21/12/2025
*Data Analyst Interview Questions with Answers: Part-1* 🧠
*1️⃣ What is the role of a data analyst?*
A data analyst collects, processes, and analyzes data to help businesses make data-driven decisions. They use tools like SQL, Excel, and visualization software (Power BI, Tableau) to identify trends, patterns, and insights.
*2️⃣ Difference between data analyst and data scientist*
- *Data Analyst:* Focuses on descriptive analysis, reporting, and visualization using structured data.
- *Data Scientist:* Works on predictive modeling, machine learning, and advanced statistics using both structured and unstructured data.
*3️⃣ What are the steps in the data analysis process?*
1. Define the problem
2. Collect data
3. Clean and preprocess data
4. Analyze data
5. Visualize and interpret results
6. Communicate insights to stakeholders
*4️⃣ What is data cleaning and why is it important?*
Data cleaning is the process of fixing or removing incorrect, incomplete, or duplicate data. Clean data ensures accurate analysis, improves model performance, and reduces misleading insights.
*5️⃣ Explain types of data: structured vs unstructured*
- *Structured:* Organized data (e.g., tables in SQL, Excel).
- *Unstructured:* Text, images, audio, video — data that doesn’t fit neatly into tables.
*6️⃣ What are primary and foreign keys in databases?*
- *Primary key:* Unique identifier for a table row (e.g., Employee_ID).
- *Foreign key:* A reference to the primary key in another table to establish a relationship.
*7️⃣ Explain normalization and denormalization*
- *Normalization:* Organizing data to reduce redundancy and improve integrity (usually via multiple related tables).
- *Denormalization:* Combining tables for performance gains, often in reporting or analytics.
*8️⃣ What is a JOIN in SQL? Types of joins?*
A JOIN combines rows from two or more tables based on related columns.
Types:
- INNER JOIN
- LEFT JOIN
- RIGHT JOIN
- FULL OUTER JOIN
- CROSS JOIN
*9️⃣ Difference between INNER JOIN and LEFT JOIN*
- *INNER JOIN:* Returns only matching rows in both tables.
- *LEFT JOIN:* Returns all rows from the left table and matching rows from the right; unmatched right-side values become NULL.
*🔟 Write a SQL query to find duplicate rows*
```sql
SELECT column_name, COUNT(*)
FROM table_name
GROUP BY column_name
HAVING COUNT(*) > 1;
```
This identifies values that appear more than once in the specified column.
27/07/2025
د کمپیوټر ساینس پوهنځۍ نویو کامیاب شویو محصلینو ته یو پیغام 📢
کله چې تاسو د کمپیوټر ساینس مسلک ته داخل شوئ، نو ته یوازې یو عادي محصل نه یې؛ ته د راتلونکي بدلوونکی یې د هغو حل لارو جوړوونکی چې نړۍ ته شکل ورکوي. 🌍
خو افسوس! زموږ په ټولنه کې د کمپیوټر ساینس په ارزښت لا هم څوک نه پوهيږي. زیاتره خلک دا پوهنځۍ یوازې د "کمپیوټر چلنول" ګڼي 😔، او ځینې محصلین چې هدف او وضاحت نه لري، په نیمایي کې پرېږدي یا بله پوهنځۍ شروع کړي.
غواړم یو څو لارښوونې درته وکړم:
کمپیوټر ساینس یوازې کوډ نه دی!
دا د فکر طریقه ده. ددې زده کول دا دي چې څنګه پیچلي مسایل تجزیه او حل شي. چې څنګه له هېڅ نه یو څه جوړ شي لکه یو اپلیکیشن، یو سیسټم، یو اختراع.
زغم، تمرکز او تسلسل 💪
دا مسلک آسانه نه دی. ستونزې سره به مخامخ کیږئ، خو مه تسلیمېږئ. یو څو لینه کوډ ممکن څو ساعته ونیسي، خو همدغه یو څو لینه کوډ ممکن د زرګونو خلکو ژوند اسانه کړي.
بازار ته یوه ژوره کتنه 💹
نړۍ په چټکۍ سره د بدلون په لور روانه ده ددې څخه هم د کمپيوټر ساينس ارزښت معلوميږي. کمپیوټر ساینس نن په درملو، انجینرۍ، اقتصاد، طبابت کې خاص ځای نيولئ. هره اداره د ډیټا، امنیت، او اتومات حل لارو ته اړتیا لري. دا مه هېروئ: راتلونکی د ټکنالوژۍ دی.
16/07/2025
ژور وېب او تیارۀ وېب: Deep Web and Dark Web
لیک 🖊️ : ق. آرین
◆ برخه: لومړۍ؛
ډیپ او ډارک/ژور او تارۀ وېب یا شبکه تل د افسانې او خیال پۀ توګه پېژندل کېږي. مګر څومره چې موږ فکر کوو، د انټرنېټ تیارۀ اړخ ته لاسرسی دومره هم ګران کار ندی. نږدې %۹۶ د انټرنېټ ځای ژور یا ډیپ وېب ته ورکړل شوی.
ساده یې وایم: کۀ تاسې د ګوګل لۀ لارې اړین معلومات نشئ موندلی، دا معلومات به ارو-مرو پۀ ډیپ یا ژور وېب کې ځای پۀ ځای وي. ډیپ/ژور وېب د یو لوی دېوال پۀ څېر دی، چې د کاروونکو اړینه او شخصي ډېټا خوندي کوي.
پۀ انټرنېټي نړۍ کې درې ډوله Web یا شبکې موجودې دي:
ــ ①: عمومي شبکه یا Web
ــ ②: ژوره شبکه یا Deep Web
ــ ③: تیارۀ شبکه یا Dark Web
ـــ لومړۍ برخه؛ عمومي شبکه یا Web: وېب یا شبکه د خلکو یا شیانو یوه ټولګه ده، چې کولی شي معلومات یو لۀ بل سره شریک کړي او یو بل سره اړیکه ونیسي. د سیسټمونو ترمنځ د اړیکو رامنځته کؤلو مسؤلیت د وېب یا شبکې پۀ غاړه دی. نو پۀ شبکه کې یوزر یا کاروونکی کولی شي ډېټا لۀ یوۀ بل سره شریکه کړي.
ـــ دوهمه برخه؛ ژوره شبکه یا Deep Web: ژوره شبکه د وېب نړۍ یوه پراخه برخه ده. د ډيپ وېب ټول وېبسایټونه پۀ انټرنېټ کې موجود دي، خو مونږ ورته د عادي براوزرونو لۀ لارې نشو داخلېدی. یانې دا وېبسایټونه پټ دي. پۀ ډیپ وېب کې ټول د نۀ موندلو وړ ډېټا شامله ده. پۀ ډيپ وېب کې اکثره بانکي وېبسایټونه او محرم معلومات شتون لري، چې هر څوک باید لاسرسی ورته پیدا نکړي. ډیپ وېب زموږ لۀ عادي انټرنېټه (چې موږ یې کاروو) ډېر پراخ دی. ډیپ وېب د Clear Web پۀ نامۀ هم بولي. د ډیپ وېب د رامنځته کېدو عمده لامل غیرِ قانوني تجارت دی.
ـــ دریمه برخه؛ تیارۀ شبکه یا Dark Web: ډارک وېب د ډیپ وېب یو فرعي سیټ دی. مانا، ډارک وېب د ډیپ وېب کوچنۍ برخه ده. تیارۀ شبکه پۀ قصدي ډؤل پټه ساتل کېږي.
پۀ تیارۀ وېب کې د خلکو پېژندل او کړنې څارل ستونزمن او یا خو بېخي نامُمکن کار دی. د دې شبکې هر اړخیز معلومات د مستعارو اشخاصو لۀ لورې اداره کېږي، چې اکثره یې د مخدره توکو پلورونکي، هېکران، ترهګر او قاتلان دي. تیارۀ شبکه هغه محصولات او خدمات وړاندې کوي، چې یوازې یو څو تنه یې پۀ لټه کې دي. لنډه دا چې پۀ ډیپ یا ژور وېب کې د غیرِ قانوني سایټونو مجموعه؛ د ډارک یا تیارۀ وېب پۀ نامۀ پېژندل کېږي. بیا وایم: یادې شبکې اکثراً د غیرِ قانوني موخو لپاره کارؤل کېږي.
ــ★: یوه بله اړینه خبره دا چې: عامو خلکو ته د ډارک وېب کارؤل کوم غیرِ قانوني کار نۀ دی. خو ډارک وېب د بد شهرت نوم لري، ځکه نړیوال مجرمان یې د نشه اي توکو د رانیولو او قاچاق، د اسلحو د رانیولو او خرڅلاو، د غلا شوو کرېډېټ کارډونو د رانیولو او نورو غیرِ قانوني کارونو لپاره کاروي.
لۀ هندوستان، روسیې، ترکیې او برتانیې پرته چې دوی د ځانګړو VPN څخه پۀ استفادې ډارک وېب کاروي، نور پۀ ټوله نړۍ کې هر څوک چې غیرِ قانوي کار ؤنۀ کړي؛ لۀ ډارک وېب څخه ګټه اخېستی شي.
دا چې لۀ کومو ډاډمنو VPNs (خیالي خصوصي شبکې) څخه د ډراک وېب پۀ استفاده کې کار اخېستی شو، یوه بله ستره موضوع ده. راتلونکې لیکنه کې بحث پرې کوو.
27/04/2025
په اوسط ډول د انسان ماغزه 78% اوبه لري.
26/04/2025
آیا پوهیدئ چې ماشومان په پسرلي کې نسبت د کال نورو موسمونو ته ژر واده کوي.
23/04/2025
Computer Languages and the founders.