږه دوه کلنه کاري تجربه ولري.
۳. د تدریس له نويو میتودونو او اصولو سره بلدتیا ولري.
۴. منظم، مسؤل او د ادارې د اصولو او مقرراتو پابند وي.

دندې وخت: بشپړه ورځ
يادونه:
د نږدې سيمو اوسېدونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

هغه علاقمندان چې پورته شرایط پوره کوي، کولای شي خپل CV او تحصیلي اسناد د لاندې واټساپ شمېرې له لارې راواستوي:
+93 (0) 799129912
ابو مسلم ښوونیز مرکز؛ د وړتیاوو د ودې او مسلکي پرمختګ يواځنی آدرس.

11/06/2026

نشه؛ د ژوند او ایمان د تباهۍ پيل دی.
د اسلامي ارشاداتو پر بنسټ، د هر هغه عمل مخنیوی چې عقل او بدن ته زیان رسوي، زموږ د ټولو شرعي او ایماني مسؤلیت دی.
«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ»
(سورة المائدة: ۹۰)
«كُلُّ مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وَكُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ» (صحیح مسلم)
ژباړه: هر نشه‌اوونکی شی خمر (شراب) دی، او هر نشه‌اوونکی شی حرام دی.
راځئ یو ځای د نشې پر وړاندې ودرېږو او خپل هېواد له دغه ناورین څخه وژغورو!
عامه اړیکو او نشراتو څانګه

09/06/2026

د نن #تصمیم؛ د #روښانه سبا پيلامه
د ځوان نسل سالمه #روزنه او تعليمي کولو د #ابومسلم ښوونیز مرکز #لیدلوری دی.

08/06/2026

Time د #محاورې ځانګړی #کلاس

: 4:00pm

دغه کلاس د ۱۳ #کلونو د #تجربو او مثبتو #پایلو د لرلو پر بنسټ دا ځل يو څه متفاوت پيلېږي.
د ګډون او ازمايښت لپاره #ابومسلم ښوونیز مرکز ستاسې په خدمت کې دی.

#ابومسلم؛ د ځوان نسل روزنځای.

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Kabul
25000

Opening Hours

Monday 06:00 - 18:00
Tuesday 06:00 - 18:00
Wednesday 06:00 - 18:00
Thursday 06:00 - 18:00
Saturday 06:00 - 18:00
Sunday 06:00 - 18:00