خوست خصوصي عالي لېسه Khost Private High School

خوست خصوصي عالي لېسه Khost Private High School

Share

د خوست عالي خصوصي لیسې پاڼې ته ښه راغلاست🙌. زمونږ فعالیتونه دلته وګورئ او پاڼه درسره لایک او شېر کړئ😍

Photos from ‎خوست خصوصي عالي لېسه Khost Private High School‎'s post 22/04/2025

د یوولسم ټولګي زده‌کوونکی میوند د علم د روښانولو یو ښه بېلګه ده
په یوه داسې زمانه کې چې هر څوک یوازې د ځان په اړه فکر کوي، د خوست عالي خصوصي لېسې یوولسم ټولګي زده‌کوونکي، میوند ولد سیدولي جان، داسې یو اقدام وکړ چې نه یوازې د ده د ښېګڼې ښکارندوی دی، بلکې نورو ته هم د یو ښه انسان او ښه زده‌کوونکي درس ورکوي.
میوند خپل ټول هغه کتابونه چې په کور کې ورسره وو، خو له هغوی یې نور ګټه نه اخیسته، ټول یې ښوونځي ته راوړل. هغه کتابونه یې هغو زده‌کوونکو ته وویشل چې د کتابونو د اخیستلو وس نه لري. دا کار یوازې د علم خدمت نه دی، بلکې د زړه له کومې د ښوونځي، ټولنې او راتلونکي نسل سره مرسته ده.
دغه نوښت نه یوازې د ده لوی زړه، بلکې د ده لوړ فکر، اخلاص او مینه د زده‌کړې سره ښیي. دا ډول عملونه زموږ ټولنې ته امید ورکوي او موږ ته راښيي چې همدردي، مرسته او یو بل ته د لاس ورکول څومره ارزښت لري.
موږ د خوست عالي خصوصي لېسې اداره، ښوونکي، او ټول زده‌کوونکي د میوند دا نوښت ستایو او له ده مننه کوو. هیله لرو چې نور زده‌کوونکي هم د ده له دې عمل نه الهام واخلي او د علم، همکارۍ او انسانیت په لور نور ګامونه واخلي.
راځئ چې د یو بل لاس نیوونکي شو!
نوښت، کیفیت او باور

Photos from ‎خوست خصوصي عالي لېسه Khost Private High School‎'s post 19/04/2025

د دوولسم ټولګي زده‌کوونکي د خپلې لېسې د زرغونتیا لپاره خپله ونډه ادا کړه
دخوست عالي خصوصي لېسه، چې تل یې د زده‌کوونکو د فکري، اخلاقي او ټولنیز ودې هڅونه کړې، دا ځل د چاپېریال ساتنې په برخه کې یو ښکلی ابتکار ولید. د دوولسم ټولګي یو تکړه زده‌کوونکی حسین الله د خپلې لېسې د شنه کولو لپاره له ځانګړي احساس او مینې سره، په خپله خوښه ګلان راوړل او د لېسې په انګړ کې یې کېنول.
حسین الله وایي: دا زموږ ګډ کور دی، موږ باید هڅه وکړو چې لېسه مو ښکلي، پاکه او زرغونه وساتو.
دغه نوښت نه یوازې د لېسې فضا ښکلې کړه، بلکې د زده‌کوونکو په زړونو کې د چاپېریال دوستۍ، همکارۍ او ټولنیز مسؤلیت احساس هم ژور کړ. زده‌کوونکي له خوښۍ او جذبې ډک وو، او دا یې ثابته کړه چې که ځوان نسل ته سمه لارښوونه وشي، نو دوی کولای شي مثبت بدلونونه رامنځته کړي.
د لېسې اداره د حسین الله دا هڅه ستایې او ژمنه کوي چې دا ډول ابتکاري او چاپېریالي فعالیتونه به نوره هم پراخ کړي، څو د ښوونځي فضا لا پسې رغنده، ښکلې او الهام‌بخښونکې شي

04/04/2025

خوست عالي خصوصي لېسه د روښانه راتلونکي لپاره!
👈 باکیفیته زده کړه
👈 تجربه لرونکي استادان
👈 عصري تدریس او غوره چاپېریال

26/03/2025

خــوست عالي خصوصي لېسه – د روښانه راتلونکي ضمانت!

محترمو والدینو!
ستاسو د اولادونو راتلونکی، زموږ مسؤلیت دی! خـوست عالي خصوصي لېسه د (۱۴۰۴) تعلیمي کال لپاره، د معیاري، نوښتګر او پرمختللي ښوونیز چاپېریال سره ستاسو د ماشومانو د روښانه سبا لپاره دروازې پرانیزي.

ځانګړتیاوې:

✔ غښتلې او نوښتکره رهبري
✔ پیاوړي، مسلکي او مجرب ښوونکي
✔ عصري کمپیوټر لېب
✔ غني کتابتون
✔ د عملي زده کړو تجربو لپاره ساینس لېب
✔ د پوهنې وزارت رسمي نصاب ترڅنګ د خوست لېسې نړیوال تقویتي درسي سیستم
✔د ساینسي مضامینو د مهمو او کلیدي موضوعاتو ویډیویي تدریس د بریښنایي سکرینونو له لارې
✔ منظم ورزشي، فرهنګي او سیاحتي فعالیتونه

✨ د سبا رهبران، نن روزل کېږي!
✨ د خپلو اولادونو د روښانه راتلونکي لپاره، خوست لېسه انتخاب کړئ!
کیفیت، نوښت او باور د خوست لېسې ځانګړنه ده!
درنښت
د تخنیک او نشراتو کمېټه✍️📸

21/03/2025

ګلالیو زده کوونکو د پام وړ!!
سبا (شنبه د 1404 تعلیمي کال) درسونه رسمآ پیلېږي، هیله ده ټول زده کوونکي به سر له سبا خپلو درسونو ته حاضر شي د نه حاضرېدو په صورت غیرحاضر شمېرل کیږي. ټول ګلالي زده کوونکي دې خبر وي.
له قدرمنو والدینو هم غوښتنه کیږي، تر څو خپل بچیان ښوونځي ته د درسونو لپاره راولېږي.
درنښت: د خوست عالي خصوصي لېسې رهبري

08/03/2025

د خـــــــوست عالي خصوصي لېسې #رهبرۍ د ګلالیو زده کوونکو د رخـــــصتیو په اړه خبرتیا!!

Photos from ‎خوست خصوصي عالي لېسه Khost Private High School‎'s post 02/03/2025

د فراغت په ویاړ جوړ شوي #جشن 12مه برخه؛
د 1403تعلیمي کال د خـــــــــوست عالي خصوصي لېسې دڅلورم ټولګي ښاغلی #عطاءالله اول نمره، ښاغلی #امدادالله دوېیم نمره ښاغلی بیا په درېیمه نمره راغلی
دا ګلالي زده کوونکی د یوې تعلیم پروره کورنۍ څخه دي🥇 #عطاءالله🥈 #امدادالله🥉
قدرمنې کورنۍ او والدینو ته دې مبارک وي👏

#کیفیت، #نوښت او #باور د خوست لېسې ځانګړنه ده
#خوست
#معارف
#شفافیت



درنښت
د تخنیک او نشراتو کمېټه✍️📸

Photos from ‎خوست خصوصي عالي لېسه Khost Private High School‎'s post 25/02/2025

د فراغت په ویاړ جوړ شوي #جشن ۱۱مه برخه؛
د 1403تعلیمي کال د خـــــــــوست عالي خصوصي لېسې دپنځم ټولګي ښاغلی _ ښاغلی #عبدالصمد دواړه په لومړۍ نمره راغلي ښاغلی دوېیم نمره او ښاغلی په درېیمه نمره راغلی دوی🥇🥈🥉
او والدینو ته دې مبارک وي👏

#کیفیت، #نوښت او #باور د خوست لېسې ځانګړنه ده
#خوست
#معارف
#شفافیت



درنښت
د تخنیک او نشراتو کمېټه✍️📸

Photos from ‎خوست خصوصي عالي لېسه Khost Private High School‎'s post 24/02/2025

د فراغت په ویاړ جوړ شوي #جشن لسمه برخه؛
د 1403تعلیمي کال د خـــــــــوست عالي خصوصي لېسې دشپږم ټولګي ښاغلی اول نمره، ښاغلې #فاطمه دوېیم نمره او ښاغلی په درېیمه نمره راغلی دوی🥇🥈🥉
او والدینو ته دې مبارک وي👏

#کیفیت، #نوښت او #باور د خوست لېسې ځانګړنه ده
#خوست
#معارف
#شفافیت



درنښت
د تخنیک او نشراتو کمېټه✍️📸

Want your school to be the top-listed School/college in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Khost