خوست بریا خصوصي ښوونځی Khost barya private school

خوست بریا خصوصي ښوونځی Khost barya private school

Share

زموږ اصلي ماموریت د خپلو ماشومانو روزل، تشویقول او دوی سپیڅلو ارمانونو ته رسول دي.

Photos from ‎خوست بریا خصوصي ښوونځی Khost barya private school‎'s post 26/04/2026

د ګډو همکاریو د تړونونو پر دوام!

د پایتخت ښوونیز مرکز او د خوست بریا خصوصي لیسې ترمنځ د زده‌کوونکو د ملاتړ او ودې په موخه د ګډې همکارۍ تړون لاسلیک شو.

د تړون له مخې، د لیسې زده‌کوونکي به له ځانګړي تخفیف څخه برخمن کېږي، او یتیمان او د صنفونو ممتاز (اول نمره) زده‌کوونکي به په بشپړه توګه وړیا جذبېږي.

دا همکاري د زده‌کړې د کچې لوړولو، د استعدادونو د ودې، او د باکیفیته تعلیمي فرصتونو د برابرولو په برخه کې مهم او اغېزناک ګام بلل کېږي.
#پایتخت ستاسو وخت او باور ته ارزښت ورکوي.
#بریا د تعلیمي افغانستان بنسټ.
پته: شبروز پکتین کورس ته څېرمه سخي الدین مارکیټ

Photos from ‎خوست بریا خصوصي ښوونځی Khost barya private school‎'s post 23/04/2026

خوست بریا خصوصي لیسې د تیر حمل میاشتې ازموینې نتایج اعلان کړل،
بریا د تعلیمي افغانستان بنسټ…
انځوریز البوم😍

Photos from ‎خوست بریا خصوصي ښوونځی Khost barya private school‎'s post 18/04/2026

د بریا اصل!
خوست بریا خصوصي لیسې نن ورځ د روان تعلیمې کال د حمل د میاشتې د ویل شویو درسونو ټيسټ ازموینه واخیسته.
بــــــــریا د تعلیمي افغانستان بنسټ!
داخله جریان لري...

Photos from ‎خوست بریا خصوصي ښوونځی Khost barya private school‎'s post 04/04/2026

باراني شیبې☁
پوهنه رڼا ده.
د خوست بریا خصوصي ليسې اتلان

29/03/2026

A speech given about importance of book by our ten class student.
Amazing Specch 😍

25/03/2026

خبرتیا…!!
درنو زده‌کوونکو او قدرمنو والدینو!
سبا د نوي ۱۴۰۵ تعلیمي کال د پیل زنګ وهل کېږي، هغه زنګ چې د پوهې، هیلې او روښانه راتلونکي نغمه خپروي. د پوهې دروازې بیا پرانېستل کېږي او د راتلونکي بنسټونه ایښودل کېږي.
خوست بریا خصوصي عالي لیسه له ټولو قدرمنو والدینو څخه هیله کوي، چې خپل ماشومان پر وخت ښوونځي ته راولیږئ او د علم دا سپېڅلی سفر په ګډه پیل کړو. ستاسو همکاري د ماشومانو د روښانه راتلونکي لپاره ډېره مهمه ده.
راځئ چې سبا ورځ د هیلو، ارادو او نوې انرژۍ ورځ وګرځوو، تر څو زموږ ماشومان د زده‌کړې په رڼا کې خپل خوبونه رښتیا کړي او خپلو سپېڅلو ارمانونو ته ورسیږي.
✨ دا نوی تعلیمي کال دې د بریاوو، پرمختګ او روښانه راتلونکي
زېری وي.
په درنښت،
اداره
پته: خوست،مرکز،کاروان سرای چوک لویدیځ لوری

Photos from ‎خوست بریا خصوصي ښوونځی Khost barya private school‎'s post 22/03/2026

د ښوونکو او زده کوونکو لپاره خبرتیا!
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سبا ورځ( یکشنبه) چې د کوچني اختر لهٔ ۴ مې سره برابره ده، رخصتي اعلان کړه او دوشنبه به د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د ښوونکو حاضرۍ پیلېږي او همدا شان لهٔ پنجشنبې ورځې څخه چې د حمل لهٔ ۶ مې سره برابره ده د زده کوونکو درسونه او حاضرۍ پیلېږي.

15/03/2026

د کارموندمنې خبرتیا!

د خوست بریا خصوصي عالي ليسه د 1405 ه. ش ښوونیز کال په را رسېدو سره په لاندې برخو کې مسلکي ،پوه او با تجروبه ښوونکو ته اړتیا لري:

1-قرآن کریم او تجوید برخې لپاره یو تن
2-د کیمیا او بیولوژي برخې لپاره یو تن
3-د فزیک او ریاضي برخې لپاره یو تن
4-کې جې ټولګي لپاره یو تن

د ښوونکو د استخدام شرایط:
1-په اړونده برخه کې پوره استعداد او وړتیا ولري.
1-په اړونده برخه کې دوه کاله کاري تجروبه ولري.
3-لېسانس وي.
4-د وخت پابند وي.
هر ښوونکی چې پورتني شرایط یې پوره وي کولای شي زموږ سره په لاندې شمېرو اړیکه ونیسي:
0773300333
0777009038 واټساپ
پته: خوست مرکز کاروان سرۍ چوک لويدیځ لوری

Photos from ‎خوست بریا خصوصي ښوونځی Khost barya private school‎'s post 13/03/2026

نوي تعلیمي کال (1405)ته پوره اته ورځې پاتې دي.
درنو هېوادوالو او قدرمنو والادینو!
د خپلو اولادونو د ښه راتلونکي لپاره مو خپل ګلالي او نازولي بچیان په نېږدې ښوونځیو کې شامل کړئ.
بریا نوی 1405 ه.ش کال له نویو نوښتونو سره پیلوي
خوست بریا ستاسو د اولادونو علمي سنګر!

10/03/2026

د سمینار موضوع: شکر څه ډول ناروغي ده؟
وړاندي کوونکی: فرهاد الله
ټولګی: اتم الف
بریا د تعلیمي افغانستان بنسټ

Photos from ‎خوست بریا خصوصي ښوونځی Khost barya private school‎'s post 07/03/2026

خوست بریا خصوصي عالي لیسې لخوا خپلو زده کوونکو ته د دلوې میاشتې ازموینې نتایج اعلان کړل.
بریا د تعلیمي افغانستان بنسټ…

Want your school to be the top-listed School/college in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Karwansray Chawk West Side
Khost
26000