Samiullah Habibiسمیع الله حبیبي

Samiullah Habibiسمیع الله حبیبي

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Samiullah Habibiسمیع الله حبیبي, Tutor/Teacher, Khost sabari, Khost.

27/03/2026

الله جل جلاله څومره ښکلی طبیعت پیدا کړی دی؛ هره پاڼه، هره ډبره، او هره څپه یې د هغه د قدرت نښه ده. انسان ته یې داسې ژوند ورکړی چې که سترګې خلاصې کړي، نو هره شېبه یې جنت ته ورته ده.
راځئ، لږ تم شو… ژوره ساه واخلو… او د دې ښکلا شکر ادا کړو، ځکه دا هر څه یوازې د لیدلو لپاره نه دي، بلکې د احساس او مننې لپاره دي.

14/03/2026
Photos from ‎Samiullah Habibiسمیع الله حبیبي‎'s post 15/10/2025

موږ هم د دې خاورې زامن یو، موږ هم د زده‌کړې حق لرو دا زمونږ د خالبساط ښوونځی حال دی زموږ ښوونځی سیوری نه لري، څوکۍ نه لري، یوازې خاوره او دوړې دي
موږ د علم مینه لرو، خو د کتاب پر ځای زاړه جالونه راټولوو حو یوه هیله لرو چې څوک زموږ دا هڅه وویني
او پوه شي چې د فقر تر دوړو لاندې هم هیله ژوندۍ ده. 💔📚

#ماشومان #هیله #افغانستان #تعلیم #ژوند #خوبونه

Photos from ‎Samiullah Habibiسمیع الله حبیبي‎'s post 03/10/2025

ملګري د انسان د ژوند تر ټولو ښکلی او ارزښتناک نعمت دی. ملګري هغه څوک وي چې د خوښۍ په شیبو کې زموږ تر څنګ خاندي او د ستونزو په وخت کې زموږ لاس نیسي. ریښتینی ملګری د شتمنۍ نه هم ارزښت لري، ځکه چې شتمني له لاسه وتلای شي، خو د یو ښه ملګري محبت او ملاتړ د تل لپاره په زړه کې ژوندی پاتې کېږي.

ملګري د ژوند لارې راته اسانه کوي، د خپګان په وخت کې مو حوصله راکوي او د بریاوو په شیبو کې زموږ د خوښۍ شریکان وي. له همدې امله باید د دوستۍ قدر وکړو، ښه ملګري غوره کړو او تل د هغوی په مینه او باور کې صادق پاتې شو. ریښتیني ملګري د ژوند هغه رڼا ده چې تیاره لارې روښانوي.
ملګري د ژوندي او اباد وي

Photos from ‎Samiullah Habibiسمیع الله حبیبي‎'s post 12/05/2025

ملګري د ژوند تر ټولو ارزښتناکه شتمني ده. ښه ملګری هغه څوک وي چې زموږ د خوښیو او غمونو شریک وي ملګري موږ ته مینه، ملاتړ، او وفاداري راکوي. د ملګرو سره وخت تېرول نه یوازې خوند راکوي، بلکې زموږ پر ذهني حالت هم مثبت اغېز کوي. یو ریښتینی ملګری تل زموږ تر څنګ ولاړ وي، که هر څومره ستونزې وي ښه ملګرتیا پر باور، صداقت، او احترام ولاړه وي. نو باید خپل ملګري په دقت سره وټاکو او د ملګرتیا حق ادا کړو.

Photos from ‎Samiullah Habibiسمیع الله حبیبي‎'s post 05/04/2025

ژوند یوه ستره تحفه ده چې خدای پاک انسان ته ورکړې ده. دا یو داسې سفر دی چې پکې خوښۍ، غمونه، ستونزې او بریاوې سره مل وي. ژوند موږ ته دا فرصت راکوي چې زده کړه وکړو، وده وکړو او د خپلو هیلو د پوره کېدو لپاره هڅه وکړو.
په ژوند کې هره شېبه ارزښت لري، ځکه وخت بیرته نه راګرځي. که موږ هره ورځ له شکر سره تېره کړو، له نورو سره مرسته وکړو او رښتینولي خپله کړو، نو ژوند به مو ښایسته او بامفهومه وي. ستونزې د ژوند یوه برخه ده، خو دا موږ قوي کوي او درس راکوي.
په پای کې، ژوند لنډ دی، نو باید له هرې شېبې خوند واخلو، د مهربانۍ، مینې او هیلو سره ژوند وکړو، ترڅو نه یوازې خپل ژوند، بلکې د نورو ژوند هم ښه کړو.

18/08/2024

د اروپا په بورسیو روانو لومړنیو افغان محصلینو ته د غازي امان الله خان وینا:
ولاړ شئ، بچیانو لوړې زده کړې وکړئ!
که راستانه شوئ او زه مړ وم، په قبر مې ودرېږئ او وطن لپاره خپل زده کړي کمالونه مې خاورو ته بیان کړئ.
روح به مې په قبر کې خوشاله شي.
د اسد ۲۸مه د خپلواکې ورځ مو مبارک شه

14/06/2024

یو چا څه ښه ویلي دي:
انسان یوازې د خپلو خبرو مسوول نه دی، بلکې د خپلي چوپتیا مسوولیت هم لري.
نو ځینې وختونه وغږیږئ تر څو مو خپل مسؤلیت اداء کړی وي.
ورور مو حبیبي

Photos from ‎Samiullah Habibiسمیع الله حبیبي‎'s post 28/04/2024

ملګرتیا
هغه ملګرتیا همیشه ثابته پاتي کیږي چې تعلق او اړیکه یې د ضرورتونو په اساس نه،بلکې د زړونو په اساس وي.

Photos from ‎Samiullah Habibiسمیع الله حبیبي‎'s post 27/04/2024

خوست -ګربز-غلام خان

Want your school to be the top-listed School/college in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Khost Sabari
Khost