Faisal Mashal فیصل مشال

Faisal Mashal فیصل مشال

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Faisal Mashal فیصل مشال, Education, Khost.

05/04/2025

ګلاليو زده کوونکو!
هيله ده نيکمرغه کوچنی اختر به مو په خير او خوشحالۍ سره لمانځلی وي. او يو څه ذهني دمه به مو کړي وي. سر له نن څخه مو درسونه د پلان مطابق پيليږي مونږ مو راتلو ته ليواله يو راشئ او د خپلې راتلونکې لپاره له بې ځايه وخت تيريدو څخه مخنيوی وکړئ.
#يادونه: د سیمې خلکو ته د زېري په توګه وريادوو چې د حمل تر پايه نوي شامليدونکو زده کوونکو ته ۳۰٪ سلنه تخفيف په پام کې نېول شوی دی. نو له دې طلايي فرصت څخه ګټه واخلئ او د خپلو ماشومانو او تنکيو ځوانانو لپاره په يوه غوره ادرس کې د درس زمينه برابره کړئ.
#علميت
#کيفيت
#نوښت
هغه درې کلمې چې د ټولو په زړونو کې ځانګړی درناوی او ارزښت لري‌.

غوره ټاکنه، غوره راتلونکی.

.
زمونږ د نوي کمپاين سر ټکی دی.

#نوټ:د ښوونځي دواړه رسمي ادرسونو د فسبوک ادارې له لورې د موقت وخت لپاره د پوسټ اجازه نلري نو له همدې ځايه زمونږ نشرات د رسمي نشراتو په توګه درسره ومنئ.

Photos from ‎Faisal Mashal فیصل مشال‎'s post 01/11/2024

په ځینو مهمو موضوعګانو باندې بحث ترسره شو.
او همدارنګه راتلونکي پلانونه هم د وروڼو ملګرو سره شریک شول او لازم تصمیمونه ونیول شول.
برررررررررري یاران.

کلېک بای Hamayoon Honar .

Noor Ullah Zaki
Habibullah Karimi
Ziar Mal
حمید اندیال
۱۴۰۳/۸/۱۱ ۹:۴۵ pm

28/10/2024
26/10/2024

یوه ښوونکي خپلو زده کوونکو ته وویل: سبا هر یو له ځان سره یوه کڅوړه راوړئ او په هغې کې د هغو کسان په شمېر، چې نه مو خوښېږي او کرکه ترې لرئ، پیاز واچوئ.
بله ورځ ټولو همدا کار ترسره کړ او ښوونکي وویل: هر ځای ته چې ځئ، نو هر یو به خپله کڅوړه له ځان سره لېږدوي.
له څو ورځو وروسته زده کوونکي ستړي شول او خپل ښوونکي ته یې شکایت وکړ، چې پیاز ټول خوسا شوي دي، بد بوی ورکوي او موږ ځوروي.
ښوونکي ښکلی ځواب ورکړ: دا هغه وضعیت ته ورته ده، چې تاسو د نورو کینه په زړه کې ساتئ، دا کینه ستاسو زړه خرابوي او تر نورو زیات به تاسو وځوروي.

Photos from ‎Faisal Mashal فیصل مشال‎'s post 26/10/2024

سخت وختونه د خلکو اصلي څېره څرګندوي.

۱۴۰۳/ ۸ / ۵ هــ ش.

20/10/2024

کړه _سخته_ده؟

✅ د دې لپاره چې ریاضي ښه زده کړئ، ښه یې درک کړئ او ښه یې یاد کړئ، لاندې ټکي ولولئ او عملي یې کړئ: 👇

🔹 ۱- د ریاضي زده کړه باید حتماً په ټولګي کې ترسره شي، ځکه چې د دې درس زده کړه په شدت سره له ښوونکي سره تړاو لري.

🔹 ۲- د ریاضیاتو د زده کړې لپاره تمرکز لرل اړین دي. نو د زده کړې پر مهال له سر تر پښو غوږ شئ.

🔹 ۳- د ریاضي ښوونکي د توضیحاتو ته باید بشپړ پام وکړئ، ځکه چې د څو کلونو تجربه او د موضوع انتقال د ریاضي منطق سره یوځای وړاندې کوي.

🔹 ۴- د هر تمرین محاسبوي مرحلې په خپله ژبه ځان ته بیا بیان کړئ او د هر موضوع لپاره ځان ته ځانګړی لارښود او زده کوونکی کتابچه ولیکئ.

🔹 ۵- له دې وېرې مه کوئ چې د تمرینونو او مسئلو په حل کولو کې مهارت نه لرئ، او نا امیده کېږئ مه، بلکې په خوشحالۍ سره ورسره مخامخ شئ، ځکه چې کله تاسو خپلې کمزورتیاوې او نیمګړتیاوې ومومئ، نو نیمه ستونزه مو حل کړې ده.

🔹 ۶- د ریاضیاتو موضوعات یوه ترتیب لرونکې لړۍ لري. نو د تیرو زده شویو مفاهیمو په درک کولو او په هغوی کې مهارت لرل د راتلونکو مفاهیمو د درک کولو لپاره اړین دي.

🔹 ۷- د ریاضي په ټولګي کې فعال پاتې شئ. پاملرنه وکړئ، پوښتنې وکړئ، تمرین وکړئ، او محاسبوي مرحلې ثبت کړئ.

🔹 ۸- یوازې د کتاب د تمرینونو په حل کولو بسنه مه کوئ، بلکې د ځانګړو تمرینونو د حل کتابونو یا د کار کتابونو څخه هم استفاده وکړئ.

🔹 ۹- هیڅکله د ستړیا په حالت کې د ریاضي تمرین ته دوام مه ورکوئ، ځکه چې ستړیا ستاسو دقت او تمرکز کموي او ستاسو د تېروتنو او ناکامۍ چانس لوړوي.

🔹 ۱۰- ریاضي هم د نورو علومو په څېر خپله ځانګړې ژبه لري. دا ژبه وپېژنئ او زده یې کړئ چې له ریاضیاتو سره د اړیکې څخه خوند واخلئ. د ریاضي ژبه د شمېرونو، علایمو، نمادو، حروفو، شکلونو او د هغوی تر منځ د اړیکو مجموعه ده.

🔹 ۱۱- یو له هغو خنډونو څخه چې د ریاضي په درک کولو کې شتون لري، د ځان د مثبت ریاضي تصور نه درلودل دي. دا خنډونه کېدای شي د ریاضي په درک کولو، تمرین کولو، امتحان ورکولو، یا ټېسټ کېدای شي. په هڅه او تمرین سره د دې خنډونو د ماتولو کوښښ وکړئ.

🔹 ۱۲- هیڅکله د دې ډاډ ترلاسه کولو نه وړاندې چې د درس متن او اصلي موضوع مو زده کړې، تمرین ته مه ورځئ، ځکه چې د ناکامۍ او عدم بریالیتوب احتمال به ډېر وي.

🔹 ۱۳- ⚠️ هیڅکله د حل المسائل کتاب ته مه ورځئ، پرته له دې چې مخکې:
۱- د درسي کتاب مو لوستی وي.
۲- د درسي یادداشت مو دقیق مطالعه کړی وي.
۳- له درسي مرستندویه کتاب یا نوار یا سي ډي تعلیمي څخه استفاده کړې وي.
۴- له ښوونکي څخه مو د ستونزو د حل کولو لپاره مرسته اخیستې وي.
۵- خپلو ملګرو یا غوره ټولګیوالو ته د ستونزو د حل لپاره مراجعه کړې وي.
۶- له کورنۍ غړو یا نورو څخه مرسته اخیستې وي.
استاد عادل الرحمن دانش
#رياضی

#رياضة

#فزیک

14/10/2024

د ایګزیټ ازموینې لپاره د طب پوهنځیو فارغانو نوم لیکنه
د طبي برخې (معالجوي او ستوماتولوژي) څانګو ټولو هغو فارغانو ته چې په ۱۳۹۷ کال او له هغه وروسته فارغ شوي دي، خبر ورکول کیږي چې د ایکزیټ ازموینې لپاره نوم لیکنه وکړي!
د نوم لیکنې شرایط:
• هغه ډاکټر صاحبان نوم لیکنه کولی شي چې ستاژ دوره یې بشپړه کړې وي او د فراغت اسناد یې لوړو زده کړو وزارت ته رسېدلي وي.
• نوم لیکنه د الکترونیکي پېژندپاڼې پرته نه ترسره کیږي.
• ثبت شوي معلومات به د ازموینو ملي ادارې له لورې د تصدیق لپاره لوړو زده کړو وزارت ته استول کیږي.
• هغه کسان چې معلومات یې درست نه وي او یا فراغت یې د لوړو زده کړو وزارت له لورې تصدیق نه شي؛ ازموینه نه شي ورکولی.
• هر داوطلب باید نوم لیکنه پر خپل برېښنالیک ترسره کړي چې وروسته به د همغه برېښنالیک له لارې داوطلب سره اړیکه نیول کیږي.
• په فورم کې یو قطعه انځور(۳×۴) په سپین بګراونډ سره اپلوډ کول، د انځور سایز باید 1MB زیات نه وي.
• د ازموینې حق الشمول (۵۰۰) افغانۍ دی چې د بایومتریک معلوماتو ثبت پر مهال اخیستل کیږي.
د ازموینې منابع چې پخوا د طبي شورا له لورې مشخص شوې وې، او د ازموینې د نوملیکنې فورم، په لینک کې شتون لري.
د نوم لیکنې وروستۍ نېټه: ۱۴۰۳ عقرب/لړم ۳ مه، وروسته له ټاکلې نېټې په هیڅ ډول نوم لیکنه نه کیږي.

nexa.gov.af

13/09/2024

خبرتيا!
د شیخ زاید پوهنتون کادري آزموینې نوماندانو د پام وړ!
د شیخ زاید پوهنتون د کادري بستونو نوماندانو ته خبر ورکول کیږي، چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند څانګو؛ د کرنې پوهنځي باغداري څانګې او ټولنیزو علومو پوهنځي د فلسفې څانګې د خارجي ژبې آزموینه د راتلونکې شنبې ورځ د سنبلې میاشتې په ۲۴مه نیټه او تخصصي آزموینه د یکشنبې په ورځ د سنبلې میاشتې په ۲۵مه نیټه د سهار په اتو (۸:۰۰) بجو اخستل کیږي؛ د پاتې نورو پوهنځیو او څانګو د خارجي ژبې آزموینه د راتلونکې چهار شنبې په ورځ د سنبلې میاشتې په ۲۸مه نیټه او تخصصي آزموینه د پنجشنبې په ورځ د سنبلې میاشتې په ۲۹مه نیټه اخستل کبږي، ټول قدرمن کاندیدان دې خبر وي.
ځای: شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو پوهنځی امام ابو حنیفه تالار
ورځ: شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴
وخت د سهار اته ۸:۰۰ بجې

11/09/2024

هیواده بیا په وینو رنګ مه شې!
نن په هرات ولایت کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند تر منځ د ګازو د نل لیکې سترې پروژې «ټاپي» چارې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیلېږي.
ټاپي نل لیکه په کلني ډول د ۳۳میلیارد متر مکعب ګاز د لېږد وړتیا لري، چې له دې ډلې به یې ۵میلیارد مترمکعب افغانستان او پاتې نور به په مساويانه ډول د پاکستان او هند ترمنځ ووېشل شي.‬
‫د دغې پروژې د ۱۰ میلیارده ډالرو څخه به افغانستان په کلني ډول ۴۵۰میلیونه ډالر د ټرانزېټ فیس په توګه ترلاسه کړي او همدارنګه به زرګونو افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

10/09/2024

« قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ والَّذينَ لا يَعْلَمُونَ » الزمر: ۹

اعلان بست های کادر علمی پوهنتون بدخشان! | وزارت تحصیلات عالی 09/09/2024

پوهنتون بدخشان!

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۵:۵۳
https://www.mohe.gov.af/dr/node/11230
8778542121636500
Closing Date
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۲:۰


پوهنتون بدخشان برای بار اول در سال ۱۴۰۳هـ.ش در رشته ذيل به سويه دکتور و ماستر به کادر علمی ضرورت دارد.
پوهنځی اقتصاد ؛
• دیپارتمنت امور مالی و بانکی (۱) بست.
• دیپارتمنت منجمنت و اداره تشبثات (۱) بست.
پوهنځی علوم اجتماعی ؛
• دیپارتمنت جغرافیه (۱) بست.
پوهنځی زراعت ؛
• دیپارتمنت اگرانومی (۱) بست.
• دیپارتمنت جنگلات و منابع طبیعی (۱) بست.
پوهنځی انجینری ؛
• دیپارتمنت سیول (۱) بست.
• دیپارتمنت جیولوجی و معادن (۱) بست.

داوطلبان می توانند به هدف ثبت نام به بست های کادر علمی یاد شده از تاریخ ۶/۶/۴۰۳ الی ۲۶/۶/۱۴۰۳هـ.ش فورم های درخواستی خویش را پر کرده ترانسکرپت اصلی نمرات به یکی از زبان های ملی و کاپی همین اعلان را از ویب سایت وزارت (تایید شده ریاست نشرات وزارت تحصیلات عالی یا از سوی پوهنتون یاد شده) یکجا با کاپی تذکره خویش به پوهنتون مربوطه بسپارند.

اعلان بست های کادر علمی پوهنتون بدخشان! | وزارت تحصیلات عالی اعلان بست های کادر علمی پوهنتون بدخشان! nasir_admin سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۵:۵۳ https://www.mohe.gov.af/dr/node/11230 Closing Date سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۲:۰ پوهنتون بدخشان برای بار اول در سال ۱۴۰۳هـ.ش در...

Want your school to be the top-listed School/college in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Khost