18/05/2025
*بسم الله الرحمن الرحیم*
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
تاریخ : 28 / 02 / 1404 (یکشنبه)
د پروژې نوم : د خوست ولایت د غلام خان بندر ترانزیټي سرک په مسیر د ترافیکي لوحو،روډمارکېنګ (خط اندازي) او ګارډرېلونو پروژه.
لکه څرنګه چې خوست ټولګټو ریاست د ګربزو ولسوالی مربوط د شمل کوټۍ پُل څخه د غلام خان بندر قیریزي سرک په مسیر تر فرضي کرښې پورې چې اوږدوالی یې (28,666) کیلومتره دی د مصؤنیت د بخش ( روډ مارکېنګ، ترافیکي علایمو او ګارډرېلونو) پروژه لري چې کارونه یې په ساحه کې د محمد شفیق صافي ساختماني شرکت لخوا رسماً پیل شویدي، باید وویل شي چې دغه پروژه د ټولګټو وزارت مقام لخوا د نهه میلیونه یو لک شپږ څلوېښت زره اووه سوه (9146700) افغانیو بودجې په نظر کې نیولو سره په دریو کاري میاشتو کې سرته رسیږي د ټولګټو ریاست انجینري ټیم هره ورځ د خوست ټولګټو رئیس الحاج ملا محب الله (عباس) په امر او هدایت د پروژې د منظم منېجمېنټ (کنترول)او د کار ښه کیفیت په موخه له ساحې څخه نظارت او لیدنه کوي، تر څو کارونه د نقشي او مشخصاتو مطابق په خپل وخت ترسره شي.
♥♥♥
نن ورځ یکشنبه په ساحه کې لاندې کارونه تر سره شول.
① د پخوانیو کانکرېټ شویو پایو کیورېنګ تر سره شو.
② د خوست ولایت د غلام خان بندر ترانزیټي سرک په مسیر د ۲۷ عدده ترافیکي لوحو د نصب کانکرېټ رېزی تر سره شوه.
③ د ترافیکي لوحو د نصب لپاره د 150 مارک کانکریټو سلنډري نمونې د ازمایښت لپاره ډکې کړل شوې.
باید یادونه وشي چې د خوست ولایت غلام خان بندر ترانزیټي سرک په مسیر (۲۹۴) ترافیکي لوحې په نظر کې نیول شویدي چې له جملې یې د (۱۷۶) پایو کانکرېټ رېزي تر سره شویده.
④ - د خوست ولایت غلام خان بندر ترانزیټي سرک په مسیر د یو ګارډرېل چې طول یې ۲۷ متره ده کندنکاري خلاصه او د کانکرېټ رېزی لپاره اماده ده.
⑤ - د خوست ولایت د غلام خان بندر ترانزیټي سرک په مسیر جمله 17200 متره (17.2) کیلومتره د سنټر لاین په برخه کې روډ مارکېنګ (خط اندازي) تر سره شوي ده.
♥♥♥
⑥ - د خوست ولایت د غلام خان بندر ترانزیټي سرک په مسیر په ښي او کیڼ طرف کې جمله 52660 متره (52.66) کیلومتره روډ مارکېنګ (خط اندازي) تر سره شوي ده.
نوټ : د خوست ولایت د غلام خان بندر ترانزیټي سرک په مسیر د ترافیکي علایمو، خط اندازی او ګارډرېلونو نصبولو پروژې کارونه د خوست ولایت ترافیکو محترم مدیریت سره په هماهنګی او ګډ نظارت روان دي.
عمران شـــریف / ټولګټو ریاست نماینده
مدیر شاهد الرحمن / ترافیکو محترم مدیریت نماینده
د پروژې مراقبت کوونکي
په درنښت
*خوست ټولګټو ریاست*
Directorate Of Public Work.Kh.P خوست ټولګټو ریاست
19/02/2025
19/02/2025
19/02/2025
05/02/2025
25/01/2025
23/01/2025