Jahfar Khan Saidzai

Jahfar Khan Saidzai

Share

We are committed to fostering educational advancement in Afghanistan📚💻

Photos from Jahfar Khan Saidzai's post 18/12/2024

د شیان ستر جماعت (Great Mosque of Xi'an)
د شیان ستر جماعت چې په ۷۴۲ میلادي کال کې جوړ شوی دی، د حضرت محمد (ص) له وخت څخه تقریباً سل کاله وروسته د طابعینو په دوره کې جوړ شوی دی. په هغه وخت کې شیان د ورېښمو لارې د تجارت مرکز و، او دا جماعت اوس په یو تاریخي ځای بدل شوی دی. له بېلابېلو هېوادونو خلک د دې ځای د لیدلو لپاره ورځي. دا جماعت په هغه سیمه کې جوړ شوی چې د "چنګلو (Changlu)" په نوم یادېږي، او ځینې ورته "مسلم سټریټ (Muslim Street)" هم وایي.
په دې سیمه کې ۵ یا ۶ نور جماعتونه هم شته، او دا ځای د مسلمانانو د ټولنې مرکز دی. دلته په لوړ غږ اذانونه کېږي، او په ټولو جماعتونو کې پنځه وخته لمونځونه، د جمعې او اخترونو لمونځونه هم ادا کېږي. ددې سیمې په ټولو هوټلونو او رېسټورانټونو کې حلال خواړه چمتو کېږي، او د شرابو پلورلو اجازه نشته. چې په ټوله چین کې د مسلمانانو لپاره داسې ځای بل نشته.
دغه جماعت ته که کوم غیرمسلمان ورځي، نو باید په دروازه کې ټکټ واخلي. هغوی ته یوازې د جماعت انګړ ته د داخلېدو اجازه ورکول کېږي. د جماعت تعمیر ډېر پخوانی او ښکلی جوړښت لري. په دېوالونو باندې پر لرګیو د نجاري ساده وسایلو په وسیله ټول قران کریم لیکل شوی دی، ځکه هغه وخت ماشینی وسایل نه وو.
شیان د چین هغه ښار دی چې ډېری مسلمانان پکې ژوند کوي. باید یادونه وکړو چې په دې سیمه کې د اسلام خپورولو لپاره نه چا جه اد کړی او نه هم تبلیغ ، بلکې د طابعینو په وخت کې له عربو څخه راغلي مسلمان تجاران دلته مېشت شوي وو. هغوی له خلکو سره نېک چلند وکړ او خپل تجارت یې په هغه ډول ترسره کړ چې اسلام لارښوونه کوي. د دوی ټولنیز او تجارتي اخلاقو په خلکو باندې ډېره اغېزه وکړه، او په همدې اساس خلکو اسلام قبول کړ.
خدای دې وکړي چې زموږ د اخلاقو له امله هم خلک اسلام ته جذب شي، نه دا چې زموږ ناوړه چلند د دوی د اسلام څخه د لرې کېدو سبب وګرځي.
ستاسوسیدزی

09/12/2024

که مونږ د لاندې دوو يتونو ترجمه ته پام وکړو هيڅ مايوسي ، خفګان او د بنده بندګۍ ته ضرورت نه پيداکيږي.
[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 26]

قُلِ اللَّهُمَّ مٰلِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِى الْمُلْكَ مَن تَشَآءُ وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَآءُ وَتُعِزُّ مَن تَشَآءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَآءُ ۖ بِيَدِكَ الْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلٰى كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ

[اې پېغمبره (ص)!] ووايه: "خدايه! د ملك مالكه! ستا چي چا ته خوښه شي حكومت وركوې او له چا څخه چي وغواړې اخلې یې. چا ته چي دي خوښه شي عزت وركوې او څوك چي وغواړې ذليله كوې یې. ښېګڼه ستا په واك کښي ده، بېشكه ته په هر څه قادر یې.
[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 27]

تُولِجُ الَّيْلَ فِى النَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِى الَّيْلِ ۖ وَتُخْرِجُ الْحَىَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَىِّ ۖ وَتَرْزُقُ مَن تَشَآءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ

شپه په ورځ کښي او ورځ په شپه کښي ننباسې او ( يوه له بلي څخه راووځي) له بې ساه څخه ساكښ او له ساكښ څخه بې ساه را باسې او چا ته چي دي خوښه شي بې حسابه روزي وركوې."

06/10/2024

یو څوک پيعمبر ص ته راغله ورته يې وویل چې ای د الله راسوله ص ! که زه د الله ج څخه څه غواړم نه څه او څنګه يې وغواړم ؟
پيغمبر ص ورته وویل چې
اللَّهمَّ اغْفِرْ لي، وارحَمْنِي، وعافِني، وارزقْنِي
یا الله ج ما ته بښنه وکړه ، پر ما رحم وکړه ، ماته ښه صحت راکړه او پراخه رزق راکړه
پيغمبر ص ورته وویل چې که دا څلور شیانو غوشتنه دې وکړه نودواړه دنیا او اخیرت به دې ښه شي .

27/09/2024

خضرت محمد ص یو اصحابي یو ځای ته ددې لپاره ولیږه چې غشر او صدقې ورڅخه راټولي کړي ، کله چې بیر ته ارغله هغه اسحابي ځینې مال جودا کړه چې دا ستاسو (بیت المال) برخه ده او ځینې یې خپل ځان ته کیښوده چې دا زما دی ، ځکه هلته خلکو ماته تحفې راکړې دي .
کله جې پیغمبر ص دا خبره ووریده نو ممبر ته جګ شه او وویل چې :
دا څه خبرې روانې دې چې دا زما دی او دا ستاسو ؟ بیا یې اصحابي مخاطب کړه او ورته يې وویل چې ته لاړ شه او خپل کور کې کشنه او دا وظیفه پریږده بیا به مونږ وګورو چې څوک تاته تحفي درکوي! ؟

24/09/2024

حدیث قدسي دی چې الله ج وايې چې ای اسانه! که ته ماته متوجې شوې ستا د ټولومسایلو د حل لپاره زه کافي یم او کچیرې دې زما څخه مخ وګرځوه نه په داسې کارونو کې به د مصروف کړم چې تر مرګه پورې به نه خلاصیږی

18/09/2024

په حجاب سره د ښځې او د هغې د کورنۍ اخلاق ، دینداري او غیرت معلومیږي ، اخلاقي ښځه چې د ښې کورنۍ څخه وي همیشه خپل حجاب عملي کوي ځکه الله ج خپل پیغمبر ص ته ویلي دی چې :
ٰٓأَيُّهَا النَّبِىُّ قُل لِّأَزْوٰجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَآءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلٰبِيبِهِنَّ ۚ ذٰلِكَ أَدْنٰىٓ أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا

[اې پېغمبره (ص)!] خپلو مېرمنو او لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه چي پر خپل ځان باندي د خپلو ټكريو پلوونه خواره کړي. دا ډېره مناسبه کړنچاره ده، تر څو چي هغوی وپېژندلای شي او ونه ځورول شي. الله تعالی ښه بخښونکی او مهربان دى

15/09/2024

د دنیا ته یې رحمت ته رالیږلی
راهنما یې ته د امت ته رالیږی
په میړنه دې اسلام خلکو کې خپور کړ
یو مثال یې شجاعت ته رالیږی
د باطلو خدایانو ټاعر ټول شه
تر اخیره حقیقت ته رالیږی
جینکی به يې ژوندی کړی خاورې لاندی
ساتندوی یې بشریت ته رالیږی
که څه هم زه ګناهګار یم خفه نه یم
ښه ده مونږ ته شفاعت ته رالیږی
د سیدزی په توان کې نشته چې بیان کړي
چې الله په کوم صفت ته رالیږی

20/08/2024

عَنْ أنسٍ، رض قالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ، ﷺ: مَن خرَج في طَلَبِ العِلمِ، كان في سَبيلِ اللَّهِ حَتَّى يرجِعَ. رواهُ الترْمِذيُّ، وقال: حديثٌ حَسنٌ
د انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې د علم په لټه کې د کور څخه وګرځي، تر هغه پورې چې بیرته راځي داسې ده لکه دالله په لاره کې چې جهاد کوي .

07/08/2024

فيقول النبيُّ ﷺ في الحديث الصحيح: المؤمن القوي خيرٌ وأحبُّ إلى الله من المؤمن الضَّعيف
رسول الله ﷺ په صحیح حدیث کې فرمايلي دي چې قوی مسلمان د ضعیف مسلمان څخه غوره دی او الله ج د قوی مسلمان سره ډیره مینه لري.
دا وخت قوت په علم کې دی

31/07/2024

زمونږ يو ګاونډي په ښکاره منافق دی خو که خدای مني چې زه په د بل هم شک لرم

Photos from Jahfar Khan Saidzai's post 30/07/2024

بسم الله الرحمن الرحیم
دا چې د جولای 30 د هیواد ملي شاعر او لیکوال محترم الحاج پيرمحمد کاروان ته ځانګړې شوې ده ، نو زما هم ګوتې خارښت وکړه چې څه ولیکم خو څه ولیکم ؟
د کاروان صاحب په شعرونو او لیکنو باندې خبري کول اسانه کار نه دی او بیا زما په شان یو سړی ته چې په شعر او شاعري کې ډیر ابتدایي معلومت لري هیڅ ممکینه نه ده چې د کاروان صاحب د شعر او یا نور لیکنو په اړه څه ولیکم ، نو څه باید ولیکم ؟
ام د کاروان صاحب د شعر او لیکنو علاوه د هغې د ژوند په نورو اړخونو به څه ولیکم ، خو په کوم اړخ یا کوم کریکټر يې ؟
ځکه د کاروان صاحب د ژوند په ډیرو کریکټرونو باندې کتابونه لیکل کیدای شي .
ښه ښه د کاروان صاحب د عاطفي او ژور ملي احساس په اړه به یو څه ولیکم ، بلي موضوع ښه په نظر راغله خو د کاروان صاحب په عاطیفه او ژور ملي احساس باندې ډير زیات لیکل بايد وشي ځکه مشکله ده چې په لنډو لیکلو کې د کاروان صاحب عاطفه او ژور ملي احساس تشریخ شي ،
نو څه باید وکړم ؟
زه هم اوس په خپلو زده کړو بخت یم او دومره لیکلو ته وخت پیدا کول هم مشکل دی او بله خبره ده چې سوشیمل ميډیا کې د ډیر اوږدو لیکلو د لوستلو حوصله هم څوک نلري ، نو څه او څنګه يې وليکم؟
ښه ښه یو څه زړه ته راغلل هغه دا چې دوې پيښې به د مثال په ډول ولیکم چې زه خپله يې شاهد یم چې بیا مونږ کولای شو ددې دوو مثالونو څخه د کاروان صاحب د عاطفي او ژور ملی احساس په اړه په خپل زهن کې فکر وکړو او د کاروان صاحب عاطیفه او ژور ملي احساس ورڅخه معلوم کړو .
====================================
اول مثال :
څو کاله پخوا کاروان صاحب کابل خیرخانه کې اوسیده ، یوه ورځ چې زه هم کابل ته لاړ شوي وم مزدیګار مهال د کاروان صاحب لیدلو لپاره د یو بل ملګري سره یو ځای ورغلم ، کله چې د کاروان صاحب ځای ته ورسیدو دروازه په ټک ټک کړه ، د کاروان صاحب یو ملګری دروازه راخلاصه کړه د ستړی ماشي ورسته يې راته وویل چې::
(کاروان صاحب خپل اطاق دی فکر کوم چې پروت دی او دا دوې ورځې کیږي دفتر ته هم نه دی لاړ شوي ، ناروغ معلوميږي ، نو ښه به وي چې مزاحمت ورته ونه کړو، راځئ زما په اطاق کې به کشینو)
دا وخت کاروان صاحب زمونږ خبرې اوریدلې وي او بیا دا کله امکان لري چې د کاروان صاحب لیدلو لپاره دې څوک ورشي او هغه دې ورسره ونه ګوري ، مریض څه چې هر څومره مشکل وي کاروان صاحب به وخت ورکوي هغه و چې کاروان د خپل اطاق څخه غږ وکړه چې دلته راشئ ، که څه هم کاروان صاحب کوښښ کوو چې ځان داسې ښکاره کړې چې هیڅ مشکل هم نشته خو په قواره کې یې د ژور خفګان نښې ، نښانې پوره څرګندې وې ،سړی خپله پوهیده چې کاروان صاحب خدای مه کړه ناروغ دی او یا د کوم سخت مشکل سره مخامخ شوي چې خفکان ورسره مل دی ، ما ورڅخه پوښتنه وکړه چې (کاروان صاحب مریض يې که کومه بله خبره ده ؟)
هغه مسکی شه او راته یې وویل:
(نه خاص خبره نشته هسې هغه بله ورځ دلته نیږدې د هزار وروڼو په جماعت کې چ ودنه وشوه چې د هغې وروسته زه هم د یو عجيب حالت سره مخامخ شوی یم)
اوس نو فکر کولای شوو چې افعانستان کې څومره چ دنی ، ب م بارۍ تیرې شوې چې د هرې یوه سره به د کاروان صاحب حالت په دې ډول و ، کاروان صاحب ته مهمه نه ده چې هزاره ، تاجک اوزبک او یا پښتون په ټول یو شان خفه کیږي ، ځکه زه فکر کوم چې کاروان صاحب تر ډولو ډیر شعرونه د سولي لپاره لیکلي دي ، کله چې وایې :
==================================
جګړه دې مړه شي زیاتي بس وه څه کم نیمه پېړۍ
لمده په اوښکو او په وینو یې سره هره ګړۍ
الله قربان دې، یو ارمان دی که تر سره یې کړې
له مور وطن سره چې ټول بچي وي غاړه غړۍ
په سوله امن په شیدو کوچو یې غوړې لرې
د ماشومانو مرۍ زخم دي په وچه مړۍ
حکیمه خدایه داسې نوح یې کشتیبان کړې پیدا
چې له ګردابه مو را وباسي دا بنده بېړۍ
افغاني فکر دې وي پس له دې آنار د حکمت
پرې باندې روغه چې په یو دم شي بیماره نړۍ
چې ویر ماتم مو پر دښمن باندې هم نه شي پیرزو
خدای دې پر دې وطن را نه ولي شېبې خونړۍ
چې د سپوږمۍ په شپه کاروان وي او د مینې غزل
وي په غروب کې ورته موسکه د لمر سترګه ژېړۍ
=====================================
دوهم مثال :
څو میاشتي مخکې مې نیا (انا ) وفات شوه الله ج دې ورته جنت الفردوس ورکړي د خیرات او فاتحی مراسمو ته يې کاروان صاحب هم راغلی و ، هلته خبر شو چې د کاروان صاحب په اصلي کلی نریزې کوی یو زوم خپل خسر ، اوښی او ښکینه وژلي دي ، ما کوښښ وکړه چې کاروان صاحب خبر نشي خو یو بل میلما راغله او دا خبره يې وکړه ، کله چې کاروان صاحب خبر شه مونږ لیدل چې د کاروان صاحب وجود لاړزه شروع کړه آن تردې چې نور په چوکې باندې کيناستلی نه شه ، کاروان صاحب نورو میلمانو څخه اجازه وخیسته او ورته يې وویل چې زه کیناستی نه شم بل اطاق ته لاړه په کټ کې څملست چې بیا یې ماښام ډوډۍ هم ونه خوړه د هغه څخه وروسته يې بیا زه معلومات نه لرم ځکه زمونږ څخه لاړ ،
نو فکر وکړئ څومره د مرګونو بدې پيښې زمونږ په وطن کې پیښيږي او کاروان صاحب د هرې پيښې سره همدومره خفه او غمجن کیږي .

د کاروان صاحب په عاطفه او ملی ژور احساس باندې ډیر څه ليکل کيدی شي خو اوس لپاره په همدي دوو مثالونو باندې اکتیفا کوم
امن الله توفیق
جعفرخان سیدزی

27/07/2024

الله ج وايي چې زه د خپل بنده سره هغه‌ څه‌ کوم څه ډول چې د هغې په ما ګومان وي .
حديث قدسي

Want your school to be the top-listed School/college in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address


Khost