ځلاند ښوونيز مرکز Zalaand Educational Center

ځلاند ښوونيز مرکز Zalaand Educational Center

Share

Zalaand Educational Center
د نړۍ ژبه د نړیوالو میتودونو پر بنسټ زموږ سره تجربه کړئ!
موږ د سالم رقابت تر چتر لاندې نورو ته نوښتونه په میراث پرېږدو!

14/06/2026

ایا غواړئ له خپل کور څخه ډالري عاید ولرئ؟
د نړۍ یو له تر ټولو پرمختللو او د خورا لوړ عایدو لرونکو مسلکونو څخه يې ډېسپاچینګ (Dispatching) دی. که غواړئ دا نړیوال مهارت په مسلکي او اسانه توګه زده کړئ، نو ځلاند ښوونیز مرکز (Zalaand Educational Center) تاسو ته دا زرین چانس برابروي!
موږ ستاسو لپاره د نړیوالو لاریو ډېسپاچ بشپړ کورس پیل کړی دی، چې پکې لاندې مهم موضوعات په عملي بڼه ښودل کیږي:
د بار بوک کول (Load Booking) 📦
له بروکرانو سره مسلکي اړیکې (Broker Communication)🤝
د کرایې د نرخ ټاکل (Rate Negotiation)💰
د CRM او ډېسپاچ پرمختللي سافټویرونه💻
نړیوال اسناد او د قوانینو رعایت (Documentation & Compliance) 📄
د خطر مدیریت او د زیانونو مخنیوی (Risk Management) 🛡️
د خپل شخصي ډېسپاچ اژانس جوړول (Agency Building) 🏢
د انلاین سوداګرۍ پیاوړې ستراتیژۍ (Online Business) 🌍
ولې ځلاند ښوونیز مرکز؟
موږ تاسو ته یوازې درس نه درکوو، بلکې تاسو په داسې یو مسلکي ډېسپاچر بدلولو باندې کار کوو چې وکولای شئ په خپلواکه توګه نړیوالو لاریو (Trucks) ته بارونه پیدا کړئ او خپل کاروبار پیل کړئ.
📍 پته او د اړیکو معلومات:📞 واټساپ شمیره: 0778289447
ادرس: دولس سوه فاميلۍ، مرکزي چوک، د انجونو لېسې ته مخامخ، خوست
⏱️ وخت محدود دی، همدا اوس خپل نوم راجستر کړئ او د خپل روښانه راتلونکي په لور لومړی ګام پورته کړئ!
#ډېسپاچینګ #افغانستان

09/06/2026

هیله هغه رڼا ده چې د تيارو په منځ کې لاره ښيي، که زړۀ مو پاک وي اؤ نيت مو رښتينی، نو هره کوچنۍ هڅه مو يو لوی بدلون جوړولای شي....
!

19/03/2026

Days of joy, peace, and togetherness are here
Eid is not only a celebration, but also a beautiful time to share kindness, forgiveness, and happiness.
Zalaand Educational Center wishes all students, teachers, friends, and families a joyful and blessed Eid.
May this Eid bring peace, health, happiness, and success to your lives.
Eid Mubarak!



Photos from ‎ځلاند ښوونيز مرکز Zalaand Educational Center‎'s post 05/03/2026

تېره ورځ د ځلاند ښوونيز مرکز درنو ښوونکو او اداري کارکوونکو ګډ روژماتی ترسره کړ.
روژه موږ ته را زده کوي چې یو بل ته نږدې شو، یو بل درک کړو، او یو بل ته قدر ورکړو.
الحمدلله چې داسې یوه کورنۍ لرو چې د تعلیم تر څنګ انساني ارزښتونه هم ژوندي ساتي.

24/02/2026

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي!
په روژه کې څلور شیان زیات کوئ!
د کلمې طیبې ذکر کؤل
استغفرالله ویل
د الله جلاله نه جنت غوښتل
له جهنم څخه پناه غوښتل
(الحدیث)

Photos from ‎ځلاند ښوونيز مرکز Zalaand Educational Center‎'s post 23/02/2026

د مياشتنۍ ازموينې مخکښو زده کوونکو ستاينه!
“د‌ وروستۍ میاشتنۍ ازموينې” هغه زده کوونکي چې څو ورځې وړاندې ترې ازموینه اخیستل شوي وه د ځلاند ښوونيز مرکز لخوا په بېلابيلو ډاليو وستايل شول.
د پايلو د شريکولو پرمهال مو غوره زده کوونکي په نغدي او معنوي ډالیو ونازول،د پایلو شفاف شریکول، د زده‌کوونکو ترمنځ د خوښۍ او باور فضا لا پیاوړې کړه.
موږ باور لرو چې هر زحمت ارزښت لري او هر زده کوونکی کولای شي وځلېږي!
د ځلاند ښوونیز مرکز له خپلو زده کوونکو سره د بریا پر لور اوږه په اوږه روان دی.

#تشویق #نوښت #خوست #ښوونځی #بریا #خوست

17/02/2026

🌙 روژه د بدلون میاشت ده…
هغه میاشت چې زړونه نرموي، هیله بیا را ژوندۍ کوي، او موږ ته د ښه انسان کېدو فرصت راکوي.
په دې مبارکه میاشت کې راځئ یوازې روژه ونه نیسو، بلکې خپل فکرونه، اخلاق او راتلونکی هم بدل کړو.
د ځلاند ښوونيز مرکز زده کوونکي تاسو ټولو ته د روژې مبارکي وایي، او هیله لري چې دا میاشت مو د قوي ایمان، علم او بریاوو پیل شي.
شوني ده چې همدا روژه ستا د ژوند د لوی بدلون پیل وي.
روژه مو مبارک!







Credit Music: Halal Sounds - [No Copyright Nasheed] SAMA
Background Nasheed | Halal Sounds

17/02/2026

Answer & Win ځواب او بريا
ډېر ژر د ځلاند ښوونيز مرکز څخه
هيله ده چې زموږ نوښتونه نقل يا کاپي نه کړئ.
په خپل فکر يو څه رامنځته کړئ.

14/02/2026

د عمومي رخصتۍ خبرتیا!
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رسمي اعلان له مخې، سبا د دلوې میاشتې ۲۶مه (یکشنبه) د پخواني شوروي اتحاد د ماتې او له ګران هېواد څخه د وتلو د ورځې په مناسبت عمومي رخصتي ده. له همدې امله به په یاده ورځ د ځلاند ښوونیز مرکز درسي فعالیتونه تړلي وي.
درسي بهیر به د دوشنبې په ورځ په عادي او منظم ډول بېرته پیل شي.
درنښت
ځلاند ښوونيز مرکز

Photos from ‎ځلاند ښوونيز مرکز Zalaand Educational Center‎'s post 11/02/2026

د وياړ علمي سيالي چې د خوست ولایت د مرکز د بېلابېلو لېسو او ښوونیزو کورسونو د زده کوونکو په ګډون ترسره شوه، په دې سیالۍ کې د ځلاند ښوونيز مرکز وتلي زده کوونکي آسین باد شاه د غوره وړتیا، هڅې او علمي استعداد په څرګندولو سره عمومي درېیم مقام خپل کړ.
دا ستره لاسته راوړنه نه یوازې د نوموړي د زیار او ژمنتیا څرګندونه کوي، بلکې د ځلاند ښوونیز مرکز د باکیفیته ښوونې او روزنې روښانه بېلګه هم ده.
موږ نوموړي ته د زړه له کومې مبارکي وایو او ورته د لا زیاتو بریاوو هیله لرو.

Want your school to be the top-listed School/college in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address


Khost