23/02/2024
دا ابتکار د ډیرې ستاینې او قدردانۍ وړ دی!
د خوست په کاتب خصوصي عالي لېسه کې، د همدغه ښوونځي د اتم ټولګي با استعداده زده کوونکی محبت شاه د یوې ورځې لپاره د مدیر په توګه معریفي شوی دی.
یادې لیسې د ګلالي زده کوونکي د دغه هیله بښونکي انځور په خپرولو سره پر خپله فېسبوک پاڼه زیاته کړې چې”نن ورځ مو د خپلو زدۀکوونکو د وړتياوو د غوړېدنې او شخصيت لوړؤنې پۀ پار؛ لۀ سهار څخه تر رخصتۍ پورې زدۀکوونکی مدير ټاکلی و. ( محبت خان ) چې د اتم ټولگي زدۀکوونکی دی. د ښوونکو د غوراوي کمېټې لۀ لوري غوره شوی و، نن مو یې مسولیت ؤر ته سپارلی و. مدیر محبت خان سهار پر اسمبلۍ زۀکوونکو ته وينا وکړه. دوی ته یې وویل: ښوونځي کې هغه نيمگړتياوې چې وي او چاته یې نۀ شی ویلی، ما ته یې ووایئ، زۀ یې راپور کؤم، ادارې ته یې سپارم. وروسته یې لۀ ښوونکو سره ناسته وکړه. بيا یې د مراجعينو، زدۀکوونکو، ښوونکو او نيمگړتياوو لپاره ځانگړې راپور پاڼې جوړې وې، چې: پۀ رخصتۍ کې یې ادارې ته وسپارلې. د مدير محبت خان راپور به سبا ورځ ټولو زدۀکوونکو او ښوونکو ته پۀ اسمبلۍ وړاندشي. موږ به ان شاالله! د زدۀکوونکو د فکري روزنې لپاره منظم پلان کوو. “
محبت شاه دې لوی انسان او د دغه ځوریدلي وطن علمي خام جوړ شي.
د معارف د پیاوړتیا لپاره، کوچنی قدم هم بې ارزښته مه بولئ،د وطن غېږ دې د ښوونې او روزنې له مرکزونو او دا ډؤل زیارکښو ګلونو له کر ډکه شي.
ـــــــــــــــ
(۳۶) ممتاز زده کوونکی / د کاتب ستوری
د خپریدا نېټه: لومړی ځل - ۱۴۰۲/۱۲/۰۴
20/04/2023
درنو هیوادوالو!
د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت مو درنه مینه او مبارکي ومنئ.
دا چې د هیواد او هیودوالو د آبادۍ او پرمختګ یوازیني او وروستۍ لار د علم او پوهې حاصلونه ده په همدې لامل تمه ده دا اختر په هیواد کې د معارف د پیاوړتیا پیلامه وګرځي، له تاسو مو هم هیله ده چې پۀ کور کلي کې هغو ماشومانو ته د زده کړو زمینه مساعده کړې چې، د اقتصادي ستونزو له کبله زده کړو ته لاسرسی نه لري، تر څو یو وخت ټول هیودوال یوځای د واقعي له خوښیو ډک او هوساء اختر لمانځنې شاهد اووسو.
د افغانستان د ښیرازۍ په هیله.
!
د معارف د پیاوړتیا لپاره راسره یو ځای شئ
ــــــــــــــــــــــــــ
10/02/2023
د خوست له زیارکښو او بااستعداده زده کوونکو دا ځل شاه مزار درپېژنو!
شاه مزار ”سیال“ چې د عبدالرشید زوی دی د الازهر خصوصي ښوونځي دې دوولسم ټولګي هڅاند او خواریکښ زده کوونکی دی.
نوموړی چې له ډیر وړوکوالي عالي علمي سابقه لري، کورنۍ هڅوولی ترڅو طب پوهنځی ته بریالی شي، او غالباً دا یې د ژوند لویه هیله او آرمان هم دی.
د خپل ښوونځي د نورو برنامو د تعقیب او پۀ هغوئ کې د فعالې ونډې اخېستو ترڅنګ پۀ خپل ټولګي کې له کالونو حتماً (۱/۲/۳) مقام
راغلی.
دی چې ځیرک او له وړاندې د راتلونکي فکر لري، خپلو هیلو ته د رسیدو پۀ خاطر د ملګرو سره مل سر له اوسه د کانکور اماده ګي تعقیبوي چې دم ګړۍ د استاد شبروز پکتین پۀ ښوونیز مرکز کې زده کړې کوي.
موږ د خوست د ټولو زیارکښو زده کوونکو پۀ شمول، ګران شاه مزار ” سیال “ ته هم د بریالیتوب او غوره راتلونکي هیله کوو.
لوی رب دې د هیواد ټول ګلالي زده کوونکي با فکره او بریالي ولري چې، د دغه ناهیلي ملت هیله مندي پیدا او هیواد پر پښو ودروي.
د معارف د پیاوړتیا لپاره، کوچنی قدم هم بې ارزښته مه بولئ،د وطن غېږ دې د ښوونې او روزنې له مرکزونو او دا ډؤل زیارکښو ګلونو له کر ډکه شي.
ـــــــــــــــ
(۳۵) ممتاز زده کوونکی / د الازهر ستوری
د خپریدا نېټه: لومړی ځل - ۱۴۰۱/۱۱/۲۱
18/11/2022
د خوست له ادب پالو؛
ویاړلو او هڅاندو زده کوونکو دا ځل محمد عیسی درپېژنو!
محمد عیسی ”مشعل“ د ظاهرشاه زوی د خوست الفتح عالي او مرکزي لیسې د لسم ټولګي یؤ هنري او با استعداده زده کوونکی دی.
دا ګلالی د زده کړو ترڅنګ د ښه شعر او نثر لیکنې وړتیا هم لري چې وخت ناوخت ځینې نثري ټوټې او اشعار هم لیکي.
نوموړي د ۱۳۸۴ لمریز کال د تلې پۀ اتمه نېټه دې نړۍ ته سترګې غړولي، پۀ خپل ښوونځي کې د یؤ فعال او لوی نیتي انسان پۀ توګه د ډیرو د پاملرنې وړ ګرځیدلی.
پۀ ټولنیزو رسنیو کې یې،د هیواد د آبادۍ او هیوادوالو ترمنځ د خپلمنځي مینې د زیاتېدو پۀ پۀ خاطر فکري او ټولنیز فعالیتونه د ستایلو وړ دي.
هیله ده چې؛
مشعل صیب، د وطن د دې کړیدلو ولسونو د تیارو مشعل وګرځي، او موږ واقعاً پۀ دې تیارو ورځو کې مشعلونو ته ژوره اړتیا لرو.
پۀ ژوند او چارو کې ورته
د سترو بریالیتوبونو د هیلې ترڅنګ، یې تمه ده قلم د وطن دوستۍ پۀ فکر تاند اووسي.
ـــــــــــــــــ
(۳۴) ممتاز زده کوونکی / د الفتح ستوری
د خپریدا نېټه: لومړی ځل - ۱۴۰۱/۰۸/۲۷
17/11/2022
د خوست د ځیرکو؛
ویاړلو او با استعداده زده کوونکو له جملې دا ځل اسحاق جان درپېژنو!
ډیر ګران اسحاق الله د محمد ولي زوی د لکڼو عالي او مرکزي لیسې نهم ټولګي زیارکښ او فعال زده کوونکی دی، چې پۀ خپل ښوونځي کې یې اغېزمن فعالیتونه د یادونې او قدر دانۍ وړ دي.
نوموړی ډیر ښۀ غږ او د ویناوالۍ ځانګړي مهارتونه لري، چې ډیری وخت د خپل ښوونځي په فرهنګي چارو کې پۀ خپل حضور بېلابېل مراسم رنګینوي.
د خپلې سیمي اړوند د پاملرنې عالي موسسې په یوه څانګه کې کې یې په ډېر کم عمر کې د انجونو د استاد په حیص دنده ترسره کړې.
نوموړی تر ننه پورې د ښوونځي په ټولو ازموینو کې پۀ عالي درجه کې پاتې شوی، او پۀ خپلو هڅو سره یې نوم ځلولی.
د ښوونځي د زده کړو تر څنګ د انګلیسي پۀ برخه کې د جهان اذرخش له (TMP) فارغ او IRC سیستم یې تر Advance رسولی دی.
ده ته د ژوند پۀ ټولو چارو کې؛
د بریالیتوبونو پۀ هیله یو، هیواد مو واقعاً دغسې استعدادونو ته سترګې پۀ لاره دی.
ــــــــــــــــــ
(۳۳) ممتاز زده کوونکی / د لکڼو ستوری
د خپریدا نېټه: لومړی ځل - ۱۴۰۱/۰۸/۲۶
30/10/2022
د خوست له ویاړلو؛
زده کوونکو دا ځل سیف الرحمن درپېژنو!
سیف الرحمن ”مشال“ د نوراجان زوی، د خوست اعتماد ابوبکر خصوصي لیسې د نهم ټولګي فعال او زیارکښ زده کونکی دی.
ښاعلی مشال، د خپل بې ساري استعداد له مخې په خپل ښوونځي کې د واقعي ښۀ نوم خاوند دی چې څو ځله پۀ یاد ښوونځي کې عموعمي اول نمره علان شوی، نوموړی پۀ فرهنګي چارو کې ځانګړی مهارت لري او پۀ دې برخه کې یې د خوست پۀ کچه خپل نوم ځلولی دی.
سره له دې چې پۀ خپله هم زده کړې کوي تر څنګ یې، پۀ دې کم عمر پۀ خپله سیمه کې د مشال پۀ نوم د ښوونیز مرکز چارې پر مخ وړي چې د سیمې ګڼ زده کوونکي په کې د انګلیسي او کمپیوټرپه زده کړې کوي؛ همداراز یې د هغو اشخاصو لپاره چې د ورځې کاروبار لري او نه شي کولی زده کړې وکړي، د شپنیو زده کړو زمینه مساعده کړې.
سیف الرحمن مشال په ۱۳۸۲ لمریز کال پۀ خوست کې زېږېدلی، په ۱۳۹۹ تعلیمي کال کې د خبریالانو د انسجام شورا لۀ لوري د ژورنالېزم د څانګې او د ژورنالېزم اړوند برخو څخه د لس میاشتني چټک پروګرام څخه پۀ آنلاین ډؤل د ننګرهار د جلال آباد پۀ ښار کې خپل د فراغت سند ترلاسه کړی دی.
پۀ ۱۴۰۰ تعلیمي کال کې یې پۀ خوست کې د کابل وینا زده کړې لۀ دوه میاشتني پروګرام څخه هم په عالي درجه د فراغت سند ترلاسه کړی دی.
همداشان پۀ ۱۴۰۱تعلیمي کال کې یې د خبریالانو د انسجام شورا چې پۀ آنلاین ډؤل یې درس ورکولو د شپږ میاشتني چټک پروګرام څخه پۀ جلال آباد ښار کې د یوې لویې غونډې پۀ ترځ کې د فراغت سند ترلاسه کړ.
د کمپیوټر په برخه کې پۀ خوست کې د AfghanUstad استاد لۀ کورس څخه د کمپیوټر لۀ برخې د شپږ میاشتني پروګرام څخه هم فارغ شوی دی.
مشال صیب د شعر پۀ برخه کې هم دوه کاله کار ترسره کړی دی او پۀ شعر کې یې حماسي شعرونه زیات لیکلي دي.
د ویاړ ځای دا دی؛ چې:
د یوې خوندورې خنجرې او خوږ آواز پۀ درلودلو سره رسمي پۀ لسګونه ترانې هم د هېوادوالو تر غوږونو ور رسولې دي.
نوموړي ته له لوی خدای د سترو بریالیتوبونو غوښتونکي یو، هیله ده له خپلو وړتیاوو او مهارتونو د هیوادوالو د خدمت لپاره کار واخلي.
معارف پر داسې ګلالیو ښکلی دی
نوی نسل، نوی افغانستان!!
ــــــــ
دوه دېرشم ممتاز زده کوونکی / د اعتماد ابوبکر ستوری
د خپریدا نېټه: لومړی ځل - ۱۴۰۱/۰۸/۰۷
20/10/2022
د خوست له ویاړلو؛
او با استعداده زده کوونکو دا ځل ضیاء الله جان درپېژنو!
ضیاءالله ”ارمان“ د شهباز خان زوی، د مشعل خصوصي او عالي لیسې دوولسم ټولګي فعال او زیارکښ زده کونکی دی.
ښاعلی ارمان د ښوونځي د زده کړو ترڅنګ ټولنیز فعالیتونه هم کوي چې له لړ یې د پوهنې د سکتور د ملاتړ پۀ موخه پۀ بېلابېلو برنامو کې ونډه پۀ ډیر ویاړ ذکر کولی شو.
نوموړی پۀ ۱۳۸۴ لمریز کال خوست کې زیږیدلی، او فعلاً د خوست پۀ دولسوه فاملیو کې استوګنه لري.
پۀ ۱۳۹۱ لمریز کال یې ابتدایي زده کړې پیل او دا دی تر دوولسم ټولګي رارسېدلی.
د یادولو وړ ده چې د زده کړو پۀ لړ کې یې د کمپیوټر پۀ برخه کې له ICT او د انګلیسي پۀ برخه کې له پامیرپوهنتون او Head Way british councel د فراغت سندونه ترلاسه کړي.
نوموړي په خپل ځانګړي هنر او وړتیا پۀ بېلابېلو وختونو کې د خپل استعداد ښکارندویي کړې.
پۀ فرهنګي چارو، سیمنار وړاندې کونه انانسارۍ او اړوند نورو برخو کې یې د خوست پۀ کچه لوی پروګرامونه پر مخ بیولي.
او پۀ دې برخه کې د یو ښۀ غږ او جذاب کریکټر درلودونکی دی.
زۀ هیله مند یم چې ضیاءالله جان به پۀ راتلونکې کې ستر بریالیتوبونه ولري، دده هیلې دې پوره او د دې اندېښمن ملت د خدمت مصدر دې شي.
ــــــــ
یو دېرشم ممتاز زده کوونکی / د مشعل ستوری
د خپریدا نېټه: لومړی ځل - ۱۴۰۱/۰۷/۲۸
05/02/2022
د خوست له ویاړلو؛
زده کوونکو دا ځل قاري الله درپېژنو!
قاري الله ”همت“ د کریم زوی، د خوست صبریو سوري پاڼ عالي لیسې دوولسم ټولګي فعال او زیارکښ زده کونکی دی.
ښاعلی همت، خپلو درسونو کې واقعاً با استعداده او د ښۀ نوم څښتن دی چې ګڼ یې له هڅو متاثر شؤي دي، نوموړی د ښوونځي ترڅنګ پۀ مرکز ښار کې هم د لا زده کړو په موخه کورسونه تعقیبوي چې له لړ یې دباورښوونیز مرکز څخه په لوړه درجه دانګلیسي لس میاشتنۍ (TMP) پروګرام سند هم ترلاسه کړی ده.
ده ته دې سترو بریالیتوبونو په هیله یو، د خوست معارف دې پر تاسې ښکلی وي.
نوی نسل، نوی افغانستان!!
ــــــــ
دېرشم ممتاز زده کوونکی / د سوري پاڼ ستوری
د خپریدا نېټه: لومړی ځل - ۱۴۰۰/۱۱/۱۶
03/02/2022
د خوست له زیارکښو زده کوونکو دا ځل نعمت الله ځلاند درپېژنو!
زیاکښ او فعال نعمت الله جان د طالب زوی د قلموال مېنې د نمرو بازار اوسیدونکی دی.
دا مهال د قلموال مېنې پۀ ښوونځي کې د نهم ټولګي زده کوونکی دی، چې بې ساری استعداد او اغېزمن کرکټر لري.
له ساینسي مضامینو سره یې جوړ راځي او هیله لري، انجینر شي.
موږ پۀ دې دعاء یو چې ښاغلی ځلاند صیب یؤ بهترین انجینر جوړ شي، دا دې تر هیلو او موخو ورسي.
ــــــــ
نهه ویشتم ممتاز زده کوونکی / د قلموال مېنې ستوری
د خپریدا نېټه: لومړی ځل - ۱۴۰۰/۱۱/۱۴
03/02/2022
د خوست له هڅاندو او زیارکښو زده کوونکو محمد ایوب خان درپېژنو!
محمد ایوب خان د محمد راوف خان زوی د قریشي عالي خصوصي لیسې د اووم ټولګي زده کوونکی دی.
دا لایق، خوش اخلاقه او ګلالی زده کوونکی د خوست پۀ لیرې نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې اوسي چې پۀ خپل ټولګي کې لومړی مقام لري.
د هغه وړتیاوې څرګندې دي چې له لړ یې څه موده وړاندې د دوه ولسوالیو زده کوونکو ترمنځ پۀ سیالۍ کې لومړی مقام په خپل نوم کړی وو
دا ګلالی دې ښا اینده او سترې بریاوې ولري، ترڅو د دې دردیدلي ولس د دردونو ټکور شي.
ــــــــ
اته ویشتم ممتاز زده کوونکی / د قریشي ستوری
د خپریدا نېټه: لومړی ځل - ۱۴۰۰/۱۱/۱۴
23/01/2022
د معارف له بڼ یؤ بل ګل ورژېد؛
پۀ ډیرې خواشینۍ سره خبر شوو چې تېره ورځ د خوست د پوهنې ستوري، احسان الله د ژوند زده کړو له دې مینه بښونکي سفر سره د تل لپاره خدای پاماني وکړه.
احسان الله جان د تڼیو اوسیدونکی او دمشعل دریم نمبر خصوصي لیسې یؤ فعال او زیارکښ زده کوونکی و نوموړی د خپل ښۀ غږ له مخې د ترانې ګروپ مشر و چې له وړتیا یې سږ کال پۀ یاد ښوونځي کې د غوره فرهنګي فعالیت پۀ اساس د کال غوره زده کوونکي ستاینلیک هم تر لاسه کړی و.
موږ د ښوونځي ادارې، د ده کورنۍ، ټولګیوالو او د معارف ټولو خواخوږو ته د تسلیت درانه مراتب وړاندې کوو، روح یې ښاد یاد یې تلپاتې، مرګ حق دی.
ــــــــ