Dept. of Agronomy, Agri-Faculty, SZU, Khost. Afg

Dept. of Agronomy, Agri-Faculty, SZU, Khost. Afg

Share

This is the official FB page related to the Dept. of Agronomy, Agri-Faculty, Shaikh Zayed University, Khost-Afghanistan.

We broadcast scientific information related to Agronomy to help students, farmers and lovers of the profession.

04/05/2026

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
د فېسبوک ټولو درنو او د قدر وړ ګډونوالو ستاسو د ښې روغتیا په هیله، د شیخ زاید پوهنتون کرنې پوهنځی د اګرانومي څانګې د لا پرمختګ او ښه والي په موخه له اګرانومي څانګې څخه فارغ محصلانو څخه په ډېر درنښت غوښتنه کیږي چې د خپلې دندې په اړه چې په کومه اداره کې دنده لري یا دنده نه لري او یا شخصي کارونه تر سره کوي خپل معلومات د لاندې واټساپ شمېرې له لارې شریک کړي. ستاسو معلومات زمونږ د پاره حورا اړین دي تر څو د اګرانومي څانګه لاوځلیږي.
واټساپ شمېره: 0093773521933
په درنښت
پوهنوال شفیع ګل شفیقي
د اګرانومي څانګې آمر

27/01/2025

سلام درنو دوستانو ستاسو د ښې روغتیا په هیله یم. غواړم چې له تاسو سره د اګرانومي څانګې کتلاګ شریک کړم، نو له تاسو قدرمنو څخه هيله لرم چې نوموړی کتلاګ مطالعه کړی او که کوم وړاندیز راته لری نو د مهرابانۍ له مخې یې زمونږ سره شریک کړئ. ستاسو له نېکو نظرونو څخه مخکې له مخکې مننه.

شيخ زايد پـوهنتون
کـــرنې پـوهنځی
اګرانومي څانګه

کتلاګ

کال:140۳ هـ ش
لړلیک

عنوان صفحه
د څانګې د آمر پيغام ۲
د اګرانومي څانګې لنډه تاریخچه ۳
د اګرانومي څانګې پېژندنه ۳
د اګرانومي څانګې لرلید (Vision) ۴
د اګرانومي څانګې ماموریت (Mission) ۴
د اګرانومي څانګې موخې (Objectives) ۴
ارزښتونه (Core values) ۵
د اګرانومي څانګې سره همکارې ادارې ۶
د څانګې تشکیل ۷
باکیفیته لوړې زده کړې ۷
ملي وحدت رامنځته کېدل ۸
ښه اخلاق ۸
برابري او عدالت ۹
سالمه او مؤثره رهبري ۹
د اګرانومي څانګې کتابتون ۱۰
د اګرانومي څانګې څېړنې ۱۲
د اګرانومي څانګې د څلورو کالونو نصاب ۱۳



د اګرانومي څانګې د آمر پیغام
شیخ زاید پوهنتون، کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې د استادانو په نمایندګی درته ښه راغلاست وایم. د اګرانومي څانګه نه یوازې د کرنې پوهنځی يو له مهمو او کلیدی څانګو څخه شمیرل کیږي، بلکې د پوهنتون په سطحه هم یوه متعبره او پیژندل شوي څانګه ده. اوسنی نړۍ او زمونږ هېواد د کرنیزو توکو د تولید او د خوړو د خوندي توب په برخه کې له بیلا بیلو ننګونو سره مخ دي. همدارنګه په ډېرې چټکتیا سره راتلونکي بدلېدونکې نړۍ یو په زړه پورې ولې د فرصتونو او ننګونو ډک ځای دی، هغه خلک به د ښه ژوند څخه برخمن وي، چې د شته ننګونو لپاره اماده ګي ولري او ترڅنګ یې مسلکي او په کارپوه کادرونه، شخصیتونه او بشری ځواک ولري. همدې نظریاتو ته په کتو، د اګرانومي څانګه به ټولنې ته داسې کادرونه وړاندې کړي، چې د ټولنې د راتلونکو ستونزو او چلېنجونو ته د حل معقولې لارې پيدا کړي. د اګرانومي څانګه یادو ننګونو ته د حل لارې په موندلو کې رغنده رول لري. د اګرانومي څانګه د محصلینو د نظري او عملي پوهې د لوړو له لارې د کرنې په برخه کې داسي يو پرمختللی او د اوسني عصر په ټکنالوژۍ سمبال علمي، تدريسي او زده کړه ایز چاپيريال رامنځته کوي، چي څيړنيزې او تحصيلي برنامې يې محصلینو او کروندګرو ته اسانتياوې برابروي. ددې څانګې کادرونه داسې روزل کیږي چې د خپل دین او فرهنګ نه خبر او د هغې څخه د ساتنې او پرمختک لپاره هر راز قرباني او سرتیریدنې ته چمتو وي او په راتلونکي کې د خپل هیواد په علمي، فني او د کار او ژوند په ټولو برخو کې فعاله او کارنده برخه ولري او د افغاني ټولنې، اقتصادي، علمي او تخنیکي پرمختیا په غاړه واخلي.

پوهندوی شفیع ګل شفیقي
د اګرانومي څانګې آمر

د اګرانومي څانګې لنډه تاریخچه
د اګرانومي څانګه چې په ۱۳۸۱ هـ ش کال کې یې تاسیس شوی دی د لومړی ځل له پاره د دریو استادانو د نه ستړي کیدونکو هلوځلو په نتیجه کې د زاړه میخانیکي لیسې په تعمیرکې په تدریس پیل کړی او د لومړی دورې په توګه یې ۶ محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه فارغ التحصیل کړل. دغې څانګې په ابتداء کې درې استادان درلودل چې په نوموړي څانګه کې په تدریس بوخت وه اوس مهال په نوموړي څانګه کې د یولس (11) تنه ځوانو استادانو لخوا تقریباً ۹۲ محصیلینو ته دتدریس چارې په مخ بیول کیږي. د اګرانومي څانګې په تیرو اولس (۱۷) تحصیلي دورو کې زیات فارغین ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې کړیدي.
ددې څانګې اساسي موخه د داسې کادرونو روزل دي چې د خپل دین او فرهنګ نه خبر او د هغې څخه د ساتنې او پرمختک لپاره هر راز قرباني او سرتیریدنې ته چمتو وي او په راتلونکي کې د خپل هیواد په علمي، فني او د کار او ژوند په ټولو برخو کې فعاله او کارنده برخه ولري او د افغاني ټولنې، اقتصادي، علمي او تخنیکي پرمختیا په غاړه واخلي.
د اګرانومي د څانګې لنډه پېژندنه
د شیخ زاید پوهنتون د افغانستان تقریباً په جنوب شرقي برخه کې موقعیت لري، چې د ختیځ طول البلد د ۶۹ درجې ۲۹ دقیقې ۵۸ ثانیي او د شمالي عرض البلد د ۳۳ درجې ۵ دقیقې او ۲۴ ثانیي په خط کې پروت دی، چې نوموړي سیمه د کرنیزو محصولاتو د تولید لپاره ښه او مناسب آب او هوا لري او اکثریت وکړي یې د کرنیزو محصولاتو په تولید بوخت دي خو د سواد کچه په دې سیمه کې ټیټه ده. د اګرانومي څانګې په موجودیت سره د دې سیمې د خلکو د اذهانو په تنویرکې د پام وړ تغیر رامنځته کړی دی د اګرانومي څانګه زیات شمیر محصلین لري او د کرنې پوهنځی په چوکاټ کې یوه د تدریسي خونې ودانې او بل مجهز څیړنیز فارم لري چې د PRT او ADT لخوا جوړ شوی دی همدارنګه د کرنې پوهنځی یوه ځانګړي کتابخانه او یو یو مجهز کمپیوټر لب لري، چې د اګرانومي څانګې او د کرنې پوهنځی نور محصلین په اسانۍ سره خپل مشکلات ورڅخه پوره کوي.
لرليد (Vision)
د اګرانومي علم له لارې داسې کرنیز تولیدات رامینځ ته کول چې د خوړو د خوندیتوب سره مرسته کوي. د نوموړي څانګه د لوړ تولید، د پاک چاپیریال او اقتصادي سپما تر څنګ د بزګرانو د اقتصادي ودې ته پرمختګ ورکوي. د نوموړي څانګې له امله د نفوس ودې ته په کتو نوي ورایټۍ رامینځ ته کوي تر څو د هغوی خوراکي، پوښاکي او نورې اړتیاوې په وخت پوره کړي.
رسالت یا ماموریت (MISSION)
داګرانومي څانګه په کرنه کې د ملا د تیر حیثیت لري چې د خاورې ساتنې، ادارې او حاصلخیزي له لارې دکرنیزو نباتاتو د لوړ تولید، د کرنیزو نباتاتو اصلاح او تکثیر، اوبخور، کرنې میکانیزه کول او په ټولیز ډول د چاپیریال د خونديتوب سره مرسته کوي.
اګرانومي څانګې موخې
1. محصلين به د ځمکې او نبات په مناسب ډول استعمال فن، د اوبو او خاورې اداره او تنظيم پوهه ترلاسه کړي.
2. محصلين به د خوړو د خونديتوب په اړه عامه پوهاوی، پايښت لرونکې کرنې تشديدي کرنې او د لوږې سره د جدي مبارزې په کړنو پوه شي.
3. محصلين به د کر د مناسب وخت انتخاب او د نوې تيکنالوژۍ پر مټ کرنه زده او په ټولنه کې يې تطبيق کړي.
4. محصلين به د کرنيزو نباتاتو او د فارم د لوازمو په ښه ډول استعمال، ساتلو اوپه علمي لحاظ د فارم څخه د حاصلاتو لاسته راوړلو وړتيا ولري.
5. محصلين به د کرنيزو نباتاتو او د هغوی د تغذيې په ميکانيزم ځانونه پوه کړي.
6. محصلين به د کيمياوي سرو او افت وژونکو د استعمال په ګټو او تاوانونو ځانونه پوه او په ټولنه کې يې نورو دهقانانو ته وښايي.
7. محصلين به د نويو ورايټيو منځ ته راوړل او د هغوی استعمال تخنيکونه زده او عملي کړي
8. محصلين به د کرنيزو نباتاتو ذخیره، پروسيس اوفابريکو ته خام مواد برابرولو لارې چارې زده کړي
9. محصلين به د اګرانومي په برکت په ټولنه کې دکرنيز شين انقلاب ته دوام ورکوي.
10. محصلين به دولتي او غير دولتي موسسو کې د ظرفيت څوګوونو مهارتونو څخه په ګټې اخيستنې سره خپلو وظايفو ته انجام ورکړي.
11. محصلين به د چاپيريال ساتنې په لارو چارو ځانونه پوه کړي.
د اګرانومي څانګې لرلید، ماموریت او موخې د څانګې په ۱۴۰۱-۲-۱ نیټه (۲) پروتوکول غونډه کې له يو لړ بحث او مباحثې وروسته ترتيب او د تائيد له پاره کرنې پوهنځي علمي شورا ته وليږل شو.
د اګرانومي څانګې لرلید، ماموریت او موخې په۱۴۰۱/۰۲/۱ نیټه (۱) پروتوکول د کرنې پوهنځي په علمي شورا کې تائيد شوی دی.
د څانګې لرلید، ماموریت او موخې د پوهنځې شورا ته په تیرو کالونو کې په مکتوبي ډول لیږل شوي وې، اوس مهال چون کوم نوی تغیر او تبدیل نه وو پکې راغلي په شفاهي ډول د پوهنځي له شورا څخه پخواني موخې تائید دي.
د اګرانومي څانګې لرلید، ماموریت او موخې د څانګې په ۱۴۰۲/۱/۱۳ او (۱) پروتوکول غونډه کې له يو لړ بحث او مباحثې وروسته دوباره تائید شوې. او پوهنځی ته د بیا لیږلو لپاره ضرورت نشته.
ارزښتونه (CORE VALUES)
• په زده کړو او خدماتو کې بهتروالي
• اکاډميک، مالي او اداري استقلاليت
• مشارکت او غېر متمرکزوالي
• شفافيت، عدالت او ملي او اسلامي ارزښتونه په پام کې نېول
• پلټنې او نوښتونه
• د ساينسي او اکاډميکو لاسته راوړنو قدرداني
• د هېواد د اوسېدونکو په ژوند کې د ښه والي رامنځته کول

د اګرانومي څانګې سره همکارې ادارې
په لنډ ډول ویلی شو چې له اګرانومي څانګې سره لاندې ادارې نږدې اړیکې لري او یو د بل سره همکاري کوي.
۱- د کرنې پوهنځی اداره
۲- د اګرانومي څانګې ټول استادان
۳- د کرنې پوهنځی نورې څانګې (حیواني علوم، نباتاتو ساتنه، باغداري، کرنیز اقتصاد او کرنیزه سوداګري)
۴- د پوهنځی اداري کار کوونکي (تدریسي مدیریت، اجرایه مدیریت او کرنې پوهنځی څېړنیز فارم).
۵- شیخ زاید پوهنتون رهبري
۶- د خوست ولایت کرنې ریاست.
۷- د اګرانومي څانګې محصلان
۸- د کرنې د برځې غیرې دولتي موسسې
۹- سوداګریز شرکتونه او داسې نور...

د څانګې تشکیل

باکیفیته لوړې زده کړې
د اګرانومي په څانګه کې د کيفيت د تضمين کميټه شتون لري، مشر يې د اګرانومي څانګې آمر او د اګرانومي څانګې ټول استادان د کيفيت د تضمين په کمیټه کې شامل دي. د څانګې د کيفيت د تضمين کميټه د کيفيت اړوند ټولې چارې پرمخ وړي،
۲- د څانګې آمر چې د څانګې د کيفيت د تضمين کميټې آمر دی د کيفيت د تضمین په هره غونډه کې شتون لري او همدارنګه د کيفيت پر وړاندې خنډونه په نښه کوي او د هغې لمنځه وړلو لپاره کار کوي.
۳ـ د کال په آخر کې ځاني ارزونه کېږي چې پیاوړې او لوېدلې نقطې په ګوته کېږي. را تلونکي کال کې هغه ضعیفې نقطې چې په ګوته شوې وې دهغوي د لرې کولو په موخه کار کېږي.
ـ د اګرانومي څانګه د کیفیت د لوړونې لپاره لازمې اسانتیاوي لري د علمي کادر غړي په اطمینان څانګه کې غونډې تر سره کوي.
۲ـ څانګه کې د تضمین کیفیت مسئول د څانګې آمر د تضمین کیفیت کارونه پر مخ وړي او څارنه ور څخه کوي. د غونډو کتاب شتون لري.
۳ـ په څانګه کې د تضمین کیفیت کمېټه شون لري چې د څانګې آمر يې مشر او غړي يې د څانګې ټول استادان دي.
د اګرانومي څانګې محصلینو لپاره د تدریس اسانتیاوې تر یوه حده برابرې شوي لکه په ټولګي کې د میزونو، چوکیو، پکیو، پردو، پروجکتورونو، ساونډ سیستم، لابراتوار، ګرین هاوسونو او نور.
همدارنګه د اګرانومي څانګه د تدریس د اسانتیاوو لپاره په ستراتیژیک پلان کې انکشافي پلان لري
ملي وحدت رامنځته کېدل
د اګرانومي څانګې استادان د لوړو زده کړو قانون ته لاسرسی لري او تر اوسه هیڅ استاد ته د کومې خوا څخه کواښ نه دی شوي.
د اګرانومي څانګه په ټولو علمي برخو کې د استادانو سره مشورې کوي او همدارنګه څانګه د څار میکانیزم لري.
ښه اخلاق
د هرو شلو محصلینو لپاره لارښود استادان ټاکل شوي او خپلو اړوند محصلانو ته د اخلاقي سلوکو، تعصب او نورو په اړوند لکچرونه وړاندې کړي د اول ټولګې په اشنایی مضمون کې محصلانو ته د اخلاقي سلوکو په اړه درس ورکول کیږي. همدا ډول د اګرانومي څانګې پر دیوال باندې نصب شوی بینر هم د محصلانو لپاره د اخلافي سلوکو هدایت دی.د محصلانو د پوهوي په هکله د ثبت نام په وخت کې ژمن لیک اخیستل کیږي ترڅو ټولې کړنې چې په خپله تحصیلي دوره کې یې باید په پام کې ونيسي. د ازموینې عمومي او فرعي کمېټې د پوره شفافیت په موخه په ګډه کارکوي ترڅو د محصلینو د حقونو او د شفافیت څخه ډاډ حاصل کړي.
سربېره پردې، محصلانو او اداري کارکوونکو ته د شکایاتو د اوریدو په خاطر د شکایاتو صندقونه او هم امنيتي کمرې نصب شوي ترڅو د مامورینو او محصلانو برخوردونه په ټولګیو او د ټولګیو نه د باندې وڅارل شي همدارنګه ددوی شته شکایات په خپل وخت د نظم او دسپلين او وخت ناوخت د پوهنځی د علمي شورا له لوري اورېدل کیږي او په اړه یې لازم اقدامات صورت نیسي. د اګرانومي څانګې ټول محصلان په اسلامي او ملي روحیه روزل کیږي چې په ټولګیو کې د اسلامي ثقافت او لارښود استادانو له خوا په دې اړوند لازمې سپارښتنې هم ورته کیږي.د اګرانومي څانګه د اخلاقي پالېسي په نظر کې نیولو سره محصلین توحید او سنت ته دعوتوي او د فساد قومي او ژبني تعصباتو څخه يې منع کوي او کاري بهیر کې يې شفافیت انصاف او عدالت ته رابلي.
۲ـ استادان او محصلین کوشش کوي چې د قوانیو او مقرراتو سم چلد وکړي تر څو عواقب يې په خیر وي.
برابري او عدالت
د اګرانومي څانګه د انصاف او عدالت د پلي کولو لپاره ځینې میکانیزمونه لري چې د هغې له مخې د ټولو محصلانو سره په انصاف او عدالت چلند تر سره کیږي د محصلینو د سیمنارونو لپاره ژوري هیت ټاکل کیږي، د هرو شلو محصلینو په سر د لارښود استاد ټاکل او د ستونزو د حل او پرچو د بررسی لپاره استادان ګمارل کیږي. د اګرانومي څانګه د مضامینو ویش د استادانو د استعداد او علمي سويې په نظر کې سره تر سره کوي تر څو هر استاد هغه مضامین انتخاب کړي چې ورباندې بر لاسی او حاکم وي او محصلین ور څخه ښه استفاده وکړي. په پوهنځي کې د شکاياتو صندوق نصب دی چې هر څوک خپل شکايت د ادارې سره شريکوي، د څانګې امر سره مخامخ د شکایتونو شریکول او همدارنګه د ازموینو د اخیستو لپاره د ازموینې کمیټې شتون ته په ازادنه ډول کولی شي خپل شکایت وړاندې کړي.
سالمه او مؤثره رهبري
د اګرانومي څانګه د خپل ماموریت پر اساس ټول څېړنیز ، علمی او عامه خدمات تقویه کوي. ټول تدریسی بهیر د کاریکولم مطابق چې د ټولنې د ضرورتو مطابق ترتیب شوی پر مخ وړي همدارنګه د اګرانومي څانګې استادان داسې څېړنیزې پروژې او پروګرامونه تر لاس لاندې لري چې د ټولنې، سیمې او د منطقې په اقتصادي، کلتوري او ټولنیز ګټورتوب پورې مستقیماً اغېزې لري.
سربېره پردې د اګرانومي څانګه د علمي کنفرانسونو، تحقیقي مقالو او د فارغیدونکو محصلانو د پروژو له لارې ټولنې ته خدامات وړاندې کوي. د اګرانومي څانګې څخه په تیرو دڅوارلس دورو کې ۴۳۷ تنه محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه فارغ وړاندې شوي چې دا د ټولنې په پرمختګ کې د اګرانومي څانګې رول ښایي، داګرانومي څانګه کلنۍ ارزونه ترسره کوي چې ټولې اړونده اکاډميکي برخې په برکې نيسي.
د څانګې استادانو ته د دندې لایحه په داخل د دفتر کې ځوړند شوي ده هر استاد ورته لاسرسی لري، داګرانومي څانګه په خپل ځان کې د اګرانومي څانګې د شورای کميټه او داګرانومي د څانګې د کيفيت د تضمين کميټې لري، چې د دواړو کميټو کړنې د څانګې د آمر په واسطه په منظمه توګه څارل کيږي. د اګرانومي څانګې استادان د پوهنتون دايمي کار کوونکی دی.
داګرانومي څانګې د آمر کړنې د څار په پروسه کې د يوه رهبر او مدير په توګه څارل کيږي
همدارنګه د اګرانومي څانګې استادان د څانګې دایمي کارکوونکې دي او د پوره ورځې د کارکوونکو په توګه استحدام شوي دي.
د اګرانومي څانګې ټول استادان د دندو له لایحې څخه خبر دي
د څانګې آمر د څانګې د ټولو استادانو کړنې څاري، د تدرسی بهیر څخه لیدنه تر سره کیږي او همدا ډول د کارکوونکو حاضری کنترولیږي.
څانګه کې د آمر دنددې او مسئولیتونه واضح دي.
۲ـ د اګرانومي څانګې آمر د دندو د لایحې په رڼا کې خپل مسئولیتونه مخ په وړاندې وړي.
۳ـ د نویو محصلانو جذب د علمي کادر د غړیو ظرفیت لوړونه او د استادانو سره ښې اړيکې د لایحې مطابق پر مخ وړي.
۴ـ د آمر د کار کړنې د پوهنځې د رئیس لخوا او د استادانو کړنې د آمر دیپارتمنت لخوا ارزول کېږي.
څانګه د څانګې آمر په واسطه اداره کيږي. آمر درسی بهیر څاري، د استادانو اړوند چارو نظارت کوي، د مهال ویش سره سم غونډې داېروي، د څانګې اړوند چارو د لاښه والي لپاره طرحې وړاندې او تطبیق کوي.
د اګرانومي څانګې کتابتون
د څانګې په کچه ځانګړي کتابتون شتون نه لري د شیخ زایدپوهنتون او پوهنځی کتابتون هم د اګرانومي څانګې محدود شمیر کتابونه لري. په راتلونکي پنځو کالونو کې د اګرانومي څانګې لپاره یو مجهز کتابتون، نړيوالو ژور نالونو ته لاسرسۍ او کتابونو ته لاسرسۍ ولري. څانګه پلان کې لري چې په راتلونکو پنځو کالونو کې قوي او کافي انرنیټ او کیمپوټر لب ولري. د اګرانومي څانګې محصلینو لپاره د تدریس اسانتیاوې تر یوه حده برابرې شوي دي ولې مونږ پلان لرو چې یاد تدریسي مواد دې نور هم غښتلي شي لکه په ټولګي د انلاین زده کړو په موخه مواد ، پراخ صنفونه، میزونو، چوکیو، پکیو، پردو، پروجکتورونو، برقي تختو، ساونډ سیستم، لابراتوار، ګرین هاوسونو او نور.
څرنګه چې په یوویشتمه پیړۍ کې د بشري ژوند مختلفو اړخونو کې پرمختګونه او بدلونونه رامنځته شوی دي، چې لوړې او تخصصي زده کړې د دې پرمختګونو او بدلونونو په رامنځته کېدو کې د اساسي رول او نقش لرونکي دي. د ټولنې د شرایطو او غوښتنو په پام کې نیولو سره د زده کړو او همدارنګه د تحصیلي او تحقیقي بنسټونو د اغېزمنتوب او ګټورتوب لپاره د تکنولوژی څخه استفاده پیل شوي او د دې سره همهاله د زده کړو د لګښتونو کمښت، شفافیت او روڼتیا او سهولت له پلوه د تکنالوژی څخه په آنلاین ډول د انټرنیټ له لارې استفاده په تدریجي ډول معمول شوه.
اګرانومي څانګه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د پاليسی، لومړيتوب او لارښوونوپه پام کې نيولو او د عصري زده کړو د پراختيا، په کم وخت، لږ لګښت، محدودو امکاناتو او د مارکيټ او ورځې د غوښتنو سره سم د معياري او با کيفيته تحصيلي سېستم په موخه د الکترونيکي زده کړو سېستم را منځته کول ژمنه ده. ښکاره ده چې د الکترونيکي زده کړو سېستم زيربنا، تخنيکي وسايلو او تخصصي پرسونل ته اړتيا لري. خو دا چې په افغانستان کې د ياد زده کړيز سېستم ګټه اخيستنه نوي پیل شویده، نو د اګرانومي څانګې استادانو د کرونا وبا پر وخت هم په انلاین ډول خپلو محصلانو ته د لوړو زده وزارت د جوړ شوې سېستم HELMS له لارې په بریالي ډول تدریس تر سره کړی دی او په راتلونکي کې د اګرانومي څانګه غواړي چې انلاین زده کړو ته لا نوره پراختیا هم ورکړي. همدارنګه د اګرانومي څانګې زیاتره استادانو د ایډیکس ورکشافونه اخېستي دي او د دې وړتیا لري چې MOOC پریزینټشنونه جوړ او د Afghan X له لارې یې خپور کړي.
۱ـ د څانګې لپاره مستقل کتابتون شتون نه لري. خو په کمه اندازه کتابونه په عمومي کتابتون کې لرو
۲ـ د څانګې لپاره مستقل کتابتون او علمي ژور نال نه لرو.
۳ـ تر يوې اندازې پورې لاس رسی لرو( د انترنيت د شتون په صورت کې)
۴ـ د څانګې لپاره مستقل کتابتون نه لرو.
۵ـ د څانګې لپاره یاد امکانات نه لرو.
۶ـ څانګه کې د استادانو او محصلانو د مطالعې لپاره په کافي کچه فضا شتون نه لري.
د څانګې په کچه ځانګړي کتابتون شتون نه لري د شیخ زایدپوهنتون کتابتون هم د اګرانومي څانګې محدود شمیر کتابونه لري.
د کرنې پوهنځي په کتابتون کې ځانګړی متخصص آمر نه لري د کرنې پوهنځی کمپیوټر لب لري ولې ځانګړي کارکوونکي نه لري.
د اګرانومي څانګه د کرنې پوهنځی د کتابتون په چوکاټ کې یو کم شمیر کتابونه لري ولې په عموم کې د کرنې پوهنځی استادان او محصلین نویو ایډیټ شویو کتابونو ته لاسرسی نه لري. کتابتون په رسمي ساعتونو کې د محصلانو په وړاندې خلاص وي. د اګرانومي څانګه تر اوسه پورې نه ده توانیدلي چې انلاین منابع تر لاسه کړي خو په پلان کې لري تر څو انلاین منابع تر لاسه کړي
د اګرانومي څانګې څېړنې
د علمي کادر غړي د څېړنیزو طرحو د کار اچولو په موخه علمي مقالې، علمي سمینارونه او د ترفیع لپاره څېړنې تر سره کوي. او محصلان سمینارونه ارائیه کوي.
محصلان د فراغت پر مهال د څیړنو څخه وروسته مونوګرافونه لیکي.
ـ د اګرانومي څانګه څلورم صنف کې محصلانه ته د مونوګراف لیکنې په پار څېړنیزه موضوع ورکوي او یو تن استاد ورته د څېړنې د اصولو په پار د بحث و روش تحقیق تر عنوان لاندې مضمون تدریس کوي.
۲ـ په رسمي نصاب کې د بحث وروش تحقیق په عنوان مضمون لرو
د اګرانومي څانګه داستادانو علمي مقالې او د ترفیع موضوع ګانې د پرېکړو کتاب کې ثبتوي. او د محصلانو د مونوګرافونو موضوعات ثبتوي.
د اګرانومي څانګه داستادانو علمي مقالې او د ترفیع موضوع ګانې د پرېکړو کتاب کې ثبتوي. او د محصلانو د مونوګرافونو موضوعات ثبتوي.

د اګرانومي څانګې د څلورو کالونو نصاب

پوهيږو چې د هرې ټولنې غوښتنې د وخت په تیرېدو د ژوند غوښتنې تغيرمومي او د علومو په مختلفو برخو کې نوي انکشافات او تغيرات رامنځته کېږي. دا تغيرات کیداى شي په ملي او يا نړيواله کچې رامنځته شي او له بلې خوا د تغيراتو په پايله کې د نويو تحصيلي څانګو رامنځته کیدل ضروري وګڼل شي او په ځينو حالاتو کې د دې ضرورت احساسيږي چې تحصيلي رشتې ډېرې اختصاصي کړل شي او د ځينو مضامينو کمیدل او يا زياتیدل او يا د کورسونو په مفرداتو کې ځيني تغيرات مطرح کړل شي. ضرورى ګڼل کیږي چې تحصيلي پروګرام (کاريکولم) ته تغير ورکړل شي او يا تجديد نظر شي. که څه هم اوسمهال د ۱۴۰۱ کال تجديد شوي تحصيلي نصاب پر اساس د ټولو مضامينو تدريس، درسي مفردات او مواد تهيه شوي دي خو بيا هم اړتيا ده چې د معتبرو نړيوالو منابعو څخه Text books او عملي چارو لپاره لارښوونې په اختيار کې ولرو. پر دې برسیره؛ په ملي ژبو درسي کتابونه او مفردات د ګوتو په شمیر مواد په اختيار کې لرو، ځيني يې هم تر وخت تیر او نوي کیدو ته اړتيا لري.

اګرانومي څانګې نوی نصاب

08/10/2024

د اګرانومي څانګې ماموریت (Mission) او لرلید(Vision)
۱- ماموريت: (Mission)
داګرانومي څانګه په کرنه کې د ملا د تیر حیثیت لري چې د خاورې ساتنې، ادارې او حاصلخیزي له لارې دکرنیزو نباتاتو د لوړ تولید، د کرنیزو نباتاتو اصلاح او تکثیر، اوبخور، کرنې میکانیزه کول او په ټولیز ډول د چاپیریال د خونديتوب سره مرسته کوي.
۲- لرلید: (Vision )
د اګرانومي علم له لارې داسې کرنیز تولیدات رامینځ ته کول چې د خوړو د خوندیتوب سره مرسته کوي. د نوموړي څانګه د لوړ تولید، د پاک چاپیریال او اقتصادي سپما تر څنګ د بزګرانو د اقتصادي ودې ته پرمختګ ورکوي.
د نوموړي څانګې له امله د نفوس ودې ته په کتو نوي ورایټۍ رامینځ ته کوي تر څو د هغوی خوراکي، پوښاکي او نورې اړتیاوې په وخت پوره کړي.

02/10/2024

اګرانومي څانګې موخې
1. محصلين به د ځمکې او نبات په مناسب ډول استعمال فن، د اوبو او خاورې اداره او تنظيم پوهه ترلاسه کړي.
2. محصلين به د خوړو د خونديتوب په اړه عامه پوهاوی، پايښت لرونکې کرنې تشديدي کرنې او د لوږې سره د جدي مبارزې په کړنو پوه شي.
3. محصلين به د کر د مناسب وخت انتخاب او د نوې تيکنالوژۍ پر مټ کرنه زده او په ټولنه کې يې تطبيق کړي.
4. محصلين به د کرنيزو نباتاتو او د فارم د لوازمو په ښه ډول استعمال، ساتلو اوپه علمي لحاظ د فارم څخه د حاصلاتو لاسته راوړلو وړتيا ولري.
5. محصلين به د کرنيزو نباتاتو او د هغوی د تغذيې په ميکانيزم ځانونه پوه کړي.
6. محصلين به د کيمياوي سرو او افت وژونکو د استعمال په ګټو او تاوانونو ځانونه پوه او په ټولنه کې يې نورو دهقانانو ته وښايي.
7. محصلين به د نويو ورايټيو منځ ته راوړل او د هغوی استعمال تخنيکونه زده او عملي کړي
8. محصلين به د کرنيزو نباتاتو ذخیره، پروسيس اوفابريکو ته خام مواد برابرولو لارې چارې زده کړي
9. محصلين به د اګرانومي په برکت په ټولنه کې دکرنيز شين انقلاب ته دوام ورکوي.
10. محصلين به دولتي او غير دولتي موسسو کې د ظرفيت څوګوونو مهارتونو څخه په ګټې اخيستنې سره خپلو وظايفو ته انجام ورکړي.
11. محصلين به د چاپيريال ساتنې په لارو چارو ځانونه پوه کړي.

د اګرانومي څانګې موخې د څانګې په ۱۴۰۱-۲-۱ نیټه (۲) پروتوکول غونډه کې له يو لړ بحث او مباحثې وروسته ترتيب او د تائيد له پاره کرنې پوهنځي علمي شورا ته وليږل شو.
د اګرانومي څانګې موخې د څانګې په ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ او (۱۱) پروتوکول غونډه کې له يو لړ بحث او مباحثې وروسته دوباره تائید شوې.
د اګرانومي څانګې موخې د کرنې پوهنځی په ۱۴۰۳/۲/۱ او (۱) له یو لړ جر او بحث وروسته دوباره تایید شوې

د اګرانومي څانګې آمر
پوهنوال شفیع ګل شفيقي

24/02/2021

Agronomy was the first main department when agricultural classes started back in 2002 at Agriculture faculty, Shaikh Zayed University, Khost. Several other departments were given birth, based on the needs of society. The department of Agronomy goals at providing quality academic teaching, research, and outreach in crop production, irrigation, and drainage, soil and water conservation, environmental science and dryland agriculture, etc.
The department offers specialized courses leading to Bachelors and training to farmers in Agronomy. It has been broadly accepted and enters the department a large number of students from all over the country through the Kankor examination every year. The department conducts problem-oriented research in an open experimental area at Agriculture Research Farm (ARF) of Agriculture faculty. Besides, the department has a modern bookstore and lab facilities. The department members are also conducting many research projects funded by national/international organizations and donor agencies. The department conducts problem-oriented research and provides educational and research linkages for enriching the living standards of the agricultural community in the province.
Almost the entire members of the Agronomy department have M.Sc. and Ph.D. from developed countries of the world like India, Thailand, Japan, and China. The high quality of the Agronomy department ensures high standards of teaching, research, and outreach activities, which assists the students to achieve their personnel and professional goals resulting in more meaningful service to the farming community of the province and country.
The department has produced 14 batches of B.Sc. and has been conducted many technical training workshops for school teachers, farmers, researchers, and students, since 20002. The agronomy department has completed the largest number of projects in the University and currently, several projects are under process. The agronomy department ranked first in terms of impact factor research publications and books in the University. The faculty of the Agronomy department has written a large number of articles in Pashto and English for growers regarding several economically important crops. They have also compiled several books for graduates and undergraduates students.

Want your school to be the top-listed School/college in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Khost, Shaikh Zayed University
Khost
2505