Saleem Caravan High School

Saleem Caravan High School

Share

Bright Your Future in Saleem Caravan Public

16/12/2018

ټولو زده کوونکو او والدینو ته خبر ورکول کیږی چی د ۱۳۹۷ تعلیمی کال د کلنۍ ازموینو پایلی به د قوس میاشتی په ۲۹ نیټه د پنجشنبی ورځ سهار ۹ بجی اعلانیږی.
نو له ټولو محترمو والدینو څخه هیله کیږی چی په دغه مراسمو کی له مونږ سره ګډون وکړۍ.

سلیم کاروان خصوصي لېسه

24/11/2018

د سلیم کاروان خصوصی لیسی ټولو زده کوونکو او والدینو ته خبر ورکول کیږی چی د متوسطی او لیسی دوری ازموینه د راتلونکی دوشنبی ورځ چی ۵/۹/۱۳۹۷ نیټی سره برابره ده شروع او د ټاکلی مهال ویش سره به پای ته رسیږی.

19/11/2018

د کار اوټولنیزو چارو وزارت دمکتوب په اساس سبا سه شنبه دمیلادالنبي په مناسبت عمومي رخصتي دی.

17/11/2018

د سړو سیمو د کلنیو ازموینو په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
شنبه- کابل: دې ته په پام سره، چې د روان تعلیمي کال په لړ کې ګڼې رخصتیانې رامنځته او د تعلیمي نصاب د پوره کېدو چاره ستونزمنه شوه او د هغه تعهد له مخې، چې پوهنې وزارت د کال په پای کې د رخصتي ورځو د درسونو د جبران په اړه کړی و، د سړو سیمو ټولو ښوونځیو ته اعلانېږي، چې په بامیانو، دایکندي، ارزګان، غور او پنجشېر ولایتونو کې آزموینې د تېرو کلونو په شان (ابتدائیه د عقرب له ۲۵مې تر ۳۰ مې، متوسطه او لېسه د قوس له لومړۍ تر ۱۵مې) واخلي. د پاتې ولایتونو د ابتدائیه ټولګیو ازموینې د قوس په لومړۍ نېټه او د متوسطه او لېسه ټولګیو ازموینې د قوس پر ۱۵ مه نېټه پیلېږي او له مهال وېش سره سم پای ته رسېږي.
ټولو ګرانو زده کوونکو ته په دې ازموینو کې د بریا او سرلوړۍ هیله کوو.
درناوی
د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست

01/11/2018

د سلیم کاروان خصوصې لیسې د ساینسې تجربو په لړ کې نن د اووم صنف زده کوونکی کابل جان د پاسکال قانون څخه په استفادی یو موتر شویی جیک جوړ کړی.

20/10/2018

د سلیم کاروان خصوصی لیسی استادانو او زده کوونکو د پام وړ!
سبا یکشنبه ( 29 د میزان) د ولسي جرګې ټاکنو دویمې ورځې ته د غځېدو په مناسبت په ټول هیواد کی عمومی رخصتی ده!

Photos from Saleem Caravan High School's post 07/10/2018

د سلیم کاروان خصوصی لیسی لخوا د معلم نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
دغه غونډه د قرانکریم، ملی سرود او په ملی ترانو پیل چی د لیسی د زده کوونکو لخوا چمتو شوی وو.
الحاج سمیر حبیبزی د سلیم کاروان خصوصی لیسی بنسټګر لخوا د هیواد ټولو معلمینو او په خاصه توګه د لیسی استادانو ته د معلم نړیوالی ورځ مبارکی ورکړه.
د غونډی په پای کی د لیسی محترم استادان تقدیر شول.

18/09/2018

راتلونکي پنج شنبې ورځ د وږي میاشتې 29 نیټه چې د محرم الحرام 10 نیټې سره سمون خوري د عاشورا د ورځې په پار په هیواد کې عمومي رخصتي ده.

18/08/2018

الحمد لله:
سلیم کاروان لیسه فوق له نړیوال معیارونو چی د افغانستان لپاره افتخار دی اولین دیجیتال اندروید سمارت زنګ, سوند سیستم , رادیو کنترول , ایچ دی کامری بایومتریک حاضری, ایس ام ایس الرت ,سوند ترانزکشن او انشالله نور لوی لوی تکنالوژیکی فوق له نړیوالو معیارونو پلانونه په آینده کی ستاسی زدکړه ستاسی افتخار.

06/08/2018

د ښوونځیو د اوړي رخصتیو د تمدید په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
۱۵ زمری ۱۳۹۷

د پوهنې وزارت رهبري پلاوي د هوا ګرموالي او د زده کوونکو د والدینو مکررو غوښتنو ته په پام سره پرېکړه وکړه، چې د هېواد د سړو ولایتونو د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځيو د اوړي رخصتي د لوی اختر تر پایته رسېدو پورې وغځوي.
له ټولو ښوونکو او زده کوونکو جدي هیله کېږي، چې د روان ۱۳۹۷ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳ یمه نېټه بېرته خپلو درسونو ته حاضر شي.
دغه راز ټولو دولتي او خصوصي تعلیمي موسسو ته هدایت ورکول کېږي، چې د ښوونیز نصاب هغه مفردات چې د اوړي د یوې میاشتې رخصتۍ له امله له درسي بهیر پاتې شوي؛ د تعلیمي کال تر پایه په درسي پلان کې شامل او تطبیق کړي.

درنښت
د پوهنې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست

04/08/2018

سلیم کاروان خصوصي عالي لیسې ټولو زده کوونکو ته خبر ورکول کیږې چې سر له سبا (یکشنبې) ۱۳۹۷/۵/۱۴ نیټي سره برابره ده په منظم ډول درسونه شروع کیږې.

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Ahmad Shah Baba Mena
Kabul