Jahan University

Jahan University

Share

(76) from the Ministry of Higher Education of the Islamice

Jahan University Official Page
Jahan University is a scientific and academic institution since 1392 in the field of scientific services of the country by obtaining officiallicense No. In response to the increasingly rising demand for high quality education in Afghanistan and the development and delivery of capacity building and enhancement courses for different entities, JAHAN UNIVERSITY is establ

23/06/2026

د استادانو د ګمارنې خبرتیا!
جهان پوهنتون کار اهل کار ته د سپارلو او د تخصصي او مسلکي ادارې د رامنځته کولو په موخه لاندې بستونه اعلان ته سپارې.
کمپيوټر ساينس پوهنځی
معلوماتي ټکنالـوژۍڅانګې لپاره (۳) بستونه
معلوماتي سيستمونو څانګې لپاره (۳) بستونه
اقتصاد پوهنځی
تجــــارت اداري څانګې لپاره (۵) بستونه
په ملي ژبه د لېسانس او ماسترۍتحصيل اسناد، د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای تر(۱۷/ سرطان/۱۴۰۵ هـ.ش) نېټې پورې په حضوري ډول د جهان پوهنتون د استادانو او کارکوونکو چارو آمريت ته وسپارئ.
او په غیري حضوري ډول خپل اسناد لاندې ايميل آدرسونو ته واستوئ.
[email protected]
[email protected]

20/06/2026

د استادانو د ګمارنې خبرتیا!
جهان پوهنتون کار اهل کار ته د سپارلو او د تخصصي او مسلکي ادارې د رامنځته کولو په موخه لاندې بستونه اعلان ته سپارې.
معالجوي طب پوهنځی
پاراکلینیک څانګې لپاره (۲) بستونه
کلینیک څانګې لپاره (۲) بستونه
د علمي کادر د جذب لايحې پر بنسټ په شرايطو برابر نوماندان کولای شی، په ملي ژبه خپل تحصيلي اسناد او د تابعیت تذکره تر(۱۷/سرطان/ ۱۴۰۵ هـ.ش) نېټې پورې په حضوري ډول د جهان پوهنتون د استادانو او کارکوونکو چارو آمريت ته وسپاري او په غیري حضوري ډول خپل اسناد لاندې ايميل آدرسونو ته واستوئ.
[email protected]
[email protected]

15/06/2026

معالجوي طب پوهنځي استادانو لپاره د څېړنیز پروپوزل لیکنې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد!
یکشنبه، ۲۴ جوزا ۱۴۰۵
د جهان پوهنتون د مسلکي پرمختیا او بهرنیو ژبو آمریت د ۱۴۰۵ لمریز کال ظرفیت لوړونې پلان له مخې، د (څېړنیز پروپوزل لیکنې) تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ ، چې د جهان پوهنتون معالجوي طب پوهنځي استادانو لپاره ترتیب شوی وو، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال ښاغلي پوهنیار ناصر خان جمال له لوري نن یکشنبه، ۲۴/۰۳/۱۴۰۵ نېټه پای ته ورسېد.
یاد ورکشاپ د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې ښاغلي پوهنیار ناصر خان جمال ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ورکشاپ د موخو، اړتیاوو او ارزښتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه، ښاغلي جمال د ورکشاپ په لومړی ورځ ، د څېړنې مفهوم او موخې، د څېړنې بنسټیزې ځانګړتیاوې، د څېړنې بېلابېل ډولونه او د څېړنې د پروسې عمده پړاونه په تفصیلي ډول ګډونوالو ته تشریح کړل.
همدارنګه، د ورکشاپ په دویمه ورځ د څېړنیز پروپوزل مفهوم، ارزښت او اهمیت، د څېړنیزو پروپوزلونو د ناکامۍ لاملونه، د څېړنیز پروپوزل معیاري جوړښت، د هغه د اجزاوو او عناصرو پېژندنه او همدارنګه د څېړنیز پروپوزل د تصویب طرزالعمل په اړه د تشریح تر څنګ عملاً د څېړنیز پروپوزل لیکنې تمرین ترسره شو.
د ورکشاپ په پای کې ګډونوالو خپلې پوښتنې مطرح کړې چې د ښاغلي جمال له لوري ورته په علمي او مسلکي ډول ځوابونه وړاندې شول.
د دې ورکشاپ موخه د استادانو د څېړنیزې پوهې او مهارتونو لوړول، د څېړنېز فرهنګ پیاوړتیا او په علمي او څېړنیزو فعالیتونو کې د لا زیاتې ونډې اخیستنې لپاره د زمینې برابرول وو.
جهان پوهنتون ژمن دی چې د ظرفیت لوړونې، علمي ودې او څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره ورته علمي او مسلکي پروګرامونه په دوامداره توګه ترسره کړي، ترڅو د استادانو علمي وړتیاوې او مهارتونه لا پیاوړې او د هېواد د لوړو زده کړو په پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت

13/06/2026

سمينار: روش های درست و مفید مطالعه
ارائه کننده: استاد زيارمل خپلواک
يکشنبه، 24 جوزا/ 1405
از 09:30 – 10:30 قبل از ظهر
مکان: بلاک C منزل ششم، کتابخانه مرکزی، پوهنتون جهان

Photos from Jahan University's post 07/06/2026

د نرم مهارتونو او شخصيت لوړونې لارښود سيمينار وړاندې شو!
د جهان پوهنتون ، مسلکي پرمختیا او بهرنیو ژبو آمریت د ۱۴۰۵ لمریز کال د ظرفیت لوړونې پلان له مخې، د (نرم مهارتونو او شخصیت لوړونې ) تر سرلیک لاندې لارښود سمینار د پوهنتون د څلور ګونو پوهنځیو لس ګونه تنو محصلانو ته د څېړنو او علمي مجلو مرستیال ښاغلي پوهنيار ناصر خان جمال له لورې، نن یکشنبه (۱۷/۰۳/۱۴۰۵ هـ ش) نېټه د پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې وړاندې شو.
یاد سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې ښاغلي پوهنیار ناصر خان جمال د سيمينار وړاندې کولو پر مهال ګډونوالو ته د ښه راغلاست سربېره د سيمينار د موخو، اړتياو او ارزښتونو په اړه عمومي معلومات وړاندې کړل. نوموړي همدا راز د نرم مهارتونو د پېژندنې، د نرم مهارتونو بېلابېلو ډولونو، د نرم او سخت مهارتونو پرتلنې، تر ټولو عامو نرمو مهارتونو، نرم مهارتونو ته د ودې ورکولو څرنګوالي، او په شخصي، ټولنيز او کاري ژوند کې د نرم مهارتونو د ښېګنو او ګټو په اړه هر اړخيز معلومات ګډونوالو سره شريک کړل او په يادو برخو کې د ګډونوالو پوښتنې یې په علمي او مسلکي ډول ځواب کړې.
د سیمینار په پای کې ګډونوالو ته سپارښتنه وشوه چې د خپلو تخصصي زده کړو ترڅنګ د نرم مهارتونو پیاوړتیا لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو وکولای شي په راتلونکي کې د ټولنې لپاره اغېزمن، مسلکي او بریالي شخصیتونه وګرځي.
غونډه په دعايه سره پای ته ورسېده.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت
جهان پوهنتون

06/06/2026

د چاپیریال نړیواله ورځ
د جون ۵ مه

راځئ چې د ونو په کرلو، د شنو سیمو په پراختیا، د ککړتیا په مخنیوي او د طبیعت په ساتنه کې خپل مسؤولیت ادأ کړو، ترڅو زرغون، پاک، او د راتلونکو نسلونو لپاره یو سالم او غوره چاپېریال ولرو!

نشراتو او ټولیزو اړيکو آمریت

04/06/2026

د کارموندنې خبرتیا!
جهان پوهنتون د وړ، مسلکي او با تجربه کارکوونکو د جذب او کار اهل کار ته د سپارلو په موخه، د ازادې سیالۍ له لارې لاندې بست اعلان ته سپاري:
بست: د څېړنو آمر
د اعلان نېټه: ۱۴/ جوزا/۱۴۰۵ هـ ش
د اعلان د پای نېټه: ۳۰/جوزا/۱۴۰۵ هـ ش
معاش: د پوهنتون د معاشاتو له کړنلارې سره سم.
د ګمارنې شرایط:
1. لږ تر لږه په ټولنيزو علومو کې د ماسترۍ/ لېسانس تر کچې لوړې زده کړې ولري.
2. که له هېواده بهر یې زده کړې کړي وي، تحصیلي اسناد یې باید د لوړو زده کړو محترم وزارت تائیدي ولري.
3. لږ تر لږه دوه کاله په یاد بست او اداري چارو کې کاري تجربه ولري.
4. د باصلاحیته محکمې له لوري په اخلاقي او جنايي جرمونو محکوم شوی نه وي.
5. د اداري چارو د سم پرمخ بېولو لپاره جسمي، فکري او رواني وړتیا ولري.
6. په پښتو، دري او انګليسي ژبو پوره حاکمیت ولری.
د اسنادو سپارلو تګلاره:
په شرایطو برابر نوماندان کولای شي، چې تر ټاکلې نېټې خپل تحصیلي اسناد او CV، په حضوري ډول د جهان پوهنتون کارکوونکو چارو آمریت ته وسپاري او يا هم په غیرحضوري ډول یې د پوهنتون رسمي برېښنالیک / [email protected] [email protected] ته یې واستوي.
یادونه: د برېښنالیک په Subject کې د دندې عنوان لیکل حتمي دي.
پته: کارته نو، درېیم سرک، کابل – افغانستان
اړیکو شمېره: 0767737235
د نشراتو او ټوليزو اړيکو آمريت
جهان پوهنتون

27/05/2026

د لوی اختر د مبارکۍ پيغام!

جهان پوهنتون رهبري، ټولو قدرمنو استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو، محصلانو او ټولو هېوادوالو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وايي.

لوی اختر مو مبارک، طاعات، عبادات، قربانۍ مو د الله تعالی په دربار کې قبول او منظور شه، او ژوند مو له علم، سولې، خوښۍ، ورورولۍ او برکتونو ډک شه.

هیله ده چې دا مبارکې ورځې زموږ په هېواد کې د مینې، یووالي، سوکالۍ او دوامدارې سولې پیغام له ځان سره ولري، او ټول مسلمان امت د اتفاق، رحمت او کامیابۍ تر سیوري لاندې وساتي.

اختر د خوښۍ، بښنې، مهربانۍ او یووالي پیغام دی؛ راځئ چې په دې مبارکو ورځو کې د مینې، احترام او انسانیت روحیه لا پیاوړې کړو.

درنښت
نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت
جهان پوهنتون

پیام تبریکی عید سعید اضحی!

رهبری پوهنتون جهان، فرارسیدن عید سعید اضحی را به تمامی استادان گرامی، کارمندان محترم، محصلان عزیز و هموطنان ارجمند، تبریک و تهنیت عرض می‌دارد.

از درگاه الله متعال مسئلت داریم تا طاعات، عبادات و قربانی‌های همه مسلمانان را مورد قبول درگاه خویش قرار داده و این عید مبارک را سرآغاز صلح، سعادت، برادری، همدلی و برکت در زندگی همگان قرار دهد.

امید است این روزهای پُرفیض و مبارک، پیام‌آور محبت، اتحاد، همبستگی و صلح پایدار برای کشور عزیز ما باشد.

با احترام
آمریت نشرات و ارتباطات عامه
پوهنتون جهان

23/05/2026

د استادانو د ګمارنې خبرتیا!
جهان پوهنتون کار اهل کار ته د سپارلو او د تخصصي او مسلکي ادارې د رامنځته کولو په موخه لاندې بستونه اعلان ته سپارې.
کمپيوټر ساينس پوهنځی
معلوماتي ټکنالـوژۍڅانګې لپاره (۵) بستونه
معلوماتي سيستمونو څانګې لپاره (۵) بستونه
اقتصاد پوهنځی
بانـــکي او مـالي څانګې لپاره (۵) بستونه
تجــــارت اداري څانګې لپاره (۵) بستونه
شرعیاتو پوهنځی
فقه او قانون څانګې لپاره (۵) بستونه
حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی
حقوق او سیاسي علوم څانګې لپاره (3) بستونه
حقوقي علوم څانګې لپاره (3) بستونه

په ملي ژبه د لېسانس او ماسترۍ ټرانسکرپټ، د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای تر(۱۶/جواز/۱۴۰۵ هـ.ش ) نېټې پورې په حضوري ډول د جهان پوهنتون د استادانو او کارکوونکو چارو آمريت ته وسپارئ.
او په غیري حضوري ډول خپل اسناد لاندې ايميل آدرسونو ته واستوئ.
[email protected]
[email protected]

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address


Karta-e-New, 3rd Street
Kabul
1011

Opening Hours

Monday 05:15 - 19:30
Tuesday 05:15 - 19:30
Wednesday 05:15 - 19:30
Thursday 05:15 - 19:30
Saturday 05:15 - 19:30
Sunday 05:15 - 19:30